مصالحه او ایدیالوژي
مصالحه او ایدیولوژی دوه نه پخلاکيدونکي مفهومونه دي.
مصالحه يو پراګماتيک چلند دی، نه ايديولوژيک.
مصالحه هميشه او هر خای يوه سياسي پروسه دی او په سياسي چلند او سياسي
تدبيرونو تر لاسه کيږي. سياست کولاي شی د جګړي د خواو تر منځ د پخلاکولو
لاره همواره کړي، نه ايديولوژی. مصالحه د سياست نه جلاکيدونګي برخه دي. په
ايديولوژی او ایديولوژيک دريځ مصالحه نه کيږي او مصالحه له ایدیولوژیک
شرطونه بيګانه دی. ایدیولوژی تحمیل کونکي، ديکته کونکي او ټول غوښتونکي دي
او دا د مصالحي په ځاي د جګړي ځانګړتياوي دي. مصالحه يو سياسي اقدام دی او
په سياسي وسيلو تر سره کیږي. مصالحه يوازي د سياسي واک ويشل نه دي. مصالحه
په اصولو معامله دی، د اصولو ترک کول او د اصولو منل. په جنوبي افريقا کي د
نژادی پرستي اپارتايد اصولوترک کولو او د انسانانو د برابري د اصولومنلو
مصالحه د يوي ويشلي ټولني په واقعيت بدله کړه.
د مصالحي ايديولوژيکی کول د مصالحي د نه کولو په معنی دی. نه يوازي د
افغانستان تجربې، بلکي د نړۍ تجربې هم دا حقيقت څرگندوي چې ايديولوژيک
دريځونه د جگړې د لورو تر منځ نه د باور پيدا کولو وس لري. نه د خبرو او
مداکراتو په ميز د دا ډول دريځونه مطرح کول تيريدل او گذشت دی او نه مقابل
لوری ته څه ورکول دي. همدارنگه ایدیولوژیک درِیځونه هغه گډ پرنسيپونه نه
دي، کوم چې د خواو ترمنځ د پوهاوی او تفاهم له چارې سره مرسته وکړې.
مصالحه هر ځای چې وي د ايديولوژيک حل په ځای پراگماتيک حل غواړي او په دي
هکله سياست اوسياسي تگ لاري د ایديولوژیک اصولو په ځاي په عمل او پراتيک
سنجول کيږي. مصالحه ددي او هغه تفکر، ددي او هغه ايديولوژي په قالبونو کي
نه چوکات کيږي او نه له پخوا د جوړي شوي نسخي له مخي عملي کيږي. مصالحه
پراگماتيک چلند، سياسي هنر او سياسي ميړانه غواړي. د پراگماتيک چلند معني
دادی چې اصلي ستونزه څه دي او څه ډول حل کيداي شي. په جنوبي افريقا ستونزه
“ اپارتايد” وه او دا ستونزو د وگړو د برابرو حقونو په تامين او تضمين کولو
سره حل شوه. په کمبوديا کي ستونزه د واک په سر جگړه وه او دا ستونزه د
دموکراسي او سياسي پلوراليزم په منلو سره غوڅه شوه. په شمالې ايرلند کي
ستونزه مذهبي توپيرونه وو او دا ستونزه د د دواړو خواو پوسيله د بشري
ارزښتونو په منلو سره حل شوه.
په
افغانستان کي د مصالحي د بری له پاره چمتو شوي او يا له پخوا جوړه شوي نسخه
نشته دی.
دا هم واقعيت دی چی په افغانستان کي مصالحه د نړي يوه پيچلي مصالحه ده او
د نړۍ ددي پيچلي مصالحي د بری له پاره هيڅوک، د افغانستان دولت، طالبان،
امريکا، ناتو، ملګري ملتونه... تياره سناريو او يا يوه جوړه شوې نسخه نه
لري او نه دا ډول نسخه پيدا کيږي. په افغانستان کي مصالحه نه د کنړ او نه د
پنجشير په دريابونو د پلونو جوړول دي او نه د څيرو او نومونو تر منځ توافق
دی. مصالحه د مخاليفو غوښتنو، ارزښتونو او گټو تر منځ د پل جوړول او توافق
ته رسيدل دي، کوم چې په ځينو برخو کي له یو بل سره نه پخلاکيدونکي دي.
په افغانستان کي مصالحه ترهر څه د مخه د خواو تر منځ د باور فضا او د گډو
پرنسيپونو را منځ ته کولو ته ضرورت لرې او دا پرنسيپونه فردي ازادي، دخلکو
واکمني، بشري حقونو او ازاديگانې دي او له دي جملي بشري حقونه هغه شرط دی
چې ټولې خواوي ور باندي را ټوليداي شي. په دنيا کي د وروستيو شلو کلنو
تجربې څرگندوي چې مصالحه په هغو ځايونو کي بريالې وه چې د واک په کار کي د
برابرگډون اصل منل شوی او د بشري حقونو او ازاديو درناوی شوی دی او له دي
پرته به مصالحه نه، بلکي يوه معامله به وي چې دا څوځله بدبخته شوي خلک به
نورهم بدبخته کړي. له بده مرغه په افغانستان کي او همدا شان د طالبانو له
خوا ددي اصولو د منلو چمتوالی نه ښکاري.
مصالحه تحميل او ديکته کول نه دي/
ادامه لری....
|