ولاديمير ناباکوف
ناباکوف ديو بډاى سړي ځوي و. پلار يې ډېري ځمکې اوشته مني درلوده . په
۱۹۱۴
کال کې داکتوبر له انقلاب څخه يو کال ترمخه يې پلار ومړ . خو د اکتوبر د
انقلاب د بري په اثر ياد ليکوال پلار له مال ،جايداد نه گټه وانه اخيسته
. انقلابيونو دناباکوف دکورنۍ جايداد ضبط کړ . هغه کډوالۍ اوپرديسۍ ته اړ
شو اروپا ته ولاړ . ناباکوف په دى اړوند ليکي :
هغه کډوال چې له سرو ( بلشويکانو ) کرکه لري ـ ـ ـ ځکه چې شته اوجايداد
يې ورته غضب کړى دى نو له سپکاوي پرته بل څه احساسوي ؟ دپرديسۍ اوبې وطنۍ
غم چې په ټولو کلونو کې يې په ژوره توگه زه بوخت ساتلي وم . داسې احساس و
لکه يو ماشوم چې مې له لاسه ورکړى وي. نه پيسى اونه بل څه )) دناباکوف
کورنۍ دکريميي له لارې وتښتيده ؛ترکيي ته ولاړه اوله هغه ځايه لندن ته
ورسيده ؛ بيا په برلين کې ميشت شو. دناباکوف پلار چې کله له روسي را وتلې
و يوه ورځپاڼه يې خپروله اوپه
۱۹۲۲
کال کې په همدې سبب په يوه غونډه کې ترور اوووژل شو.
اگوستينو نتو
دسپتامبر په
۱۷
نيټه په
۱۹۲۲
كال كې دكاكزيكا ن په كلي كې چې دلوندا په شپيته كيلو مترې كې موقعيت لري
زيږدلي پلار يې پروتستان كشييش و· دی خپله ډاكټر اوشاعر و · په ځوانۍ كې
دملي فرهنگ دغورځنگ سره يو ځای شو · په پرتگال كې يې زده كړه وكړه · كله چې
په
۱۹۵۱
كال كې بندي شو· مشهورو شخصيتونو لكه ژان پل سارتر ، لويي اراگون، سيميون
دوبووار، نيكو لا گيلن، ديه گوريو يراو اونورو دهغه دخلاصون اوازادی له
پاره لاسليكونه راټول كړل.
دشاعر شعرونه دتورپوستو درنځونو عكاسي كوي
له بيگاره تيښته
!
څېره دروح تصوير دې
په رنځونو يې را نغاړي ،
هغه وخت چې انسان ژاړي ،
په وير جن شانته ماښام كې ،
((مانويل )) درومي
دهغه مينه
د((سايو تمه)) په لوری درومي
دسيند آخواته
ترڅه وخته
!
په يو ډېر ليرې افق كې
په ځغستلو ځان ډوبوی
لمر اوبيړۍ
سمندر ،
توريږي
او وركيږي
آسمان ځمكه توروي ،اوروح ميرمنه ،
هيڅ رڼا دلته كې نشته
ستورو هم څه درك نشته چې دميرمنې روح ته
روښنايي وركړي ،
تورتم
اويوازې تورتم ،
هغه په يو شعر کې دکډوالۍ مفهوم داسې تفسيروي :
دكډوال دكليمې مانا
موږ ته چې كډوال وايي ،خو بې ځايه يې وايي ،
دكليمي مانا داده چې چا ((غربت)) غوره كړی وي
خو موږ!
په خپله خوښه
خپل ټاتوبې نه دی پرې ايښی
داسې چې په پوره اختيار يو بل ځای غوره كړو ،
موږ
له خپل هيواده لاس پر سر نه يو ،
چې پر بل ځای كې كډې واړوو
نه ! هيڅكله نه
!
موږ راتښتېدلي يو ،موږ يې را شړلي يو ،موږ يې را ايستلي يو ،
اوهغه هيواد چې موږ ته يې ځای راكړی زموږ دهوساينې ځای نه بلكې دراشړلو ځای
دی
·
خو ! اوس مو حال دادی ، تل په انديښنو كې اوله خپلو پولو په واټن كې ،
دلته دستنيدو ورځې ته تم يو · له هغه لورې ډېر كوچنی
آواز ته غوږ غوږ يو
!
دپولو له هاغې خوا څاروونكي ،په چټكۍ له هر نوي راتلونكي نه پوښتنه ،هيڅ څه
يې نه دي هيركړي ،تسليم نه شول ، دهيڅ چا اعمال يې ،
ونه بخښل ،
اوپر هيڅ چا يې يو ويښته تار قدرې رحم هم ونه كړ
·
اه ! زموږ دگناه سكوت موږ نه دوكه كوي
·
هغه چيغې چې له زندانونو نه را پورته كيږي ،همدلته مو غوږونو ته راځي
·
موږ خپله ،
دداسې جناياتو شور اوپكړ ته ورته يو چې وې كړای شول له پولو تېر شي ،
زموږ هيڅ يو به
دلته پاتي نه شي
وروستۍ خبره
لا تر اوسه نه ده ويل شوې
·
برتولت برښت او له هيواده لرې والى :
کله چې د دويمې نړيوالې جگړې ناورين دځمکې دکرې له پاسه په تېره په اروپا
کې پلن او وغځېد.کله چې جنگ د هر انسان سترگې له اوښکوډکې کړې، ليکوال،
شاعر، اديب او د قلم خاوند هم خپله وسله راپورته کړه. د هغه وسله يعنې
قلم.
