کيسه او د خيال جونگړه

انور وفا سمندر

 

 

   خبره په کيسه ده، او کيسه هم د ژوند ده، او ژوند بيا د کيسې کيسه ده، او کيسه بيا د ژوند هندسه ده؛ ژوند ځکه هندسي بولم چې هغه د يوه مفهوم په توگه، د کيسې په هنداره کې خپل رنگين بعدونه ښه ننداره کولاى اونندارې ته وړاندې کولاى شي.

         زه وايم که کيسه نه واى نو د انسان په باب به هر راز معلومات ناقص و. ښايي هيڅکله انسان ديوه فرد په توگه نه واى ننداره شوى. منم چې  د ځينو په باور دا تاريخ دى چې پخپلو پاڼو کې د ژوند د مزل تياتر خوندي کوي! خوزما په اند د تاريخ کټوه د ذهن په پخلنځي کې تياريږي. او ذهن هغه بشري وړتياده چې د لاسو، پښو، سترگو، غوږو، خولې او پزې د فزيکي حواسوله لارې واقعيت اخلي او هغه دخپل له پخوا چمتوکړي قضاوت په هغو تلو کې چې له دمخه  د کورنۍ روزنې، ټولنيزې مدرسې،او اعتقادي باورونوپه کلابند اټمسفيرکې جوړې شوي؛ له مفهومي کولو وروسته  ټولنې -ادينس- ته ور معرفي کوي.په دې توگه اخستونکي يوازې ذهني واقعيت ترلاسه کوي،چې لدې امله په ټولنيز کلتوري ماحول د مسلطو اخلاقو له مخې له خپل فرديت څخه ورځ تر بلې واټن نيسي او له ځانه د پرديتوب غميزه راټوکيږي.

     خو کيسه هغه اقليم دى چې هلته هم هنروال ليکوال او هم هنروال لوستونکى د ځان لټه کولاى  شي، ځان موندلاى شي او د پټو يا ناڅرگندو حواسو له لارې  د ځان فردي تجربې ته رسيږي، ځان پيژني او دسرنوشت لومړنۍ پوښتنې ته ځواب مومي. خو تاريخ هڅه او دغه شان ادعا کوي چې له فرد څخه ليرې بشر د يوه گډ مارش په توگه په يوه معلوماتي راپورتاژ واړوي. د ولتر په باور ((تاريخ د نړيوالو جنايتونو کيسه ده.)) او د نيچې په څير فلسفي څيرې، بيا هغوي ته چې تاريخ ليکي يالولي خندا راځي، او هغوي چې د تاريخ قضاوت ته انتظار گالي ددوي بيا ورته بډوډي په دردراځي.په بله وينا تاريخ هغه پيښې دي چې شوي او رومان هغه پيشې دي چې کيداى شي پيښې شي.

      په هر حال نغواړم د کيسې کيسه پريږدم او د تاريخ او کيسې په سړه جگړه واوړم،ځکه نو همدلته لنډ بيرته کيسې ته راگرځم:

     کيسه له پيله وه، او ښه داده چې ووايم کيسه په پيل کې وه. کيسه په هر څه کې وه او هرڅه په کيسه کې وه. زه گڼم چې کيسه دهرڅه په باب وه، کيسه دهرڅه نوم دى، برخليک دى، کيسه دهرڅه زمانه ده، داځکه چې کيسه وه چې (زه) (ته) (هغه) پيداشول، نو په دې توگه کيسه يو متحد خو سره جلاجلا تعريف دى. ژوند، هستي، چاپيريال، اشيا،سړي، غورځې پرځې، بدلونونه اونور هرڅه د يوې يوې ويل شوې کيسې لوبول او بشپړول دي چې په هيڅ ختميږي.

       شکسپير د مکبث د تراژيدۍد اتل له خولې وايي:

      ((ژوند هغه له شور او قهره ډکه کيسه ده چې د يوه احمق له خولې ويل کيږي؛ او هيڅ مانا نلري!))

