کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 


۱

 

 

۲

 

 

 

۳

 
 

              انور وفا سمندر

    

 
خدای شته

 


 

 

کړکۍ؛ (دروني تجربو پر دوام):

د مرغومي ۵مه، سپیده‌داغ:  ۵:۴۵

سترګه پرانستې ده.

د نور قلمرو پرانستې کړکۍ؛ برکت دې وي!

امن، ډاډ او سکونت.

نه حرکت شته، نه زمان، نه مکان؛ یو مخ بقا ده.

خدای شته.

 

د کلمې د عشق په سپینه اورلوبه کې

ښایي کلمې ډېرې راسره سوزېږي!

ډېرې یې دغه سپین اور- غږ؛

خدای شته- ته ور دننه کوم.

وایم چې پخې شي، چې بالغې شي،

چې هغه (وویني، وپوهېږي او هسې شي)

(هغه) چې دننه را سره دی.

او اصلا «هغه» دی. زه مازې پوښ«شخصیت کمیس»!

او کلمې د خاورین- تیلي عقل، په قصیدو او شوګیریو، پخې شوې د زمانو نینې!

پلاره؛ سپارم.

څه چې شته، هغه «شته»؛ وېل نه‌غواړي.

 

سهار: ۷:۱۷

ځان وېشل: خدای شته

ژوند په ډېره ساده پوهه بنا دی:

یا څه غواړې، یا څه ورکوې!

هر یو چې وینم، یا په دې دریځ کې یم: دا ماته څه راکولای شي!؟

یا په دې: وه خدایه! دې انسان- سپېڅلي روح ژوندۍ څېرې- ته، څه کولای شم؟

یوې خوا ته انساني عقل- لکه پړانګ ولاړ دی!

او بله خوا زړه په خدایي مینه- حکمت ډک دی.

اوس (ځان) د څه شي سرباز جوړوئ؟

عقل سره په مزدورۍ پړۍ کشوئ! که د زړه غوړیدو له‌پاره، ځان په نورو ویشئ.

(چې ځان ونه ویشې، خدای به له کومه شي)

خدای شته؛ سړی د څه شي غوښتنه وکړي.

 

شخصیت، د بلاو کور!

۱۰:۳۰

بیزو(شادي) مې ولېده:

دا بخت چا جوړ کړی، چا لیدلی؛ چا منلی او غوښتلی!؟

«آواز مو راځي؟؟؟»

چې یو دې شادي شي، بل مار- لړم!

بل نیپالی شهزاده او بل کورمادرزاد!

آیا چا لیدلی!؟

څوک یې شاهد و؟؟؟

څوک یې پوهه- درک لري؛ چې خدای دې (لوی روح)، په داسې قفسونو کې، بند ته واچوي!

روح نه د شکل غلام دی او نه د قوم، نژاد، نسل، نښان پر سر وړي.

هغه له هر ډول مادي- ذهني شخصیت تش او بی‌باک دی: خدای شته!

شخصیتونه ذهن کې ولاړ ټیت‌ولوړ، غرونه دي.

له ذهن دباندې، شخصیت نه‌شته.

هغه راغلی، چې په ځان پوه شي.

خو هغه صورت (ځان) باندې تعویذ وکړ،

غاړه کې یې جنګړانه ورواچوله!

او په سر یې د لښتي د څنګ، کپرخار شین شاخ، تاج ورکښېښود!

د غرڅې، د ونې او د هډوکو پر جوړ کاغذ یې، تورې کرښې واچولې؛ تاریخ جوړ شو!

د تاریخ تور مخ- د انسان د عمل‌نامې، حاضره دوسیه ده.

خو شخصیت ویاړمن دی،

باتور دی،

وژلای، ورانولای

او د خدای په نامه، تقدیر ټاکلی شي!!!

خدای هیر شو؛ انسان خلیفه پاتې شو.

شخصیت د دومره بلاو کور دی.

خدای شته

کلمو کې غیب نوم

۱۰:۳۵

ښه خولې ته راشي؛ خو ټس شي، تشې خبرې له ذهنه راووځي!

