کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

صدیق کاوون

    

 
د اوبو رنگ

 

 



زه چې کوچنی وم د اوبو په مانا نه پوهېدم
کله مې سترگو اوبه سپينې ، کله زېړې ، کله شنې ليدلې .
او همېشه به مې له ځانه پوښتل ،
چې اوبه څه رنگ لري ؟
خو يوه ورځ ، په ښوونځي کې ، د کيميا ښوونکي ،
زموږ ټولگي کې پر تخته وليکل ،
چې : « د ( اچ دوه )او ( او ) له جمعې نه اوبه جوړيږي ،
او اوبه رنگ نه لري ،
خو په هر لوښي کې چې واچول شي ،
د هغه رنگ اخلي . »

دادی له ډېرو کلو وروسته لټومه ، د کيميا ښوونکی ،
چې ترېنه وپوښتمه ،
تا خو ويل چې اوبه رنگ نه لري ،
زموږ د کلي د ويالې اوبه نو
ولې سرې دي ؟؟؟ .

کابل
۹ – ۸ – ۱۳۶۶

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۴۷     سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم           عقرب    ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی     اول نومبر  ۲۰۱۹