کابل ناتهـ، Kabulnath


Bildergebnis für ‫اکبر کرگر‬‎
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 
 

   

اکبر کرگر

    

 

دغربت، شړنې اوله هيواده ليرې شويو هستونې او ادبيات – دوهمه برخه

 

 

بې هيواده  اوبې مړستونه ليکوال اوشاعر

ادوارد سعيد وايي :  د غربت اوکډوالۍ ، سرگردانۍ اوبې برخليکۍ  په باب فکر کول ډېر په زړه پورې دي خو تجربه کول يې ډېر دردوونکي دي . سرگرداني   او د هيواد پريښودنه د انسان او د هغه دټاټوبي تر منځ يا د انسان او د هغه د کور او جونگړې تر منځ داسې يو درز يا واټن دى چې په اسانۍ نه ډکيږي .   د پرديسۍ او بې وطنۍ غم دومره دردوونکى دى چې هيڅ له منځه نه ځي. سره  له  دې چې په ادبياتو او تاريخ کې او په رومانتيکو ؛ قهرمانانه له وياړه ډک او کله ناکله په ډيرو  برياليو پيښو کې  دکډوال اوبې وطنو په باره کې له داسې روايتونو سره مخامخ کيږو ؛خو دا ټول هغه څه نه دي خو   دسرگردانه او بې وطنو کسانو هڅې دادي چې  دغربت يادوني هيرې  اوله ياده يې وباسي . د غمونو په وړاندې دبى وطنۍ اوپرديسۍ لاس ته راوړنې  دهر هغه څه چې دتل له پاره تللى اوس يې  رنگ اوبوى   هم نه دى پاتې.

دلويديخ فرهنگ ډيره زياته برخه دکډوال يا مهاجرو اوپناه غوښتونکو لاس ته راوړنه ده. هغه څه چې نن په امريکا کې دهنر ،تفکر او يا پوهنتون بلل کيږي دکډوالو اوپناه غوښتونکو برکت دى. هماغه چې دفاشيزم ؛ استبداد نه تښتيدلي وو.  دا دهماغه خپه  اوترهيدلو کسانو لاس ته راوړنه ده.

 دلويديځ په ادبياتو باندي يو مشهور منتقد  په ادبياتو کې يو ځانگړي ژانر ته اشاره کوي. چې دې عنصر ته له ټاټوبي يا وطنه ليرى  هست  شوې  ادبيات وايي. دا   دبې وطنو او کډوالو له خوا هست شوي دي . هغه دپناه غوښتونکو دوران انځوروي . هغه وايي::

((دې کې شک نشته چې په وحشي تمدن کې چې بې شميره  بې کورۍ او پرديسۍ زيږوي د هنري اثارو هستوونکي ، شاعران دي چې بې کوره  اوسرگردانه داي . په ژبه نه پوهيږي. له چاپيريال سره نابلده ؛تښتيدلي نوستالژيک اوپه قصدي توگه عجيب وغريب وي.))

جيمز جويس چې ترمخه مو ورته يادونه وکړه  ډير ښه مثال دى . هغه له ايرلينده ولاړ  خو په اثارو کې يې په  ډېره سختۍ سره کولي شو د هغه د پلرني ټاټوبي له انعکاس نه سترگي پټې کړو . هغه په ۱۸۸۲ کال کې دوبلين ته نږدې دونيا ته راغى  مور يې مهربانه اوپر هيزگاره ميرمن وه. خو پلار يې عياش سړى و.

دهغه ميرمن ليکي : (( زه نه پوهيږم زما ميړه نابغه و  اوکه نه ، خو يو شى  په ډاډ سره ويلي شم چې دهغه په څير بل کس نه پيدا کيږي ـ )) جيمز جويس ته يو شى روښانه و : کاتوليک کليسا دبشريت دوښمنه ده ـ په خپل اثر اوليس کې په زغرده وايي : (( پاپ دې جهنم ته ولاړ شي ! ))

دويمي نړيوالي جگړې جويس لالهانده اوسر گردانه کړ او د معني د پيدا کولو له پاره دهغه دنهيلۍ ډکه هڅه له هر څه زياته ناکامه وه. کله چې  د هتلر عسکر پاريس ته تلل (ددسامبر۱۹۳۹ )) دجويس ترهيدلي کورنۍ  سن-ژوان -لو-پوى  ته وتښتيده .

اوکله چې فرانسه نازيانو ته تسليمه شوه هغه زوريخ ته وتښتيده. زوريخ کې چې خپلې ټولې هيلې يې  له لاسه ورکړې وې په ۱۹۴۱ کال کې روغتون ته وليږدول شو.