ښه را په زړه وي، خو چې ویې (کوم) په کلمو کې ورک (غیب) شي.

کلمې، ذهني شاه لیلاګانې دي.

کلمې تربورانې دي. کلمې پښتنې دي، بې بدیو یې نه کېږي!!

کلمې د خبرې قداندام نه‌لري!

د لیکوال- ویناوال، شاعر، تراجیدي داده، چې ټوله نه‌‌شي کولای، ټوله خبره؛

ټول خدای غواړي.

تول خدای دی او خدای شته.

                                        

ورځ: ۱۱:۴۹

له سترګې هاغاړې وطن څخه

خدای شته، زه روغ جوړ یم... خدای شته، زه روغ جوړ یم... خدای شته، زه روغ جوړ یم................

۱۵ دقیقې مې، وجود ددې سندرې تودوخه واخیسته؛ اوس وایم:

خدای شته، زه روغ جوړ یم..............

یو ځل یې تجربه کړئ، هاخوا وطنونه نېږدې، نېږدې دي.

لکه د سترګو په رپ کې ددې لیدل (خدای شته!)

 

ذهن خځلستان

۱۱:۵۴

زمکه څومره ټیټه ده دې وېلو ته! «خدای شته»

زمکه، د ذهن خیرو، خځلستان دی.

دلته به څه ومنې، چې خدای شته!!!

 

مقدس اتشفشان

۱۲:۵غرمه

ناروغي لګیا ده، چړې را په کې وهي.

غواړي زما چیغې- واویلاوې، پورته شي.

غواړي پاړوګړو- ژغورونکو پښو ته مې وروغوځوي.

چې «نوش‌دارو» راکړي او په عمر اوږد شم!

خو زما دلته دلته، د خدایي نوروغږ، سپین اور دی.

هغه خپل مقدس اتشفشان فعال کړی.

او شېبه شېبه دروغ را په کې سوزوي او ځای تشېږي،

ذهن تشېږي، ځان تشېږي،

چې خدای شته.

چې وسوزم، چې ورک شم، چې هېڅ شم، نوڅه!

خدای شته.

که دومره وېل‌وناوېلې مې، ددې بیعه برابره کړي، نو بیا ګټونکی یم.

 

پرته له هغه یو مخ ذهن‌دوزخ دی

۳:۰۰ماسپښین:

له هرڅه به لاس اخلې، چې «خدای» پیدا کړې.

پرته له (هغه)،

ټول خدایګوټي، بتان دي.

او ذهني- رواني اربابان او زمکه د روح زندان.

 

چې زړه یې وي

۳:۲۰

د بشر ټول مشکلات، د هغه ناحل کړې، پارچې دي.

خدای شته؛ آیا وس یې لرئ؟

ددې زړه شته؛ ځکه خدای شته؛ خو چې زړه یې وي.      

 

ماښام: ۶:۳۷، ببرک کوڅه:

خدای خو شته

دا ذهن څه دوزخي خالق دی!

هغه وضعیتونه، غلطۍ، لکۍ او ښکرونه،

چې زموږ ذهن یې نورو ته لري،

که په شکل واوړي،

ښایي داسې دوزخ ووینو،

چې له ډارووارخطایۍ او مصیبته یې،

ټوله دنیا له وېرې ومري.

وایي «خدای شته» څنګه یې ومنې؛ باور وکړې او آرام شې!

 

خدای هېڅ کوه‌طور نه‌دی

د مرغومي ۱۶مه (د فبروري۵مه)

شپه: ۳:۰۰

خدای شته.

هو، یوه یوه ته شته؛ خو ټولو ته څنګه!؟

هغه شته؛ یو یو، چې نعرې کړي، «شته»

چې نعرې شي؛ څېرې شي، دا پوهه شي: خدای شته.

خو ټولو ته څه ووایم!

خو خدای، څه بت شیطان نه دی.

خدای، نه کاڼی دی،

نه کوه‌طور

نه...

«هغه»

(زما، ستا، هغه) دغه اګاهي ده؛

چې: خدای شته.