 

       د پام وړده کوم هيڅ چې دلته يې زه رايادوم د پوچۍ او عبث والى مانا نه ورکوي؛ بلکه داهيڅ د مفهوم له جنس څخه دى، دا هغه هيڅ دى چې هستي چلنجوي او کولاى شي دخيال او تصور لپاره يو بې پولو وطن شي ،هيڅ د نه ليدلي په مانا هم راوړلاى شو. ځکه نو ښايي اصلي کيسه هم د هيڅ وي، که داسې په خيال کې راولو چې اشيا، جوړښتونه، ابعاد، احجام، فضا، مکان، هستي هغه څه دي چې هيڅ ورنه غيږه راتاوکړې، او داهرڅه د يوه اعظم هيڅ په زانگو کې را ټوکيدلي، رالوى شوي، او لاتردې دمه پکې اوسي نو لدې ښکاري چې زموږ کيسه هم د هيڅ په لورولاړه!ځکه نو د هنروالوشاعرانو د خيال نيلي زياتره له مادې وراوړي، اود هماغه نه ليدلي په لور گام وراخلي، له دې لارې ده چې ژوند،هستي، انسانان، او حتا اشيا په هنري توکو اوړي.په لومړنيو توکو اوړي، په نه ليدل شويو توکو اوړي.

       په هر حال دادژوند ډگردى، او ژوند د عقل په سترگو هرڅه اخلي،مني او ياهم ردوي، عقل په اوسنۍ بڼه له ذهن څخه رابهيږي، او ذهن په خپلو فزيکي تجربو کې ستړى ستړى دى.

       غم دادى چې انسان له هرڅه سره د خپلو زړو ذهني عادتونو له مخې چلند کوي، ذهن د يو اتوماتيک ماشين په بڼه هرڅه د خپلو فزيکي حواسو، لاسو، پښو، سترگو، غوږو له لارې اخلي، دقضاوت برخې ته يې سپاري،دغه له مخکې روزل شوې برخه خپل حکم صادروي او د حکم د اجرا برخې من يا(ايگو) ته يې سپاري. په دې توگه ذهن انسان په خپل غلام اړوي او خپله وړتيا هم د ټولنې د مسلط باور په قرباني اړوي چې له دې لارې د يو فرد شخصي مال د هغه شخصي هويت، دهغه فرديت د ډلې او نظام په زاړه او خوسا معبد او د هغه د مادي خدا د نفسي اور په لمبو کې سوځي لدې امله ده چې ذهن د انسان مادي بوختيا ده او ذهن نشي کولاى د کيسې لپاره د موررحم شي، ذهن د کيسې لپاره ډير وړوکى قلمرو دى او اصلا ذهن د کيسې لپاره دزندان مانالري او کيسه نشي کولاى له دې لارې د ناليدلي ژبه او پيغام شي.

        د رضا براهنى په باور (( د کيسې ژبه، ادبي ژبه نه ده؛ بلکه د ژوند ژبه ده. له فيلدينگ څخه نيولى تر داستايفسکي، پروست، جويس، بکت، بلو،حتا تر شولوخوف پورې هررومان ليکوال چې پدې پوه نشي نو هغه په واقعيت کې ددعاکولو لاره ورکه کړې.))

       په رښتيا چې کيسه د ژوند ده، کيسه په ژوند کې زيږيږي، او ژوند په کيسه کې راټوليږي. کيسه هر چا د خپل ذوق او تيوريکي باور پر بنسټ تعريف کړې؛ خو کيسې  تل له تعريف څخه يوگام وړاندې ټوپ وهلى، کيسې تل خپله ازادي په اثبات رسولې، کيسه تل له خپله جنسه رابهيدلې، کيسه تل د هنري پنځونې په توگه ميدان ته راوتلى،دکيسې ملکه دژوند له جنس څخه ده ځکه تل په ژوندو پسې ځغليدلې، هومر، اوري پيد، دانته، سروانتس، شکسپير، تولستوى، هوگو، بالزاک، سارتر،کامو، نيچه،داستايفکي، فلوبر، گورکي، ستاندل، او څوک څوک راځي اوکيسه له سره زيږوي. کيسه له سره ژوند پيداکوي. ځکه نو له کلمبيا څخه مارکيز په (سل کاله يوازيتوب) سره د رومان بيرغ يوځل بيا رپوي.نننۍ انسان تخصصي پوهو پړسولى، د دنيا او اخرت مکتبونو د ځان وژنې يا عام وژنې پولې ته رسولى.بشر د معلوماتو سيل ځپلى،ځکه هنر اوهنري پنځونې اوهنري کيسه ستړي،ناخوښ،پکو،ناهيلى او په علمي جهل کې د راښکيل انسان لپاره دذهني، حسي،عاطفي،او حتا روحي ازادۍ يو ښه درشل گرځي. بشر په ذهني لحظ ستړى دى. ځکه نو کيسه هم د غير ذهني پنځونې په توگه ستړي اوستومانه انسان ته لاس ورکوي. ځکه نو زه داسې گڼم چې ذهن د کيسې لپاره طبعي ډگر ندى، کيسه پر پنځونو، پر نوښت، پر نوي والى، تازه والى،او سوچه والي ولاړه ده. او داهغه څه دي چې ذهن يې نلري!که چيرې پر ذهن روحي سرچينې وتړل شي نو په يوه بشپړ مادي قابليت اوړي. ځکه ده نو چې خيال د کيسې هيواد دى.کيسه د خيال په رحم کې زيږون مومي، او خيال هغه دريڅه ده چې ځمکه اواسمان سره تړي. خيال هغه څه دى چې پرته له روزل شويو قضاوتونو،وړاندوينو او دذهني حافظې له راويښولو او فعالولو هغه مومو او له هغه څخه ډکيږو.

