کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

۱

 

 

 

۲

 

 

 

۳

 

 

۴

 
 

             دستگیر روشنیالی 

    

 
د مصالحی همیشنی ضرورت

 

 

 

مصالحه، له چا سره او څنگه؟

 

په سياسي علم کي جگړه، سوله او مصالحه خپل تعريفونه او خپل پرنسيپونه لري. په افغانستان کي له بده مرغه نه له جگړي سره د جگړي په شان، نه سولې سره د سولې په شان او نه له مصالحی سره د مصالحي په شان تلنه کيږي. لويه ستونزه دادی چې مصالحه د هغه تفکر په چوکات کي پلټل کيږي چې د جگړي په جوړولو او توجيه کي رول لري. د افغانستان رهبران ډيرې پيچېلې او څو گونې ستونزي او د هغو حل ساده کوي. دلته نه جگړه ساده جگړه دی او نه مصالحه ساده مصالحه دی. دا سياسي ساده انديشي دی چې په واک کي به طالبانو په گډون سره په افغانستان کي سوله تامين شي.

په افغانستان کي د مصالحی په هکله يو په بل پسي طرحي او پلانونه جوړ شول او نتيجه یې يو په بل پسي ناکامي وه. دلته بي له شکه مصالحه يوه پيچېلي، سخته او څوگوني پروسه دی. دلته مصالحه له جنگ کولو ډيره سخت او مشکل کار دی. مصالحه د جگړي په خلاف گډ فهم او گډ سياست ته چې د رنگارنگ غوښتنو او گټو انعکاس ورکوي ضرورت لري. مصالحه په گډو اصولو توافق ته ويل کيږي، هغه گډ اصول چې د خواو ترمنځ تفاهم او اعتماد ايجاد کوي اود هغوي تر منځ ټولنيز واټن او نفرت له منځه وړي.

له بده مرغه په افغانستان له هماغه اوله د مصالحی مفهوم مسخ شوی، معني یې له لاسه ورکړي او له اصلي هدف کږه شوي ده. په دي هيواد کي مصالحه په تاريخي لحاظ يوه ناکامه او غولونکي پروسه او په سياسي لحاظ يوه بي مضمونه او بي محتوا پروسه دی. دلته مصالحه د ټولني د غولولو او د واکمنو د واک ساتلو په وسيله بدله شوې ده.

دا هم واقعيت دی چی د افغانستان مصالحه د نړۍ له ډيرو پيچليو مصالحو يوه مصالحه دی او هيڅوک ددی مصالحي د بری او يا د تر لاسه کولو له پاره تياره سناريو او يا يوه جوړه شوې نسخه نه لري او دا ډول نسخه نه پيدا کيږي. په افغانستان کي مصالحه نه د کنړ او نه د پنجشير په دريابونو د پلونو جوړول دي او نه د څيرو او نومونو تر منځ توافق دی. مصالحه د مخالفو غوښتنو، ارزښتونو او گټو تر منځ د پل جوړول او توافق ته رسيدل دي.

د مصالحي په هکله د نړۍ د وروستيو لسيزو تجربی په ډيره روښانه توگه د خواو تر منځ د گډو ارزښتونو د ايجاد کولو په ضرورت ټينگار کوي. په جنوبی افريقا، کمبوديا، شمالی ايرلند کي دا دموکراسي اوبشري حقونه وو چې د خواو تر منځ یې د گډو ارزښتونو رول تر سره کړ.

په جنوبي افريقا کي مانديلا هڅه ونکړه د سپين پوستانو استبداد د تورپوستو په استبداد بدل کړی. مانديلا د يوه پراگماتيک په توگه په دي پوهيدو چې يو سياسي رهبر د يوه ازاد اوخپلواک انسان په توگه خپلي تگ لاري جوړوي، هغه پلي کوي او په هميشنې توگه د حالاتو په ارزولو سره د عقل او تدبير په بنياد عمل وکړي. هغه پوهيدو چې ستونزي د ايديولوژيک حل په ځای پراگماتيک حل غواړي او سياست اوسياسي تگ لاري په عمل او پراتيک سنجول کيږي. هغه په ټولنه کي دواړه استبداد او د اپارتايد واکمني د انساني ارزښتونو، د انساني حقونو او ازاديو په واکمن کولو سره ماتي ورکړه.

