کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

سلطان سرور

    

 
پاټک

 

 


وريښمين تنگي کی له کابله راغلی موټر غرر شو ديوه پاټک مخي ته ودريده. څڼور دنګ ځوان سري خماري سترګی مخکي سيټ ته راوخوت ، ډريور استاد او سورليو ته يي وويل په خير راغلی ، سپين سری آبي چه مخکي ناسته وه ځواب ورکړ : خوار مه شي زويه .
ځوان ښکته او پورته سورليو ته چي ټول څو ښځي ، ماشومان او سپين ږيري وو وکتل مخ يي بيرته مخکي سيټ ته واړاوه .
ـ استاده چي راتلي نو په دي مخکي پوزه کي دسړک مينځ کي يوه گټه نه وه پرته ؟
- هو پرته وه .
ـ نو ته تر ی ښی خوا راغلي که چپه خوا?
- ښی خوا صيب.
-نه نو سم نه يي راغلي ، بيرته به ولاړ شي دا ځل به په چپه خوا تر راواوړی .
- ښځي او ماشومان دي راسره ناوخته کيږي شپه راروانه او لار هم خراپه ده .
-شپه په مونږ هم را روانه ده ، ورځه تاويږه کنه دلته به تر سبا ايسار يي .
ځوان له موټره کوز شو ، د پوستي په مورچو کي نصب شوي ماشيندار او راکټ اندازونه د لمر وړانګو ته بريښيدل .
استاد وليدل چي ځوان په سُرنه دي نو د شونډو لانديي چي څه زړه وو وويل او ريورس ګير يي ولګاوه .
په داسي حال کي چي استاد دموټر مخ راګر ځاوه نو سپين ږيري اکا چي وروسته سيټ کي ناست وو له کړکي سر وروويست .
- ځوانه سياسري او ماشومان راسره دي . ګوره داسي ناروا مه کوه .
ځوان چي خپله ډوب وو هيڅ ځواب ورنکړ .

شيبه وروسته ډرايور استاد چي بيا له پوزي را تاو شوي وو بيا پاټک ته ودريده . دخپل څنګ کړکي شيشه يي ښکته کړه ځوان چي لاندي ولاړ وو ورته وويل :
- ښه دا ځل له ګټي ښي خوا راغلي که چپه خوا ؟
په داسي حال کي سورلي ټول غصه او د ژبي لاندي يي پټي ښکنځلي کولي استاد ځواب ور کړ :
- چپه خوا
-ښه نو اوس ځه تلي سي .
موټر لا دوه در ګامه نه وو تللي چي سپين ږيري اکا چي خوله يي له نسوارو ډکه وه غږ کړ:
- وسټازه ! وسټازه ته دا مټر لوږ ورو که .
له کړکي يي بيا سر وويست ځوان ته يي وويل :
هلکه ک و ن ه دي ورکړي. کنه دا کار د نه کاوه.
ځوان هک حيران سو .
اکا چي له خبري وروسته يي سيټ کي تکيه وکړه په موټروان يي غږ کړ :
- وسټازه اوس يي نو وله .
سور لي چي ناڅاپيي داسي يو حالت سره مخ او سخت ډارسوي وو رنګونه يي تک ژيړ اوښتي وو . خو استاد ځان باينلود موټر ته يي پونده ورکړه ، تور لوگی تر ووت ، سورليو کلمي ويلي چي د پوستي له لوري به اوس ډزونه وشي خو موټر وان چابکي وکړه ، په تور لوگي او ګرد کي پټ موټر يي ژر له ګنډوه پناه کړ.
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۴۲     سال  پـــــــــــــــــــــــــــــــانزدهم              اسد/سنبله    ۱۳۹۸       هجری  خورشیدی        شانزدهم اگست  ۲۰۱۹