کابل ناتهـ، Kabulnath

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 
   

د غږ او رڼا سپرغۍ
(مړینې ته څېرمه حالت کې د
ماشومانو تجربې)

 

 
 

 

 

براد ستایګر او شیري هانسن ستایګر: Children of the light

فارسي ژباړه: نفیسه معتکف، کودکان نور

پښتو ژباړه او سمونې: محمد انور وفا سمندر

 

 

د غږ او رڼا سپرغۍ

کتابپېژندنه:

کتابپژندنه:

نوم: د رڼا ماشوم

اصلي متن لیکوالان:

براد ستایګر او شیري هانسن ستایګر

فارسي ژباړه: نفیسه معتکف

پښتو ژباړه، سمون، او کمپوز چارې: محمد انور وفا سمندر

ایډیټ: محمد عزیز تحریک

ډیزاین او پشتي: ژکفر حسیني

شمېر: ۱۰۰۰ ټوکه

خپرندوی:

 

یادونه:

په کتاب کې ځنو راغلو اندونو، نظرونو، ارزونو، خاطرو، تجربو، نومونو او اصطلاحاتو سپیناوی د لیکوالانو او اړوندو وګړو کار دی؛ ژباړن موضوع د منځپانګې د امانت خوندیتوب له مخې را ژباړلې؛ خو ځینې هغه ځایونه، چې له کلتوري چاپېریال سره یې د ټکر اندېښنه زېږوله او لېرې کولو یې د ټول کتاب منځپانګه ډېره نه زیانمنوله؛ له پوره متن څخه وښکل شول.

ډالۍ!

زما اته واړو ګلانو نور او غږ بچیانو ته:

·     هوسۍ وفا ته

·     بهرام امرخېل ته

·     پلوشې او مختار ته

·     مهدي بهار او زرلښتې وفا ته

·     نذیر پښتونیار ته او لمر شاهين ته

·     او د ځمکې بوډۍ کلي نورو څه ناڅه اووه میلیارد غږ او رڼا خپلواکو سپرغیو ته!

·     هغوی ته، چې دا د کرښو، کلمو او توریو کاروان کاروان سازیان الوتونکي، لمبېدونکي او ښوېدونکي خېلونه او رمې خوښوي، یا ردوي!

 

ټوله پوهه مې همدومره ده، چې هغه یوازینی خپلو ټولو رالېږلو سپرغيو ته د بېرته الوت سرنوشت مهر کړی؛ په زړه، زړه کې ایښی دی؛ نو ټوله زمانه د یوه، یوه «زه» د راوېښېدلو واټن دی؛ ځکه نو تاریخ ټوله ترخه، ترخه ټوکه ده، همدا چې راویښ شم خاندم به؛ ځکه پرته له خدایه نور هرڅه ترخې ترخې ټوکې او بتپالنې دي، چې بشري ذهن جوړې کړي او موږ ګردچاپېره ورباندې را څرخوو!!!

  

 

بسم‌الله الرحمن الرحیم

 

لیکلړ:

د غږ او رڼا سپرغۍ به ذهني انقلاب منځ ته راوړي!                           عزیز تحریک

لومړی فصل: جنت زما کور دی...................

دویم فصل: په کوچنیوالي کې مړینې ته څېرمه تجربې..............

دریم فصل: مړینې ته څېرمه تجربو په اړه پراخه رڼا اچول او.......

څلورم فصل: مشرې خور یې هغه کور ته واستاوه...................

پنځم فصل: مړینې ته څېرمه حالت په اړه د څېړونکي خپلې کیسې

شپږم فصل: دعا یوه کوچنۍ نجلۍ له مړینې وژغورله..............

اووم فصل: پرښتو ماشوم ته ووېل چې د معجزې انتظار اوسه.....

اتم فصل: په درملونکې نوراني تورې سره د تبې درملنه ...........

نهم فصل: پرښتې یې د روغتیا لپاره دعا کوله................

لسم فصل: اثیري دوستانو یې هغه د جنت لیدلو ته بوته................

یوولسم فصل: پرښتو سره له خبرو اترو وروسته ژوندی پاتې شو

دولسم فصل: هغه کوچنیان چې د جنت ځینې برخې یې انځور کړې

دیارلسم فصل: د وړوکو مړینې ته څېرمه تجربې.......................

 څوارلسم فصل: د سپیڅلې الهي تشیال لمس کول.........

پنځلسم فصل: مړینې ته څېرمه تجربو نورې اغېزې...................

شپاړسم فصل: مړینې ته څېرمه تجربو په اړه څېړنې..................

اوولسم فصل: د دوستانو او خپلوانو له ارواوو سره د خبرو پروژې..........

اتلسم فصل: د پرښتو د درملنې مرکز.....................

نولسم فصل: د ایمان او دعا معجزې.....................................

شلم فصل: له اهلي حیواناتو سره مخامخ کېدل...........................

یووېشتم فصل: جنت د نیکانو ځای دی...............

دوه وېشتم فصل: له جسم څخه د اروا وتلو اټکل کېدونکي ګواښونه

دروېشتم فصل: پر سر باندې د ګوزار خوړل؛ د اثیري دنیا د دروازې پرانیستل کېدلو لامل شو

څلوروېشتم فصل: له مړینې ته څېرمه تجربو څخه د دروني بدلون رامینځ ته کېدل.............

پنځه وېشتم فصل: په بل انسان بدلیدل..........................

شپږوېشتم فصل: د کمال پوړۍ ته رسېدل...................

اووېشتم فصل:موږ ټول څو بعدي موجودات یو....................

 

 

 

د «غږ او رڼا سپرغۍ» به ذهني

انقلاب منځ ته راوړي!

 

څه موده وړاندې قدرمن ورور، ښاغلي لیکوال محمد انور وفا سمندر صاحب راته دده له خوا ژباړل شوی کتاب « د غږ او رڼا سپرغۍ» راوړ. هیله یې را څخه وکړه، چې ددې کتاب پروف اېډېټ کړم او سریزه پرې ولیکم.

دا چې ماته سمندرصاحب د سپېڅلې انساني مینې، ډېر صمیمیت، پوره اخلاص او د وفا رښتینی- څرګند څلی دی؛ نوکتاب مې ورڅخه واخیست. ښاغلی وفا سمندر د نوې (ابتکاري) لیکوالۍ د خاص سبک لرونکی زړه­ور اتل؛ نوښتګر- فنکار دی. دی هغه سمندر دی، چې دده د پوهې په ژور تل کې ډېرې زیاتې قېمتي، هنري، ارزښتمنې او ګټورې مرغلرې له تقلید، لاس وهنې (ادبي سرقت)، مصنوعیت او خامۍ څخه پرته په طبیعي توګه شتون او ځای لري.

