کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

۱

 

۲

 
 

   

ليکنه اوڅيړنه : م ۔ اکبر کرگر
 كال ۱۳۹۰هجري شمسي

    

 
رحماني ليدتوگه
 (دشرقي فرهنگ په رڼا کې)

 

 

(۲)

 

ميرزاخان اورحمان

دوه څيرې اويو باور

 

کل جهان له محبته پيدا شوی

­­­­­­­­­­­­­­

 

دا رښتينی عشق دکل جهان ابا

 

                                          (ميرزاخان انصارې)

 

دا جهان دی خدای له عشقه پيدا کړی

­­­­­­­­­­­­­­

 

دجمله وو مخلوقاتو پلار دی دا

                                        ( رحمان بابا

 

ميرزاخان انصاري :

ميرزاخان انصاري دنوروالدين انصاري زوی اودخپل وخت د يو وتلي اونابغه شخصيت  بايزيد روښان لمسی و ۔ مور يې زليخا اوميرمن يې نور خاتون نوميده ۔ نور خاتون دميرزاخان دتره جلالدين لور وه ۔ نوموړی دځينو مورخينوپه عقيده په   ((   ۹۸۸)) کال  اودعبدالاکبر خان اکبر په قول په ۹۷۰  او۹۷۵ کلونو ترمنځ  زيږيدلی او ۱۰۴۰هجري قمري کال  پورې ژوندی وو ۔ ميرزا په کوچنيوالي کې دپلار له نعمته محروم شو  ۔ تل ياد ميرزا خان  دمور اوپلار له بې برخې والې  وروسته  له جلالدين  سره پاتې شو اوبيا داحداد اورشيد خان دمخالفتونو په دوران کې درشيد خان ملگری شو ۔ تر يوه وخته  په پښتونخوا کې اوسيده اوبيا هند ته ولاړ۔   نوموړی دهغه ديواځينې ديوان دشعرونو اويو څه  دحالنامې په رڼا کې څيړلی شو ۔

رحمان بابا : ارواښاددوست محمد کامل مومند درحمان بابا دپيدايش کال ۱۰۶۲ گڼي اودوفات کال يې د۱۱۲۴ خواوشاه تسليموي ۔ ))  قلند رمومند يې دپيدايښت نيټي ۱۰۸۱ اووفات يې ۱۱۶۳ کښلی دی ۔ ))

داسې بريښي  چې رحمان بابا اوميرزا خان يو پر بل پسی  تقريبا په يوه پيړۍ کې سره شريکان دي ۔ څرنگه چې ټولنيز اوکلتوري حرکت دستاتيسکو په حالت کې وو ٬ نو دزيات بدلون  راتللو گومان نه کيږي ۔ په دې مانا چې دواړه تقريبا په يو لړ شرايطو کې سره نږي دي ۔

لکه چې دمخه مووويل ؛ميرزا خان انصارې دپښتنو ديوی معتبرې کورنۍ روښانيانو  پورې اړه درلوده چې دمبارزې اوعقيدوي اوفکري لارې او دعلم دحصول له مخې زيات دامتياز خاوند دی ۔ خو رحمان بالعکس ديوې بيوزلې بزگرې کورنۍ چې زيات  عمر يې په پيښور کې تير شوی اودپيښور دماحول نه متاثره دی ۔

ميرزا خان انصاري دروښاني تحريک يو ډير مهم اوبرجسته مفکر اوغړی تير شويدی ۔ نوموړي دبايزيد روښان دتصوف نظريه اوتعليمات په خپلو شعرونو کې په منظمه اوسيستماتيکه توگه بيان کړي دي ۔ نوموړي دخپل تره زوی احداد چې دشيخ عمر زوی وو  تر مشرۍ لاندی دمغلو خلاف ځينو جنگونوکې هم شامل وو ۔ خو وروسته بيا څه وخت دده يو بل تربور اوهم اوښي الله داد ( مشهور په رشيد خان ) تحريک پريښودو نو الله داد يعنې رشيد خان او ميرزا خان انصاري دواړودحکومت خدمت ومنلو ۔خو کله چې بيا احداد دمغلو خلاف دلواء غر په جنگ کې ووژل شو نو ميرزا خان هم متاثره شو ۔

