کابل ناتهـ، هندویزم چیست؟ ترچمهء پروفیسر عبدالخالق رشید

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

[١]

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

هندو یزم څه شی دی ؟

لیکوال : مهاتما ګاندي
 

ژباړونکی اوشنونکی : پروفیسور عپدالخالق رشید دجواهرلال پوهنتون
دفارس اومرکزی آسیا دڅیړنو دڅانګې استاد

 
 
 

  

هند دملت دپلارمهاتما ګاندي  دزیږیدو د (۱۳۸ ) کالیزې په درشل کې :

(۲)

 

یوه یادونه :

هندوییزم څه دی یا څه شی دی ؟  دهند دنومیالی مشر اومفکرمهاتما موهنداس کرم چند ګاندي  دهغو مقالو جونګ دی چې ده دخپلې عقیدې په اړه دخپل ژوند دځوانۍ  په پړاو کې لیکلې دي ، ما دګاندي د اندوژوند او فلسفی په اړه یوه څیړنه پیل کړې چې تراوسه پورې لابشپړه شوې نه ده ، ددغه اثربه یوه برخه همدغه لنډې مقالې وي چې دده له خوا دده دفکری اوارادتی موخې په توګه  کښل شوې راژباړل شوې ، ځکه نو زه مخکې تردې چې خپله دغه څیړنه په کتابي بڼه خپره کړم ، دا وړګنم چې دغه برخه دګرانولوستونکواوڅیړونکوپه واک کې ورکړم ، ددغولیکنوله مخې موږ کولای شو چې دنړۍ پرمخ دیوې لرغونې ګرهې اوعقیدې  چې هغه هندوییزم دی په رازاونیازباندې هغه هم دداسې یوچا له خوا چې هغې ته خورا وفادار اوپرهغې باوری دي پوه شو. په دغه لړکې تاسې په پرله پسې توګه دمهاتما ګاندي ټولې (۴۳) لیکنې چې له انګریزي ژبې څخه ژباړل له توضحاتواوڅرګندونو سره یوځای لوستلای شی .

ع . رشید

نوي ډیلی  ۲۰۰۷

 

 

(٢) لیکنه

 

زه ولې هندو یم ؟

یوه امریکایي ملګرې ،څوک چې ځان ټول عمر دهند ملګرې بولي لیکي :

هندوییزم(*) دختیز له خورا مشهورو مذهبونو څخه دی ، تاسې کولای شی چې عیسویت او هندوییزم دواړوه  ولولی ، دهغې لوستنې پر اساس به تاسې ځانته ووایاست چې تاسې خپله یوهندو یی . دا به له ماسره یوه لویه مرسته وي که زه له تاسې څخه ددغه کاراودغه انتخاب په ترڅ کې دلامل پوښتنه وکړم . هندوان او عیسویان په دې یوشان باوري دي چې: دسړی لویه غوښتنه او اړتیا داده چې خدای وپیژني او په رښتیاینې اوروحانیت سره دهغه له پاره عبادت وکړي . داباور شته چې عیسی  دخدای یوه له رازه ډکه رامنځ ته کونه ده ، امریکایی عیسویان خپل په سلګونو زامن او لوڼې  هند ته استوي چې دعیسې په اړه خلکو ته څه ووایی . تاسې به په مهربانۍ سره دبیرته راتګ په وخت کې موږ ته هغه اخیستنه چې تاسې له هندوییزم څخه ترلاسه کړې  له هغه پرتلیز ټکي سره  چې هغه به دهندوییزم اوکرست  په اړه وي ووایاست ؟ په دغه اړه به زه  ستاسې له مرستې  په ژوره توګه منندویه وم . ما په بیلابیلو میسینري غونډو کې داپلان کړې څو انګریزانو او امریکایانومبلیغینو ته ووایم چې که دوی پرهند باندې په دغه اړه چې دوی باید د کرست په اړه څه ووایی  فشار اچوي  تردې به داښه وی چې دوی ته دژوند دخوند اوګټوپه اړه هڅوونکی خبرې وشي ، هند به ددې پرځای چې پردوی شکي شی ، له دوی څخه دخپلو بچیانود ودې او هڅوونې په کار کې ددوی شته والي ته په درنه سترګه وګوري . ددغه نظرپه پام کې نیولو سره  کولای شم امریکایی ملګرو ته دخپل بیرته راتګ په وخت کې دهندوییزم په اړه هیڅ هم ونه شم ویلای ځکه  زه په دې باوری نه یم چې خلک دې نوروته دخپلې عقیدې اوخپل باور په اړه  څه ووایی ، په تیرهغه هم د خبرو اترو او بحث په وخت کې . باور اوعقیده  داخبره نه مني ، ځکه نو دا آړینه ده چې هغه باید خپلواکه او خپله ویونکې وینه او څرګندونه وي  . زه خپله هم ددې توان نه لرم چې هندوییزم پرته زما له خپل ژونده لرې  تعبیرکړای شم . که زه پردې ونه توانیږم چې هندوییزم دې په خپله لیکنیوویونو اوالفاظو کې تعبیراو تفسیرکړای شم ، زه به پردې هم ونه توانیږم چې هغه له عیسویت سره پرتله هم کړای شم . یوازنی څه چې ماته شونی دی اوزه کولای شم هغه په لنډه توګه وایم دادی چې زه ولی هند یم .