که چېرې هرڅوک د سمندرصاحب د مبتکر استعداد ادبي پنځونې، هنري تخلیقات، فرهنګي منرالونه د هوښ او سنج په روښانه- زره­بیني سترګو، په ژورې پاملرنې سره له نظره تېر کړي؛ نو ارومرو به له ما سره هم نظره شي.

ښاغلی وفا سمندر د ډېرې ښې ابتکاري لیکوالۍ په څنګ کې یو بهترین-ماهر ژباړن دی. دده ژباړه ډېره دقیقه، روانه، فني، غني او مسلکي ده. کله چې سړی د سمندر له خوا ژباړل شوی مطلب لولي، لوستونکی هېڅ فکر نشي کولای، چې دا موضوع به بل لیکوال لیکلې او ښاغلي سمندر به ژباړلې وي.

په دې کتاب کې د یو شمېر ډاکترانو له خوا په ماشومانو تېرې شوې مرګنۍ پېښې (مرګ ته څېرمه تجربې) را ټولې شوي دي. په دې کتاب کې له پېل نه تر پایه پورې «د روح سفر» تر بحث او مطالعې لاندې نیول شوی دی.

« د غږ او رڼا سپرغۍ» د کتاب مجموعي منځپانګه په دې خبرې (نظرېې) ټینګار کوي، چې یو شمېر ماشومانو: ۱۴-۳ کلونه عمر لرونکي – مراحق کمکیان (هلکان- نجونې) د کوچنیوالي په منګ (دوره) کې د شدیدو ناروغیو، تبو، ترافیکي پېښو او ځینو غیرې معمولي ستونزو د پېښېدلو له امله د کوما حالت ته تللي او مرګ ته څېرمه تجربې یې ګاللي (پر دوی تېرې شوې) دي.

ددې کتاب متن وایي، چې په نړۍ کې د ګڼ شمېر کوچنیانو روحونه په وړکتوب کې د سختو ناروغیو، ترافیکي پېښو او د عملیاتو په ترڅ کې له خپلو فزیکي جسمونو څخه وتلي، په خلا کې یې په معنوي ډول حرکت کړې دی. د هغوی له فزیکي کالبوت څخه د دوی ارواح بهر شوي او د یوې نوراني لارښودې ملکې په لارښوونې له یوه تور- تنګ تونل څخه تېره شوې؛ جنت ته تللي. هلته یې د خپلو کورنېو له مړو شویو غړو (د هغو له ارواوو) سره لیدنه- کتنه شوې ده. بیا د دوی د مړو شویو خپلوانو (د کورنۍ د غړو) ارواوو او لارښودو ملکو دوی ته وېلي دي، چې دوی باید بېرته خپلو فزیکي جسمونو او دنیاوي ژوند ته پر څټ را ستانه شي، دا ځکه چې د دوی د دنیایي مرګ وخت نه دی را رسېدلی؛ بله دا چې دوی ته په دنیا کې ضرورت دی. دوی باید په خپل دنیاوي ژوند کې ډېر مهم او ستر کارونه سرته ورسوي...

د همدې کتاب د لیکوالانو د نظریاتو پر تکېې د انسان روح او جسم د یوه باریکه نقره­یي مزي (سپین تار-چې په سترګو نه لیدل کیږي) په واسطې یو له بل سره پیوند (تړاو) لري. کله چې د انسان روح له کالبوت څخه د لنډ وخت لپاره جلا شي، د همدې نقره­یي تار په ذریعي بېرته خپل جسد ته راستنېږي.

« د غږ او رڼا سپرغۍ» د کتاب د اصلي انګلیسي متن محتوا تر ډېره بریده پورې د عیسویانو، یهودیانو، بودایانو، اورپالو، لمرپالو، هندي مرتاضانو، د برهمنیانو یوګا پیروانو له مذهبي عقیدو سره څنګ لګوي؛ خو ژباړن تر وسه وسه تر کومه ځایه، چې د ژباړې امانت له منځه نه ته، د کتاب په بېلابېلو برخو خپل ضروري یاددښتونه ځای کړي، چې په دې توګه د خپلې افغاني-اسلامي ټولنې او خلکو د سپېڅلو بارونو حق ادا شي.

دا کتاب په دې ټینګار کوي، چې د ارواح بدلېدل امکان لري. د یوه مړه شوي انسان یا د پېري روح کولای شي د بل انسان په جسم کې چې د ناروغۍ له امله ضعیف شوی وي او یا یې ارواح په خوب کې له فزیکي کالبوت څخه وتلې وي، ورننوځي او ځای پکې ونیسي.

دا طرز تفکر د برهمنیانو، بودایانو، زردښتیانو، لمرپالو، کریشنایانو، نصرانیانو او یهودیانو په منځ کې د یو عادي منل شوي حقیقت په څېر معنیز مفهوم لري؛ خو د اسلام مقدس دین ورسره په مغایرت او ټکر (تضاد) کې واقع دی. ځکه نو «د غږ او رڼا سپرغۍ» ژباړونکی ښاغلی سمندرصاحب په دې کتاب کې یادونه کړې ده: «د یادولو وړ ده، چې د تناسخ مساله او د یوه تن په بدن کې د بل تن د روح حلول د اسلام د مبارک دین له نظره مردوده ده.» د غږ او رڼا سپرغۍ () مخ

په دې اړوند مسلمان ملایان او عالمان یوازې همدومره وایي: « کله چې کوچنی ماشومان (معصوم- بې ګناه) مړه شي، دوی راساَ جنت ته ځي، په ورځ د قیامت کې بیا د خپلې مور او پلار شفاعت کوي...» خو په دې اړه ما نور څه نه اورېدلي او نه لوستلي دي.

« د غږ او رڼا سپرغۍ» د کتاب په یوه برخه کې لولو:

«ډاکتر الکساند کانون عقیده لري، چې د انسان وجود له دري جسمونو: فزیکي، علوي، او اثیري څخه جوړ شوي دی.» دا ډاکتر باور لري چې «د انسان روح کولای شي، چې فزیکی جسد خوشې کړي، بله خوا لاړ شي او د هغه انسان په فزیکي جسد کې د بل مړه شوي انسان روح ور ننوځي او د یوه ټاکلي وخت لپاره پکې واوسېږي.»

