کابل ناتهـ، پروفیسر رشید، 138 مین سالروز مهاتما گاندی

کابل ناتهـ   kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ژباړونکی اوشنونکی : پروفیسور عپدالخالق رشید دجواهرلال پوهنتون دفارس اومرکزی آسیا دڅیړنو دڅانګې استاد

 

هند دملت دپلارمهاتما ګاندي  دزیږیدو د (۱۳۸ ) کالیزې په درشل کې :

 
 
 

 

 (۱)

هندو یزم څه شی دی ؟

لیکوال : مهاتما ګاندي

-------------------------------------------------------------------

یوه یادونه :

هندوییزم څه دی یا څه شی دی ؟  دهند دنومیالی مشر اومفکرمهاتما موهنداس کرم چند ګاندي  دهغو مقالو جونګ دی چې ده دخپلې عقیدې په اړه دخپل ژوند دځوانۍ  په پړاو کې لیکلې دي ، ما دګاندي د اندوژوند او فلسفی په اړه یوه څیړنه پیل کړې چې تراوسه پورې لابشپړه شوې نه ده ، ددغه اثربه یوه برخه همدغه لنډې مقالې وي چې دده له خوا دده دفکری اوارادتی موخې په توګه  کښل شوې راژباړل شوې ، ځکه نو زه مخکې تردې چې خپله دغه څیړنه په کتابي بڼه خپره کړم ، دا وړګنم چې دغه برخه دګرانولوستونکواوڅیړونکوپه واک کې ورکړم ، ددغولیکنوله مخې موږ کولای شو چې دنړۍ پرمخ دیوې لرغونې ګرهې اوعقیدې  چې هغه هندوییزم دی په رازاونیازباندې هغه هم دداسې یوچا له خوا چې هغې ته خورا وفادار اوپرهغې باوری دي پوه شو. په دغه لړکې تاسې په پرله پسې توګه دمهاتما ګاندي ټولې (۴۳) لیکنې چې له انګریزي ژبې څخه ژباړل له توضحاتواوڅرګندونو سره یوځای لوستلای شی .

ع . رشید

نوي ډیلی  ۲۰۰۷

-------------------------------------------------------------------

 

 

(۱) لیکنه

هندو ایزم څه شی دی ؟

دابه دهندویزم نیکمرغي وي که بدمرغي چې دا کومه رسمي عقیده اوګروهه نه ده ، له همدې امله ددې له پاره چې زه خپل ځان له هرډول شک اوزړه نازړه توبه پریوه خواکړم نوورته وایم چې (رښتیا)  او (نه زورزیاتی) زما عقیده ده .همداسې  که ماکله څوک دهندوییزم په اړه پوښتی نو په ځواب کې یې په ساده توګه زما خبره داده چې : دهندوییزم مانا نه (زورزیاتی) او(رښتیاینه) ده.

یوڅوک چې ان په خدای باورهم ونه لري کیدای شی بیاهم ځانته هندو ووایی .

هندوییزم په رښتیا پسې اړینه ، سخته اوجدي هڅه او کوشش دی  که چیرې نن دغه ګروهه د نه ودې  ، ناخوځیدنې په منګولو کې لویدلی ، ددې مانا داده چې موږدهغه په وړاندې په خپله له دمه لویدلي یو. خوزه په دې باوری یم چې زموږ دغه دمه به  ډیره زر جوړه شي اودغه حالت به هم  پای ته ورسیږي، هندوییزم به دنړۍ پرمخ  دنورو ګروهو اومذهبوپه منځ کې له داسې یوې ځلاسره چې پخوا یې نه درلوده راوپړکیږي . هندوییزم دنوروټولو مذهبونو په انډول زیات دزغم اوصبر مذهب دی ، ځکه نوتل له ځوراوفشارسره ملګرې عقیده اومذهب و. (*)

ځوان هند : د ۱۹۲۴ کال داپریل ۲۴     

-------------------------------------------------------------------------------

(*) دګاندي ددغه تعریف اوڅرګندونې په اړه دوه ټکي زموږ له پاره دپاملرنې وړدي لومړی داچې دی وایی  : دایوه رسمی عقیده نه ده ، زه ترکومه ځایه چې اوس زه په دغه اړه پوهیږم له ده سره  داخبره منم چې هندویزم یوداسی منظم اوسستماتیک مذهب اوتګلاره نه دی چې هغه ته باید دآسمانی ادیانو په سترګووګورو، دګاندی هدف په دغه اړه همدادی ، هندوییزم د دودونو اوروایاتو پربنسټ رامنځ ته شوې ګروهه ده ، همداده چې تراوسه یې هم دنمانځنې یوه واحده تګلاره له خورا اوږدې مودې راپه دې خوا په برخه نه شوه . دهند په هره خوا اوهرکنج کې دهندوییزم عبادتی دود په یوه شان نه دي ، ان چې کوم بتونو سره نمانځي هغه هم په هرځای اوهرسیمه کې توپیرلري ، شیوا یوځای دنمانځنی وړدی ، برهما بل ځای او ویشنو بل ځای همداده چې دهرځای هندوان دهمدغو بیلابیلو خدایانودنمانځلوله امله نامتو دي لکه شیوایی ، ویشنویی ، برهمایی اوتردوې راکوز...