په کمبوديا کي د دموکراسي او سياسي پلوراليزم په بنياد مخاليفو خواو له يو بل سره مصالحه وکړه او په شمالې ايرلند کي د پروتيستانو او کاتوليکانو تر منځ په بشري ارزښتونو توافق د مصالحی لاره همواره کړه.

پورتني بيلگي را ښيي چې مصالحه ددي او هغه تفکر، ددي او هغه ايديولوژي په قالبونو کي نه چوکات کيږي او نه له پخوا د جوړي شوي نسخي له مخي عملي کيږي. مصالحه پراگماتيک چلند، سياسي هنر او سياسي ميړانه غواړي. د پراگماتيک چلند معني دادی چې اصلي ستونزه څه دي او څه ډول حل کيداي شي. په جنوبي افريقا ستونزه “ اپارتايد” وه او دا ستونزو د وگړو د برابرو حقونو په تامين او تصمين کولو سره حل شوه. په کمبوديا کي ستونزه د واک په سر جگړه وه او دا ستونزه د دموکراسي او سياسي پلوراليزم په منلو سره غوڅه شوه. په شمالې ايرلند کي ستونزه مذهبي توپيرونه وو او دا ستونزه د د دواړو خواو پوسيله د بشري ارزښتونو په منلو سره حل شوه.

د پورتنيو بيلگو د يادولو معني دا نه دی چې په افغانستان کي ورته ستونزي موجودي دي او دلته هم ورته کارونه تر سره شي. دا ډول چلند نه عقلانه دی او نه هم ممکين. ددي بيلگو د يادولو معني دادي چې ياد شويو هيوادونو کي ستونزه څه او د مصالحي موضوع څه وه او ورسره څه ډول تلنه وشوو.

مصالحه هر ځای او هر وخت يو شان نه دی. مصالحه او حل یې هر ځای خپل مضمون او خپلي ځانگړتياوي لري. د مصالحی مضمون او ځانگړتيا وي د خواو د غوښتنو په اساس ټاکل کيږي. په افغانستان کي د مصالحی په کار کي هم خواوي او هم غوښتني ډيري دي.

په افغانستان کي جگړه د دنيا له سختو او پيچېليو جگړو يوه جگړه دی او دا ساده ستونزه نه دی. په دي جگړه کي نه يوازي اقتصادي، سياسي، جغرافيای گټي، بلکه ايديولوژی او فرهنگ هم پياوړي رول لري. دلته جگړه د دوه خواوي تر منځ نه دی. دلته جگړه په کورنيو خواو برسیره پياوړي او حتي ويلاي شو لوری ورکونکي خارجی خواوي هم لري او دا د مصالحي پرابلم سخت او څوگونی کوي. د واکمنو او سياست هنر دلته دادی چې کومه ستونزه د اصلي لامل دنده تر سره کوي او يا د ستونزو په ځنځير کي اصلي کړۍ کومه دی؟

اول بايد له پاکستان سره مصالحه وشي.

»افغانستان د پاکستان له خوا له يوې نا اعلان شوي جگړي سره مخامخ دی» اشرف غنی

« د جگړي د حل کلي په اسلام اباد کي دي» اشرف غنی

د پخواني رئیس جمهور ددي خبرو معني دادی چې د جگړي اصلي ستونزه پاکستان دی او دا واقعيت هم دی. دا حالت په دي ضرورت ټينگار کوي چې په افغانستان کي د مصالحي کولو له پاره د طالب په ځای اول بايد له پاکستان سره د يوه سياسي توافق له لاري د ستونزي حل شي او تر څو چې دا ډول توافق و نه شي په افغانستان کي نه مصالحه شته دی او نه دلته سوله تامين کيږي.

دواړه افغانستان او پاکستان بايد د يو بل انديښنو ته جواب ووايي. افغانستان هڅه وکړي د پاکستان او پاکستان هڅه وکړي د افغانستان انديښنې، ډار او تشويشونه له منځه يوسي او يا هم ورته ځواب ووايي. متاسفانه تر اوسه د دواړو خواو له لوري د يو بل د انديښنو ته د ځواب ورکولو اراده او لازمي هڅي نه ليدل کيږي او دواړه پرونيو وپشونکو، بي باروي ايجاد کونکو او لمسونکو سياستونو ته ادامه ورکوي.

