کابل ناتهـ،


 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

په سويډن کې دافغانانودعلمي اوفرهنگي مرکز د مبارکۍ پيغام

 

 

سويډن  --  دمالموښار                    

............................................

د ۱۳۸۶کال دثور يولسمه

 

دران کال دمی دمياشتي په دوهمه ورځ دافغانستان وتلی اوپياوړی ليکوال ،تاريخ پوه ،ژورناليست اواديب  ښاغلی ډاکتر اکرم عثمان دخپل عمراويايم پسرکی شرع کوی .موږ پداسي حال کښي چي محترم  ډاکتر صاحب ته د ژونددنوی پسرلی دپيل له امله په افغاني اووطني مينه مبارکي وايوهغه ته دلوي خداي له دربارنه اوږدعمر اوبسياژوندهيله کوو.

که څه هم ډاکتر اکرم عثمان په سرداري کورنۍ کښي دنياته راغلی مگرهغه ديوه غښتلي اومنلي افغان په توگه خپل ژوند له هغه زلميتوب نه په خپلومټو سمبال کړی دی .

بلې ! ډاکتر صاحب په محمدزايي کورنی کښي چي دربارته ډيره نږدي وه دنياته راغلی ،مگردډاکتر صاحب په خوي اوخاصيت کښې درباري يوه بېلگه هم نده ليدل شوې اونه هغه پخپله يودرباري ته ورته دی،هغه يوخاکساراودخپل ولس خدمتگار شخصيت دی،هغه دکابل په ښارکښي دغازي ليسه خلاصه اودکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علوموفا کولتې نه ترفراغت وروسته په ايران کښي دتهران دپوهنتون څخه ددکتوراډگری (ديپلوم ) په عالي درجه ترلاسه کړ .

ډاکتراکرم عثمان  له ماشوم توب نه دراډيواوچاپي مطبوعاتودلوستلوسره علاقه درلوده،ځکه يې دهمدې علاقي اوشوق له مخې په راډيوکښي داستانونه په خپل ښکلی اواز دکلمه کول . که څه همدا داستانونه محترم ډاکتر صاحب په دري ژبه ويل مگرترهغوبه پښتوژبي راډيوته انتظار ناست وه ترڅوددې خوږژبې ليکوال اودکلماتورپه خواږه اوازکې يوداستان واوري . دافغانستان داسي ښار ،ولسوالی ،کلی اوبانډه نسته چې دډاکتر اکرم عثمان له نامه سرهدي هلته خلک  اشنا نه وي اوهغه ته دې احترام ونه لري .

په رښتياسره ډاکتراکرم عثمان  دټولوافغانانو لپاره يوله ستروپوهانواووياړلوشخصيتونوله جملې نه دی  چې اوس یې جوگه ډيره کمه ليدل کيږي ،اودازموږلپاره يوسترغنيمت  دی .

کله چي په ۲۰۰۱ کال دمالموپه ښارکې دميشتوافغانانوپه حمت   دهيوادديوه بل پياوړي شخصيت اوملي مبارزگل پاچا الفت په يادنړيوال کنفرانس جوړشو،محترم ډاکترصاحب ته هم ديوه درانه اومشرميلمه په توگه پدغه کنفرانس کي دگډون بلنه ورکړه شوې وه ،هغه وخت چې هغه ته دخپلي تاريخي اوعالمانه وينالپاره دستيج سرته بلنه ورکړه شوه دتالارفضاچي په سونو خلکوتشريف درلودپداسي حال کي دچکچکواواز بدله کړه چي ټول لوي او واړه ددې وياړلي اومنلي ليکوال ددرڼښت اواحترام په خاطر پر پښوولاړوه .

له بدمرغه دهغه داستعداداوعلمي توان څخه په ځوانی کښي ډيرکمه استفاده وشوه ،موږتل په وتير پسي ارمان کوو، چي  دادی اوس لاسونه مږو،اووايوکاشکي دډاکتراکرم عثمان دخداي ورکړی استعداد،پوهی ،هوښياری اوادبې نبوغ نه موپر خپل وخت اوخپل وطن کې پراخه استفاده کړې واي .

زموږپه جنگ ځپلي هيوادکي داسي ناخوالې راغلې چې دداسي شخصيت لکه ډاکتراکرم عثمان لپاره هم په خپله مورنۍ خواره اوپلارنی ټاټوبۍ بيگانه شواوهغه مېنه چې هغه پکښي خاپوړي کړی وې په نغري بدله شوه،ډاکتروطن پر ېشودلو ته مجبور شو.،اوس دلته په سويډن کې له هيوادنه لري دغربت اوجلاوطنۍ شپې او ورځې تيروي .