دا ډاکتر زیاتوي:«اثیري موجودات هم زموږ په څېر مادي دي، مرګ او ژوند لري، خو په یوڅه تفاوت سره.» د غږ او رڼا سپرغۍ () مخ

په دې کتاب کې یادونه کوي:

«خوبونه وړیا معنوي سفرونه دي. خوبونه د جنت کړکۍ­ګانې دي. خوبونه موږ په را روانه خبروي. خوبونه موږ ته هغه درسونه را زده کوي، چې په ویښه­یې د خپلو دودیزو عنعنو او اخلاقو له امله ترلاسه کولو ته چمتو نه یو.»

د سمندرصاحب له خوا دې ژباړل شوي کتاب د سوچونو په وزرو کینولم او د باریکې انرژۍ د دریاب په څپو یې ور غوټه کړم. دې کتاب ماته د باریکې انرژۍ د تیورۍ ځینې اړخونه او د خپل ژوند یو شمېر پېښې، ځاني تجربې یې راته په مخ کې کېښودلې؛ په دې معنا او مفهوم:

کله چې مې عمر له څلوېښتو کالو واوښت، د بارېکې انرژۍ له تېورۍ سره اشنا شوم. سربېره پر دې مې فولکلوریک- افسانوي مفاهیم ولوستل. په همدې ترتیب مې د فلسفې او روانشناسۍ په برخه کې یو څه مطالعه (پلټنه) وکړه. د باریکې انرژۍ تېورۍ زه له معنوی پدیدو او کیهاني صورتو سره ډېر زیات نږدې کړم. په مینې، وجدان او شپږم حس یې زما باور او عقیده لا پیاوړې کړه.

تاسو ته روښانه ده چې لا تر اوسه پورې په مادي نړۍ کې د مادي فلسفې پلویان، یو شمېر د طبیعي علومو پوهان، معاصرطب، روانشناسي او ډاکتران په معنوي پدیدو لکه: پېریانو، میرګیانو، ښاپېریانو، دیوانو، ملایکو، شیطانانو، مینې، وجدان، د روح سفر، شپږم حس (درېیمې سترګې)...باندې چندانې باور نه لري او دا څېزونه په رسمیت نه پېژني؛ خو زما په شمول زموږ په مادي نړۍ کې ګڼ شمېر انسانان پردې معنوي پدیدو کلک او د زړه له تله باوري (معتقد) دي. ددې سره چې دا رواني او معنوي موجودات او مفاهیم نوراني پدېدې دي او په سترګو نه لیدل کیږي؛ خو د دیني عقیدې او ایډیالستي فلسفې پر بنسټ د باور په دایره کې فزیکي (نوراني) شتون لري.

زما د اند او ګومان له مخې د ځینو انسانانو په ځان کې شپږم حس (د پیش­بینۍ او اګاهۍ قوه) ډېر قوي او پیاوړی وي؛ خو د ځینو انسانانو په بدن کې ضعیف (کمزوری) وي. ما په دې اړه لیکلي دي:

شپږم حس

حس شپږم د پیش­بینۍ دی

پیغام بر د اګاهۍ دی

ورکوي زیری انسان ته

تېز قاصد د غم، خوښۍ دی

د یو ځان کې وي کمزوری

بل کې مست سیال د ځوانۍ دی

الهام ګر دی-خبر وړونکی...

ډېر انسانان د شپږم حس په ملتیا داسې خوبونه ویني، چې کټ مټ رښتیا را وځي او یا ورته «شپږم حس» په ویښه او خوب کې د ژوند په چارو کې مخکې له مخکې د «وکوه!» خبر ورکوي (امر پرې کوي) او که چېرې هغه کس د شپږم حس د الهام پرخلاف عمل وکوي، په زیان یې تمامېږي. ماته د خپل شپږم حس الهامي خوب یاد ته راغی:

په ۱۳۴۷ کال (هغه وخت زه د پنځم ټولګي زده کوونکی وم) ما یوه شپه خوب ولیده. په خوب کې سهار وي. زما ماما (علي اکبر) خپل زوی (ګل اکبر) موږ کره راولېږه، ورته یې وېلي و چې ورشه زما خور (بي بي جماله) را خبره کړه؛ ورته ووایه چې زما لور (بي­بي اېمنه) مړه شوې ده، ته یې مړي ته راشته!

زه چې هغه سهار له خوبه را پاڅېدم، په ناڅاپي توګه مې له خپلې مور څخه وپوښتل: ادې! د ماما زوی مې چېرې دی؟

هغې ځواب راکړ:

«زویه! هغه به خپل کور کې وي!» (زما ماما له موږ څخه ۳-۲ کیلومتره لېرې اوسېده) ما مې خپل خوب مورته تېر کړ. هغې راته ووېل:

«خوب دې خدای ښه کا!»

زه او مور مې لا په همدې خبرو کې وو، چې زما د ماما زوی ګل­اکبر په ژړغوني بڼه کورته راننوت او زما مور ته یې ووېل:

«ترورې! اېمنه خور مې مړه شوې ده. زه مې پلار تا پسې راولېږلم چې مړي ته راشې!»

(مور مې زما خوب ته هکه پکه حیرانه شوه) زه په ژوند کې ډېر لږ خوبونه وینم؛ خو هرکله چې مې کوم خوب لیدلی دی، هغه رښتیا راوتلی دی. لکه په ۲۰۰۳ میلادي کال کې زه د روزګار پېښو د روسېې په یوه سیمه­ییز جمهوریت (مردووییه) کې د مرګ او ژوند تر منځه حالت کې واقع کړم. یوه شپه مې خوب ولید:

په خوب کې په وطن (لغمان) کې وم. د هغه چا د کلي ترڅنګه روان وم، چې ما یې ټول ژوند (۳۵ کاله یې) کې د دیدن او وصال ارمان درلود. هغه (رې- حې) نومېدله. د «رې- حې) پلار زه له لېرې ولیدم ( په خوب کې) هغه ماته نارې کړي: «دلته راشه!»

زه چې هغه ته نژدې ورغلم. هغه راته ووېل:

«خبر یې چې «رې-حې» خپل مېړه خوشې (طلاقه) کړې ده او بچي یې هم ورڅخه اخیستي دي!

ما ځواب ورکړ: «نه صاحب! نه یم خبر!»

د ارواښادې پلار زه له خپل ځان سره د هغوی کور ته بوتلم. ما په خوب کې هغه خپله ولیدله. د هغې رنګ تت، سپېره او خزان و. ما هغې ته ووېل:

« ته ډېره مه خپه کېږه! ته لا تراوسه پورې ځوانه یې، بیا به خپل کورنی ژوند ودان کړې!»