واقعيت دادی چې ددي دو هيوادونو تر منځ اختلاف او واټن په بي ساري توگه ژور دي. دلته ستونزه يوازي يو په بل بي باوري نه دي، دلته ستونزه د يو بل د حاکميت نه پيږندنه او د يو بل د حاکميت درناوی نه درلودل دی او دا ډول ستونزه د سولې په ځای له جگړي سره مرسته کوي. په اروپا کي د لسيزو جگړي د يو بل د ملي حاکميت په پيږندلو سره ختمي شوي.

 

د بسیاری به این باور اند که در برابر پروسه صلح افغانستان سوال‌های متعددی قرار دارد؛ البته به دلیل اینکه ابهاماتی در این صلح نهفته است و مفاهیم و اصول یک مصالحه واقعی در آن تا هنوز دیده نمی‌شود. نگاه شما در مجموع نسبت به این پروسه چیست؟

اینها حق دارند که در باره پروسه صلح سوال های زیادی داشته باشند و هر کسی در باره اینده افغانستان فکر میکنند در باره  پروسه صلح سوال های زیادی دارند. اهداف صلح نه باید مبهم باشند. مبهم بودن اهداف در جامعه ترس ایجاد میکند. پروسه موجود صلح نه تنها روشن نیست، بلکه تحمیلی معلوم میشود. صلح تحمیلی به معنی جنگ و جنگ های نوین است. دلیل تحمیلی بودن صلح این است که طرفها مستقل نیستند و مستقلانه عمل کرده نمی توانند.   تامین صلح در افغانستان یکی از دشوارترین و پیچیده ترین مسله جهان امروز است واین هم  به خاطریکه جنگ افغانستان يکی از دشوارترين و پيچېده ترين جنگ های جهان است. اين جنگ در قرن بيستم آغاز و در قرن بيست و يکم هم ادامه دارد.

مصالحه واقعآ دارای مفاهیم و اصول است. که من برخی انرا ذیلآ یاداوری میکنم:

ـــــــ مصالحه يک پروسه سياسی است و با اقدامات و تدابیر سیاسی به دست می ايد.

ــــــ  در مصالحه اصل برابری است، نه برتری.

ــــــ  مصالحه گذشت از اصول و توافق بر اصول است. این ادعا که  ”ما با اصول خود معامله نمی کنیم ” یک موضعگیری ایدیولوژیکی و جنگی است. مصالحه با ايديولوژی و ايديولوژی با مصالحه سراشتی ندارد.

ــــــ استقلال اراده و تصمیم طرفهای درگیر. مصالحه دیکته و تحمیل نیست.

ــــــ ارزش های يکجا کننده و این ارزش های حقوق بشری استند. حقوق بشری دولت گرا، طالب گرا، تنظیم گرا، حزب گرا، قوم گرا... نیستند. حقوق بشریکجا کننده و پیوند دهنده  طرفهای درگیراستند.

ــــــ عقل، اعتماد و شفافیت. عقل به این مفهوم که برای حل مسله افغانستان نسخه کتابی و يا نسخه اماده از پیش وجود ندارد. عقل به این معنی که کدام سیستم سیاسی و چی نوع ساختار دولتی به خواست های انسان امروزی جواب داده می تواند. عقل در مصالحه به معنی گذشت و انعطافیت است. اعتماد بوجود اورنده ای شفافیت است و شفافیت زمینه ساز تفاهم متقابل است. اگر در مصالحه اصول ایدِوژیک مطرح شوند این مفاهیم معیوب میشوند.

ـــــــ مصالحه بازگشت به ديروز نيست. مصالحه در واقعيت فاصله گرفتن از ديروز -دیروزی که حالتي  تراژیک امروزی را به وجود آورده است- می باشد. مصالحه به خاطر فردا می باشد، فردای فارغ از جنگ و جنگ ها. هدف مصالحه ايجاد حالت جديد و مطمينی می باشد که در آن هر کس به فردای خويش اعتماد کرده بتواند. مصالحه بايد دارای يک ستراتژي روشن باشد که در آن اينده به شکل روشن و شفاف ترسيم شده باشد.