که نصيب اوقسمت داپياوړی ليکوال ترسوېډنه راورساوه چي له وطنه ئې واټن زرونوکيلومتروته رسېږي خوله هغه يې له نيکه مرغه دخپل ولس څخه جلانکړاي شو. ډاکترصاحب هرچيري چي اوسی دخپل ولس سره اوسي يوه شيبه يې خپل هيواداودخلک ندي هير . زموږددې خبري پخلۍدهغه ټولي ليکنې،ادبي ټوټې ،داستانونه اوتريخې څېړني کولاي شي . دهغه په ليکنو کښي لکه دهغه اوازيوعاطفي صحراوجادوشته ،هغه نه يوازي داستانونه ليکې ،بلکي دبشري ټولني دډيرواړخوپه څېړلواوراسپڼلوکي ترنورونه دی پاته شوی .دهغه په ټولوليکنوکښي افغان ولس ته درناوی اودهغوي له روااوانساني حقوقوڅخه بې ډاره ،پرځاي اوعالمانه دفاع څرگنديږې ،داهغه بېلگه ده چې ډاکتراکرم عثمان له نور عادي ليکوالوداستان ليکونکوڅخه بېلوي .

که ډاکتراکرم عثمان ددري ژبې  لپاره ديوې داسي چينې حيثيت لري چې اوبه یې ترقيامته نه خلاصېږي خوهغه دهيواد دنيمه خواعلمی ماڼۍ يوله اساسي ستنوڅخه هم شميرل کيږي .نن ټول افغانان دنړی په هرگوټ کي چې اوسی دهغه په نامه ،علمي اوادبي چوپړوياړي .

په سويډن کې دافغانانوعلمې اوفرهنگی مرکزپه نظر کي درلوده ددې سترعلمي شخصيت ددراناويپه خاطر دمالموپه ښارکي دټولوافغانانو،پوهانو،فرهنگيانواوفرهنگپالوپه گډون ديوې دښکلې اودرنې نه هېږېدونکی غونډي جوگه شي .

ددې وياړلی عالم اوڅېړونکي دعلمي مقام اوپوهنيزچوپړددرناوي په خاطر دنړی له گوټ گوټ نه پوهانو،ليکوالواود هغه مينه والوته زحمت ورکړی .له بده مرغه دهغه روغتيايي حالت موږته دا اجازه رانکړه چې خپل دغه وطني ارمان ته ورسېږواودخپل هيوادددغه پياوړي علمي اوادبي شخصيت درناوی لکه چې اړينه ده وکړاي شو.

له مجبوريت اوناچاری نه پدغه پيغام زړه صبروو.

سره لدې چې په پيغام کښي  دښاغلي ډاکتراکرم عثمان دعلمي،ادبي اوڅېړنيزچوپړپه هکله يادونه ناشونی کاردی، يوازي دومره ويلاي  شوچي ډاکتراکرم عثمان په خپل علمي زيار اوهاندوتوانيدچي دري ژبه له ادبي اوتاريخي پلوه دومره غنی اوغښتلې کړي چې ترډيره بريده به ددې ژبي بهرنی دښمنان پرهغي دترخپل تاثيراونفوذراوستوپه موخه دتکل جرئت ونکړی اونه به هم پرې بريالي شي .

دښاغلي ډاکترصاحب هرعلمي اثر،ادبې ليکنه تنزاوڅېړنيزاثارخپل ځاي اومقام لري اوهريويې پرخپل وخت دوسل دهغو سوالواوغوښتنوانعکاس  دی چي لاتراوسه بې ځوابه پاته دي .ډاکتراکرم عثمان نوم زموږدهيوادله معاصرتاريخي څېړنيزاوادبی بهير نه بېلېدونکی جزدی  .

دافغان ولس لپاره منلې ډاکترصاحب!

په سويډن کې دافغانانوعلمي اوفرهنگی مرکزمشر تابه جرگه اوټول غړي ددغه پيغام په وسيله چې دکاغذ پر مخ کښل شوی ولي زموږ دافغاني اووطني ميني ،احساس او درناوي در رسوونکی دی  تاسو،ستاسودرنې کورنۍاوستاسولراوبرمينه والو ته ستاسودنيکمرغه ژوندداويايم پسرلی دپيل اوپه علمي ډگرکښې دنه هېرېدونکی زياراوبرياوپه مناسبت دزړه له کومي مبارکيوپه وړاندي کولوسره دلوي څښتن تعلاله دربارنه  تاسو ته روغتيا، اوږدخوښ ،ارام اوبسيا ژونداوپه علمي ډگرکښې دلازياتوبرياليتوبونوهليه کوو.

 

په سويډن کي دافغانانودعلمي اوفرهنگی مرکزدمشرتابه جرگې

په استازيتوب  حبيب الله غمخور

 

************

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٤٨                سال سوم                     مي ۲۰۰۷