د حل لاري
د جکړي منطق، د يو بل ماتول. د سولي منطق، د يو بل منل.
اول، جګړه دي ادامه ولري تر څو يو لوري مات شي، خو په جګړه کي داسي حالت را
منځ ته شوی چې لوري د يو بل د ماتولو توان نه لري او دريم لوری هم نه لیدل
کيږي چې د جکړي د يوه لوری په خوا و دريږي او بری ته یې ورسوي. ټولنه هم بی
تفاوته چلند لري په ځای ددي چۍ د يوه لوری ننګه وګړي په چا د چا د بری په
انتظار دی. موجود حالت ددی او هغه لوری د بری حالت نه دی او معلومه نه دی
چی دا جګړه به کله ختم کیږي؟
دوهم. راځي اول به اونه له بيخه وباسو او بيا به یې ميوه وخرو. راځي دا
موجود نظام به ړنګ کړو او بيا به د خپلي خوښی نظام جوړ کړو، خو د نظام له
ړنګولو مخکي دا پوښتنه ځواب شي چې د نوي نظام دجوړولو له پاره به بيا له
کومه ځايه پيل کوو او دا ځل به څوک د نوی نظام له جوړولو سره مرسته کوي؟
راځی موقت حکومت جوړ کړو، خو په دي ويشلي ټولنه او له وسلو ډک هيواد کي ددي
تضمین شته چې د موقت حکومت په جوړيدو به د واک خلا منځ ته نه راځي او
انارشي ته به لاره نه همواروي؟ د افغانستان تجربه چې تر اوسه په تاريخ نه
ده بدله شوي موږ ته وایی چې د نظام ړنګول د هرج و مرج او اناشي د حالت
واکمني دي. هرج و مرج او انارشي هر ځاي چې وي هميشه د زور، ټوپک، انتقام
اخستلو، غلا او چور کولو واکمني ده، هيڅوک مصونيت نه لري او په هر ځاي او
هره کوڅه کي زورور د خپلي خوښی قانون لري. دا امکان شته دی چې د موقت حکومت
جوړول د جگ غره له سره يوي لويي ډبري ته حرکت ورکول وي چې له ځانه سره يو
لوی او نه کنترول کیدونکی تور توفان را وپاروي.
دريم، راځی کار د نظام له اصلاح کولو پيل کړو. په دي حالت کي به د نظام
ډیري برخي وساتو، د تفاهم او توافق کولو پوسيله به په نظام کی بدلونونه او
اصلاحات را منځ ته کړو، د هرج و مرج مخه به ونيسو او د لسيزو اوږده جګړه به
ختم کړو.
زه فکر کوم چې دا دریمه لاره د حل تر ټولو ښه لاره دی.
په
سياست کي انسان وسيله نه، هدف دی. انسان د سياست او سياسی نظام محصول نه
دی. سياست او سياسي نظام د انسان د فکر او کار محصول دي. بی له انسان سياست
او سياسی نظام هیڅ مغهوم نه لري. دا دوه يوازي د انسان په شاوخوا اهميت
پیدا کوي او دا انسان او د انسان اراده دی چې سياسی نظام ته مشروعيت
ورکوي. هغه سياسي نظامونه چی انسانان د مذهب، قوم، نژاد، جنس به اساس ويشی
تعصب او تبعيض ته رسميت ورکوي انساني مشروعيت نه لري او انسان حق لري د دا
ډول نظامونو په ضد بغاوت وکړي.
انسان د مصالحي محصول هم نه دي، مصالحه د انسان محصول دی. مصالحه د سياست
او سياسي نظم نه جلاکيدونکي برخه دی او په همدي بنياد هغه مصالحه چې انسان
یې په مرکز کي نه وي يوه موقتي او د يوي نوي جګړي مقدمه دی. په انساني
ارزښتونو ولاړه مصالحه کولاي شی په ټولنه کي د يوی دوامداري صلح نه
ماتيدونکي بنيادونه جوړ کړي او د جګړو لاملونه له منځه يوسي. د دنيا
پرانيستي او مدرني ټولني د انسان حقونو او ازاديو ته په درناوی او مراعات
کولو جوړي شوي دي.
سوله او جګړه. جګړه او سوله
ـــــــ سوله نه اپراتيفي لوبه ده او نه د فرمانونو او امرونو کار دی.
ــــــ په جګړه کي ډار، نفرت او انتقام لاس په لاس عمل کوي، خو سوله په
همدي دريو غلبه دی.
ــــــ جګړي په ټولنه کي ټولنيز بندونه او ټولنيزي اړيکي ويجاړوي او سوله
ددي اړيکو جوړښت دی.
دلته سوله وه جګړه راغله او اوس جګړه دی بايد سوله راشي. له سولي جکړي ته
ليږد اسانه او ساده وو. جګړه په فرمانونو او امرونو پیل شوه، خو سوله د
فرمانونو او امرونو کار نه دی. له جګړي سولي ته ليږد تر ټولو سخت او مشکل
کار دی. دا دی څلوويشت کاله کيږي چې جګړه روانه او په افغانستان اوربليږي.
