مصالحه تحميل او ديکته کول نه دي
مصالحه د خپلواکو ارادو اوخپلواکو پريکړو پايله ده.
تحميلي او ديکته شوي مصالحه نه د اوږدي مودي مصالحه دی او نه بي له جنګونو
راتلونکي را منځ ته کولاي شي. په افغانستان کي د جگړي لوري د مصالحي په
کار کي په خلاصو وزرو او په خپلواکه توگه عمل نه کوي. د پرون په شان نن هم
په دي لاره کي “ ديکته” “ شينې او سرې اشاري” رول لري.
د نويومو کلنو د مصالحی هڅو موږ او په تيره بيا سياست کونکو ته په زړه پوري
درسونه پريښي دي:
- اول درس، د مصالحي په کار کي د نورو له خوا د “ ديکتي” او “ جبر” د
عنصرونو شتوالی او يا هم دي او هغه لوري ته د نورو له خوا د “ شنه يا سره
چراغ” روښانه کول وو. دي ډول حالت نه يوازي د خواو خپلواکي له منځه وړي
وه، بلکي دا چلند د مصالحي په ځاي د جگړې ادامه او يا د يوې نوې جگړې د
پيل کولوسبب شو او همدا د ديکتو ورکولو سياست وو چې په نويومو کلنو کي يې د
جگړی د ختم په ځای نوي جگړه پيل کړه.
- دوهم درس، د واکمنۍ کمزوری او په واکمنې کي د مصالحې په هکله متضاد
دريځونه وو. هرلوری په دي هکله خپله پټه او ښکاره تگلاره درلوده. د واکمن
ګوند يوه لوري په شمال کي او بل لوري په جنوب کي له مجاهدينو سره اړيکي
جوړي کړي وي او په نتيجه کی نه يوازي مصالحه ونشوه، بلکي دا ويشلي واکمني
هم ړنګه شوه او جګړه نوي بڼه غوره کړه او پايله يی په هيواد کي د سراسري
انارشي واکمني وو چې هيچا او هیڅ شی مصونيت نه درلود.
نن هم له بده مرغه د ګوند، تنظيم او شورا ... په نومونو له طالبانو سره د
خبرو او مذاکری ځانګړي هڅي کیږي او دا نه يوازي د دولت د دريځ د کمزوري
کولوهڅه دی، بلکي خطرناکي پايلي به هم ولري.
ــــ دريم درس، په جگړه کي په ځانګړي توګه مجاهدينو هرڅه غوښتل او هيڅ یې
له لاسه نه ورکول ، خو په عمل کي د جګړي لورو هرڅه له لاسه ورکړل. په بل
عبارت ټول بايلونکي وو او د سولې او ثبات په ځای يوه هر اړخيزه انارشي
واکمنه شوه. دي ډول حالت د اول ځل له پاره سياسي فرهنگ ته د “ ټول
بايلونکي” مفهوم ور زيات کړ. او نن هم له دولت سره د طالبانو خبري نه کول د
هر څه د غوښتلو په معني دی.
څلورم درس، د مصالحی په کار کي ټولنې ته، گډو انساني ارزښتونو ته، د
انسانانو حقونو او ازاديگانو ته پاملرنه و نشوه او هرلوری هڅه کوله خپلې
غوښتنې اساس وگرزي او نن هم په دي هکله پرون ته ورته چلند کېږې.
صلح، سیاست او واک ددي او هغه ډلې، کوند، تحريک او تنظیم مالکيت نه دي.
دا د ټولني مالکيت دي او له ټولني سره په رابطه کي په دي هکله تصمیمونه او
پريکړي وشي.
د
مصالحي عملي ستونزي
دولت دبهرينو ځواکونو په شتون کي سوله غواړي او طالبان سوله د همدي ځواکونو
په وتلو کي لټوي.
طالبان نه غواړي له دولت سره خبري وکړي. خو په عمل کي د جګړي په ډګر کي
دولت او طالبان له يو بل سره مخامخ دي او دا حالت ددي دو تر منځ خبري کول
او مذاکره د مصالحي په لمړی او اساسي ضرورت بدلوی او بی له دي مصالحه نه
ممکينه او نه هم عملي دی. په دی هکله د طالبانو دریځ له يوي خوا د جګړي
ادامه او له بلي خوا د بشپړ واک تر لاسه کول دي.
د دولت پياوړی دريځ يوازي د جګړي په ميدان کي برتري تر لاسه کول نه دی، د
دولت پياوړی دريځ د ټولني په ملاتړ او له سياسی ګوندونو، تنظيمونو،
شوراګانو... سره په تفاهم او توافق دی.
دلته يوه بله عملي ستونزه د طالبانو او موجود سياسي سيستم تر منځ دی. د
طالبانو اصلی ستونزه له دولت سره نه له سِستم سره دی او په دي ډول حالت کی
باِید د طالبانو او سيستم تر منځ مصالحه وشي او دا سيستم په پلوراليږم او
سياسي ازاديو تکيه کوي. پوښتنه دادی چې طالبان له دا ډول يوه سیستم سره
مصالحه کوی او که يی لغوه کول غواړي او دا تر ټولو لويه ستونزه دی. دسيستم
له منځه وړلو او يا د سيستم له بيخه ايستلو غوښتنه د مصالحي په ځای د
انقلاب کار دی او د انقلاب دنده د يوه لوري نفي کول او د سيستم ړنګول دي.
