کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 
 

   

 

    

 

ریالیزم او ضد ریالیزم

دکتر میترا

                          ژباړه: دوکتور لطیف بهاند

 

 


۳ ــ تولستوی *

د تولستوی د داستان ليکنې لاره او د حقيقي هنر په اړه د هغه نظريه له هغو څپڅپاندو سره ملګرې ده، چې هره شېبه د هغه د نړۍ ليد ، د ودي په بدلون کې را منځته شوې ده. د بالزاک پر خلاف چې رياليزم يې يوازينۍ ارزښتناکه لاره بلله؛ تولستوی د اندېښنو او واقعيتونو د بيان لپاره بېلا بېل او آن سره لرې سبکونه وړاندې کړي دي.
هغه د خپلې ليکوالۍ د ژوند په پيل کې ژوند په يو ډول سپړل شوي او پراخ رياليزم کې انځوراوه؛ اما هغه داستانونه چې د۱۸۶۰م کال په شاوخواکې يې وليکل؛ فلسفه او اخلاق يې تر موشګافانه ليکنو او انځورونو غوره ګڼلي دي او رومانتيک ناتوراليزم يې د رياليزم ځای ونيو. زياتره دغه داستانونه لکه: دوه سواره، د کورنۍ خوښۍ، د يوه اس نکل او نور ټول د يوې ګډ (تيم یا موضوع) لرونکي دي. د تمدن بې ګټې توب او د خودآګاه متمدن انسان ناتواني تر لومړنيو بدوي انسانانو (د دوو سورو) داستان هغه پلار او زوی د ژوند تصوير دی، چې يو د لومړني بشر په اصطلاح د ( طبيعي) انسان استازی او بل د ټولنيز او تاريخي انسان استازی دی. پلار چې د ناپوهۍ او ساده وشمه ژوند لري؛ يوازې او يوازې د غريزيي او خپل خام شعور له کبله، سپېڅلی شريف او د بشر د فطري سپېڅلتيا استازی دی او هغه ناوړه کارونه چې هغه يې سرته رسوي؛ د هغه د سادګۍ له کبله دي. له بله پلوه زوی چې په خپل نفس ډاډه دی او د هر کار په سرته رسولو کې له ټولنيز شعور نه مرسته غواړي، يوازې له دې کبله چې هغه د انسان د ټولنيز تاريخي تکامل ښکارندوی دی؛ د تولستوی له خوا محکومېږي.
پر دې برسېره تولستوی په خپلو لومړنيو ليکنو کې د تجزيې او تحليل د ناپوهۍ د کړو وړو، د انسان د ناخود آګاه ضمير کړنلاره په کار اچوي او (دغه کړنلاره يې وروسته پرېښوده) خو سره له دې د هغه ادبي دورې هنر د هغه د باطني ضمير د په خپل سر را څرګندېدلو لکه هغه شان چې په نوي هنر کې يې څرک لګېږي؛ نه ده. بلکې په واقعيت کې د ټولنيزې محتوا په وسيله د هغه د ناخودآګاهۍ را سپړل دي. (۸)
يوه اساسي مسله چې د تولستوی د داستانونو وګړي ځوروي؛ هغه درد لرونکی تضاد دی، چې د هيلو او واقعيت يا د وګړو د استعداد او ټولنيزو امکاناتو تر منځ شته دی. دغه مسله په اکثرو اوسنيو رمانونو کې هم مطرح ده؛ خو د تولستوی او لويديزې نړۍ د اوسنيو ليکوالو د هنر بنسټيز توپير په دې کې دی، چې د تولستوی په داستانونوکې له دغو تضادونو نه د را پيدا شويو نااميديو او سرخوړنو ټول اړخونه منفي نه دي. هغه د خپلو اتلانو روحي ماتې او لالهاندۍ د دې وسيله ګرځوي؛ خو د واقعيت په پوهېدنه او پېژندنه کې د هغوی باطلې اندېښنې او ناسمې عقيدې او نه ژورتياوې را څرګندي کړي. د دې کار په سر ته رسولو سره را ښيي، چي واقعيت د وګړيو تر لنډ نظرۍ، تنګ ذهنۍ پراخ، ژور او پانګمن دی. دغه راز تولستوي د خپلو اتلانو له نااميدۍ او خواشينۍ نه د هغوی د شخصيت د ګټور بدلون لپاره ګټه اخلي. (والنين) د (کزاکانو) د داستان يو وګړی چې د قفقاز په اړه هسې خيالي اندېښنې لري، د قفقاز د کليوالو د روغتيا او سلامتيا تر ليدلو وروسته ، دې ته متوجه کېږي، چې هغه پخواني تصورونه تش وهم وو؛ نو له دې کبله ځان دوکه شوی او بې لارې احساسوي؛ خو د دغه بېلارې کېدلو او ښويېدلو د مړ ژواندې کولو او شنډولو يا له منځه وړلو هڅي د هغه د پياوړتيا او د شخصيت د ودې سبب کېږي. په حقيقت کې هغه څه چې د ده په اتلانو کې ښکاري، همدا ثمر بښونکی تضاد دی، چې تل د نفسياتو او ټولنيز ژوند تر منځ په کارېږي.