ـــــــ  در مصالحه هدف حاکمیت تنظیم، حاکمیت حزب، حاکمیت طالبان نیست، هدف مصالحه حاکمیت جامعه است. تلاش برای حاکمیت این حزب و ان تنظیم، تلاش برای حاکمیت این گروپ و آن تحریک بود که افغانستان را با حالت موجود مواجه کرده است

ـــــــ  مصالحه کار جامعه است و تحت نظارت جامعه بايد پيش برده شود. در مصالحه یی که مردم سهم و تاثير نه داشته باشند در عمل يک معامله بين قدرت طلبان است.

 

 

 

- بعد از دوسال مذاکره، امریکا و طالبان به توافق رسیدند، پروسه رهایی 5000 زندانی طالب نیز روبه اکمال است و رسانه‌ها مذاکرات بین‌الافغانی را قریب‌الوقوع گزارش می‌دهند. به نظر شما موفقیت مذاکرات بین‌الافغانی وابسته به کدام شرایط، عناصر و رویکردهاست، یعنی طرفینی که دارای ارزش‌های متضاد و نظریات مخالف اند، چگونه می‌توانند به توافق دست یابند؟

 

رهایی 5000 زندانی طالب امتیاذ دادن به طالبان و تقویت جبهه جنگ طالبان است. مصالحه پروسه ای است که بین طرف های متضاد و نظریات مخالف صورت میگیرد. مهم ارزش های استند که طرف های متضاد و نظریات مخالف را به نزدیک میسازند و یا ارزش های که خواست طرف های مخالف را انعکاس میدهند. مذاکرات بین‌الافغانی دشوار و طولانی خواهند بود. در این مذاکرات مسله بر سر تقسیم ساده قدرت نیست که به اسانی انجام داده شود. دراین مذاکرات مسایل نهایت دشوار و اشتی ناپذیر در برابر هم قرار دارند از جمله جمهوریت و امارت. این دو چگونه با هم اشتی میکند وایا طالبان از خواست امارات و دولت، احزاب سیاسی، تنظیم ها... از خواست جمهوریت میگذرند؟

خوب،  مشکل این نیست که طالبان مصالحه نمیکند. مشکل این است که طالبان مصالحه کرده نمی توانند. در صورت مصالحه کردن طالبان چیزهای زیادی از دست میدهد و از جمله با خودی ها و گروهای جهادی مواجه میشوند.

 

به نظرم اگر طرفها موافقه کنند که هدف مصالحه حاکمیت  تنظیم، حزب، حکومت، طالبان و تحریک نیست، هدف مصالحه حاکمیت جامعه است  یعنی اصل حق رهبری و حق حاکمیت جامعه به پرنسيب مذاکرات مصالحه تبدیل شود به این معنی که یگانه مرجع مشروعیت دادن به قدرت مردم باشند و دولت از جانب مردم تعیین گردد. اصل حق رهبری و حق حاکمیت جامعه ایجا کننده تفاهم و اعتماد مشترک است و برعلاوه خواست های طرف های مخالف خواست هر فرد جامعه را هم انعکاس داده می تواند و در این صورت اشتی کردن و توافق هم ممکن است. البته ما در باره محتوا توافق مصالحه چیزی گفته نمی توانیم. محتوا توافق مصالحه توسط طرف های مخالف بالای میز مذاکره تعیین میشود...جمهوریت می تواند حق حاکمیت و حق رهبری جامعه را تضمین کند.

یک مسله را فراموش نکنیم،  مصالحه با آنهايکه جز نظريات خويش هيچ تفکری را تحمل نمی کند و با آنهايکه قدرت، حاکمیت و حق را خارج از اصول خويش درک نمی کنند کار نهایت دشوار است.