هميش خليل ليکې : په ۱۰۳۹ کال په وروستيو شپو ورځوکې  کله چې دخان جهان لودي اوشاه جهان پادشاه ترمنځ اختلاف پيدا شو نو خان جهان لودي دکن ته ولاړ ۔ دشاه جهان په ډير ټينگار ددکن حاکم نظام الملک هغه پادشاه ته ونه سپاره نو نتيجه ددکن جنگ شو ٬ هميش صيب دمنتخبب الالباب په حواله زياتوي چې حاکم نظام الملک ددغو کسانو له سپارلو انکار وکړ اوپه نتيجه کې پادشاه په غضب شو ۔

خو څرنگه چې پادشاهي پوځ ددوښمن په وړاندې کم شميره وو نو ميرزاخان انصاري خپل قوماندان بهادرخان روهيله چې دارادت خان تر مشرۍ لاندې و  ددې جنگ له پاره وټاکه ۔ په همدې جنگ کې ميرزا خان انصاري دخپلو تربورانو ميان داد ٬ الله داد (رشيد خان ) اوخپل يو زوی سره ووژل شو۔( ۔ [۲۹](  

 

درحمان بابا

رحمان بابا دعبدالستار مومند زوی په بهادر کلي کې دپيښور څخه درې څلور مايله ليرې جنوب خواته  په ۱۰۴۲ هجري  قمرې کال  زيږيدلی دی ۔

استاد رفيع په خپل وروستي کتاب رحماني خم  کې ليکي :  عبدالرحمان  په خپله زمانه کې يو صوفي مشرب اوپه خپل عشق کې داسې ډوب شاعر تير شوی دی چې خپلې فقير مزاجۍ اوپه عشق فنا شوی حالت دی دخپل کلي نه هزار خانې ته په تلو اواستوگنه مجبور کړ ۔

رفيع صيب په بل ځای کې زياتوي :  ۰((۰ده ښه علمي اوادبي مطالعه درلوده ٬ ديني مسالي يې په شعرونو کې ځای په ځای بيان شوي چې په ديني علومو کې دده دښو مالوماتو څرگندويي کوي اوهم دده په شعرونو کې دارزاني ٬ ميرزا ٬ دولت اوخوشال خان يادونه ښيي چې ده ددې شاعرانو ديوانونه لوستي وو اودده په ادبي پياوړتيا کې ددې شاعرانو دشعر  دروند اغيز و ٬ همدا راز ده ددرې شاعرانو ديوانونه هم په ژوره توگه کتلي وو اوځای په ځای يې ددوی له ويناو وو څخه لفظي اومعنوي اخيستنې کړي دی۔ ))( [۳۰]

-ميرزا خان يو تمام عيار صوفي اوعارف دی ٬۔  هغه  په فکري لحاظ  تر زياته حده دهماغه عرفاني مکتب څخه متاثر دی کوم چې بايزيد روښان يې خښته ايښې وه ۔ ان دا چې ددغه مکتب بشپړوونکی هم دی ۔  سره له دې چې دخپل عرفاني مکتب داصولو له مخې دشريعت نوم اواصل يادونه کوي ۔ خو زيات تمايل يې تصوفي عرفانې هغه ته دی ۔

-خو درحمان بابا په شعر دتصوف اوکله ناکله دعرفان په خوا کې  قويا ديني اوشريعتي مسايل هم مطرح کيږي ٬ اوميلان يي دوم فکري اړخ ته زيات دی ۔