کوم باور چې زه لرم او یاپرکوم څه چې زه باوري یم ، داټول پرما باندې هغه څرګند اغیزاومیراث دی چې  زه په یوه هندي کورنۍ کې زیږیدلی یم  او باید یو هندو پاتې شم . کیدای شی رد یې هم کړم که چیرې زما له مورالی حس  او معنوي ودی سره په ضد کې ځای ونیسې . خو دیوې آزموینې او تجربې په ترڅ کې زه باید دا په ډاګه کړم او یاید ووایم چې هرسړی دهغو ټولو مذهبونو اوګروهو په وړاندې چې ده ته ورمعلومې وي باید خورا زیات زغمونکی اوبردبار واوسي . اودا هغه خپلواکي ده چې له هرډول باوره پرهغه خوا سړي ته په ضروري توګه دا وړاندیز ورپه ګوته کوي چې دځاني څرګندونو(سلف اکسپریشن ) یوه وړه کچه په خپل واک کې ولري.   

په یوه مذهب کې هم داسې څه چې  هغه دې  ډیرځانګړي وي نشته ، همدا داده چې دیوه مذهپ دپلویانو له پاره    نه یوازې ترټولو ښه اویوازنې لاره داده چې ټولو مذاهبوته درناوی وکړي ، ددې پرڅنګ کې  دا هم ورته شونې نه ده چې هرهغه شی چې دې یې درناوی وکړی باید  په نورو مذهبونو کې ښه اودپاملرنې وړوي .

نه زور زیاتی یاعدم تشدد په ټولو مذهبوکې منل شوی او عام آردی ، خو په هندوییزم کې دغه آر او اصل په خورا لوړه او اوچته توګه برحسته شوی ( زه نه شم کولای چې جنیزم او بودیزم له هندوییزم څخه بیل څه وپولم .)

هندوییزم  پروحدت اویووالي  باندې نه یوارې په انساني ژوند کې باوري دی ، بلکه پردغه اصل باندې پرټولو ژونديو موجوداتو کې باورمن دی  ، همداده چې په دغه عقیده او ګروهه کې زما په اند دغوا نمانځنه ددغې عقیدې  ترټولو مهمه اوبی سارې انساني وده او پیاوړتیا په ګوته کوي . له همدې امله دهندوییزم

 دوحدت او یووالی(**) په ترڅ کې  هغه عملی ادعاده چې ټولوموجوداتوته  ددرناوي اوسپیڅلتیا په اړه خپل ځان ځلولای اوڅرګندولای شي اوترټولو لویه وړتیا حلول ( ترانسمیګریشن) په خپله ددغې ګروهې نیغه پایله اونتیجه بلل کیدای شي.