ذهن مه ورباندې راګډوه، چې بل بت او بله بت‌خانه به شي.

زړه ته یې وسپاره. هغه خو شته!

 

خدای په هر شعور شته

پرته له ځنډه او پرته له ځای او پرته له مقامه شته.

ته چې هرځای، هر مقام او په هر شعور یې، خدای دې شته.

خو که دې نغاړه غاړې ته واچوله چې:

ووایه، باور وکړه او دا ولې «نه وینې!»، چې الله خو شته!

کار دې مادي شو،

دوکانداري شو.

او خدای په کې نه‌شو.

د انسان ویرنۍ داده، چې خدای شته،

خو هغه په نفوس پسې تپانچه راایستې، چې

ولې یې هغسې نه وینې،

نه لولې،

نه پالې- نه‌لرې، چې زه شاهدي ورکوم: خدای شته.

 

بې له چاقوکشۍ هم خدای شته

خدای شته.

خو چې د دومره ژبو،

دومره ذهنونو،

او دومره څېرو په شورماشور کې،

او په دې خاموشي جوړه شي،

چاقوکشي پرېښوول شي، چې «خدای شته!»

 

مینه د روح شعر دی

د ما دې په دغه او هغه او بل، بل، بل... خدایي (روح)، قسم وي، چې خدای شته.

پرته له وخته، پرته له یووېښته بل څه-بل شي

او پرته له یوه «آه» کولو شته.

او په دې خبره باندې ټول ژوند کښېښول شي.

ځکه له خدای سره خپل هېڅ نه ځاېږي.

مینه تردې ویښته قدرې توپیر نه‌لري.

مینه، د هغه مطلق حضور، مطلق قدرت او مطلق حکمت،

په ساکښلو راوستلې.

سا دغه مینه ده، روح دغه دی.

او بقا دغه ده.

خدای شته.

 

خاموشي د عبادت زمانه

شپه: ۳:۳۶

خدای چې شته، دا انسان څنګه پر ځان نوم و شهرت ږدي! او

خدای شته، او زه دې نوم ولرم!!

زه دې لوړ لوړ غږېږم!

....(اورئ؟)...(اورئ؟؟)... (بیا وایم: اورئ؟؟؟)

خاموشي، زبربسته عبادت دی.

 

معبدونه، خدای ته وچ شکلونه

معبدونه مه جوړوئ!

د غرونو له تنو ډبرې مه راشکوئ!!

څوک بیګار یا په پیسو کار ته مه راباسئ!!!

مه ورته کور جوړوئ، او مه یې اوله یا اخره ورځ نمانځئ؛ هغه شته او  

د هرې هڅې پرځای، دې ته هوښيار شئ، چې

«خدای شته»

 

خدای؛ هغه آزادي، چې ورسره پخلا یې

دا لړې، فضا...

دا قوانین، دا زندانونه- سازمانونه، ناجیان،

دا د هر انسان په څېره؛ (زما، ستا، هغه)

د لاس، د عاطفې،

د ذهن په چړو، پټ او ښکاره زخمونه،

دا جفا نه ښیي، چې موږ خپل خدای ورک کړی!؟

زما او ستا او یا هغه خدای،

په هېڅ‌چا او هېڅ شي، کار نه‌لري.

هغه له کار او اړتیا ازاد دی.

خدای شته.

 

ټول دې دې کې وسوزم، چې خدای شته

شپه: ۳:۴۵

خدای هېڅ نه‌غواړي

خدای، خدای دی. او «زه» هېڅ نه‌غواړي.

آن وړکتوب کې مې اورېدلي: «خدای خو خدای دی!»

تر دې سوچه تعریف، د بل هېڅ پنځوال په وس، نه دی!

پنځوال، هغه پر ذهن سپور زړه دی، چې تذکرې مامور ته، خپل نوم نه‌‌شي لیکلای!

نو زه څه وغواړم!

غواړم ټول وسوزوم؛ دې کې، چې خدای شته.

 

شپه: ۴:۱۰

خدای شته؛ نو زه هم روغ جوړ.