هغې په مړ ژوانده لهجې ځواب راکړ:

« نه! دا کار امکان نه لري! زه اوس هغه څوک نه یم چې پخوا وم!...»

د هغې ورځې په سبا مې دا شعر ولیکه:

 

ټپونه او خاپونه

حک ټپونه مې ګوګل کې، اوس خاپونه دي را پاتې

خاطرې د زړه داغونه، یادګارونه دي را پاتې

مجموعه د خاطرو شوه: تېر ژوندون د زړه په کونج کې

شنې جلګې وچکالۍ وسوې! تصویرونه دي را پاتې!

بنګالې مې تصور کې، جوړې کړې مرمري وې!

قصر لاړ له اوره ووت، دیوالونه دي را پاتې!

لکه چرګ په رڼو سترګو، په یوه پښه ویده یم!

په لور هیلې رېبل شوي، ارمانونه دي را پاتې!

سناریو د زندګۍ مې شعور ځان کې ثبته کړې!

حافظه کې کسټونه، سریالونه دي را پاتې!

د بندي بنده، بندي یم! زه تحریک په جېلخانه کې!

اشنایان بې روح بتان شولو عبرتونه دي را پاتې!

۲۰۰۳م کال د مارچ ۱۸مه

د مردوویېې زندان

 

زه چې کله په ۲۰۰۴ م کال خپل هېواد (افغانستان) ته راغلم، لغمان ته لاړم؛ هلته مې خوره­یي (شاه محمود سرحدي) را ته د «رې-حې» د مړینې د کال، مېاشتې او نېټې یاددښت راکړ. له یاددښت څخه جوته شوه، چې دا همغه نېته وه، چې ما هغه په خوب کې لیدلې وه؛ هغه مړه شوې وه او بچیان یې له مېړه سره پاتې شوي وو.

ما چې د «غږ او رڼا سپرغۍ» کتاب ولوست. زه یې په سوچ کې ۱۳۴۴ کال ته (هغه مهال زه نهه کلن ماشوم او د دویم ټولګي زده کوونکی وم) بوتلم. ما به هغه وخت په خوب کې په هوا کې الوتل کول، په فضا کې به مې لامبو وهله؛ په لوړو غرو او هسکو تړو به هسک (په هوا کې) ګرځېدلم. ما همدا مطلب په یوه شعر کې داسې انځور کړې دی:

زه چې کوچنی وم، بې وزرونو الوتم خوب کې

لکه لوی سیند د لامبو وړ راته فضا ښکارېده

زه چې کوچنی وم، وېرېدم به له پېریانو نه ډېر

ماته پاچخېل، حاجي کلا، ټوله دنیا ښکارېده.

 

بله دا چې د سمندر صاحب دې ژباړل شوي کتاب زه ۱۳۵۱ کال ته پر څټ بوتلم:

د اوړي موسم و. خلک د شپې له خوا په بامونو څملاستل. زما پلار (ګل محمد) ناروغه و، هغه یوه ورځ د چلګزي بابا زیارت ته تللی و؛ د زیارت په انګړ کې یې مار لیدلی و.

پلار مې غوښتل، چې د خپلې مذهبي عقېدې له مخې د خپلې روغتیا د ترلاسه کولو لپاره د جمعې شپه د زیارت په انګړ کې تېره کړي؛ خو د مار د وېرې له امله یې په زیارت کې شپه نه وه کړې او ماسخفتن بېرته کورته راغلی و.

موږ د شپې له خوا د کوټې (د لومړي پوړ) په بام پراته وو. په نیمه شپه کې مو یو هیبتناک درب (آواز) تر غوږونو شو. مور مې ناتراشه چغه وکړه. موږ ټول له خوبه را ویښ شو. پلار مې په کټ کې نه و. د کور په حوېلي (غولي) کې زګېروي اورېدل کېدل. مور مې ژر اریکین ولګاوه، په زینې له بامه راکوز شولو.

پلار مې په خړه ځمکه په سرو وینو کې لیت پیت پروت و. مور مې په چغو او ژړا پېل وکړ. ګاونډیان راټول شول، زما پلار یې په کټ کې د کوما په حال کې ډاکتر حنیف­خان«محسیني» ته بوته. هغه یې ټپونه او زخمونه وګنډل او بیا یې وتړل...

کله چې مې پلار روغ شو. یوه ورځ یې موږ ته کیسه وکړه. وې وېل:

«هغه شپه چې زه له بامه ولویېدم. په خوب ویده وم، دوه تنه د بام سرته راغلل. یو مې د کټ سر او بل پښو ته ودرېدل. یوه بل ته ووېل: همدا دی! پورته یې کړه!

ما چې سترګې رڼې کړې په هوا کې له بام څخه ۲۵-۲۰ متره لوړ زما کټ هغو دوو تنو په لاسو کې نیولی و. یوه بل ته ووېل: خوشې یې­کړه!

نور پرځان پوه نه شوم، چې څه راباندې راغلل او څه را باندې تېر شول؟!»

د ښاغلي وفا­سمندر له خوا دې ژباړل شوي کتاب ماته زما د ګډ کورني ژوند د ۲۹ کالو هغه خاطرې یاد ته راوستلې، چې زه ورسره د خپلې مېرمنې (قاضي تورپېکۍ تحریک) په واسطې مخامخ شوی یم؛ په دې معنا چې: هغې چې هرکله د شپې له خوا خوب لیدلی او سهار یې ماته وېلی دی. د هغې هر خوب ټکي په ټکي رښتیا راوتلی دی او کټ مټ په حقیقت بدل شوی دی.

د باریکې (لطیفې) انرژۍ د تېورۍ ايډیالوګان (طراحان او پلویان) وایي، چې د هر انسان وجود په خپل شاوخوا لکه زحل او ساتورن سیارې نوراني، دفاعي هالې (دایرې-حلقې) لري، چې له مثبتو او منفي وړانګو څخه جوړې شوې دي. کله چې دوه انسانان سره مخامخ کېږي؛ که د دوی د بدنونو د دفاعي نوراني دایرو وړانګې یو شان وي، دوی یو بل ته ښه ښکارېږي (یو بل غېر ارادي جذبوي) او که د دوی د داېرو وړانګې متضادې وي. د دوی وړانګې یو بل دفع کوي (ردوي) همدا علت دی، چې ځېنې دري ژبي خلک وایي: «رنگش با رنګ من نه­ششت!»