دلته په ځنګله کي اور نه بليږي چې اوني، واشه ... به کښي اوسوزي، دلته
ټولني اور اخستی او هره ورځ انسانان په کي سوزي. په ټولنه کي پياوړي جنګي
او جهادي ذهنيت مسلط شوی.
افغانستان په فزيکي، تولنيز او رواني لحاظ سخت او ژور زخمي شوی دی. ټول
په ډار او په يوه نامعلوم حالت کي ژوند کوي او دا په ټولنيز او رواني لحاظ
خوارا سخت ژوند دی. د جکړي پايلي يوازي د لسګونو زرو انسانانو وژل، د
ميليونونو انسانانو بي ځايه کيدل او مهاجرت کول، د زرګونو کلو او کورونو
ړنګیدل، د زرګونو ښوونځيو سوزل، په خواري او بي وزلي د ميليونو انسانانو
محکوم کول ... نه دي. جګړي په ژوره توګه ټولنه ويشلي ده، يوه پراخه او
څواړخيزه بي باوري واکمنه شوي ده. قوم په قوم، مذهب په مذهب، سيمه په سيمه،
حزب په حزب، تنظيم په تنظيم او بلاخره انسان په انسان بي باوره شوی دی.
جګړي په ټولنه کي ټولنز بندونه او ټولنيزي اړيکي شلولي دي... او دا هغه څه
دي چې له جکړي سولي ته لیږد ستونزمن، پيچیلی او سختوي. سوله د ټولنيزی بي
باوري په ځاي ټولنيز باور غواړي او سوله د شليدلو ټولنيزو بندونو او
ټولنيزو اړيکو بيا رغول غواړي. دټولنيزو بندونو او اړيکو رغول د کور رغول
نه دي چې ډبره په ډبره، رخښته په رخښته او لرګی په لرګی کيږدي او کور جوړ
شي. د ټولنيزو بندونو او اړيکو رغول نه اوپراتيفي لوبه ده او نه هم د
فرمانونو او امرونو کار دی. دا د ګډوارزښتونو کاردی چې خواوي يو بل ته نږدي
کوي، متقابل ډاراو بي باوري له منځه وړي. همدارنګه خواوي يو بل ته تيريږي
او يو بل ته امتیاز ورکوي.
د جګړي د ختم کولو له پاره پوښتنه دا نه دي، ”له کومه ځاي بايد پیل وشي.”
کار پیل شوی دی. پوښتنه دادي، ايا کار له سم ځاي پيل شوی دي؟
ـــــــ ولي جګړه دی؟ تر څو ”ولي” ځواب نشي جګړه نه ختم کيږي.
ـــــــ د جګړي ختم د جګړي د واقعيت پيږندل غواړي.
ـــــــ امريکا د جګړي په ختم کي ډیر مهم لوری دی، خو ټاکونکي او فيصله
کونکی لوری نه دی.
ـــــــ له پاکستان سره سياسی توافق کولاي شي د جګړي د ختم لاره همواره
کړي.
د افغانستان جګړه د نړۍ يوه سخته او يوه پيچېلي جګړه دی. دا جګړه يوه
تصادفي پيښه نه دی. هیڅ شی بي علته نه دي او دا جګړه هم علتونه لري. دا
جکړه يو علت، يو لوري، دوه لوري...نه لري.
پرون ويل کيدل ”که روسان ووزي جګړه به ختم شي” او نن ويل کيږي، ”که امريکا
ووزي جګړه به ختم شي” روسان ووتل او جکړه ختمه نشوه. امريکايان به هم ووزي
او جګړه به ختم نشي.
د جګړي په يوي خوا ټينګار د جګړي ساده کول دي او د جګړي ساده کول د حل
ستونزمن کول دي. پيچېلي ستونزی پيچېلي حل غواړي. روانه جګړه د بلي هري
ټولنيزي او سياسي پديدي په شان د علت په ځاي علتونو لري. په دي جګړه کي په
علتونو برسيره د جګړي تاثيرات، پايلي، سيمیز او نړیوال رقابتونه او
استراتژيګاني هم پياوړی تاثير لري. متاسفانه دولتونه او له دي جملي د
افغانستان دولت د جګړي د علتونو په ځاي د جګړي د تاثيراتو او پایلو په اساس
تګلاري جوړوي.
موږ ټول پوهيږو په دي څلويشت کلنه اوږده جکړه کي علتونه، لوبغاړي، نومونه،
شعارونه، تعريفونه او د جګړي شکلونه بدل شول. کله ”دا طبقانی جکړه وه”،
کله ” د انقلاب او ضد انقلاب جکړه وه ”، کله ” جهاد وو”، کله ” د ازادي
جکړه و ه ، کله ” هم انارشی او قومي جکړه وه ”اوکله ” د ترور په ضد جکړه
وه” ... د جګړي ځيني خواوي ماتي شوي، ځيني خواوي له جکړي ووتي او جکړي هم
نوي لوري، نوي علتونه، نوي هدفونه، نوي تعريفونه او نوي لوبغاړي پیدا کړل.
