کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

صدیق کاوون

    

 
تعبير

 

 


ستا د مينې پر زړو لارو قدم ږدم
د خپل زړه پر پرهارونو مې مرهم ږدم

زما د تېرې شپې د خوب تعبير به څه وي
چې گلونه دې پر زلفو خم په خم ږدم

ستا د سترگو د کتاب غزل چې لولم
توره کرښه پر وجود او پر عدم ږدم

ستا له گلو اننگو نه مچې اخلم
پر سرو گلو مرغلرې د شبنم ږدم

چې پر هر لوري روان يم تاته رسم
هر يو پل مې ياره ستا پرلوري سم ږدم

لا دې ډکه ده لمنه زما له اوښکو
لا دې اوس هم پر ټيکري گل دې ماتم ږدم .

کابل
۱۱-۵ -۲۰۱۸

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۵۱      سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم           جدی   ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی    اول جنــــــــــــــوری  ۲۰۲۰