 

- پاکستان به عنوان متهم اصلی در قضایای افغانستان از چهل سال به اینسو عامل اصلی بحران و مداخله در کشورما شناخته شده است، اما این کشور از پروسه جاری صلح حمایت می‌کند و بسیاری به این باور اند که همکاری پاکستان سبب شد تا طالبان در میز مذاکره با امریکا به توافق برسند. سوال این است که پاکستان چرا از این پروسه صلح حمایت می‌کند، آیا تحت فشار امریکا مجبور به همکاری شده است یا این دلیل دیگری دارد؟

 

بلی ، همه ما ميدانيم که در طی مدت بيش ازچار دهه عوامل، بازيگران، نام ها، شعارها ،تعريف ها و اشکال جنگ : "جنگ طبقاتی"، "جنگ انقلاب و ضد انقلاب" ، "جهاد" "جنگ آزادی" ، "جنگ ترور"... تغيير کرده اند. روس ها امدند و رفتند. امریکای ها امدند و میروند.  اما نقش جنگی و روش خصمانه پاکستان ازهمان آغاز تا به امروز بطور ثابت و بدون تغييرعمل ميکند. در اين جنگ جز پاکستان هيچ کشور و هيچ نيروی ديگر نقش تعيين کننده ندارد. صلح و جنگ هر دو در انحصار پاکستان استند.

 همکاری پاکستان مذاکره امریکا با طالبان را ممکن کرد. اما پاکستان به جای فشار امریکا مطابق استراتژی خود کارکرد و موفق هم شد. پاکستان میداند گه در وجود امریکا نه طالب پیروز میشود و نه پاکستان اهداف خویش را در افغانستان بدست اورده می تواند. خواست پاکستان رفتن امرِیکایی ها است.

 

 

- بازهم در مورد پاکستان؛ دولتمردان افغانستان در دوره‌های مختلف به این باور بوده اند و حقایق و شواهد تاریخی نیز نشان ړمی‌دهد که پاکستان عمق استراتیژی خود را در افغانستان در دایمی‌ساختن آتش جنگ و استمرار بحران‌های پی درپی تعین وتعریف کرده است، پس بربنیاد این نظریه چقدر باید از صلحی ترسید که پاکستان موافق آن باشد؟

 

در استراتژی جنگی پاکستان هدف جيوپولتيک است و وسيله ای بدست آوردن اين هدف ايديولوژی می باشد.

به عبارت ديگر جيوپولتيک "قوه محرکه جنگ" است و ايديولوژی "تغذيه کننده" و "توجيه کننده" جنگ می باشد. ايديولوژی به اسانی توانست که افغانستان را به "دارلحرب" تبديل کند، جايکه که جنگ و کشتار يک مکلفيت مقدس می باشد و اين از همان اغاز بزرگترين دست آورد پاکستان است. در اين جنگ اِيديولوژی امکانات بسيار وسيعی ذهنی، اجتماعی، مادی و اوپراتيفی  را در اختيارپاکستان  قرار داده است وهم چنان ايديولوژی بحيث "توجيه کننده" جنگ پاکستان را قادر ساخته است که از نقش خود در اين جنگ مکررٱ انکار کند.

افغانستان و پاکستان تا زمانيکه حاکمیت یکدیگر را احترام نگذارند در صلح زندگی کرده نمی توانند. در کجا جهان و چی وقت کشورهای که حاکمیت یگدیگر احترام نمی گذاشتند و یا نمی گذارند با هم صلح کرده باشند. بحران در روابط افغانستان و پاکستان بحران ”اعتماد” نیست، بحران ”ترس” از یکدیگر است.  پاکستان در افغانستان صلح توام با اسارت پاکستانی میخواهد.

بدون شک پاکستان برای افغانستان یک واقعیت خشن، يک واقعیت کشنده و سوزنده است. دشمنی پاکستان با افغانستان یک دشمنی بی مثال است و در شکل گیری این دشمنی سیاست های ناکام، سیاست احساساتی و غیرعملی حاکمان افغانستان نیز نقش داشت و نقش دارد. در افغانستان صلح پایدار زمانی به واقعیت مبدل میشود که مشکلات موجود با پاکستان حل شوند. افغانستان اول باید با پاکستان مصالحه میکرد.