 اوس ددې له پاره چې يوڅه  دتصوف اوعرفان له اصولو سره اشنا شو  اړه ده په دې باب داسلامي اولويديځو مستشرقينو دعقايدو په رڼا کې دغه ليد توگه وڅيړو :

شرقي فلسفه يا تصوف اوعرفان  يوه لرغوني فکرې ليدتوگه ده ۔ دې ليدتوگې  په بيلابيلو شکلونو اوډولونو  وده اوتکامل کړی ٬ په ځينو حالاتو کې دنويو جريانونو سره اداپت شوي اوبالمقابل اغيزه يې کړې ده ۔

ځينې څيړونکي لکه (ريخارد هارتمان ٬ماکس هورتن اونور )تصوف دهندې منابعو څخه بولي چې دبودايي ودانتا دفلسفې پورې اړه لري ۔ دهارتمان په باور سره هغه سيمه چې دزرتشتيزم  اوبوديز م دمخامخ کيدو يا تلاقي سيمه منځنئ اسيا ده ۔ چې د منځنئ اسيا څخه دهندې عرفان نفوذ اوعملي زهد داريايانو له لاري په اسلام کې نفوذ کړی دی ۔ روسي پوه اگاردلوسکې هم ددې نظر ملاتړ کړی دی ۔ خو دانظريه يوازې  يو ه فرضيه اوداسې فکري ليدتوگه وه چې هيڅکله دواقعيت اومدارکو له لاري ثابته شوې نه ده ۔ ددوی په نظر په دې نظريه کې دنژاد پالنې يو ډول  نظريه ترسترگو  کيږي ۔ په دې مانا چې تصوف دعربيت پر ضد يو اريايي ( هندو اريايي )عکس العمل بولي   ۔ ماکس هورتن په تصوف کې دبودايي کيت نفوذ اودودانتا اغيز ته اولويت ورکوي ۔ ))()[۳۱]       

((په دې ډول دتصوف دپيدايښت په باره کې درې نظره رامنځ ته شول چې کولای شو مسيحي نظر (مسيحي يا نو افلاطوني ) اريايي سرچينه او ( هندي ) سرچينه  ونوموو ۔

فونکرمر دتصوف دتکاملي سير په باره کې يوه پيچليې  نظريه  وړاندي کوي ۔ چې وايي گويا ددوه منابعو څخه يې سرچينه اخيستی ده ۔ فون کرمر وايي : داسې مالوميږي چې تصوف دوه بيلابيل نظريات جذب کړي دي ۔ يو متقدم عنصر چې هماغه مسيحي زهد دی ٬ چې داسلام له پيدايښت راهيسې يې سخت اغيز درلود ۔ اوپه وروسته وخت کې هماغه دبودايي مشاهدې عنصر دی ۔ چې په اسلام کې داريايانو دورځ په ورځ زياتيدونکي  نفوذ څخه عبارت دی  چې تصوف ته يې لاره پيدا کړي ده ۔ ))()[۳۲]

(( ای ۔ گولدتسهر په جزيي بدلون سره دکرمر نظر مني اووړانديز کوي چې دتصوف له پاره دوه عنصره بايد ومنو :  يو ((زهد )) اوبل ((عرفان )) يا په خاصه توگه تصوف ۔ دگولدتسهر په وينا زهد يوازې اسلام ته نږدی دی اودهغه سرچشمه دشرقي مسيحيانو درهبانيت نفوذ و ۔حال دا چې عرفاني تصوف په عقلي فلسفه اواستنتاج ولاړ دی ۔ يعنې په متقدم دوران کې په نو افلاطوني فلسفه اوله هغه وروسته په بودايي فلسفه متکي و ۔ ))()[۳۳]