 

دبى وطنۍ  اوپرديسۍ  شعرونه يوڅه دي ، خو دسر گردانه اوبې ټاتوبي اواره شاعر ليدنه داسې څه دي چې هغه دبې ټاټوبۍ ښه اوبد هر څه څښلي دي ، ادوارد سعيد دپاکستاني شاعر فيض احمد فيض په اړوند ليکي:

يو څه وخت مې د اردو ژبي دمشهور شاعر فيض احمد فيض سره تير کړل. هغه دپاکستان دپوځي حاکم ضيا له خوا شړل شوى اوپه بيروت کې اوسيده. دهغه نيږدې دوستان فلسطينيان وو خو دا څرگنده وه چې ديو ډول روحي پيوند سر بيره هيڅ يو شى ، نه ژبه ، اونه دشعر انگيزي اودژوند داستان يې يو بل ته ورته وو ـ يو وار چې ما اقبال احمد چې دفيض احمد فيض  دوست و او هغه هم کډوال و،  بيروت ته را غلي و . موږ درې واړه دبيروت په يوه کافي کې ناست  وو .اقبال احمد دکډوالۍ له ستونزې سخت درديده.  فيض خپل شعرونه ولوستل خو لږه شيبه وروسته اقبال احمد زما له خاطره شعر ويل بس کړل خو  کوم څه چې ما وليدل ژباړې ته يې اړتيا نه وه ، هيواد ته دبيرته ستنيدو لوبه وه  . دسرغړاوي اوماتې په ژبه يې ضيا ءالحق ته ويل

(( ضياء موږ دلته يو )) اوهغه چې هلته وو ضيا ءالحق و.خو ديکتاتور  دهغو مستانه اواز  نه اوريده .

رشيد حسين فلسطيني و. دبياليک (   Bialek)  چي يو ستر شاعر دى ـ شعرونه يې ورته له عبري نه په عربي را اړولي و. له ۱۹۴۸ کلونو را په دې خوا يې دشاعر دکلام وضاحت اوفصاحت   دژبې په  اوراد و بدل کړل. په لومړي سر کې يې په تل ابيب کې ژوند کاوه او عربي ورځپاڼو ته يې څه ليکل کول. هغه دناصر(جمال عبدالناصر  دناپييلتوب دغورځنگ مشهور سرلارى ) له ټينگو پلويانو وو خو دعرب اويهودي ليکوالو ترمنځ يې ديالوگ جوړ کړ . لږ وخت وروسته په تنگ شو نيويارک ته ولاړ ،له يوې يهودي سره يې واده وکړ  اوپه ملگرو ملتونو  کې يې کار پيل کړ ـ

په ۱۹۷۲ کال کې عربې هيوادونو ته ولاړ خو څو مياشتې وروسته بيا امريکا ته ولاړ په سورېه اولبنان کې يې ځان پردى احساس کړى و. يوازې نيويارک يې زړه نه و نيولي.

ژوند يې ورو  ورو ويجاړيده ؛ يو ه شپه مست و.  سگرت يې په لاس کې و. خوب وړى و. کوټى يې اور واخيست . اور کوچنۍ المارۍ ته رسېدلى  و. هلته درشيد حسين ثبت شوى شعرونه اودبيلابيلو شاعرانو شعرونه وو ـ زهرې گازونو خپه کړى   اوبيا يې جسد  ورته  په اسرايلو کې خارو ته وسپاره . ((۴۴))

دکډوالۍ اوپرديسۍ په گډوډ اوله ياس اوناميندۍ نه ډک حالت کې دهويت اونه هويت مساله ډېره څرگنده ځليږي. محمود درويش فلسطيني شاعر  يو له هغو کسانو څخه دى چې په غزل کې يې دخوارۍ او در په در کيدو يا لالهاندۍ کيسه چې بيرته به جونگړې ته ورستون شي اوکه نه ؟ حماسي بڼه خپلوي. د درويش په شعر کې بې کوري اوبې سر پناهي ځليږي وايي:

زه

زه اواره يم ،

ما پر خپلو سترگو مهر کړه،

هر چيرې چې ياست ما له ځانه سره يوسه، زما ټوله هستي يوسه،

ماته مې دخپلو بارخوگانو رنگ بيرته را که ،

اوزما دتن اووجود تودوخه

ماته مې دزړه اوسترگو ليد را که ،

خوښي اود ډوډۍ تريووالى

زما دمورني وطن د  ـ ـ ـ ـ دخاورو خوند،

او ،په خپلو سترگو کې ځاى را که ؛

دجونگړې دغم ياد مې نور له ځانه سره يوسه

دغميزې دشعر دليکو په څير يې نور له ځانه سره يوسه، .

دلوبو دتوکي اوډبرې په توگه يې له کوره له ځانه سره يوسه ،

چې : ماشومان مو له ياده ونه باسي ،

چې بيا بايد جونگړې ته بيرته راستانه شي،

v  

يانکو گورال دشرقي اروپا يو کليوال وـ غوښتل يې امريکا ته ولاړ شي ؛ بيړۍ يې دانگلستان له سواحلو نه دتيريدو پر مهال له کمره سره ټکر وکړ   .دايمي فاستر په خپل ناول کې د دې کليوال کيسه ليکي :

(( په رښتيا ډيره ستونزمنه ده  چې سړى ځان دځمکې په  يوه نامالومه څنډه کې  داسې احساس کړي چې حيران وي ،بې وسه وي ، اوبې وزلي وي. نو پرته له دې چې څوک وپوهيږي چې هغه له کومه راغلى دى. فکر نه کوم چې دماتې بيړۍ دټولو ماجرا غوښتونکو په منځ کې  دنړۍ له ډېرو وحشي سيمو دلته را ټول شوي وو  د دغه انسان چې زه پرې خبري کوم دهغه په څېر بد مرغه وو. دا له سمندر ونو را شړل شوي ډير بې گناه ماجرا غوښتونکي ـ ـ ـ ـ ـ)) ۵۰

نوره بیا

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۳۰۴  سال  سیـــــــــزدهم                    جــــدی/دلــــو   ۱۳۹۶                       هجری  خورشیدی    شانزدهم  جنـــــــــــــــــــوری ۲۰۱۸