ډاکتر هولتن اعتراف کوي چې: «د روح سفر او مرګ ته د څېرمه تجربې­کولو پدیده د جسم په اړه د بشري علم او پوهې پرخلاف ده.» دی وایي: « موږ پوهېږو چې له پنځو حواسو پرته بل داسې څه هم شته دي، چې پر موږ اغېز کوي. وګړي کولی شي له ډېر واټن سره سره پرته له هېڅ راز فزیکي اړېکې، له یو بل سره اړېکې ونیسي او دا شان ژوندي وګړي له مړو وګړو سره هم اړیکې ونیسي.»

د باریکې انرژۍ پلویان پوهان وایي: «باریکه انرژي د روح او ذهني تخیل هغه معنوي قوه ده، چې د مکان او زمان له درې بعدي جوړښت (طول، عرض او ارتفاع) څخه بهر په اتوماتیکه توګه عمل (کار او فعالیت) کوي. اطلاعات (خبرونه) په دقیقې بڼې له یوې سیمې او هېواد څخه نورو سیمو، هېوادونو او آن په فضا کې نورو فضایي صورتونو، کهکشانونو او کایناتو ته له ځنډه پرته خپلو همنوعه جسمي حجرو او د وینو همنوعه کورویاتو او اورګانیزمو ته مخابره کوي(انتقالوي) په دې اړوند د رحمان بابا یو بیت د باریکې انرژۍ د مفهوم او سرعت ډېر ښه بر ملا کوي:

چې یوه پښه په ځمکه بل په عرش ږدي

ګوره هسې تېز رفتار د دروېشانو

 

د باریکې انرژۍ پر بنسټ مې یوه ترخه رښتیا (د ژوند خاطره) یاد ته راغله:

په ۱۳۸۷/۹/۲۵ نېټه مې منځوی ورور (حیات الله) د زړه د درېدلو له امله په ناڅاپي ډول په لغمان کې مړ شو. د هغه نهه تنه صغیر ماشومان او یوه مېرمن را ته په وچ ډاګ حیران پاتې شول. پر ما د غم، غوسې، ځور او خفګان اورښت کاسې کاسې اورېده. کور مې غمخانه وه. خوېندې، دوستان، د کورنۍ غړي، خپلوان او ګاونډیان مې په کور کې راټول او د ویر په نیمڅي ناست وو. زما رواني حالت ډېر مړژوانده او غمجن و. په همغه شپه زما مشرې لور (برېښنا تحریک) د امرېکې د کلفورنیا په ساندیېګو ښار کې خوب لیدلی و، چې زه په ډېر بد حالت کې یم او کور کې مې ویر، ژړا او سخت بیروبار دی. زما لور په نیمه شپه کې له خوبه په هیبت را پاڅېدلې وه او مېرمنې ته مې، چې په سانفرانسیسکو کې د خپلې خور «غوټۍ شاتخېل» کره مېلمه تللې وه؛ زنګ ور وهلی و، چې ما مې پلار په خوب کې ډېر ګډوډ ولید، ته تیلفون ورته وکړه او احوال یې واخله!

ماته مې میرمنې تیلفون وکړ او ویې پوښتل:

«پر تا څه شوي دي؟ برېښنا په خوب کې ګډوډ لیدلی یې!»

ما ددې لپاره، چې هغوی په مساپرۍ کې اندېښمن نه کړم، ځواب ورکړ:

«زه جوړ یم، خیر خیرت دی؛ تاسې اندېښنه مه کوﺉ!»

کله چې زما د ورور د مرګ اوومه ورځ پوره شوه. د سیمې د عنعنانو سره سم مې ورپسې لوی خیرات او د قرآنکریم ختم وکړ. بیا مې هم خوېندې، خپلوان، دوستان، ګاونډیان را وغوښتل. هغوی بیا په ژړا، فریاد، ویر، ساندو او کړېکو پېل وکړ؛ ما هم ورسره د زړه له سوزه وژړل. دنیا را باندې له غمه تنګه او سور تنور وه. زما لور برېښنا بیا هم د تېر په څېر خوب لیدلی و او زه یې په ژور خفګان کې ډېر پرېشانه لیدلی وم. هغې خپل خوب خپلې مور ته بیان کړې و. مور یې بیا ماته زنګ وواهه.

ما بیا خپله میرمن د خپل ورور له مرګ څخه خبره نه کړه.

څو ورځې وروسته مې د برېښنا د خوبونو په هکله ولیکل:

درې پر څلور!

برېښنا ګلې! زما لورې! هر یو خوب دې دی رښتیا!

شپږم حس دې دی پیاوړی! لکه خپله مور دانا!

اګاهي درباندې کیږي، یوه وینه مو رګو کې!

خبروي بېدرنګه دواړه، تل له پېښو، ماجرا!...

په پای کې لیکم چې د «غږ او رڼا سپرغۍ» داسې یو کتاب دی، چې موضوع (منځپانګه) یې په پښتني ادبیاتو کې کاملاً استثنایي (نوې او بې ساري) ده. ما یې تر اوسه پورې ددې بېلګه په پښتني-افغاني ادبیاتو کې نه لیدلې، نه لوستلې او نه هم اورېدلې ده. باور لرم چې «د غږ او رڼا سپرغۍ» کتاب به له چاپېدلو سره سم زموږ په ټولنه کې ذهني انقلاب را منځ ته کړي! زه ددې کتاب د چاپ مبارکي مخکې له مخکې سمندر صاحب ته وایم! دده د لا سترو بریالیتوبونو په هیلې!!!

محمد عزیز تحریک

د تعلیمي نصاب علمي-مسلکي غړی

 

د رڼا ماشومانو لپاره پېلیزه

 

ټولو عزیزانو او قدرمنو لوستوالو ته چې دا شېبه له ماسره په دې متن کې سفر او مزل پېلوي، ددې ژباړې او د اصلي متن، چې په انګریزۍ کښل شوی، بیا کټ مټ فاړسي ته را اړول شوی او اوس دادی د خدای (ج) په توکل پښتو ته راغی؛ په اړه ځېنې نازکۍ مخکې تر مخکې یادې کړم.

که څه هم چې براډستایګر د معنوي، عرفاني او الهي شناسي بحثونو یو تکړه غړی او وتلی بیوګرافي لیکونکی دی، له دې سره سره څه، چې په اصلي متن (Children of The Light) کې را بهېدلي-هغه که د جوړه لیکوالو نظرونه او ارزونې دي او که د عیني وګړو خاطرې- ټول د ذهن او عقل له فلتره تېر شوي؛ نو خامخا به موږ کله نا کله له دا ډول تصویرونو، څېرو، نومونو او اصطلاحاتو سره مخ شو چې راته نا اشنا، ناپېژاندې او ښایي د نه منلو وي!