د تولستوی زياتره اتلان؛ لکه (لوين) او (نخيلودوف) هلې ځلې کوي، چې د اندېښنو او د ژوند د دود دستور تر منځ ناسازي لرې کړي. دا هاند او هڅه ډېرې زړه نازړه تياوې، پر ګونډو کېدل او پريمانه ناوړه تصورات را منځته کوي؛ خو هېڅ يو له دغو څخه هم د ناتوراليستو ليکوالو د داستانونو د وګړيو له مبتذل او را پرځېدلي برخليک سره چې هغوی ورته سترګې په لاره دي؛ مرسته نه شي کولای. (۹)
د واقع بين هنرمند تر سترګو، روحي بحرانونه او پرله پسې فکري بدلونونه چې کله ناکله ژوند په بل اړخ اړوي او د دغه راز بدلونونو او بحرانونو فلسفې را برسېره کوي؛ په خپل پراخ مفهوم سره د مادي ژوند زېږنده دي. خوشبيني او بدبيني . . . له مرګ نه د بېزارۍ او پېښې خواته اېلتوب، ژوندي والی او د مرګ تصور، اصولاً د مرګ او ژوند اندېښنې؛ د وګړيو د ژوند د لوړې شوې وضعې آثار دي، چې له عيني او مادي تجسم څخه روحي، معنوي او فکري حالت ته رسېدلي دي. د هغو اصالت يوازې په دې کې دی، چې د ژوند يو ډول انځور دی؛ کنه د بشر او ژوند سره د عمومي کېدو نه دی. تولستوی په دغه حقيقت او معنوي ستونزو او رواني مسايلو ښه خبر دی او په (جګړه او سوله) کې دا په استادۍ او ماهرت دا ښکاره کوي، چې (پیير) تر هغه وخته پورې چې ښه او اسوده ژوند لري؛ په فيلسوفانه نظر ، د ژوند ستونزو ته نه ګوري او اصولاً د هستۍ او نېستۍ مسايلو او دې ته چې «دا تګ راتګ مې د څه لپاره وو» اندېښنې نه کوي؛ خو همدا چې دا اسوده او بې شوره او ځوږه ژوند سره وشړېدی؛ هم يې دوستان او هم يې ښځه هغه ته خيانت کوي او ناڅاپه داسې انګېري، چې يوازې له نورو لرې پاتې دی او د بدمرغۍ په منځ کې خوند د لومړي ځل لپاره څکي او ليونتوره او سرسامه له مسکو نه پترزبورګ ته تښتي. په لاره کې په دې خيالونو کې ډوبېږي، چې:
«بد څه شی دی؟ ښه څه شی دي؟ څه څه بايد راته ګران وي او له څه شيانو بايد کرکه ولرو؟ د ژوند موخه څه ده او زه څه يم؟ ژوند څه دی؟ مرګ څه دی؟ کوم قوت دغه ټول اداره کوي؟ . . . » او چې ځان له يوې سوالګرې او خوارې ښځې سره مخامخ و ويني؛ له ځان سره وايي «يا داسې شی به په نړۍ کې پيداشي، چې وکولای شي؛ د مرګ په منګولو کې حالت د هغې او زما له ستونزو نه لږ را لږې کړي. هغه مرګ چې هر څه پای ته رسوي او نن سبا بايد راشي. په هر حال د مرګي واټن له موږه د ابديت په درشل کې تر څو شېبو زيات لرې نه دی» (پېير) دې فيلسوفانه پايلې ته رسېږي «هوکې چې مړ شوې، په هر څه باندې پوهېږې يا به له پو ښتنو ډډه کوې؛ خو مرګ هم وحشتناک دی.» او په پای کې د خپل نارامه روح د ارامتيا لپاره د درملو پيدا کېدو په لټه کې دی. په خدای ايمان پيداکوي او له هغه ډلې سره ملګری کېږي، چې خدای نمانځنه، رښتيا او غوره کړه تبليغوي.
له دې ټولو سره تولستوی په زياترو ځايونو کې واقعيت په موهومو او خيالي ملاکونه سنجوي. هغه اکثراً ټولنيز خواشيني کوونکي واقعيتونه له (طبيعي واقعيت) سره چې د هغه د ذهن خيال دی؛ پرتله کوي، خو سره له هغه هم هر کله چې عيني واقعيت د هغه له خيالونو او حکمونو سره په ټکر کې شي. هغه د بالزاک په شان نشي کولای، چي له هغه انکار وکړي. د (پلوشې په تيهرو کې ځلېږي) ننداره کې ګورو، چې د بزګرانو د ژوند د سموالي او ښه والي لپاره ايدياليستي نقشې طرحه شوې دي؛ خو وروسته له هغه چې د بزګرانو د ژوند له حقايقو سره سنجول کېږي. د لمر توښ ته د واورې په څېر ويلېږي.
نو ځکه د نندارې ليکوال په دې اعتراف کوي؛ هغه څوک چې له بزګرانو سره د هغو په رنځونو کې ګډ نه وي، که ارباب وي، که د قام اصلاح کوونکی، له بزګرانو سره په نه پخلاکېدونکي ضديت کې دي.
