کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              دستګیر روشنیالی

    

 
د مصالحي همیشنی ضرورت

 

 

 

یادونه:

(مصالحې تلپاتې اړتیا) د هېواد د نامتو او ځیرک څېړنونکي ښاغلي دستګیر روشنیالي، د څېړنو او لیکنو هغه ټولګه ده، چې نوموړي د تېر جمهوري نظام پرمهال کښلې دي. خو دغه لیکنه کې داسې منځپانه پټه ده، چې اوس هم د لوستلو او ورته پآم کولو پراخ ارزښت لري.

د ښاغلي روشنیالي په باور د مصالحې پرنیسپونه، تل د سیاست او سیاست کولو برخه دي. نو کابل نات مینه‌وال دې هم له دې لیدلوري، ولوري:

 

 

 

 

که پرون مو په ړنگولو کي ونډه درلوده نن هغه وخت راغلی چې په جوړولو کي برخه واخلو.

    راځي، د يوه حقيقت منلو ته ځان چمتو کړو. يو حقيقت چې کولاي شي د يوه سراسری تفاهم او توافق په بنياد بدل شي. هيچ چا دا څه نه غوښتل چې وشول هيڅ چا نه غوښتل ځان، کورنۍ، کلی، ښار او وطن یي له دا ډول برخليک سره مخامخ شي. هيڅ چا نه غوښتل په ميليونونو هموطنان یي مهاجر او اواره شي. هيڅ چا نه غوښتل هديري په ځوانونو ډګه شي...

د يوه سراسري تفاهم او د يوه سراسری توافق له پاره ددي حقيقت منل ضرور دی چې موږ ټولو تيروتني او خطاگاني کړي، موږ ټول غولول شوي يو. موږ ټولو ضرر ليدلی، موږ ټولو ماتي خوړلي، موږ ټولو ډير شيان له لاسه ورکړي، موږ هر يو بايلني لرو، موږ په هر انقلاب، هره کودتا، هره بلوا او هره جگړه ټولنه د لسيزو له پاره په شا وغورزوله. موږ ټول زخمي شوي يو او دا موجود حالت د موږ ټولو تراژيدي دی او د موږ ټولو گډه غميزه ده. موږ ټول د دردونو او رنځونو کيسي او تاريخ لرو. له دي تراژيدي هيڅوک سپيڅلي او ميتځل شوي را وتلي نه دي او نه راوتلي شي. موږ استبداد ماتونکي وو، خو کله چې واکمن شوو نوی استبداد او نوی ظلم مو واکمن کړ. موږ بوت ماتونکي وو، خو ډير زر په خپله په بوتانو بدل شوو، موږ تابو ماتونکي وو، خو په خپله مو په ټولنه د نويو تابوگانو د تحميل کولو هڅه وکړه. هغه څه چې له موږ سره شوي اوله درجه مسؤليت یي د موږ په غاړه دی. او تاريخ دا نه هيروي.

موږ هر يو په مسؤليت، په يوه له ځانه انتقادی تفکر او په يوه بيدار وجدان خپلي شا ته وگورو او په انصاف خپل پرونی سياسي چلند او د هغه پايلي مطالعه کړو. له نورو سره نه له خپل وجدان سره ديالوگ پيل او حساب وکړو. بي له شکه به پوه شو چې موږ دلته او په دی ځای تيروتني کړي، موږ دلته او په دي ځای کي غولول شوي يو. موږ دلته او په دی ځای کي له فکر کولو مخکي عمل کړی دی. موږ ددي فهم نه درلود چې مخالفت او دوښمني، مخالف او دوښمن له يو بله تشخيص کړو او هڅه مو وکړه ټول د ځان په شان او يا یي هم نفي او حذف کړو. د ځان په شان کولو او يا يو شان کولو ناورين راوړونکي هڅي اوس هم په قوت رواني دي. اوس هم په نورو د خپلو فکرونو دتحميل کولو او د هغوي له تراژيکو پايلو درس نه اخستل کيږي او افراطي ډلي همدي وژونکي چاري ته ادامه ورکوي.

همدارنگه به دا انتقادي شاته ليد موږ ته را وښیي چې دلته له انسان او انسانيت سره، دلته د انسان له حقونو، ازاديو او کرامت سره په څومره ناپوهي او په څومره بي پروایي چلند شوی او له بده مرغه نن هم همدا چلند ادامه لري.

هو، سره ددي چې چا کمي او چا لویي تيروتني کړي او چا هم بي ساري لوی جنايتونه کړي خو موږ ټول په دي غميزه کي خپله ونډه او خپل مسؤليت لرو او موږ ټول مسؤل يو. بي غمه اوسي  تاريخ  د موږ د ټولو د محکوميت پريکړه کړې ده او له راتلونکي هم د موږ د محکوميت اوازونه اوريدل کيږي.

همدارنگه دلته څوک په کولو او څوک په نه کولو هم پړه بلل کيږي. که داسي نه وي دا موجود حالت چا را منځ ته کړ؟ د يوه توافق او يوې سراسري مصالحي له پاره ضرور دی چې موږ يو بل ته د نږدي کيدو، د ټولنيز باور او يو جوړونکی پوهاوی د ايجاد له پاره په گډ او يو ځای کونکي ارزښتونو را ټول شو او دا انساني ارزښتونه دي. موږ له يو بل سره د دروغو او فريب په ځای د رښتيا ويلو په ژبه خبري وکړو. د توهين کولو ځای درناوی ته او د بي باوري ځای باور ته ورکړو، يو بل ته تير شو او له يو بل سره مصالحه وکړو.

ددي پرنسيپ په بنياد " ویي بخښه، مه یي هيروه" يو بل ته بخښنه وکړو. اوسنی سخت او پيشانه حالت تفاهم او توافق غواړي او دا مخاليفتونه او توپيرونه دي چې توافق په ضرورت بدلوي په پرون افسو س کول د ستونزو حل نه دي. پرون درس او عبرت دی. پرون که هر څومره دردونکی او ځورونکي وي په هماغه اندازه دردونکی و ځورونکی درس هم دی. پرون درس راکوي چې دا جګړه او دا خشونت څومره بي ځايه او څومره غير عاقلانه عمل دی. دلته يو په بل پسي انقلابونو، کودتا ګانو، بلواګانو... تر هر څه اول خپل زامن وخوړل. خو موږ حق لرو ددي وطن د زرګونو او زرګونو ځوانانو د مريني افسوس وکړو. هغوي د  يوه عقلانه سياست په وجود کي کولاي شواي د مرګ په ځای ددي وطن په جوړولو کي برخه واخلي او د قبرونو په ځاي له خپلو کورنيو سره ژوند وکړي اودا به د موږ هميشنی افسوس وي او يوازي د جګړي ختم کولاي شي يو څه د موږ زړونه تسکين کړي.

 

ادامه لری.....

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۶    سال هــــــــــژدهم            دلـــو/حوت         ۱۴۰۱    هجری  خورشیدی         شانزدهم  فبوری 2023