کابل ناتهـ، Kabulnath































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
قلعهء هــــنــدوان

همدلان کابل ناتهـ

باغ هـــندو
دروازهء کابل

 
 
 
د پروين پژواک د شعرونو دا ژباړه...
 
 
عبدالهادي هادي
 
 

ژباړه په ټوليز ډول ستونزمن کار دى، او بيا د ادبي اثارو او په هغو کې هم د شعر ژباړه خو زړه چاودون غواړي، او اند انډيوال مې ښايي پر خپلو مټو او  تنکۍ ځوانۍ په پراخې حوصلې غره او ډاډمن وي،  چې دې ستونزمن کار ته يې مټې رانغښتې دي. او زه خوشاله په دې يم،  چې تر ډېره په خپلې دې هڅې کې بريالى هم ښکاري.

د دري ژبې د لوى اروا شاعرې پروين پژواک دا شعري طرحې چې ښاغلي اند ژباړلي د دوه زرم کال په نيمايي کې خپرې شوې دي او ډېر لوستونکو او د هېواد د ننه او بهر فرهنګي کړيو يې تود هر کلى کړى دى، پروين زموږ د هېواد په کچه يوازينۍ شاعره ده، چې د شعرونو د لومړنۍ ټولګې له خپراوي وروسته يې په ډېر لږ وخت کې د لوستونکو او خپلو نمانځونکو دومره بهير ورمات کړى دى ، چې ځينو ان لکه د ښاغلي نثار، اند او ما په شان له هماغه پيله پښتو ته ددغو ښکلو شعري طرحو د را اړولو لپاره مټې راونغښتې وې، ما يې څه کم څلوېښت طرحې پښتو ته راوژباړلې،  چې د فردا په پروسږونو ګڼو کې يې څو خپرې شوې هم دي او له ښه مرغه ځنې هماغه شعرونه،  چې ما ژباړلي وو اند هم ژباړلي دي خو په بېل رنګ او بېل خوند کې ، په هر صورت دا ټول اعزاز د پروين دى، چې زه يې د مبارکۍ حقداره بولم.د پروين د شعرونو تر ټولو جوته او غوره ځانګړنه داده،  چې د کلمې په واقعي مانا ښځينه شعرونه دي، او د ښځې ټول عواطف ، احساسات او غوښتنې په کې ځان ښکاروي.

ما ته اند ددې شعري طرحو دري اصل او دا ژباړې دواړه راکړې او غوښتنه  يې رانه وکړه، چې هم يې وګوره او هم يو څه پرې وليکه. ما هم همداسې وکړل، سره له دې،  چې ددې شعرونو يا طرحو دري اصل مې څو ځله پخوا هم لوستى و ،  يو ځل مې بيا ولوست او بيا مې د هر شعر ژباړه  ورسره وکتله . رښتيا خبره داده  چې اند ډېره خواري کړې او مايې  چې ژباړې ولوستلې نو هماغومره خوند مې ورنه واخيسته لکه له اصل نه مې  چې اخيستى و.  اند ټکي په ټکي ژباړه کړې او هڅه يې کړې چې هر ټکي ته د هغه دقيقه ژباړه او يا لږ تر لږه ورنژدې او معادل تورى پيدا کړي، د لفظونو په انتخاب کې يې ښه زيار ايستلى  او داسې يې نه دي کړي،  چې له پخو خښتو سره خټې ولګوي بلکې له الفاظو سره يې داسې خواري کړې لکه يو معمار،  چې د مرمرو توږل شوي او صيقل شوي کاڼي سره ږدي.

د پروين دغه شعري طرحې،  چې ده ژباړلي دي د سپين شعر په قالب کې ويل شوي دي او وزن نه لري چې که دهر شعر لوستونکي هماغه اهنګ ته پام ونه کړي نو له بې وزنۍ سره به مخ شي او په ګرانه به خوند ترې واخلي،  خو د اند ژباړې  وزن لري، معنا دا چې په شعر ژباړل شوي  دي او دا کار په رښتيا ډېر زيار غواړي  سره له دې،  چې يو نيم ځل به دده ژباړې هم د بې وزنۍ يا بد وزنۍ ښکار شوي وي مګر زياتره څه  چې په سلو کې نه نوي يې بريالۍ او خوندورې دي.

 يو بل څه،  چې په دې ژباړو  کې زما پام ورواوښت هغه دادي  کله کله اند ددې لپاره،  چې ژباړې ښکلا  وساتي د امانت پر اصل د نر غوندې سترګې پټې کړي دي او په يو څو شعرونو کې داسې ښکاري چې لږونې او زياتونې شوې وي او له دې  چې ورتېر شو د ځينو شعرونو  سرليکونه : بېهوده، په ساده ګۍ، بحري درسينه په  سمندر، دردوسوى دنيا، دوه خواووې، بهت په وېريدلي ، شال رهګذر په شال،  لج په جرائت، رستاخيز په باران او ځينې نور په نورو بدل شوي دي . دا کار به ښايي ګران اند ددې لپاره کړى وي چې ځينې  ياد شوي سرليکونه  ښکلي نه ژباړل کېږي خو په هر دليل  چې وي دا کار ستونزه پيدا کوي، اول خو دا چې هر چا ددې شعرونو يا شعري طرحو اصل لوستى وي نو ښايي د هماغه عنوان په ژباړې پسې وګرځي،  چې ده لوستى و او خوښ شوى يې و، نو هغه به د نوي عنوان لاندې خپل شعر  څنګه پيدا کړي؟ او دويم دا چې پروين خپله خوښ کړي دي، نو که موږ يې وربدلوو دا به داسې وي لکه د بل چا زلمي زوى ته چې موږ دخپلې خوښې نوم ور اخلو په هر صورت ما دا خبرې  ددې لپاره ونه کړې،  چې د اند د ژباړو پر ښکلا به شکي يم ، نه هېڅکله داسې نه ده، د اجمل اند،  چې څومره وس رسېدلى دى هغومره يې په دې ژباړو کې خولې تويې کړې دي.

ان دا چې  زه په زغرده ويلى شم،  چې دده ځينې ژباړې  په نره له خپل اصل سره سيالي هم کولاى شي لکه د الوت تر سر ليک لاندې دا شعر:

  خپلو خوبونو کې  مې والوزمه

  زړه مې لړزېږي  نا باوره شمه ځان ته ګورم

 لکه د سيند پر سر  الوت دمرغۍ

 ايا بندۍ مرغۍ هم

 لکه زما په څېر خوبونه ويني!؟

له دې ټولو خبرو سره سره دا د اند لوى برياليتوب دى  چې زه د لوستونکي په توګه ددې ژباړو د لوستلو  پر وخت د ښکلا هماغو جزيرو  ته ورسيدم او د کيفيت په هماغو چينو کې ولمبيدم کومو ته،  چې ددې ژباړو د اصل د لوستلو پر وخت رسېدلى وم. په زړه کې مې اند ته دعاګانې وکړې اود خوشالۍ احساس راباندې  غلبه وکړه خو سمدستي دا اندېښنه زړه ته راولوېده،  چې اند خو خپله شاعر دى او خپله دنياګۍ يې دومره ښکلې ده،  چې ماغوندې ډېر زړه ستړي په کې دمه کېداى شي. نو هسې نه چې دا ضمني کارونه يې له کاره وباسي، ځکه چې زموږ خو اند په کار دى، شاعر اند.

                                   په مينه او عاجزۍ 

 

 

بالا

دروازهً کابل
 

شمارهء مسلسل97           سال پنجم          جوزا    ۱۳۸۸  هجری خورشیدی          جون 2009