 

دویم ټکی چې دګاندي دنظرپه اړه ویلای شو،هغه دادی چې مذهب چې هرمذهب وی دهغه تګلاره ډیره پاکه اوانساني ده هیڅوک داسی نه شي ویلای چې دغه مذهب ترهغه زیات ددغواوهغو ښیګړو لرونکی دی ، که سړی لږ په دغه اړه ځیرشی نو بودیزم یوازنې لرغونی منظم مذهب دی چې ټول تعلیمات یی پرسوله اوزغم باندی راپیل شوي دي ،داچی ګاندی هغه هم له هندوییزم څخه بیل نه بولی داعقیدتی خبره نه ده بلکه داپه خپله یوه سیاسی طرحه ده چې دهندوییزم اوسنی نسل یی کوي اوځان پرې باوری بولی ، داخو یوخبره ده ، بله داچی ګاندي په دغه وخت کې چې لاژوندی و دهغو وحشتونو شاهد وچې دهغو دردونه تراوسه هم دهند اوپاکستان دبیلتانه په ترڅ کی ددغه هیواد دخلکو له یاده نه دي وتلی ، که چیرې بیاهم په پرتلیزه اوناپیلې  توګه خبره کوو باید ووایو چې که زغم او صبرموضوع وی نو سړی داویلای شی چې ترهندییزم بودیزم زیات دزغم او صبر پلوی مذهب دی ، چې دزغم اوصپر انعکاس یی دبنسټوالو په کړو وړکی له ورایه څرګند وواوهمداسې په نورو آسمانې ادیانو لکه عسیویت او اسلام کې هم په زغم اوصبرباندې دانساني کرامت دخوندي ساتنې له پاره ټینګار شوی دی .

 

زه یوازی په دغه اړه داوایم چې ګاندی دغه لیکنې دخپل عمر په یوه ځانګړي پړاو کې چې لاتراوسه هم دهندي ټولنې اوسیاست اودهغووروستیو پایلوته نه دی رسیدلی لیکلې دی ، اوکه نه ګاندي له دغو لیکنووروسته داسی څه په خپلو سترګوولیدل چې هغو کله هم ده ته دااجازه نه ورکوله  چې داډول څه یې ترخوله راوتلي وای ... اوسنۍ افراطی افکارچې دهندویزم پرقلمروباندې برلاسي شوي دغه ټول د ګاندي دتفاهم اورښتیاینې اونه زور زیاتی دتګلارې خلاف افکار دي.

  

(۲) لیکنه

په هندویزم کې شیطان شته ؟

زما په نظر دهندویزم ښکلا دهغه په دردونکي ځانګړیتوب کې  ځاي پرځای شوې ده ، څه شی چې دمهابهارتا سپیڅلی لیکوال په خپل نوښتي اثرکې ویلي دي ، هغه دهندوییزم له رښتیاینې سره یوشان بلل کیدای شي ، کومې ځانګړنې چې بل هرمذهب یی لري هغه ټولې په هندوییزم کې ترسترګوکیدای شي ، خوکوم څه چې په هغه کې نشته  اویایې نه لري دهغو مانا داده چې مهم اواړین نه ورته بریښیدلي . (*)

ځوان هند  د ۱۹۲۵ کال  دسپتمبر (۱۷ ) 

-------------------------------------------------------------------------------

( Ma- haa BHAAR-a- ta )  (*)  مها پهارت

 دهند له خورا لرغونو مذهبي حماسو څخه ده چې په هغې کې دهندي ټولنې داندواوژوند اوددغې ټولنې د دوو لویو قومونو  (کورو ) او (پانډو) دخونړۍ چګړې انځورونه شوې ده . کله چې هرڅوک دغه حماسې اواسطوریی اثر لولي ،هغوی په دغه اثرکې دهغو اساطیرو چې هغه له دغې ټولنې اوددغې ټولنې دلرغوني اند اوژوند سره تړاولري  ډیره ښه ننداره کولای شي . هغه چې په ډیرو برخو کې دچاخبره په رښتینې توګه اساطري بڼه لري . په دغه نامتو حماسه کې پرعادي خلکو اودهغو پرژوند برسیره دخدایانو حیرانوونکي کړه وړه ، دهغودندې اوونډې هم  ددغې ټولې حماسې په ترڅ کې دڅانګړې یادونې وړدي . دمهابهارتا په درنه جګړه کې چې د دوو مهمو قومونو (کورو اوپانډو) ترمنځ وه، دهغې په اوږدو کې له انساني هلوڅلو ، قرپانیو، اوبې عدالتیوسره دیوشمیرخدایانو لکه ارجن اوکرشنا اونورو ټاکونکې دندې هم په خورا ښه توګه انځورشوې دی .