دا زما او ستاسو هره یوه حق دی، چې له خپل فکر، باور او اندېښنو څخه ننګه او ملاتړ وکړو؛ خو کله چې غواړو د بل چا خبرې واورو، یا ولیکو یا ولولو؛ نو موږ به دا منو، چې هغه پوره واورو او ولولو! دلته هم د ژباړې د فن د انضباط له مخې ژباړن اړ دی او مکلف دی، چې متن په پوره امانت را واړوي او کله نا کله لوستوالو ته ځېنې اړینې یادونه وکړي، چې دا د هغه لوري نظر دی او موږ به خپله فکري او باوري خپلواکي ژوندۍ ساتو.

دا کتاب زیاتره د هغو وګړو-په تېره کوچنیانو- مړینې ته نیږدې یا مړینې ته څېرمه تجربو په ترڅ کې د روح په توګه د نه لیدلي واقعیت خیالیګرې تجربې دي.

دغو وګړو په غیر فزیکي او غیر ذهني توګه د خیال په وزرو نه لیدلې هندسې لیدلې، راوړې او دلته خپلې کیسې را یادوي. دغو وګړو ښایي اصیل څیزونه لیدلي وي؛ خو کله چې غواړي خپلې تجربې بیان کړي؛ نو ذهني ژبې ته اړتیا پیدا کوي، او ذهن د عقل په سترګیو واقعیت مني یا ردوي؛ نو دلته ده چې د عقل په فلتر کې د نه لیدلې هندسې تېرول، دا عیب زېږوي، چې فرد پرته له دې چې خپله پوه شي، تجربې یې د زړو باورونو او فکرونو جامې، څېرې او مړه دستورونه واغوندي. او په دې توګه یو سوچه جنس په بدل لباس کې دباندې راوځي؛ ځکه نو ښایي دلته هم موږ داسې تصویرونه، سمبولونه، استعارې، اساطیري څېرې ووینو، چې د خپل راته ګران فکر او باور سره په ټکر کې راته برېښي! ځکه نو باید دا که عیب ګڼو؛ نو د اصلي متن عیب به وي. زموږ په واک کې یوازې ژباړه ده او موږ کولای شو د کره کتنې او نقد چاره خپله او د فکر اصلي اډې تر نقد لاندې ونیسو.

زه په دغه فصل کې شته ژوندیو وګړو تجربو او فکرونو ته په درنښت سره ځان ددې مستحق ګڼم، چې هستي هغسې ووینم او ومنم، چې په ريښتېنې توګه شتوالی لري.

عزیزانو! راځۍ هومره ځانونه مستحق، آزاد او ښکلي وګڼو، چې نورو ته د هومره آزاد اوسېدلو، فکرکولو او انګېرلو حق ورکوو. د ژوند، فکر، انګېرونو حق مساوي راکړل شوی. نننی انسان دې پوړۍ ته ګام ږدي، چې لږ ترلږه د بل حق په رسمیت وپېژني. موږ د ټولې دنیا پر مخ پرانیستي یو؛ خو فکر او باور مو خپل دی او دا ډېر مبارک کار دی. موږ راغلي یو چې د ځان پېژندنې او خدای پېژندې لارې او کږلیچونه ووهو او د حقیقت سباوون ته ووځو او ددې په خاطر باید ډېر شاکر واوسو؛ نو دغه ژباړه هم زموږ او ستاسو د لاسونو او فکرونو ځنځیر او زولنې نه شي کېدلای. موږ په پوره همت، آزاد مټ او فکري قوت ورځو چې بشري پوهه واورو؛ خو هوډمن یو چې ځانونه، د خپل فردي انتخاب لپاره، آزاد او مسوول ثابت کړو.

ستاسو د ښکلو او معصومو زړونو ټول معنوي طلا ښکلوم او له مخې مو لېرې کیږم، چې په ژباړه کې د نورو وګړو یوه سوچه او رڼه ننداره وګورﺉ.

ډاډمن یم چې تاسو هر یو هومره نه وېلې تجربې او ویناوې لرﺉ، چې که په متن واړول شي ښایي په دې ټولګه کې ځېل شوې تجربې یې په ګرد پسې ونه رسیږي.

دې کې شک نشته چې د بې هندسې واقعیت تجربه د خیال په ژبه او سترګه ترلاسه کیږي؛ خو کله چې دا بې څېرې واقعیت، د وګړي ذهني واقعیت اغوندي؛ نو بې له شکه چې د حافظې په ککړتیاو به اخته وي. خو که موږ خپله د خوب ورکه دنیا، موږ خپله د خیال سوچه اقلیم د زړه په سترګه پرانیزو؛ نو هغه ښکلاوې به ژبه پیدا کړي، چې فقط زما او ستا نوم به ورباندې لیکل کیږي. ښایي ددې ژباړې یوه موخه دا وي چې موږ خپلو ورکو فردي جهانونو ته د سفر په لور ور وهڅوي. راځئ په هر کار کې به د لوی خدای تعالی اراده غواړو.

لویه خدایه! هغه څه دې وشي، چې زما اراده نه؛ بلکې ستا اراده یې غواړي.

په درنښت

ژباړن

 

 

 

 

لومړی فصل

 

                   جنت زما کور دی

 

دواړو لیکوالو په کوچنیوالي کې مړینې ته څېرمه تجربې درلودې، خو بېرته ژوندي پاتې شول. په پېل کې بلې نړۍ ته د براد(Brad) د سفر تجربه روښانوو، ورپسې د شري(Sherry) مړینې ته څېرمه تجربه راوړو.

«جنت زما کور دی» د کوچنیوالي په دوران کې د براد د علاقې وړ ترانه وه. دغې ترانې له خپلې معنایي پانګې سره سره پر کوچني براد باندې ځانګړې اغېز هم درلود. دغه شعر هغه ته د داسې حقیقت په یاد وروړ چې هېڅ مهال یې له یاده ونه وت.

«زه دلته پردی یم

جنت زما ځای دی»

په ۱۹۴۷کال کې چې براد د یوولس کلونو و، داسې پېښه شوه چې تابه وېل برخلیک غوښتل هغه له وخته وړاندې جنت ته ولاړ شي. په یوه داسې ورځ چې د براد د پلار او مور د واده له کالیزې سره برابره وه، هغه د آیوا په ایالت کې، د خپلوانو په کرونده کې، د وحشتناکې پېښې له لامله؛ په بله نړۍ کې سترګې پرانیستې.