دومره روغ، دومره فعال، دومره آسوده؛ لکه خدای چې شته.

خو ددې زده‌کړه:

خدای شته. او زه پرته له دې په هېڅ نه یم خوښ!

یو مخ باید هرڅه دا واقعیت شي: خدای شته.

 

خدای خدای دی

هااااای! که خدای نه وي، نو زه یم...دا شونې ده؛

دا سوالونه کولای شم؟؟

دا اضافي شاهدي بیا بیا تکرارولای شم، چې خدای شته!!!

که خدای نه وي، نو حتا دغه خدای خلاف- «ذهن‌لوبه»- به مو هم نه وي!

دومره شک، دومره ځان خدای پاچا کول... ټول دا ښیي، چې خدای «خدای» دی!

خو دې سره سره، آیا په رښتیا دا وینم، پوهېږم

او په دې حقیقت اوسېږم، چې خدای شته!؟

 

روغتیا- بشپړتیا

شپه: ۴:۳۲

خدايي‌سړي، چې د پله پر سر، د خدایي غږورڼا تجربه وکړه؛ نو ویې وېل:

«داسې مرضونه رانه ولاړل، چې زمانې زمانې یې ستړی کړی وم؛ خو د تللو تر شېبې یې په درد نه وم خبر.

داسې بارونه رانه ولوېدل، چې تر لېرې کېدلو دمخه یې، «ویښ» نه وم، چې یو مخ بار جوړ شوی یم.»

خدایه: څه چې یې، او څه چې راته کوې، خوله یې، په ویلو ماته ده!

ذهن یې هوښیار نه دی.

او چاپېریال خو هسې هم ۳۶۰ درجې سنګلاخ دی.[1]

 

روغتیا


 

[1]  (کودک در سرزمين وحش) کتاب څخه:

د کتاب ۱۴۲مخ:

«د پردي غږ، زما افکار را وشلول: هغه ځای وګوره؛ د خدای نور!»

د شپې له هاخوا- ته به وایې له یوه ډېر لېرې واټنه منارې څخه، د سپین- آسماني نور، سوزوونکې وړانګه، زما په خوا راغله او زړه یې را سوری کړ....

ویې خندل او ویې وېل: «وګوره، د خدای نور دی، تا له‌پاره پړکېږي!»

بیا یې کړل: «غږ ته غوږ شه!» د وړانګې تندریز غږ پل ولړزاوه. د غږ له ځواکه په لړزا شوم...

د کتاب ۱۴۴مخ:

«مخکې تردې، چې روح د خدای تعالی سپېڅلې سیمې ته ګام کښېږدي، باید له ټولو ابهاماتو او کړکړتیاو پاک وي.

په دې توګه، هغه د خدای عشق‌ورحمت اقیانوس ځپونکې څپې، آرامې شوې. او ورو ورو مې وکولای شول، پورته شم.

ډډې مې- د روح پاکېدلو د فریادونو له امله- سوزېدې. خو د وجود ټولې ذرې مې په بې‌سارې بڼه، پاکې او سپکې شوې وې.

یوې داسې ناروغۍ راڅخه کډه کړې وه، چې د ورکېدو تر مهاله یې، په شتون نه‌وم خبر!

ځان سره مې زمزمه کړه: له وجوده مې څه شي کډه کړې!

هغه دروند پېټي، چې کلونه را سره ؤ او اوس نه‌شته. آزادي. ایا روحاني آزادي همدا ده؟

که هغه داده، نو څه شي سره هغه پرتله کېدای شي. ایا چا د هغې سپکه او خوږه نشه درک کړې؟ چا کولای شول په دغه آزادۍ پوه شي؟

د بدن یوه یوه سلول منځ کې مې، هوا روانه وه. د اوبو پر مخ لامبوزن ماشوم په څېر وم- رښتیا څه شي مې له وجوده کډه کړې وه، کارما- یا د سرنوشت دروند لاس....»

زه ددې تجربې د تایید یا رد په دریځ کې نه یم. وفا سمندر

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۳۱        سال نــــــــــــــــــوزدهم          ثور        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی     اول مَی 2023