له دولت سره خبري نه کول او نه پخلاکيدونکي دريځونه کولاي شی د صلح رواني
هڅي ناکامي کړي او جګړه همدا شان ادامه پيدا کړي.
«صلح
په هر قیمت»
مصالحه په اصولو جوړيږي، د اصولو ترک کول او د اصولو منل.
”صلح په هر قیمت.” نه او زر ځلي نه. دا د مصالحي په ځای د جګړي په معني
دی. دا د تفاهم په ځای د زور منطق دی. ”په هر قيمت” کي هر څه راځي او د هري
وسيلي که ډیره خطرناکه هم وي په کار اچول توجيه کوي. په هر قيمت” کي د
تفاهم، ديالوګ، باور، راکړي ورکړي، توافق... له پاره ځای نشته دی او دلته
زور عمل کوي. ”په هر قيمت” کي په بي پروایی او بي باکي د خلکو په ازاديو،
حقونو او غوښتنو معامله او سوداګري کيږي. ”په هر قيمت” د ټولني په ځاي د
ځنګل دود دی او په ځنګله کي د خواو تر منځ جګړه په هر قيمت چې وي بايد ختم
شي او دا د يوي خوا او يا کمزوري خوا ختم کول دي.
هيتلر هم د جګړي او د ميليونونو انسانانو د وژلو او د نژا دپه پاکولوپه
قيمت په دنيا کي د صلح هڅه کوله. امريکا هم د بم اتوم په اچوله په جاپان کي
جګړه ختم کړه او دا په هر قيمت وو. د مصالحي اساس هر قيمت نه دی او نه
کيداي شی. د مصالحي اساس مشخص او معلوم اصولودي. په اروپا کي ديرش کلنه
جګړه د معلومو اصولو به منلو او مراعات کولو ختمه شوه. په جنوبي افريقا،
کمبوديا، شمالي ایرلند کي مصالحه د ګډو اصولو په منلو ددي ټولنو په ټولنيز
واقعيت بدله شوه.
په افغانستان کی هم يوازي او يوازي د قومي، مذهبي ... ويشونګو اصولو په
ترک کولو او د ګډو او يو ځاي کونکي انساني اصولو په منلو يوه داډمنه صلح
تامين کيداي شي.
په
افغانستان کي مصالحه د دنيا يوه تر ټولو سخته او پيچلي ستونزه ده.
د يوه ډاکتر، د يوه فزيکدان ... له پاره د ښه حل پيدا کول ستونزه نه دی.
هغوي د ښه حل د پيدا کولو له پاره د سنجولو او ازمايښ کولو پرمختللي وسيلي
لري. د طبعي ستونزو په حل کولو کي هم د لامل، هدف او عمل تر منځ اړکي ساده
دي او د هدف په تر لاسه کيدو سره عمل هم ختم کيږي، خو د سياسي ــ ټولنيزو
ستونزو په حل کي نه د لامل، هدف او عمل تر منځ اړيکي ساده دي، نه یې د
سنجولو او ازمايښ کولو وسيلي شته دي، نه یې لامل يو دی او نه د هدف په
ترلاسه کيدو سره عمل ختم کيږي او دلته عمل کول پياوړی عکس العمل يا هم عکس
العملونه را منځ ته کوي. دلته عمل کول په ميليونونو انسانان متاثير کوي او
له همدي امله دي چې په سياست کي نه يوازي د عمل، بلکي د هغه دتاثيراتو عکس
العمل، عکس العملونو، بيا عمل او بيا عکس العملونو په هکله هم فکر وشي.
هر څومره چې په سياسي ــ تولنيز جوړښت کي لاملونه ډير وي به هماغه اندازه
یې حل هم پيچلی او مشکل وی. د افغانستان جګړه ډیر لاملونه او ډیري خواوي
لري او په همدي اندازه به د صلح تر لاسه کول پيچلی او مشکل کار وي. موږ ټول
ددي عملي شاهدان يو چې په افغانستان کي د صلحي تامین څومره سخت او څومره
پيچلی کار دی. دلته صلح کول ډیرو پوښتنو ته ځوابونه ، د ډیرو خواو تر منځ
سازش کول او يو بل ته تيريدل ، د ډیرو او متضادو سيميزو او نړيوالو ګټو،
سياليو او استراتژيګانو تر منځ انډول جوړول غواړي او د دولت او طالبانو تر
منځ مصالحه چې د څيرو او نومونو په خاي یې باور جوړونکي او يو ځای کونکي
ارزښتونه بنياد جوړوي په دي اوږد او څو اړخيز ځنځیر کي اصلی کړۍ بلل کیږي.
مصالحه، له چا سره او څنگه؟
|