د شخصيت جوړونو له پلوه، ليف تولستوی او نور د بالزاک سره همګام او برابر دي. تولستوی عادي او معمولي وګړي «تپيک» او نمونه بولي او تل سرګذشتونه د ژوند پر بنسټيزو اړخونو دروي؛ نو له دې کبله هغه داسي شخصيتونه هست کړي، چي تر هغه د پخوانيو ريالستو ليکوالو لکه (استاندال او بالزاک) نه هم ستر او په اصطلاح (غول وشي) ښکاري.
تولستوی دغه حقيقت چې ورسره ورته ټولنيزې انګېزې کېدای شي؛ په سره بېلو شرايطوکې په وګړو کې د بېلو پديدو د زېږېدو سبب شي. د خپلو اتلانو په هستولو کې له نظره لرې نه ساتي. مثلاً د افکارو، اعمالو، روحي ځانګړنو په ترسيم کي لوی ملاکان له وړو ملاکانو څخه ، د منځنۍ طبقې سوداګر له اشرافو سوداګرو نه، اشراف وشمه روشنفکران د منځنۍ طبقې له اشرافو نه په پوره ځيرکتيا سره بېلوي. دغه راز خپل اتلان دې ته هڅوي، چې خپلي نفسي اړيکي د عيني نړۍ له حال، اوضاع او له هغه چاپېريال سره چې دوی په کې اوسي؛ ټينګې وساتي. دغه علت دی، چې د تولستوی اتلان د نورو ليکوالو د وګړيو په خلاف لکه د (جيمز جويس) اتلان په يوه (ټولنيزه جوله) کې را منځته کېږی؛ د ابدي او واقعي ژوند درلودونکي دي.
تولستوی له هغه چا سره چې هومره جوړ نه دی او يا قصداً هغوی د منفي او ناپايداره ځانګړتياوو درلودونکي ښيي؛ په اصطلاح «سپکوي يې» خو د ده دا کار دا ډول او کړنلاره د داستايوفسکي له کړنلارې سره يو رنګ نه ده. داستايوفسکي هغه وګړي چې له خپلې خوښې سره سم نه دي موندلي، په غير عادي موقعيتونو کې دروي، چې په دې توګه هغوی ضعيف او ناپوه ترسيم کړي او د هغوی د محکوميت لاره خلاصه کړي. تولستوی دغه راز شخصيتونه دې ته هڅول، چې له رښتينيو پېښو سره مخامخ شي؛ څو خپله ناتواني عملاً او عيناً درک کړي، خو کارانين چې د هغه د ژوند کړنلاره او نړۍ ليد د تولستوی دپام وړ نه دی؛ په رښتينو بېلا بېلو موقعيتونو کې ځای کړل شوی دی، چې د هغه ظاهراً آرام او قراردادي ژوند را پرځوي او په پايله کې هغه نوي مشکلات او ستونزې چې د غه موقعيت يې هغه ته پيدا کوي، د هغه سرسخت او نه ګرځېدونکی شخصيت سستوي؛ خو کارانين چې د خپل شخصيت د بدلولو توان نه لري او نه
شي کولای، د ژوند وچ او قراردادي ځنځير له خپلو پښو نه خلاص کړي؛ لا زيات د مرګ په وچه کړۍ کې را بندېږي.
د جګړې او سولې ستر کتاب او وياړنه د اتلانو د زياتوالي او شمېر له کبله له انساني کوميډي سره پرتله شوی دی. د دې رومان په دې حقيقت پورې اړه لري، چې د وګړيو سترې ډلې له تش لاسو کليوالو نيولې تر پانګوال اشرافزيو پورې، ټول د پېښو په تګلوري کې خپل ځانګړی ځای لري او هر شخصيت د يوې نه يوې طبقې او کوم طبقاتي قشر استازی دی.
د جبهې تر شا "هلته چې ظاهراً سوله او آرامي لاسبرتيا لري" د اشرافي محافلو، اعيانو او شهزاد ګانو د ژوند جزيات په ډېره استادي ظرافت او مهارت سره ترسيم شوي دي او د يو ستر، پرتمين او بشپړ رنګه فلم په څېر د لوستونکو سترګو ته تېرېږي. دغه داستان د روسيې د نولسمې پېړۍ د سوري شوي اشرافيت بشپړ او هر اړخيز تصوير زموږ پر وړاندې ږدي. يوه ډله اشراف لا د زړو فيوډالي عقايدو ترسيوري لاندې ژوند کوي. يوه ډله بيا له فيوډالي نظام نه بېزاره دي او په منځ کې يې داسې روشنفکران هم شته، چې پر خلکو ايمان نه لري؛ خو ځينې بيا د پرمختلونکو او بشر دوستانه افکارو درلودونکي دي. بزګران هم په ډلو ډلو په رښتينې واقع بيني سره ترسيم شوي دي او له خپلې پلرنۍ خاورې سره يې مينه او له مالک او ارباب نه يې بېزاري په ښه توګه څرګنده شوې ده. تولستوی په دې ستر رومان کې په رښتيا سره د روسيې نولسمه پېړۍ په خوځېدا راوستې ده. په يوه خوا کې د بزګرانو پای ته نه رسېدونکې ډله چې د جګړو په ډګرونو کې له خپلو غرونو، ځنګلونو او خپلې څو جريبه ځمکې او باغونو نه دفاع کوي او بله خوا کې پرتمينې اشرافي ظريفې ټولنې چې خپل نازولي زامن له يو خروار لارښوونو، ګرانوکاليو، ګېڼو او ډک جېب پيسو سره جبهو ته لېږي؛ څو وکولای شي، هغه قوت چې د دوی د ماڼيو د جلال او پرتم پلوشې يې په تروږميو بدلې کړي؛ را و پرزوي. نښانونه او مډالونه واخلي او د اتلانو درجو ته ورسېږي او له جبهې نه په را ستنېدو په «نوي شخصيت» او «نوې مشغولتيا» سره د مسکو او پترز بورګ د شپو په محافلو او بنډهرونو کې مېلمنو ته ور وپېژندل شي.