اوپه پای کې د قانون یا ( ورانا شرما) کشف اورامنځ ته کیدل په خپله درښتیا څیړنې په ترڅ کې یوه تلپاتې اودپاملرنې وړ پایله ده .  زه به کله داهم ونه غواړم چې دغه مقاله دلته دیوه خورا اړین اوغوڅ  تعریف په توګه طرحه کړم ، یوازنې دومره وایم چې دغه اوسنې  غوا نمانځنه او( ورانا شرما) هغه څه دي چې زما دنظر انځورونه په ګوته کوي . له دې ټولو سره سره لکه چې اشاره هم ورته وشوه کوم څه چې  ما دهندوییزم دباور په دایره کې ور ښکیلوی هغه ددغې ګروهې هغه اوچته نښه ده چې ما پرخپل ځان کې په ځانګړي اغیز سره نغاړي .

ځوان هند  ، د ۱۹۲۷ کال د اکتوبر (۲۰)ــ

(*) کله چې یو سړی غواړي دهندوییزم په اړه چا ته معلومات ورکړي ، ماناداچې دهغه له پاره باید ډیرداسې څه چې هغه ښایی دهغه له پاره دنه منلووړوي وویل شي ،

زه نه هندویم  اونه هم عملآ ددغې پوهې په مراسموباندې لکه چې باورمن هندو پوهیږي پوهیږم ، یوازې یوه خبره ده اوهغه داچې ماددغې پوهې په اړه چې یومهال یی زموږ له اندوژوند اوباورونو سره خاص تړاو درلود او موږ یې ایجادګریو زیات شمیر څه هلته دلته لوستي دي چې دلته دهغو معلوماتو پربنسټ یوه یې یوه وړه څنډه رالیکم :

 یوهندي پوه ساتیه پال شرما دهندودکلیمې په اړه لیکي :

(( دهندو ویی له (هیدی)  څخه سرچینه اخلي چې مانا یې هغه سړی دی ،څوک چې دروحانیت پرلاره باندې سم اوبرابرحرکت کوي ...  هغه څوک چې ددنیاوی خوندونو او خوشالیو په فکرکې نه وي هغه سړی هندو دی ... ))  همدغه لیکوال دخپلو خبرو په لړکې دهندو دکلیمی انګریزي تشریح داسې راوړې ده :

 اچ : هانستی  

ای : انتی ګریتی    

ان : نوبلتی

دي : دیووشن

یو : یونیټی ...

دهندولغت ددغه قوم او دغه مذهب له پاره دهند دشمال لویدیز ولسونو (عمومآ پښتنوآریانانو)  کارولی دی ، دوی چې کله له هغی خوا درته را غلي دغه نوم یې هم له ځان سره راوړی دی ، هندودمذهب په توګه له (۱۵۰۰ ق م ) څخه راپیل شوی دی اودزرګونو کلونوپه ترڅ کې یې وده کړې ده ، همداده چې اوس په زیاتو څانګو اوډولونو باندې ویشل شوی دی چې هریوه یې په ځانګړې توګه دنمانځنې ځانګړي اصول او تګلارې لري ، مقدس کتاب یې ( ویدا) نومیږي چې دهندوانو په باور خدایی اوالهی الهام دی . دویدونو درامنځ ته کیدو تاریخ  له (۱۲۰۰ ق م ) څخه را په دیخوا دی چې ترعیسوی زمانۍ پورې هم لا نه ولیکل شوی ، ترټولو مهمه برخه یې  د (ریګویدا)  په نامه ده ، زر سندرې په کې خوندي چې دعبادت پرمهال په سندریز ډول سره ویل کیږي ،نورې ویداګانې هم شته چې هغه په خپل وار دبیلابیلو ټولینزو موضوعاتو په اړه دي ، هندوییزم( څو خدایی ) باوردی چې دم ګرۍ هم ددریوخدایانو لکه : برهما (پیداکوونکی ) ، ویشنو(پالونکی )  او شیوا (ورانونکی ) نمانځنه په کې عامه ده او هریویې  په هندوییزم کې ځانګړی ځای لري .