د براد وجودي عصاره له په وینو کې لژند بدن څخه ووته. د هغه بدن د تراکتور اوسپنیزو غاښونو ټوټه ټوټه کړې و. دغه روح له هغې غم لړلې صحنې څخه واټن ونیو. که څه هم چې له خپلو شاوخوا پېښو څخه یې پوره خبرتیا درلوده او همدا شان خپله اووه کلنه خور یې لیدله چې د مرستې غوښتلو له پاره یې منډې وهلې؛ خو خپله یې داسې احساسوله چې پرځمکه له هغه پراته په وینو لړلي ماشوم سره ډېره لږه اشنايي لري. دا شېبه براد د یوې نارنجي رنګې کورې یا دایرې په څېر د ډېر ځلانده نور په لور د الوت په حال کې و. ښه احساس یې درلود او له هغه یووالي او همغږۍ څخه چې موندلي یې و؛ ډېر خوند یې اخیست.

براد د «له نور سره ملګری وګړی» کتاب کې خپله مړینې ته څېرمه تجربه په تفصیل سره را وړې. او پر یوه مهال دوه ځایه د یوه تن شتوالی، د اروایي کالبوت د شتوالي اصلي لامل ګڼي. هغه په خپل کتاب کې لیکي:

«د یادولو وړ موضوع مې کشف کړه، ما کولای شول پر یوه مهال دوه ځایه واوسم. جسم مې د پلار په غېږ کې و او هماغسې چې پلار زما په وینو رنګین بدن له کروندې څخه دباندې وړ، زه په خپله له پاسه ددغې ټولې صحنې شاهد وم.

کله چې د هغې غم لړلې پېښې په اړه د خپلې مور په غبرګون پوه شوم، دا مې کشف کړه چې زما حقیقي وجود کولای شي هرځای یې چې خوښیږي، هلته واوسي. زما اروا یا روح د جسم له هر راز قید او بند څخه آزاد و، مکان او زمان زما لپاره مفهوم نه درلودل. همدا چې په تصور کې مې راغلل چې غواړم مور سره مې واوسم، غوښتنه مې عملي شوه او ځان مې د هغې له څنګه وموند. ما دا نوې آزادي په نورو برخو کې هم وازموېله. د ساري په توګه هر ځل مې چې غوښتل له خپل یوه داسې دوست سره چې دا شېبه په کرونده کې له خپل پلار سره په کار لګیا و واوسم، نو غوښتنه مې پرته له ځنډه عملي کېده.»

براد به چې هر ځل له کورنۍ او دوستانو څخه د لیرې والي احساس خواشینی کاوه؛ نو د خواشینۍ دا احساس به د هغه د لازیاتې هوښیارۍ لامل ګرځېد، ناڅاپه به رنګ په رنګ هندسي طرحې هغه ته وښوول شوې. داسې په نظر راتلله چې دا رنګ په رنګ موډلونه د ژوندانه بېلابېلې برخې دي او په یوه ډول له خاورینې نړۍ سره اړیکه لري. داسې چې ددې اشکالو په ژور درک سره، د موجودیت او بقا په اړه، د براد پوهه او اګاهي ډېره زیاتېدله.

د ټول عالم او ټولې هستۍ څېړل او لیدل ددې په معنا وه، چې سړی پوه شي د ځمکې پر مخ ژوند بې مفهومه نه دی. په حقیقت کې دا الهي پروګرام و چې په ډاګه کوله یې، ځمکنی ژوند د تصادف زېږنده نه دی.

کلونه وروسته به چې براد خپله مړینې ته څېرمه تجربه په یاد راوړله، داسې به یې انګېرله چې د هندسي اشکالو لیدل هغه تجربه ده چې په هېڅ ژبه هغه څوک نه شي تصویرولای او هرځل به یې چې چا ته د خپلې ځانګړې تجربې د روښانولو لپاره هڅه کوله؛ نو ماغزه به یې له کاره لوېدل او په وس به یې نه و چې ددې ځانګړي حالت د بیانولو له پاره حتا یوه کلمه په خوله راوړي.

... په داسې حال کې چې د هلک کوما په حال کې جسم، ۱۴۰ مایله لېرې له کروندې څخه د روغتون په لور لېږدول کېده، اروا یې څوځله له بدن څخه ووته او بېرته بدن ته را ستنه شوه. تر هغو چې روغتون ته له رسېدلو سره، ډاکتر ووېل چې د هغه ژوندي پاتې کېدل ناشوني دي.

براد وایي:«هغه وخت چې (حقیقي وجود) د یوولس کلن کوما په حال کې ماشوم بدن ته ننوت، داسې په نظر راتلل چې نه غواړي هلته پاتې شي او غواړي چې حقیقي بُعد یعنې هغه ځای ته چې هېڅ درد په کې نه حس کیږي، بېرته ولاړ شي.

له دغې باطني علاقې سره سره په پای کې هغه مهال چې ډاکتر د جراحۍ عملیات پېل کړل، هغه خپل جسم ته ستون شو او ناڅاپه یې غبرګون وښود. هغه په زوره را کښېناست، چغه یې کړه او یو نرس یې داسې بې دریغه ټېل واهه چې بې انډوله شو. تر هغو چې د بې هوښۍ درملو اغېز کاوه، هغه چا نه شو ټینګولای. د هغه د آرامولو له پاره اړ شول له یوې کاتولیکې راهبې څخه وغواړي، چې راشي او هغه په خپلو خبرو آرام کړي.

«هغه مهال ما داسې ګڼله چې له نور سره مې ځانګړې شخصي اړیکه پیدا کړې او غواړم د هغه په لور ولاړ شم. و مې غوښتل چې د عملیاتو له خونې ووځم او هماغه مهال مې ځان د خپل جسم د پاسه، د الوت په حال کې ولید. زما زړه هېڅ نه غوښتل د عملیاتو بهېر وګورم. پېښه زما د کوپړۍ د څو ځایونو د ماتېدلو سبب شوې وه.

ښه یې په یاد راوړم چې زه د یوه داسې واړه کلي په لور ولاړم چې د کوچنیانو له علاقې وړ څیزونو ډکې غرفې او کراچۍ په کې ولاړې وې او په زړه پورې خلک په کې اوسېدل.»

په روغتون کې د دوو اونیو پاتې کېدلو په ترڅ کې راهبې څه ناڅه احساسوله چې هغه په بل ځای کې و ځکه یې ډېرنا اشنا څیزونه لیدلي. له براد څخه یې وغوښتل چې د خاورینې دنیا او آخرت ترمنځ د خپل تګ او راتګ د سفرونو په اړه وغږېږي.