جګړه او سوله ژوندی تاريخ دی. نه يوازې له دې کبله چې د داستان وګړي او پېښې رښتيا او بېلګیز دي؛ بلکې زياتره له دې کبله چې ستر شخصيتونه د تاريخ څرخ نه چورلوي او وګړي د تاريخ جوړوونکي دي. که څه هم هغه فلسفه چې په دې رومان کې ځای کړل شوې ده؛ د تاريخي سترو پېښو بېلول او وېشل د انسان له قدرت څخه لرې ګڼي او هغه له انسانه په لوړ قدرت پورې تړي؛ خو سره له هغه هم تولستوی ښه پوهېږي، چې د بري نښان د هغه مغرور قوماندان له ټټر نه چې د جګړې د (ګټي) د څکلو او (سن ژرژ د صليب، د اخيستلو لپاره جبهې ته تللی) د تابين په ټټر ښه دي. د جګړې خاکساره اتلان د تولستوی رښتيني اتلان دي.
د تولستوی د هنر تومنه هغه مسله ده، چې د روسيې د نولسمې پېړۍ ټولنې پرې را چورلي او هغه د بزګرانو مسله ده. د تولستوی په آثارو کې رنځ ځپلي او محروم کليوال تل حاضر دي. که دوی په خپله حاضر نه دي؛ سيوري يې د داستان د شخصيتونو پر ذهن لمن غوړولې ده. په ټوليزه توګه تولستوی تر (۱۸۶۱)کال (يانې د مرييتوب له منځه تګ) نه وروسته د کليوالو ژوند مطالعه کوي. هغه عجيب بدلونونه چې خپلواکي د بزګرانو په تفکر او انديښنو کې راوړي، په خورا ښه توګه انځوروي او څرګندوي، چې يو کليوال سړی په ښهرونو کې له نويو الوګولو او خوابديو سره مخامخ شو. هغه د روسي بزګرانو فکري ځانګړتياوې چې د خامي سرکشۍ حس او مبهمي غريزې د کرکې له کبله د ډله ايزې او متشکله مبارزې توان نه درلود او غالباً يې د چارو چاره د «مسلکي دروېشانو» او منفي ټينګار په جامه کي له دنيا او سياست نه په لرې والي کې لټوله؛ په استادانه توګه توصيفوي.
هماغه تضاد چې د بالزاک هنري او سياسي نړۍ ليد يې نيولی وو؛ د تولستوی روح يې هم په خپل پر له پسې اضطراب او څپو کې ساتلی وو. هغه له يوې خوا د انسان له خوا د انسان ځبېښاک، د دولت فشار او حق وژنه او کليسايي استبداد ناوړه او ناروا ګڼي؛ خو له بلې خو ا فردي (اصلاح) (مذهبي رستګاري) او (د زور او ناروا پر وړاندې د نه ټينګار د نظريو د دودولو لپاره تبليغ کوي. ډېر ټولنيز مسايل په بې سارې رښتينې توګه را سپړي؛ خو هغه د موهومو او ماورا الطبيعه فورمولونو په مرسته حل کوي. اوليانوف د تولستوی د ګډوډ نړۍ ليد ريښې د روسي بزګرانو په ګډو وډو شرايطو کې پيدا کوي.
«تېر ژوند بزګرانو ته ښودلي وو، چې له ملاکانو او دولتي واکمنو نه بېزاره دي. ولې هغوی ته يې نه وه ښودلې او نه يې شو کولای، چي ور زده کړي، چې د دغو ټولو معماوو ځواب چېرې پيدا کړي . . . د تزار د دستګاه پر وړاندې بزګرو د طبقې اکثريت رايې ورکړې، ويې ژړل، د اخلاقو لمنې ته يې لاس ور واچولو او په خيالونو کې ډوب شول. د ژوند پېښې يې وليکلې او واسطې يې ولېږلې، سمې د ليوتولستوی په شان . . .
د تولستوی عقيدې زموږ د بزګري پاڅون د ناتوانۍ او نيمګړټيا ښکارندوی، د کليوال ژوند د پلار واک نظام د سستوالي استازي او (دسپموونکو موژيکانو- بزګرانو) محافظه کارانه بخل انځوروونکي وې.»(۱۰)
سره له هغه چې د تولستوی رياليزم په (موعظو) او فلسفې بافيو لړل شوی دی؛ خو د هغه هنري پرتم هېڅکله لږ کېدای نه شي. د تولستوی هنري نړۍ ليد د واقعيتونو د لارښودونکو واقعيتونو په نندارو او د مسايلو په سمې ډلبندۍ کې را څرګندېږي؛ که څه هم هغه عيني مسايل له موهومو او ناسمو لارو اوار کړي، خو په هيڅ ډول سره هغه د يو ريالست ليکوال په توګه خپل دريځ له لاسه نه ورکوي.