د جګړي دوه نه بدلیدونکي علتونه:
اول:
د موږ خپله نه تماميدونکي بي فکري او ناداني:
سره ددي چې دلته هره ورځ د ماتم ورځ دي. سره ددي چې دلته هره ورځ يوه توره
ورځ دی. سره ددي چې دي جګړي هره کورنۍ او هر وګړی متاثير کړي، خو موږ تر
اوسه له يو بل سره په سوله کي د ګډ ژوند کولو استعداد نلرو او له يو بل سره
د تفاهم او يو بل ته د تيريدلو په هنر نه پوهيږو. موږ د ځان او ټولني د
بدلولو وړتيا له لاسه ورکړي او نشوکولاي د نن او سبا په هکله پريکړه وکړو
او په دا ډول حالت کي د نورو د پريکړو قرباني کيږو نور هر یو امریکا، روس،
پاکستان... په خپلو ګټو پسي ګرزي او د خپلو ګټو په بنياد پريکړي کوي. دا
حالت نه يوازی د جګړي له ادامه سره مرسته کوي، بلکي روسانو ته،
پاکستانيانو ته، ایرانيانو ته، امريکايانو ته ... د لاسوهنو زميني برابروي
او هغوی دي چې موږ ته يو په بل پسي رهبران، کيږي.
همدا اوس اوس روسان په افغانستان کي د سولي په ځای او د افغانستان د ثبات
په ځای په افغانستان کي له امريکايانو د انتقام اخستلو سیاست چلوي او د
همدی هدف رسیدل دي چې روسان طالبانو ته د مرستي لاس ورکوي.
په افغانستان کي حاکمیت او قانونیت کمزوری دي او په دولت کي بي ساری فساد،
رشوت، اختلاس، غلاوي او بي کفایتي هم جګړي ته د مرستي لاس ورکوي. د
طالبانو په وړاندي د دولت او اپوزسيون تر منځ نه يوازي يو جوړونکي تفاهم
نشته دي، بلکي ډارونکي او نا اميدي راوړونکي حالت دی. د افغانستان يو شمير
سیآسي رهبران سوله نه غواړي، هغوي خپل نفوذ او خپل ٍثروت په جګړه پوري غوټه
کړی او ډاريږي که سوله راشي هر څه به له لاسه ورکړي. يو شمير یې د ځان او
خپلو امتیازونو د ساتلو له پاره چمتو دي له طالبانو سره د مصالحي په ځای
معامله وکړي.
امیران او میران، قوماندانان، پهلوانان... توليدوي او د موږ د نن او سبا په
هکله د خپلو ګټو په بنياد بريکړه کوي. د موږ همدا حالت دی چې نور او په
ځانګړي توګه پاکستان په نوبت له موږه د موږ په ضد د بي فکرانو لښکري جوړوي
او جګړه نه ختم
نور به له ځان سره ونيسو”
سره ددي چې په ټولنه کي څلويشت کلني جګړي د باور تارونه شلولي او په جګړه
برسيره د سياست قومي کولو او مذهبی کولو ټولنيږ پيوندونه مات کړي او سوله
او مصالحه یې د ورځنی ژوند په ضرورت بدل کړي دي، خو موږ نه دي زده کړي او
نه پوهيږو د باور شليدلي تارونه او مات شوي ټولنيز پيوندونه څه ډول ورغوو.
همدارنګه نه پوهيږو چې جګړه څه ډول د مصالحي له لاري ختم کړو. دلته د
سياست او سياست کولو انګیږه ټولنه او د ټولني ګټي نه دي. دلته د سياست
انګیزه ځاني ګټي، ثروت ټولول او واک تر لاسه کول دي.
موږ بايد زده ګړو چې په مصالحه کی د کاذب غرور او برتري غوښتني په
ځای برابري، د توهين کولو او مقابل لوری ته په ټيته سترګه د کتلو په ځای
درناوی ، د خپلو نظرياتو د تحميل کولو په ځای تفاهم، او د ټول قدرت د تر
لاسه کولو په ځای د قدرت ويشل عمل کوي. وروستي مذاکرات ښیی چې طالبان
برتري غوښتونکي او د ټول قدرت تر لاسه کول غواړي. ” نور به له ځان سره
ونيسو...” او دا د برابري په ځای د برتري غوښتنه دی او ددي معني دادی چې
زورور کمزوري له ځان سره نيسي. ځايي خلک همسايه له ځان سره نيسي. لويان
واړه له ځان سره نيسي... او دا د مصالحي منطق او د مصالحي فرهنګ نه دی. له
بله لوری مذاکراتو طالبانو ته وښودله چې د پرون په شان د حکومت کولو وخت
تیر شوی دی او افغانستان يو سياسي سیستم غواړي چې په سیاسی ازاديو او سياسي
پلوراليزم ولاړ وي او د فرد د حقونو او ازاديو درناوی وکړي.
دوهم:
د پاکستان نه تماميدونکي او نه دريدونکي مداخلي:
ادامه لری.....
|