      خيال د روح قلمرو دى، روح هغه وخت ٣٨٠ درجې ديد مومي؛ کله چې په خيال کې راويښ شي. او ترکومه پورې چې روح په جسم کې اوسيږي نو خيال ورته داسمان په لور يوه لنډه او وړيا دروازه ده، يوه شيبه خيال کولاى شي د کلونو او حتا پيړيو ذهني هڅو بوخته  په سړي رالنډه کړي.

      کيسه خيال زيږولى،کيسه د خيال په زانگو کې پرته ژبه ده ،کيسه د خيال په نامريي لاسونو جوړيدونکې نقاشي ده.که داومنو نو د کيسې او ذهن لاره سره پرې ده.ذهن يوازې په فزيکي حافظه کې د زيرمه شويو معلوماتو، انگيرنو، باورونو، په لاندې باندې کولو سره ورچاپيره هستي او چاپيريال ويني او په حافظه کې د موجو قضاوت له مخې عکس العمل ښيي.

     د رايموند ويليامز په باور(( پخوا به مو دومره فکر کاوه چې مازې سترگې پرانيزو او يو لاس او بشپړه نړۍ ووينو؛ نو په همدې دليل زموږ گومان داوه چې رياليزم يوازې د واقعيت ثبتول دي،چې ليکوال دا کار پرته له څه ارادې سرته رسوي،خو نن ورځ پوهيږو چې په حقيقت کې دا موږيو چې هغه جهان زيږو چې په ليدلو يې    بوخت يو...))

       زه فکر کوم دلته تاريخ او رومان سره گډشول،هغه داچې؛د ذهني درک له مخې د واقعيت او هستۍ ثبت او بيرته ورکړه، کيدلاى شي د تاريخ اوټولنيزو علومو په تلو کې وړاندې شي، خو کله چې موږ ځانته د ليدلو جهان زيږو نو دلته واک له ذهن څخه اخستل کيږي،دلته انسان د خيال په بيړۍ کې سپور دى او د ناپيدا اقليمونو لاره وهي او دلته ده چې معاصره کيسه او رومان زوکړه کوي.

       خبره داده چې خيال څومره واقعي دى؟ ايا خيال هسې پوچ تصور دى او که د مادي، فزيکي او حسي واقعيت په څير حقيقي او پر خپل ذات ولاړ جنس؟

       راځئ په يوه تجربه لاس پورې کړو؛هرډول حرکت پريږدو، له چاپريال سره حسي اړيکې پريکړو، ايا بياهم څه شى زموږ په پوهه او درک کې شته؟ هو خاطرات زموږ په حافظه او ذهن کې راويښيږي، موږ ذهن هم تړو، له هر راز فکرکولو لاس اخلو، ايا بياهم څه شى وينو،څه شى اوروو؟ هو؛ په يوه پرله پسې تشه کي يوه تته وړانگه يوه ځلانده نقطه ښکاري اوپه يوه بشپړه چوپتيا کې د يوه نااشنا ساز اواز راځي. ايا داډول نورې نقطه او داشان سندره موږ کله په ويښه ليدلې اوريدلې کړې؟ نه! نو موږ په کومه نقليه وسيله د نو ر او صوت دغه نااشنا قلمرو ته ننوتوو؟!