برښت چې کله له المان څخه بهر او مهاجر کيږي ،داسې مهال دی چې په نړۍ کې يو
ستر بدلون راځي. برښت دخپل هجرت په پيل کې د((گاليله ژوند )) اثر کې لاس
وهي اود نندارې له پاره يې چمتو کوي . په دانمارک کې دڅو فيزيک پوهانو سره
دبطليموسي هيات په اړوند خبرې کوي او هغوۍ ورسره مرسته کوي.خو کله چې
دانمارک هم دهټلر له خوا اشغاليږي برښت امريکا ته تښتي.هلته چارلز لاوتون
ددغه اثر انگريزي متن سموي. دواړه په دې کار بوختيږي چې په دغه وخت کې د
دوران يوه ستره ويره اوډار دونيا لړزوي اوپه هيروشيما اتمي بمب کارول
کيږي. له دغه شيبې وروسته دگاليله توبه اوجوړ جاړی دهغه په نظر بله مانا
پيدا کوي. د ننداري په مخکينۍ بڼه کې (له هيروشيما نه تر مخه ) برښت د
کليسا په وړاندې د گاليله توبه اوتسليميدل ناروا خو عاقلانه عمل بولي . دا
ځکه چې لوی اوبې مثاله عالم ته يې دا امکان ورکاوه چې ځان وساتي اونور پاتې
ژوند دعلمي څيړنو له پاره وقف کړي. خو د هيرو شيما ډاروونکی اور هرڅه سيزي
او د پوهانو په څيړنو اومسووليت باندې اغيزه کوي. خبره همدلته ده چې هرهغه
علمي پرمختگ چې دانسان اوږي له باره سپکې نه کړي نو څه په درد خوري ؟
***
گاليله دماتې په ډېرو دردوونکو شيبو کې دقهرمان جوړولو دود ماتوي. يو قهر
جن زده کوونکي ورته وايي
:
(( بدبخته ملت چې قهرمان نه لري .)) خو گاليله ورته په ځواب کې وايي:
(( بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري. )) همدا خبره ده چې که يو ملت دومره
بدمرغه اوذليل نه وي نو قهرمان ته څه اړتيا لري ؟ خو اصلا دناجي دظهور
خوب دانسانانو دکمزورۍ نښه ده .
(( بدبخته ملت چې قهرمان ته اړتيا لري )) عبارت په دوه مانا وو تفسير
اوتعبير كيږي · يو داچې خلك او اولسونه دستم اوكړاو بار په اوږو وړي اويو
ناجي ته سترگې په لار دی چې يو داسې قهرمان پيدا شي چې دوي له عذاب نه
وژغوري نو دوی بدبخته دي · له دی نه بله بدمرغي نشته چې انسان په خپل قوت
اوامكاناتو باندې حساب ونه كړي او د داسې موجود ظهور ته منتظر وي چې هغه له
دوی برترې ولري · بله داچې هغه ملت چې قهرمان يا ناجي ته اړ دی بدمرغه دی ·
كه داسې نه وې نو په عادلانه اونيكمرغه ټولنه كې قهرمان ته څه اړتيا ده له
لويو انسانانو نه دسترو فضيلتونو هيله كول د دې مانا لري چې فساد موجود دی
او وده نه كيږي · په يوه ښه اونيكمرغه ټولنه كې دمنځنيو استعدادونو دلرونكو
انسانانو ښه خصلتونه كفايت كوي.
برښت وايي :
))زه
برتولت برښت له تورو ځنگلونو راځم ،مورمې كله چې ما دهغې په تن كې ځای
درلود ،ښارونو ته راغله
;
خو دتورو ځنگلونو ساړه به دمرگ تر ورځې پورې زما په تن كې كې پاتي وي. ))
برښت چې دژان پل سارتر په قول يو ستر معاصر ننداره ليكوونكی اوشاعر و، داسې
شاعراوليكوال چې داروپا تياتر يې تر اغيز لاندې راووست· داسې نوښتونو چې د
تياتر هنر يې بدل كړ او دليكوال ،هنرمند اوليدونكي پر مخ يې نوې لارې يې
پرانيستې))
دبرښت يو شعر دی
رښتيا چې يو تور اوتورتم دوران كې ژوند كوو:
·
كليمات بې گناه اوبې عقل بريښي
ورين تندی ،دبې حسۍ نښه ده · هغوۍ چې خاندي ،تر اوسه يې لا ډاروونكی خبر نه
دی اوريدلی
څه دوران دی !
چې دونو په باب خبرې كول،
تقريبا يو جنايت دی
ځكه دا ډول خبرې
دبې شميره وحشتونو په وړاندې خوله تړل دي))
·
|