 

 

- با توجه به وضعیت موجود آیا شانس باز شدن روزنه های صلح وثبات وجود خواهد داشت یاخیر؟

 

مشکل اساسی در داخل کشور است. افغانستان عملآ یک کشور تقسیم شده است. بی اعتمادی اجتماعی عمیق و بحران افرین است. دولت ضعیف و به شیوه یک دولت قرون وسطایی عمل میکند. در قرون وسطی وظیفه دولت هم اهنگ کردن منافع خانان و روسای محلی بود. طبیعی است که چنین  دولت اعتماد جامعه را بدست اورده نمی تواند. دیپلمات های خارجی که در پروسه صلح مصروف استند افغانستان و ساختارهای اجتماعی، سیاسی و فرهنگی و ذهنیت مسلط  دراین کشور را خوب درک نمی کنند واینها بیشتر بر معلومات های کتابی و اطلاعات دستگاه های استخباراتی تکیه دارند .  من فکر نمی کنم پروسه صلح که توسط امرِیکا به راه انداخته شده است به مصالحه و صلح پایدار در افغانستان منجر شود . مذاکرات صلح از جای و ادرس اصلی آن اغازنشده است.

افغانستان به مصالحه کردن ضرورت دارد، نه ادامه جنگ.

ـــــــ  مصالحه تحمیل کردن نیست، قبول کردن یکدیگر است.

ـــــــ  مصالحه برد یک طرف نیست،  برد دو طرف است.

ـــــــ  مصالحه داشتن تمام کیک نیست، تقسیم کردن کیک است.

در واقعيت جنگ افغانستان يکی از پيئچېده ترین و طولانی ترين جنگ های زمان ما است و بدون شک مصالحه در افغانستان پيچېده تر و بغرنج تر ازاين جنگ می باشد.

همه ی ما شاهد بغرنجی و دشواری مرحله ی بسيار ابتدايی مصالحه يعني تامين روابط بین دولت و طالبان می باشيم . در پروسه ی مصالحه ايجاد روابط بين طرفهای درگير يک مساله بنيادي است.حرکت مصالحه زمانی اغاز مِشود که بین طرف های جنگ روابطی تامین گردد و کيفيت اين روابط با عکس العمل ها و پيام های طرفين تعين ميشود. به عبارت ديگر این روابط به اساس پيام ها و عکس العمل های دو طرف شکل ميگيرد.  بدبختانه تا هنوز بین دولت و طالبان روابط وجود ندارند و طالبان نمی خواهند با دولت مصالحه کند.  اکنون این مسله مهم نیست که این تصمیم و اين عکس العمل تحت کدام احساس، کدام تفکر و يا هم تحت کدام فشار شکل گرفته است ، اما این تصمیم یک پیام روشن دارد که طالبان به جای مصالحه جنگ را ترجیح میدهند

چرا طالبان با دولت مصالحه نمیکند میخواهند سیستم مورد نظر خویش را بالای جامعه تحمیل کند و يا میترسند که درمصالحه و مصالحه کردن  هویت طا لبانی و نیرو جنگی خود را از دست میدهند.؟

هم چنان با این روش  طالبان این سوال در ذهن  انسان بوجود می اید، چگونه می توان که از یک طرف از مصالحه کردن سخن گفت و از جانب دیگریک طرف جنگ را  نادیده گرفت؟ نادیده گرفتن يکطرف جنگ مصالحه نیست ادامه جنگ است.

مصالحه پدیرفتن یکدیگر است. مصالحه شناخت یکدیگر و تفاهم با یکدیگر است. مصالحه سازش  کردن و گذشت به یکدیگر است. مصالحه گذشت از اصول و توافق براصول است. گذشت از اصولی که فاصله اجتماعی، نفرت و جنگ را توجيه مي کنند و توافق بر اصولی که از يک طرف ايجادکننده ی تفاهم و اعتماد مشترک استند و از طرف ديگر منافع و خواست های طرفهای جنگ  را انعکاس می دهند...

ما میدانیم و اعتراف میکنیم که تامین صلح پایدار در افغانستان کار نهایت دشوار و نهایت پیچیده است.

 

 

د حل لاري.......
 ادامه دارد

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۳۰        سال نــــــــــــــــــوزدهم          حمــــــــــل / ثور        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی      شانزدهم اپریل 2023