هغه څه چې موږ يې په يوه داډول اتمسفير کې د ناڅرگندو حواسو له لارې تجربه کوو د انسان له فزيکي ذهن او حتا، د انسانانو شيانو، ځمکې، او  کائيناتو له حجم څخه لوى، ارت او پراخ غږونه او رڼې تصويري لړۍ دي چې زموږ پوهه او درک په کې راويښ شوى.اوس پخپل دغه قلمرو د څه شي نوم ږدئ؟ داهغه تجربې دي چې زموږ هريوه په تل کې ويدې پرتې دي.موږ ددومره ستر اقليم په سر ولاړ يو؛ د مادي نړۍ،فزيکي او هندسي نړۍ درويزگري کوو! دازموږ کيسه ده، دادفرد کيسه ده، فردپه هماغه نقطه کې دننه ويده دى، دا نقطه يو ښار دى، يو سوچه کيهان دى، دغه نابلده اقليم ته بايد هنرمند له نااشنا کمرو، قلمو،کاغذو، رنگونو او حافظې سره ننوځي!هنرمند ليکوال، بايد وس پيداکړي چې نااشنا (غږ) او (نور) ته دکيسې په تورو اوکلمو کې حلول ورکړي، ليکوال بايد په کارول شويوکلموکې کيسه وغځوي، ژونداو هستي وغځوي او د سرنوشت ډرامې ته ننداره ورکړي.کيسه همداده يا دکيسې کيسه همداده.او کيسه يوه ده، کيسه!او همداسې جوړه او راټوله ده.

       کله چې انسان دداسې يوه پټ کيهان پلار گرځي او کله چې زموږ ويښتيا پدغه کيهان کې زياتيږي، نو دلته ده چې انسان متحول کيږيو انسان په هنري توکي اوړي؛ خو هنري جنس دذهن په منگولو کې راايساردى، نو څرنگه کيدلاى شي چې دغه غير مادي-فزيکي قلمرو وموندل شي؟موږ د غير مادي شي دموندلو ته يوازې په غيرمادي – فزيکي او غير حسي لارو ورتللاى شو؛ چې دابه خيال وي. خيال د انسان د کشف لوى ډگردى.انسان د سوچه خيال په حال کې خپل خداى مومي،ويني،او اوري.

 

       هغه څه چې دلته د خيال د نااشنا او نه پيژندلي په نامه راياد شول معاصره وجودي فلسفه،دغه راز د يونگ په ټولنيز ناپيژندلي شعور ولاړه ارواپوهنه، هغه د ناخود اگاه،تحت الشعور،يا د شعورد ناپيژندلى برخې په نامه بولي،افغان فيلسوف اولوى متفکر پوهاند سيد بهاوالدين مجروح د اژدهاى خودى په مقدمه کې ليکي:((په رښتيا چې عقلي او منطقي مفاهيم کوچني او نارسادي.))

 

      د مجروح په باور، هنري پنځونې په ((لرگين عقل)) نشي تر سره کيداى ځکه نو د هنرمند لپاره په کار ده چې د نااشنا په لور پل ورواخلي، او دامزل هم په عقلي – شعوري ابزارو اوله هغې جملې ددغې ژبې چې اکثراً دمعلوماتو، محاورې، راکړې ورکړې لپاره کارول کيږي؛ نشي ترسره کيداى!

      د مجروح په باور د ناخوداگاه ژبه د شعراو افسانې ژبه ده، د رمزونو، کنايې او استعارې ژبه ده، پدې خاطر عقل اوانگيرنې يا پندار نشي کولاى د تحت الشعور ژورو ته ننوځي ؛خو که چيرې داکاروشي نو عقل منحل کيږي، چې دا پيښه د ليونتوب او جنون مانا لري.))  ٢٣ پاڼه

 

      که څه هم اژدهاى خودي د نفس،د خودۍ او دهغه فلسفي، روانشناسي ((ايگو)) غميزه ده چې دلته يې د ډرام اوروايت داسې ژبه خپله کړې چې که څه هم هغه د (روان ډرام) ياد( ذهن پخپلسر جريان) نشو بللاى؛ خو له ټولو توپيرونو سره سره د ناپيدا، دناخوداگاه يا د نفس د ښامار په هيواد کې د ديوه ويښ او شکاک روح د سفر يوه بريالۍ هڅه ده چې موږ ته راپاتې ده.