د دريم څپرکي ماخذونه :
۱ــ ا، هاوزرد هز ټولنيز تاريخ ، دوهم ټوک ، ۷۵۵ مخ د لندن چاپ .
۲ــ اي ــ دارګان ، د بالزاک په رياليزم کې څېړنې (۱۰) مخ د امريکاچاپ .
۳ــ جورج لوکاچ (۴۱) مخ هماغه کتاب.
۴ــ و،ګريب ،بالزاک ۴۸مخ ، د امريکاچاپ.
۵ــ د رالف فاکس له کتاب څخه را اخيستل شوی ۷۸مخ.
۶ــ ت ،ا ، جاکسون ،چارلز ديکنز ،۱۲۹مخ د لندن چاپ.
۷ــ جورج اورول ديکنز ،دالي او نور ۴۸ــ ۴۷مخونه د لندن چاپ.
۸ــ د، ميرسکي ، دروسيې د ادبياتوتاريخ ۲۵۷مخ ، دامريکاچاپ.
۹ــ لوکاچ ،هماغه کتاب ۱۷۹ــ ۱۷۸مخونه.
۱۰ــ ولاديمير اوليانوف ،تولستوی او د هغه زمانه ۷ــ ۸مخونه د امريکاچاپ.
 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۲۳۹                     سال  یــــــــــــازدهم                      ثـــــور         ۱۳۹۴ هجری  خورشیدی         اول  مَی     ۲۰۱۵