کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



 

 

 

 

 

دروزگان مهالنۍ خپرونې مؤسس اومسول مدير

حبيب اله   غمخور

Monthly News in Ruzgan

2006--۱۳۸۵

Afghan Democratic Publication in Sweden

 

 

دمبارکی پيغام

 

 

 

 

دروزگان  مهالنۍ خپرونې کارکونکی وياړلري  چي سږکال دهيواددوتلي اوپېژندل شوی فرهنگي شخصيت ليکوال،  ژورنالست اوتاريخ پوه ښاغلی ډاکتر اکرم عثمان دنيک مرغه اويايم پسرلي دپيل په مناسبت  خپلې  مبارکی اونيکې هيلې وړاندي کوي . 

گران اوټولوته دقدروړ ډاکتر صاحب!

دژونددنوی پسرلی پيل مو مبارک اوژوندمونيک مرغه  .

پدي باورولری چي افغان ولس به هيڅ کله ستاسوخدمتونه اوهغه زيار چي دافغاني ټولني دعلمي غنااوادبې بهيردغښتلتياپه لارترسره کړی موگاللۍ هير نکړی ،هغوته به دتل لپاره دقدر په سترگه اويوې بهتريني علمي اوادبې لاسته روړنې  اومأخذپه سترگه گوري .

تاسووياړلری چي ستاسوپه ژوندکښي بيله دېنه چي کوم دولتي اوياسياسي واک اوقدرت څښتن اوسۍ خلک موپه نوم اوولس ته په علمی چوپړوياړي اوترهرچازيات تاسوته دقدراودرنښت په سترگه گوري .

دروزاگامهالنۍ خپروني کارکونکی پداسي حال کښي چي ددې ملي تکل  يوله بنسټ ايښوونکونه تاسوياست وياړ لري چي ستاسو ،ستاسودکورنۍ دټولوغړواوستاسومينه والوسره پدي ستره خوښۍکښي ځان شريک بولي . موږ خپلو ټولولو ستونکوته  وعده ورکووچي په خپل نشراتي اوملي چوپړ کښي به دتل پشان ستاسو ترعالمانه مشورو اولارښودنو لاندي  پرمخ  درومو اويوه لحظه به هم دخپل ولس له گټواوښېگنوددفاع نه بل پلوته نشو.

په پيغام کښي ستاسودستر علمې ،فرهنگی اوادبی چوپړ يادونه اوارزونه ناشونۍ کاردی  په يوټکی کښي غواړوڅرگنده کړو چې دژوندپه هغوستونزمنواوله کړاونوډکوشرايطوکښي چې موږ ته څرگند دي اوهمدا اوس له هيوادنه لري دمهاجرت له کړاونونه ډکوشپو اوورځوکښي له افغان ولس اودهغوي له راتلونکې سره ستاسومينه ټولوته جوته ده ،ستاسولکنې ددې روښانه بېلگې دي چي تاسوڅومره دقيق دهيواد اوهيوادوالو په سياسي، ټولنيز، علمي اوفرهنگی ژوندپوري تړلۍ بهيرڅارۍ ؛ دهرې پديدې اوپېښي  په هکله پرخپل ځاي غبرگون ښکاره کول ستاسودافغاني ميني ،شهامت اوعلمې درايت بهترينه بېلگه ده .

موږيوځل بياتاسوته داويايم خوشبخته نوی پسرلی دپيل په مناسبت په افغاني اووطني مينه اودرنښت د مبار کيو په وړاندي کولوسره  روغ صحت ،اوږدعمر ،په علمي اوادبې ډگرکې دهغومره برياوهيله کووکوم چې تاسوئې  غواړۍ .

 

وياړپه تاسو ،تاسواوتاسوغوندي وطنپال پوهان دي ژوندي وي .

درزگان مهالنۍ خپروني  کارکونکی

 

………………………………………………………………………………………………

Ghamkhor .H .  Tel& Fax :+ 46 (0) 40  13 53 50 ,   Mob. +46(0) 736 511 569

Adres:Ghamkhor .Habibullah .Snodropps ,G- 7 . 215 27 .Malmo ,Swedn

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