د مهاپهارت حماسه په څوڅوپڼو سره رامنځ ته شوې ، په لرغونی سانسکریت ژبه لیکله شوې  اودنړې له لویو کتابونو څخه شمیرل کیږي .

دغه کیسه اوحماسه په آره توګه د پانډو پاچا  دپنځواود  ( دریتا راشترا ) دسلوزامنو په اړه ده چې له یوه اوبل سره یې په خپله پلرنۍ پاچهاهي (بهارتا) چې پلازمینه یې هستنپور (         ) ،هغه چې په شمالي هندوستان پورې اړوند سیمه ده اود ګنګا پرغاړه پرته ده له پاره یې سیالي کوله . په دغه حماسه کې پانډوان دخدایانو له خوا مرسته کیږی ، چې ترټولو مهمه اود پاملرنې وړدنده هم کرشنا ته ور دغاړې ده . کرشنا په دغه اسطوره کې د ویشنو (د دریو لویو خدایانو له ډلې یولوی خدای دی ) اوتار دی چې مڅکې ته دهغه له خوا د خدایی لارښوونو ، عدالت اوښیګړو په موخه را استول شوی دی . سره له دې چې کرشنا په خپله په مها بهارت کې ددواړو خواوو د تربره په بڼه رامنځ ته شوی خو ترزیاتې اندازې دپانډوانو مرستندوی دی .

دریتا راشترا د ډلې نیت او هوډ دپانډوانو په وړاندې خورا بد او وحشیانه دجوارګرۍ او قمارپه لوبه کې  دریتا راشترا یانو لوبه یو وړه او پرمشر پانډو باندې یې برلاسی وموند  او ان چې دهغو ښکلې میرمن  ( دراپدي ) یې هم ترې وګټله ، پاونډوان یې وځپل ، پر دراپدي یې هم تیري وکړل او د دوولسوکالو له پاره یې په غرو او رغو واړول .  له دوولسو کالو وروسته پانډوان پیرته راڅرګندیږي اوغواړي چې دخپل نیکه نیمه واکمني په خپله ولکه  او لاس کې ونیسی . خو مشر کورو ( دریادهن ) دغې غوښتنې ته غاړه نه ږدي  په دغه اوهغه پلمه ځان ترې یوې اوبلې خواته کوي  او نه یې منې . داخبره ترهغو پورې دوام کوي چې ترڅو دواړې خواووی خپل خلک او پلویان سره راټولوي او دکورو په نامه سیمه کې  ( چې اوس هم دکوروکشترپه نامه یادیږي ) له یوه اوبل سره په جګړه کې ښکیل کیږي .پانډوان په دغه جګړه کې پرکورو وانو باندې بری مومي . دریتا راشترا او دهغه ملکه ( ګنداري) دخپلوزامنو په ویر اوړي اودسختې ما تې په ترڅ کې دخپلو جنګیالیو زامنو غمیزه  زغمي ... ملکه ګندارۍ هماغه نومیالې میرمن وه چې ژمنې اوتعهد اوکلک هوډ یې ان خدایان هم دمهابهارت په جګړه کې حیران کړل ، داهماغه میرمن وه چې دخپل ړانده خاوند په خاطریې ټول عمر سترګې وتړلې او دنړې پرسر یې دجهان له لیدو څخه دهغه په خاطر ځان بې برخې کړ ، په دې چې ددې خاوند دکتو له دغه نعمت څخه له آره بې برخې و، دې هم دهغه په خاطرټول عمر په نړې کې په پټو سترګو لکه خپل خاوند داسې واوسیده .

 

په هرډول دمهابهارت دځورونکې جګړې ټوله کیسه په مهابهارت کې انځورشوه او دهغې په ترڅ کې انسان دیوه داسې پیغام ترلاسه کوونکی شو چې هغه دجنګ اوجګړې ناوړه اوبدمرغه څیره وه  چې هغه به کله هم انسان دخوښیواو جنتونوپه لور ور لارښونه  نه کړي .  

 

ادامه دارد...

**********

دروازهً کابل

 

سال سوم                  شمارهً ۵۷       اکتوبر       2007