 

      حميد رضا فردوسي په( مثنوي کې د جادويي رياليزم د مکانيزم ) په اثر کې دا پوښتنه مطرح کړې چې انسان ولې ليکي؟ ښايي ډيريو په دې اړه ځانونه سم او ژور نه وي پوښتلي، او دغه فلسفي پوښتنه يوازې د هغو کسانو په هستونو کې څه ناڅه ځواب مومي؛ چې پرته له فزيکي افزارو د نااشنا په لور په بې حرکته حرکت سره څه ليکي، ارواښاد عبدرالرحمن پرواک پر دغه اثر د خپلې مقدمى په پايله کې ليکي:

        خداى اراد لري چې انسان ته پيغام وليږي او بيا دا وخت اراده کوي چې پخپل پيغام کې څه ونه وايي، ښايي د دې راز حکمت پدې کې وي چې کله انسان يو مريي يا څرګند وجود ويني هغه پټه برخه چې پخپله د هغه او کائيناتو په تل کى پټ دي ومومي.

      او همدا زموږ په مخکې پرته کيسه ده. ځکه نو انسان، ژوند، سرنوشت، هستي هرڅه، کيسه دي؛ دا ځمکه، دا لمر، دا ستوري، دا غرونه، دا هر څه کيسه دي.حتا يو کاڼى، يو مار، يو تندر، يو کتاب،يو رهبر، يو مرگ.. کيسه دي.

      او کيسه پخوا ويل شوې، کيسه لومړنۍ ده، موږ د لومړنۍ کيسې، (هغې کيسې چې زموږ  له مستعملې ، زموږ له ورځنۍ د معلوماتو له ژبې اومحاورې څخه زړه او پخوانۍ ده) موږ د هغې ارادې دکيسې تمثيل، او د ستيژد سر سړي يو، موږ د کيسې څيرې، پښې، خبرې او غورځې پرځې يو.انسان راغلى چې کيسه د شيانو، د څيزونو د مادې په وسيله بيان او تمثيل کړي.

 

موږ د هغې نه غږيدلې کيسې، غږونه او کلمې يو، موږ بايد هغې هيرې کيسې، کلمې، تصويرونه او خاطرې د خيال په وزرونو راويښې کړو، موږ بايد هغه لوړنۍ کيسى ته له سره ژوند ورکړو.

          او که کيسه هسې  وزيږيده، نو اسمان زموږ دکوو وره سره دى، او موږ  د لومړني کيسه وال درشل ته رسيږو او کيسه بشپړو.

         کيسه له پخوا را روانه ده او له پيله د انسان تلوسه داده چې کيسه وويل شي، هنر وال ليکوال په همدې موخه کيسه پنځوي، ترڅو کيسه وويل شي! کيسه خبرې وکړي، کيسه زموږ د دروني تندې ځواب شي.

         له په لاس کې شته لرغونويوناني متنونو او بيا  دهومراو اوري پيد په غږ کې له را زرغون شوي تراژيک ډرام څخه نيولې بيا د ګار سيا مرکيز تر سل کاله يوازيتوب پورې، ټولې هلې ځلې پدې موخه وې چې بشرله خپلې يوې بشپړې نندارې سره مخ شي. له يونانه وروسته؛ کله چې مذهبي پوليس د جنت د کلي پلورونکو په فتواوو سره، د هرازاد خياله په ويښه او په خوب پهره وو؛هغه مهال چې د خيال او فکر په ډگرد مذهبي جهل اورخپوروو،نو بيا هم د کيسې په لور د انسان يون پرمخ ته. هلته کيسه په عرفاني- فلسفي اد بياتو کې پټه پټه او درمز په ژبه لوستل کيده. او کله چې د رنسانس او وروسته هم د ولتر په نهضت سره د مذهبي تفتيش پاچاهي پاى ته ورسيده او هنر او دهنر کيسه د خيال يا ناپيدا او ناپيژندلي له لارې د شکسپير، پيکاسو، گويته، داستايفسکي، فلوبر، بودلر، رمبو، جويس، ويرجينا ولف، پروست، اندره ژيد، يونگ، فاکنر، برتون، بکت، يونسکو، کامو، سارتر،هسه، کيرگه گور، نيچه، بورخس،محفوظ، مارکيز او نورو په قلم له سره وپنځيده اوبيابيا وغږيده.