دهندوییزم په اړه پوهان یوه بله طرحه هم لري اوهغه داچې دوی وایی چې:  له آره خوپه هندوییزم کې دیوه خدای دنمانځنی تګلاره ده چې هغه

( برهما ) دی ، برهما پرهرڅه برلاسی لري داچې په هندوییزم کې دیوه خدای له پاره ډیرنومونه کارول شوی ، کیدای شی ، هغه داسې توجیه اوتعبیرکړو لکه چې یوسړی په یوه وخت کې  د پلار له خوا  زوی ،   د زوی له خوا پلار ، دمیرمنې له خوا خاوند ، دملګري له خواد ملګری په نومونو سره یادیږي. دهندوییزم  تعلیماتی اومعنوی سرچینې بیا هماغه څه دی چې هغه دویدونه په نامه یادیږی اوهغه یې لارښوونه کوي ...

دهندوانو دباورونو په اړه داهم ویل کیږی چې دا یوځانګړې مذهب دی ، داسې نه دی لکه عیسویت اونورچې پریوه کتاب باندې منحصردي ، بلکی داهغه مذهب دی چې څوڅوکتابونه اوڅوڅو ځانګړي مفدس متنونه لري.

دمارک توین په نامه یوسیلانې چې هندیې لیدلی هغه یې دخپل سفرپه پای کې داسې تشریح کړی دی :

(( هند دوه ملیونه خدایان لري چې داټول دلته نمانځل کیږي ، همداده چې هند ته دخدایانو ملیونرهیوادهم ویلای شو ... ))

نامتومفکر توین بی دهندوییزم په اړه لیکي :

دلته د رښتیا موندل  اورښتیا ته رسیدلو ته کیدای شي ، یوازې یوه لاره نه وي ، موږ ښایی په دې پوه شو او یانه خو داباید ووایو چې دحقیقت موندلو له پاره دهلوځلو تګلاری یوازې یوه نه ده  بلکي ډیردي .. کیدای شي دا خبره داسلام اوعیسویت اویهودیت له پاره یوڅه ګرانه وي ، خوپه هندوییزم کې بیا داخبره عامه ده او باید وویل شي چې هلته دبرابرو خدایانوشتون  او شته والی دمینې، تنوع او رنګارنګی نښه ده اودادهند هغه ډالۍ ده چې بشریت ته ور بښلې ده ... ))

(**) دهندوییزم په اړه په ډیرو خبرو کې یوداهم ده اچې په دغه تګلاره کې دتناسخ یا حلول مساله هغه څه ده چې خورا زیات ټینګار ورباندې شوی دی ، مانا داچې دغه باور په هغه څه چې په اسلام اونورو ادیانو کې هم اشارې ورته شوې په دغه ګروهه یاباور کې په ځانګړې  توګه دپاملرنې او یادونې وړ دی  په دې مانا چې دغه آصل دهندویزم دباور او عقیدې عملی څاروال اوعملي کوونکی دی ، دتناسخ اصل د هندوییزم له  حتمی توکونو څخه دی ، چې دبیلابیلو خدایانواو دهغه دڅآی ناستو او را استول شویو په کړو وړو او ویناوو کې هم باید څرګند وي ، کرشناپه خپل دوران کې په تیره پیا هغه مهال چې دمهاپهارت داتل ارجن ته خپل ځواک ورکړ ،ان هلته هم د خدای پرڅو لارو اوڅوبڼوباندې ټینګار کړی دی . ما ناداچې دغه اصل په هندوییزم اوددغې مذهب دپلویان په باورونو کې څانګړی او دیاونې وړ ځآی لري ، هندوییزم وایی :  (( موږ داور دیوبلکی (سپرغۍ ) لمبی یو . ))  داچې عیسویان وایی مسیح دخدای زوی دی ،مانا داچې له خدایه یوازې زوی پیداشوی  نو لور به څنګه کیږي ...  هندوییزم ددوی دغه ،په څواب کې  وایی چې  روح دخدای پچی دی هغه چې نرا وښځه نه لري ،اوداهغه ځانګړې آصل  اوځانګړی  ټکی دې  چې ددغو ټولو ادیانو دڅیړنې په پای کې  قران کریم په (قل هوالله احد ) آیه کې هغه ته پوره اوقانع کوونکی ځواب ورکړ . 

 

 

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵٩       اکتوبر       2007