دتصوف په باره کې نوي نظريه چې دشلمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې دنيولد نيکلسون اولوي ماسينيون له خوا رامنځ ته شو دهغو تاليفات زيات دمخکينئ اسلام پيژندنې ٬ په نورو پراخو اوزياتو منابعو اومتونو استناد کوي ۔ نومول شويو څيړونکو  تصوف له هغو مواردو څخه چې له بهر راوړل شويدي اوله اسلام سره يې پيوند خوړلی دی نه بولي بلکې بر عکس جلا  پديده يې بولي ۔ چې په اسلام کې را منځ ته شويده ۔ نو دا نظريه بايد اسلامي وبولو ۔ ر۔ نيکلسون باور لري چې عرفان دزاهدانه  تمايلاتو طبيعي اوتکاملي بهير و چې په لومړۍ هجري پيړۍ کې په اسلام کې رامنځ ته شو ۔ نيکلسون دمسيحي زهد نه منکر دی اوداوايي چې ډير کم اغيز يې هم نه درلود ۔ خو په دې باور لري چې صوفيانه زهد په کلي توگه اوهمدارنگه هغه عرفان چې له هغه را پيدا شوي پديده ده ۔ داسې چې يوه  اسلامي اوعقلي فلسفه اودتصوف استنتاج دنو افلاطونيه فلسفې نتيجه ده چې دمسيحيت داغېز لاند ې يې بدلون موندلی دی ۔ اود افراطي متصوفينو وحدت وجودي افکار دهندوانو دنفوذ له امله چې داريايانو په وسيله يې عملي جنبه پيدا کړه رامنځ ته شول اوتکامل يې وکړ۔ ))[۳۴]

((دتصوف په باره کې دصوفيانو خپله نظريه دافسانو سره گډه شويده ۔ ۔ صوفي مولفان نه يوازې (محمد (ص) اوعلي (ع) صوفيان بولي  ٬ بلکې داسلام څخه دمخه پيغمبران لکه ابراهيم ٬ موسی اوعيسی هم دصوفيانو په ډله کې شماري ۔ غزالي عيسی يو تمام عيار شيخ ٬صوفي اودتقليد ډيره وړ  نمونه بولي ۔ په خاص ډول خضر پيغمبر چی غالبا دالياس نبې ( خضر الياس ) يو بولي ۔ اوصوفي يې بولي ۔ اودصوفيانو په منځ کې دخضر درناوی ډير رواج دی ۔ خو که  له افسانې تير شو اوتاريخ ته راشو ۔ له تاريخي پلوه ويلی شو  چې تصوف په تقريبي توگه دقدامت له لحاظه اسلام ته نه رسيږي نو زيات مو نه دي ويلي زاهدي روحيه په ظاهر کې نه يوازې دځينو اصحابو له خوا وړاندې شوې  بلکې دقران په متن کې هم ليدل کيږي ۔ په هر لحاظ دلومړې هجرۍ پيړۍ په پای کې داسلام په منځ کې تصوف يو خاص جريان وو چی خبرې  پرې کولی شو ۔ 

په همدې اساس دفقر پرستۍ کيت ديو داسې مطلوب کمال په توگه (( چې روح ژغوري اوهغه ته نجات ورکوي  )) رامنځ ته شويدي ٬ ان دتصوف په لومړي دوران کې دزهد پيشه صوفيانو يوه ځانگړنه هماغه دتبليغ اصل وو له مادي دونيا  لاس اخيستل اوپه اختياري توگه دفقر منل اوپه دې اړوند دتوکل په اصل ((په  عربي  کې دهيلو اواميد په مانا   )) تگ لاره اودژوند سبک   رامنځ ته شو ۔

اوس نو که له يوې خوا په اسلامي نړۍ کې دزرتشتيزم اوبودييزم   اغيزو په رڼا کې دتصوف اوعرفان  دمنشا ء په اړوند مکث کوو٬ نو له بلې خوا داسلامې نړی ديو ستر عالم اودتصوف اوعرفان لوی لارښود شيخ اکبر هم له پامه نه شو ليرې کولې ٬ چې په اسلامي فلسفي اوتصوفي جريانونو باندې يې پوره اوژور سيوری اچولی و ۔

 