 

     ستونزمنه ده چې ددغو ټولو هنروالو ستوريو په هنري پنځونو بحث وکړو؛ ځکه نو يوازې څو معاصرې بيلگې رااخلو؛ ښايي د جيمز جويس او د اوليس رومان نومونه هر هنروال ته اشناوي.اوس په همدې اثر يوڅه تم کيږو:

       د ټولنيز ناخوداگاه پلار کارل گوستاف يونگ په يوه مقاله کې ليکي چې د جويس ددغه اثردهر ځل لوستلو په وخت کې د ١٣٤ مې او ١٣٥مې پاڼې ترمينځ خوب پرې زورور شوى او کتاب ورڅخه پاتې دى.

       د يونگ په څير ستر متفکر ته دداډول حسي – فزيکي حالت د ور پيښيدلو لامل به څه وي؟ايا ددغو دوو پاڼو په کلماتو کې د بې حسۍ انرژي زيرمه وه او که څه کوډې وې چې متفکر يې په خوب بيوه؟! وروسته ليکي:

      (( کيداى شي د اوليس هره پاڼه د تصادف له مخې لوستلو ته راواړول شي؛ خو سړى  باور کوي چې د کتاب هيڅ پاڼه يې نالوستې نده پرايښې.)) داڅنگه کيدلاى شي چې يو فکر،يوه کيسه،يوه هستي هم يوکتاب وي، هم يوه پاڼه وي او ښايي هم يوه کلمه وي! داهغه راز دى چي بشر له پيله ورسره مخ دى!

         داوليس په باب ويل شوي چې (( دا کتاب په مينځ کې غوڅ شوي چنيجي ته ورته دى چې د اړتيا له مخې له سره سر او لکۍ راوړي.))

        يونگ وايي " دارومان  يعني اوليس څومره ستړى کوونکى دى، ولي هر جمله بايد څو څو ځله ولوستل شي، هماغسې چې يوه دايره بايد څو څو ځله وليدل شي.

 

         نننۍ نړۍ او بشري نسل پداسې حال کې د ژوند لاره وهي چې د نسبيت تيوري د بشري پوهې پرسر راځړيږي، ځکه نو ژوند، هستي، زمان، مکان، سرنوشت، هلې ځلې، ماتې او برياوې، لاسته راوړنې، علوم، حتا فزيک او هندسه تقريباً د نسبيت او عالمي فرضيو حالت له ځانه ښي يو ځل بيا فزيکي پوهې او تجربي علوم د معنوي پوهو لخوا چلنج شوي  هغه څه چې معاصره غير فزيکي پوهه، په تيره بيا د الهي شناسۍ مکتبونه او بيا به تيره تيره د روح د سفر هنر اکنکار يې بشري پوهې ته ورپيژني دادي چې حرکت يوه مستقيمه کرښه نه بلکه؛ دايروي خوځيدنه، پراختيا او غوړيدنه ده، ځکه نو، نقطه، صفر، او دايره د سترې پوهې په قلمروو بدليږي، چې کولاى شي د فزيکي سکون اوچوپتيا په حالت کې، د خيال د هنر په ځواک سره انسان د پوهې او اگاهۍ په زړه، په مرکز، کې ودروي او دا هغه څه دي چې له راز راز اعتقادي، متا فزيکي، پوهوستړي انسانان، يوه خوندي او بسيا چاپيريال ته ننباسي.

        په هر حال زموږ خبره پر کيسه وه او پرکيسه ده. هغه کيسه چې ادبي تيورۍ د ادبي مکتبونو په تيوريکي سرحداتو کې تړلى، او دم شيبه ور پکې د جادويي رياليزم چيغه ډيره لوړه ده.

اد موند د ورانتي وايي:

((ريالزم مړ شو؛  ژوندى دوي رياليزم!))

      دا هغه تناقض دى چې د جا دويي رياليزم پرانسته کوي.

