کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

افغان ولسمشر حامد کرزی وایی امریکا ورسره د پوځی ځواکونو د سمبالتیا هوکړه کړی ده .
 
په دی هوکړه کی د پوځی درندو موترو ، هلیکوپترو او بی پيلوټهّ الوتکو ورکړه او د شته ځواکونو مالی ملاتړ هم شامل دي .
ولسمشر وایی امریکا په افغانستان کی د خپل کم شمیر ځواکونو د پاته کیدو لپاره د هغوی خوندیتوب هم غواړی .
 
عارفه بهارت

 

 

 
 

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی چی امریکی ته له سفر وروسته یی په کابل کی خبری ناستی کی ګډون وکړ وایی امریکی ته دغه سفر نه راضی  راګرځیدلی دی او هغه څه چی یی له امریکاییانو نه غوښتل هغه یی تر لاسه کړی دی  

ښآغلی کرزی چی د دغو لاس ته راوړنو نه خوشحاله ښکاری وایی :له امریکی نه یی دا ژمنه تر لاسه کړی چی د دغه هیواد شته ځواکونه به سمبالوی او مالی ملاتړ به یی کوی


موافقه وشوه چی امریکا به تر ۲۰۱۷ کاله پوری همدغه فعلی تعداد عسکر روزی ۳۵۰۰۰۰ زره پولیسو  ته به معاش ورکوی روزنه او پالنه به یی کیږی دا شمیر به تر ۲۰۱۷ نه کمیږی بلکه روزنه او پآلنه به یی لا ګړندی کیږی

 

حامد کرزی وایی دا هڅی به هم کوی چی د عسکرو او ځواکونو دا سمبالونه به تر ۲۰۲۴ پوری وغځوی . له دی سره سره به افغانستان ته د ځمکنی جګړی لپاره  درندی وسلی اوځمکنی واسطی هم  لکه ۵۰۰ عرادی درندی موټری او پوځی الوتکی هم ورکوی

 

دا موافقه هم وشوه چی افغانستان ته به ۴ ستری ترانسپورتی (سی ۱۳۰) الوتکی هم ورکوی دا الوتکی به روږان کال افغانستان ته راځی ۲۰ هلیکوپتری به هم موږ له راکوی او بله دا چی دوی به افغانستان ته بی پيلوټه الوتکی هم ورکوی چی د استخباراتی فعالیت لپآره کاریږی او ورسره به ځینی حساس استخباراتی وسایل هم ورکول کیږی .

 

د ولسمشر په دغه سفر کی دا غوښټنه هم وشوه چی د هیواد د هوایی حریم ساتل او کنترول  دی افغانانو ته وروسپارل شی چی د ښآغلی کرزی په وینا امریکی په دی برخه کی هم له افغانستان سره هوکړه کړی ده .خو تر هغه مهاله چی افغانستان د خپل هوایی حریم د ساتنی وړتیا او وسایل تر لاسه کوی نو دا کار به د نړیوالو ځواکونو سره پّه ګډه کیږی .

 

داسی ګنګوسی هم شته چی امریکا او افغانستان غواړی تر ۲۰۱۴ وروسته هم یو شمیر امریکابی ځواکونه په افغانستان کی وساتی .خود پاته کیدو په صورت کی امریکا د دغو ځواکونو قضایی خوندیتوب هم غواړی هغه کار چی د نړوی په هر هغه هیواد کی هم شوی دی چی امریکا ورکی خپل ځواکونه ساتلی دی .

د افغانستان ولسمشر وایی پاته شمیر عسکرو ته  خوندیتوب ورکول د افغانستان د لویی جرګی کار دی .

خوله دی سره سره دا ډآډ ورکوی چی څو په دغه سفر کی کړی ژمنی عملی نه شی نو افغانستان به له امریکی سره امنیتی تړون نه لاسلیک کوی ، ورباندی به ښّه غور کوی او د خپل هیواد د ملی ګټو د لاس ته راوړنی لپاره به لازم دقت کوی  .خو د دی تر څنګ افغان ولسمشر دا اشاره هم کوی چی امریکاییان د امنیتی تړون د ژر تر ژره لاسلیک کولو لپاره ژوره لیوالتیا  لري .

په اًقتصادی او روزنی برخو کی هم افغان ولسمشر وایی له امریکی نه یی غټی ژمنی اخیستی دی

د ولسمشر په وینا امریکا به تر راتلونکو دوو میاشتو پوری ۸۵۰ ملیونه ډالره هغه پیسی افغانستان ته ورکوی چی تر دی دمه یی په خپله مصرفولی او له دی سره یی دا ژمنه هم اخسیتی چی امریکا به د افغانستان په ۸زونونو کی پوهنتونوونه جوړوی چی افغان بچی په خپل هیواد کی وروزل شي .

حامد کرزی وایی د سولی د بهیر لپاره یی هم ښّی لاس ته راوړنی تر ګوتو کړی دی او امریکاییانو پّه دغه برخه کی هم د افغانستان شرایط ومنل.

 

موږ د دوحی دفتر ونلو او دوی دا ومنله چی دا مداکره به د افغانستان د دولت سره وی او د خلکو او دولت په نمایندګی به د سولی عالی شورا سره خبری کیږی هغه کسان چی د طالبانو په نوم دی دفتر ته راځی باید د پيژندل شوی هویت او تصدیق شوی طالبان وی  او دا خبری به د رسمیاتو له لاری کیږی.

 

د حامد کرزی په وینا په دوحه کی به د طالبانو تصدیق شوی یو دفتر وی څو افغان دولت وپوهیږی چی د طالب په نوم له چا سره خبرو ته ناست دی . خو کرزی وایی که پوه شو چی ددوحی مذاکری  ښّه پرمختګ نه لری نو موږ به بل تصمیم ونیسو  .

 

خو ښآغلی کرزی دا هم وایی چی د افغان دولت او طالبانو جګړه د افغانانو خپل منځی مساله ده چی باید په خپله د افغانانو له خوا حل کړی شي کرزی وایی افغان ملت غواړی  سوله تر لاسه کړی خو له ترقی سره یو ځای: او موږ به خپله لس کلنه تر لاسه کړی ترقی په هیڅ قیمت له لاسه ورنه کړو .

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل     ۱۸۴،          سال    هشتم،       جدی /دلو      ۱۳۹۱ هجری خورشیدی           ۱۶ جنوری      ۲۰۱۳ عیسایی