محی الدين عربي يا شيخ اکبر  څوک وو ؟

(( ابن عربي دروژي په ۱۷ ۵۶۰ يعنې په ۲۸ دجون ۱۱۶۵ داسپانيا په جنوب شرق کې دمرسيه په ښار کې دونيا ته راغلی و۔ دهغه نسبت دحاتم طايي سره دا څرگندوي چې نوموړی دپخوانۍ عربې قبيلي څخه (طی ) په نوم و ۔ همدغه تاريخي  واقعيت ثابتوي چې دڅيړونکو دباور پر خلاف اسلامي عرفان يوازې اريايي –هندي  تفکر نه دی ۔ هغه دداسې کورنۍ پورې مربوط و چې په زهد اوتقوی مشهوره و ه۔ دهغه پلار اودوه ترونه هم مشهور صوفيان ول ۔  ))()[۳۵]

شيخ اکبر په۵۹۰ يا ۱۱۹۴ کال کې  مدينې ٬ فارس اومراکش ته سفر وکړ ۔ په ۳۸ کلنۍ کې يې يعنې په۵۸۹يا ۱۱۹۳ کال ديعقوب بن يوسف بن عبدالمومن چې دافريقا اواندلس سلطان وو ٬ دشرق په لور سفر وکړ ۔په ظاهر کې دهغه نيت حج و ۔ خو کيدای شي چې دهغه اصلي هدف  په داسې ځای  کې اقامت اوهستوگنه  و ه چې له مغرب څخه ډير ليرې   ځای ته چې په هغه وخت کې په کې گډوډي اواغتشاش و٬ ولاړ شي ۔ دهغه ځاې ديني اوسياسي چاپيريال ډير خفه کوونکی و ۔ تنگ نظرو فقيهانو اومستبدو حاکمانو داسې کسانو لکه ابن عربي ته په شک کتل ۔ )) [۳۶]

 

((له بلې خوا په اسلامي شرق کې دمخالفو رايو اونظرياتو په وړاندې يوڅه سهولت اواسانۍ وې اودنويو افکارو اونهضتونو دمنلو په وړاندې زيات چمتو ول ۔ پر دې سربيره بياهم نه شوويلاې چې ټول شرق دا ځانگړنه درلوده ۔ دا ځکه کله چې ابن عربي په ۵۹۸ يا ۱۲۰۱ کې مصر ته ولاړ ٬ دهغه ځای خلکو ورسره ښه چلند ونه کړ ۔ اوحتی دوژلو نيت يې ورته کړې وو ۔

****

دابن عربې له نظره نوموړی يوازې دهغه مطلقه جمال رمز اومظهر اومثالي صورت دی  چې داشياو په اعيان کې جريان لري ۔   ۔۔؟  اودشيانو دناپايه کثراتو په توگه په هغو  کې ظهور کوي ۔ نوموړی وايي :

 

((هر نوم چې اخلم دهغه کنايه ده ٬ اوپه هره لاره چې ژړا پيل کوم دهغه لاره اوکوڅه ده ۔ ٬٬٬ هغه څه چې په دې کتاب کې مې په نظم راوړي دي ٬ دالهی وارداتو اوروحاني منزلاتو اوعلوي اړيکو ته اشاره ده ٬ چې زما پر زړه نازل  شوي دي ۔ ددې ديوان لوستونکي  له مخکينيو اودچارو په باره کې له پوهيدو څخه  چی شريفو کسانو اودعالي همت څښتنانو چې په علوي چارو يې پام دی ٬ ددې وړ نه دي  چې دا په يادو يادکړي ۔   ))[۳۷]

 

ابن عربي وايي  چې  حضرت رسول (ص) دفصوص الحکم کتاب هغه ته ورکړ اوداسې يې وفرمايل ((۔ خُذُهُ وَاَخٌرَجٌ بِهِ اِلّی النّاسِ يَنٌتَفِعَونَ بِهِ )) داواخله اوخلکو ته يې ورسوه   چې گټه ترې واخلي ٬ نوموړي دا پيښه الهی وحی اوالهام اورباني القا بولي اومدعي دی چې زياتره کتابونه دهغه په دی ډول هغه ته القا شويدي ۔