د حميد رضا فردوسي په باور جا دويي رياليزم:

     (( د اشياوواو تصاويرو پرې پرې  وړاندې کولو ته وايي، دغه مکتب له نيزدې تصاويرو او بصري اغراق له لارې  ويره اچونکى بيان جوړوي.))

 

         د نقاش جورجيودکيريکو په باور: شى له هغه څه څخه چې په سترګو راځي؛ ډير څه دى .

      نغواړم کيسه په کوم تعريف کې راونغاړم، خو خبره داده چې کيسه څه ډول افزارو او توکيو جوړه کړې، څنگه کيدلاى شي، ژبه، غږ، توري، کلمې، هغه اتمسفر جوړ کړي چې لوستونکي يوې نوې. تازه او نااشنا حسي- عاطفي فضا ته ننباسي؟ د کيسې او بيا په تيره معاصررومان په ډگر کې د نجيب محفوظ، بورخيس، گارسيا مارکيز، جميزجويس، ويرجيناولف او ډيرو نورو بريالۍ تجربې ښي چې، نه يوازې، استعاره، تشبه، سمبول، اسطوره، اعجاز، هارموني، د کيسې هنري مصاله برابر وي؛ بلکه ددې ترڅنگ، کوډې، اروا پوهنه، فلسفه موسيقي، هم د معاصرې کيسې او رومان په رگ او ريښو کې ځغلي.

 

           ننني کيسه ليکوال خپلې پنځونې په فزيکي مکان کې د فزيکي تجربو او اخلاقي - دستوري نتيجو د ځايولو پرځاى؛ په يوه نا پيدا اتمسفير کې، د نا پيدا څيرو، هيلو، غوښتو، اساساتو او عواطفو زوکړې، ودې او ژوند کولو ته خوشې کوي. هنر وال کيسه ليکوال کيسه پريږدي، کيسې ته لاره ورکوي او کيسې ته لاره کيږي،او کيسې ته ځان سپاري؛ تر څو کيسه د خيال،ناپيدا،نه پيژندلي مورشي. کيسه ليکوال ځان منحلوي ،ځان ديوې نوې زوکړې لپاره په يوه تشه بدلوي.ترڅو هغه د خيال په وزرونو راکوزه شوې ښکلا د توريو اوکلمو په جامو کې ميدان ته راووځي.  زموږ هنروال، دپنځونې پر مهال، پرځاى او ځان (هغه د من ځان ) چاړه راوکاږي تر څو د فزيکي هستۍ څټ ته و لاړ دمه شوي غوسه ناک احساسات او هيجانات لاريون پيل کړي.

 

        ويليام فاکنر هنرمند کيسه ليکوال دى چې په خپلو هنري پنځونو په تيره بيا ((خشم هياهو))سره يې د نوبل جايزه وړې. فاکنر وايي چې د خپلو کيسو د کرکټرونو د کړووړو مسئوليت نه مني. ددغه رومان لومړى فصل:

       (( له روښانه يخنۍ څخه تيارې يخنۍ ته ولاړم.))

        (( د يخنۍ غږ مې اوريده.))

        (( کدي (درومان يوه څيره) جالۍ پر خپل مخ د بهانده باد په څير اچولې وه.))

        (( ژيړ رنگي سيوري څرخيدل.))

      (( کدي د اوبو مخ وڅيره او زما مخې ته يې ونيو،ويل يې؛ کنگل. يعني داچې څومره ساړه دي.))

       فاکنر وايي چې که يې حوصله درلوداى نو خشم هياهو يې لس ځله له سره ليکه. د هغه په باور دا يو بشپړ اثر ندى!

      فاکنر چې د امريکې د جنوب او دانسان د ناچارۍ حماسه يې غږولى په ځانگړي طنز سره وايي چې په کال ١٨٢٦م کې له يوه تور ځناور او يوه نهنگ څخه زيږيدلى. خو بيوگرافي ليکونکي ليکي چې په کال ١٨٩٨م کې زوکړه کړې.