براد اړ نه و چې د هغوی پوښتنو ته ځواب ووایي. هغه یوازې دا وېلای شول، چې نوموړی داسې یو وګړی دی چې له خطرناکې پېښې وروسته له مادي دنیا څخه غیر مادي دنیا ته سفر وکړي...براد دې پایلې ته رسېدلی و چې وګړي له فزیکي مړینې وروسته بیا هم پاتې کیږي.

«زه پرته له هېڅ شک او تردید څخه اقرار کوم، له دې سره سره چې تکنالوجۍ موږ را چاپېر کړي یو او داسې فزیکي چاپېریال لرو چې یا مو د خوابدۍ لامل ګرځي او یا مو ستاینې را پاروي، همدا شان سیاسي او کولتوري بُعدونو راچاپېر کړي یو؛ خو سربېره پردې، په مادي- فزیکي هستۍ ډاډمن یم چې موږ اثیري (ښه ده ووایو روحي یا اروایي) موجودات یو.

موږ هغه ارواوې یو چې په فزیکي جسم کې مو هستوګنه غوره کړې، خو دا یوازې د ارواوو دنیا ده چې تل تر تله ده.»

براد هېڅ مهال ددې ادعا نه ده کړې چې مړینې ته ورته تجربې له لامله هغه کوم ځانګړی، استثنایي یا را لېږل شوی موجود دی، خو باور لري چې د خدای تعالی د مرحمت او مهربانۍ له لامله یې ددې وس موندلی هغه څیزونه لمس کړي، چې ډېری وګړي هغو ته د رسېدلو لپاره یوازې د ایمان له لارې هیله کوي. ماشوم براد له دې تجربې وروسته په دې فکر شو چې د انسان اروا پایداره او تلپاتې ده. او موږ د خلقت په نړۍ کې یوازې نه یو؛ بلکې روحي او معنوي تعالۍ ته د اوچتېدلو او عروج لپاره نوراني موجودات زموږ لارښوونه او مرسته کوي.

«زما ماموریت یوازې دادی چې په ډاګه کړم یوازې خدای تعالی دی چې تصدیق کوي او ګواهي ورکوي.»

براد د خپلو غیر فزیکي تجربو په اړه زیاتوي:

«زه دې باور ته رسېدلی یم چې بشر باید اړین ازمېښتونه تېر کړي او لازم پړاوونه ووهي، چې د ژوند له معنا ډک بُعد ته ګام کښېږدي. له دغو ازمېښتونو یا پړاوونو څخه هر یو ېې په ځان کې دننه پټ پیغامونه او درسونه لري چې لاروی وګړی بل پړاو ته له ګام ایښوولو دمخه، باید د ځانګړي استاذ په مرسته هغه تجربه کړي او په راز او معما یې پوه شي.»

براد ستایګر له پېښې وروسته ډېر وخت اړ شو چې له ټولو فعالیتونو لاس واخلي...هغه د پلار، مور او نیا چې د ښار په کتابتون کې یې بې وقفې کار کاوه، له هڅونو او تشویقونو وروسته د کتاب نړۍ ته مخه کړه.

هغه د کوډو کتابونه ولوستل او یو غیر فني شعبده باز شو. همدا شان ېې وروسته د حکمت، فلسفې او ماورالطبیعه په اړه کتابونه ولوستل.

وروسته کله چې لویو ښارونو ته ولاړ، د«برخلیک مجلې» سره اشنا شو او د هغو وګړو کیسې یې ولوستلې چې دده په شان یې د نه پېژندلو څیزونو تجربې ترسره کړې وې. په دې ډول پوه شو چې پر هغه سربېره نورو وګړو هم غیر فزیکي سفرونه درلودل.

براد ستایګر د دا ډول تجربو په اړه د هروارد کارینګتون، سیلوان مالدون او ډاکتر رابرت کروکال په شان د مشهورو روانشناسانو څېړنې ولوستې.

هغه له پرله پسې ساعتونو، ساعتونو شوګیریو او مطالعو وروسته دې پایلې ته ورسېد، چې په ماشومتوب کې یې مړینې ته څېرمه تجربه درلودله او دا یې د یوې شخصي عقیدې په توګه بیان کړه:

«هغه مصنوعي او جوړ شوي مفاهیم چې بشر یې د علومو په اړه بیانوي، هسې تش خوبونه دي. تر هغو چې خپل روح او اروا بنده او په خوب ویده ساتو، د حقیقت په لور ټولې هڅې بې ګټې دي. او ددې امکان تل شته چې اصلي هدف د تل لپاره د معما په ډول بې مفهومه پاتې شي او موږ ور ونه رسیږو.

زه باور لرم چې له زمان، مکان او عالم څخه برتر موجود هم شتون لري. هغه موجود چې ټول بشر (که نر وي یا ښځه) هغه ته په رسېدلو سره ځواک مومي.

زه باور لرم چې بشر د پاکو ارواوو او د واک او اخلاقي اصولو د پیچلې لړۍ یو وړوکی جز دی...او په دې محدوده کې هغه څو بُعدي موجودات شتون لري، چې د بشر د روحي تکامل بهېر ورته ډېر مهم دی.

زه باور لرم، چې تکنالوجي د بشر په ژوند کې ناڅیز رول لري او روح د بشر اصلي رکن دی. دا ځکه چې د هر وګړي وجودي عصاره هماغه روح دی. که څه هم چې ماشینونه، د بشریت او وګړو یو تربله مرسته او لاسنیوی، سیاسي ګوندونه او د تجربو تر منځ انډول شته دی، خو دا ټول ناپایداره واقعیتونه دي چې په پایله کې به فنا او له منځه ځي. یوازېنی پايښت لرونکی حقیقت هماغه روح، خیال او الهام دی.

زه باور لرم چې هره ښځه او نارینه خلسې ته د ننوتلو په شېبه کې (ښه ده ووایو مراقبې او معنوي فردي تمرینونو په شېبه کې) کولای شي د یوه فرد په توګه، له کایناتو سره په اړیکه کې، د دروني غنا ترلاسه کول او متبرک کېدل زده کړي او د پروردګار او ځان ترمنځ معنوي اړیکه رامنځ ته کړي.»

 

نوره بيا00000

 

 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل   ۱۶٢       سال        هفتم             دلو/حـــوت    ۱۳٩٠     هجری خورشیدی         شانزدهم ٢٠۱٢ عیسوی