نوموړی وايي هر څه چې زه په خپلو تصانيفو کې ليکم دفکر انديشی اورويت له مخې نه دي ٬ بلکې دداسې روح له وجهې دي چې الهام زماپه زړه اوسر  کې پوه کړي دي ۔  اوپه بل ځای کې وايي : هر هغه څه چې ما کښلي اوليکم يې الهی املا اورباني القا ده ۔ يا داسې روحاني نفخه  ده چې زما په  زړه کې ايجاد شوي ده   اودا هر څه دخپل نبوی ميراث په حکم دي ٬ نه دفکري استقلال په حکم ۔ داځکه چې رحماني نفخه درتبت له لحاظه ٬ دون وحی کلامي اوداشارت اوعبارت وحی ده ۔ ))   [۳۸]           

 

اوس چې کله دميرزا خان انصاري شعر اوديوان گورو ۔ هغه ځای ځاې  ددغه دوه تصوفي  اوعرفاني جريانونو  چې هم دختيز او هم دلويديز له لورې په اسلامي فرهنگ کې سره مخامخ شوي  اوديو سنتيز په توگه داسلامي عرفان اوتصوف په نوم يې  دسيمي په فرهنگ اوسنتې فلسفه کې يې ځای نيولی دی په بشپړه توگه اغيزمن دی ۔ ميرزاخان ديوه ښوونځي يا روښانې ښوونځي  پيرو اومتفکر دی دهغه په ديوان کې دسلامي تصوف اوعرفان په سيستماتيکه توگه دهماغه ترمينولوجۍ په بنسټ لکه چې دالعربي په اثارو اونورو صوفياوو په اثارو کې  راغلي ٬ تشريح شويدی ۔

وحدت  اوکثرت  عشق ٬ عرش اوهستي ۔ خفي ذکر او جلي ذکر ٬ تزکيه نفس ٬پير کامل ٬ مسکين ٬ زاهد ٬

په هستۍ کې دنيستيه مانا وينم   يو باقي مخ يې څرگند که وفنا ته

معرفت ٬ دمثال په توگه

که مقصود يې دخپل مخ ننداره نه وي      دانسان جامه يې څه لره کړه سازه

يا دمهدی باور : 

اوليا په جهان ځکه څرگنديږي    تفاوت دپاکو کوم دی له بې لمازه ۔

دفقير خبره  ٬ دتوحيد پياله ٬ دعارف نظر٬ هادي ٬

 دافقير ميرزا ثنادميا روښان کا    په دانش علم بلند دی لکه شمع

په دې ډول کله چې دميرزا ديوان گورو په واقعيت کې يو پارچه کوټلې اوسيستاتيک ډول يو فکري لرليد بيانوي ۔ اود يو ايديو لوجيک بيان نماينده گي کوي ۔

خو رحمان بابا داسې نه دی ۔ دی په قوي توگه دتصوفي اوعرفاني فکري سيستم مفاهيم اوکلمات  کاروي ۔ خو زيات دعشق په  زهد اوتقوی په مدار څرخي ٬داسې چې دميرزا په څير سيستماتيک مفکوره اونړۍ ليد نه انتقالوي ۔

 درحمان بابا په شعر کې دتصوف اوعرفان برسيره  دعيني اوواقعي ژوندانه نور مثالونه هم څپې وهي ۔ خو دميرزاخان په شعر کې زيات فکري اوژور فلسفي عرفاني  افکار راټول دي ۔ 

  

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل    ۲۲۴                            سال دهم                            سنبله/میزان           ۱۳۹۳  خورشیدی            ۱۶  سپتمبر  ۲۰۱۴