      رابه شو خپلې جغرافيې ته؛

      نغواړم د  ادبي مشرانو  په ادب او اثارو د تبصرو له لارې تيرى وکړم؛ ځکه د ځان او خپل نسل ځنو تجربو ته راگرځم، غوږ شۍ:

      (( نه پوهيږم چيرې،د کومې او کومې پيړۍ تر مينځه وم .. له څه شي په ويره کې وم، څه شي دلته راځغلولې وم... د تلسکوپ له ها غاړې ملا نصرالدين لغتې راوارولې، غله داغاړه وو، زه ترمينځه شوم،ورکه شوم،ويده شوم،هيره شوم... سملاسي دوه بې شکله مرغان راغلل؛ سترگې يې راڅخه وکاږلې... د لاسو غوښې، بيا د کوناټو غوښې، ل هغې وروسته د تيو وچې غوښې، ورپسې وچه خوله، وچ غوږونه، وچ زړه.. ټول يې وشکول! ټپسان راغلل، د سپيانو سترگې يې ويوړې،سپيان غږ وچول، دوه دوه ځايه شول،بيا اوښان راغلل،بار شول، دننه ولاړل، اوښان په سورۍ ډبره ننوتل، ولاړل ولاړل.. يو وخت څو زره کاله هاغاړه يو غل راغى،ډبره يې ماته کړه،فرهاد پر وچې ويالې شيرينو رسموله، زه په دامينځ مينځ کې وم، دامې خپله شين خالۍ وه، راومې نيوه، مچ مې کړه،مچ مې کړه.. خوشې مې کړه،خوشې شوم...)) زرگره اوزرلاسى کوډگر. ٩١م پاڼه

 

        (( ...له ځايه پاڅيده، د کوټې په بر کنج يې کې پرتوگ وښوياوه، خو همدا چې تشو ته کښيناسته ددړې په کلپ کې د کونجۍ چق وچوق شو، له دې سره يې تشې پر لينگيو ولاړې،پر ځاى ودريده ... دروازې ته يې په بې وسۍ له ډيرې ناهيلۍ ورکتل،بيايې پر کوټې يو ډارن نظر واچاوه، کوټه که څه هم دډکو او تشو ميتازو،غوماشو او غڼو نه ډکه وه، خودې ته د بيديا په شان تشه وه، د سگريټو فلترونه او کوتيان پر خپلو ځايونو پاته وو، غڼو منډې رامڼدې وهلې، څراغ هماغه شان په دار ځړيدلى ښکاريده، په همدې شيبه کې وړه دړه په ورو غږ پرانستل شوه او تور سيورى دې وړې بنديخانې ته راننوت...)) ماته سيپۍ د عارفې عمرلور ناول  ٣٧مه پاڼه

 

            له دغو بيلگو څخه (چې ښايي د تصادف له مخې انتخاب شوې وي) زما موخه داوه چې وښيم د خيال له عنصر څخه دکيسې دجونگړې د جوړولو کارزموږ په کيسه کې څنگه پرمخه روان دى  ؟ ښايي يو شمير ادبي دوستان په دې باور وي چې کيسه يوازى د مخکې له مخکې جوړ شوى او منل شوى تعريف په چوکاټ کې زوکړه کولاى شي.زما په باور تعريف،چوکاټ او تيوريک جوړښت د ذهن کار دى.او ذهن هغه استعداد دى چې يوازې د فزيکي- حسي اخستنواو د عقلي، اخلاقي، منطقي او استدلالي قضاوتونو له ټکر څخه د فکر، تيورۍ او تعريف په  بڼه راوځي. ځکه نوله  ذهن څخه هغه ابولهول جوړيږي چې پيړۍ پيړۍ دمخه دلرغوني يونان په دروازه کې ولاړو او ښارته له ورتلونکو څخه يې سر يا پښې غوڅولې يا يې د لرگيو سر او پښې ورپورې جوړولې.زما باور دادى چې د هنري هستونو لپاره د قراردادي تعريفونو؛ دودول هنر ورځنى کوي ،او هنر په يوه ذهني متاع بدلوي. ځکه نو وايم راځۍ  زاړه سبکونه او زاړه مکتوبونه د ادبي او هنري تاريخ د يوې بډايې برخې په توگه پريږدو او خپلې پريمانه سوژې د خامې هنري انرژۍ په توگه د ذهني تشې له لارې د خيال له سوچه عنصر څخه وروزو. بس په همدې ځاى د اوس لپاره همدومره له زغم او حولې څخه مو مننه!

 

پاى

 

 

منابع او ماخذ:

 

١- روياى بيدار رضا براهني

٢- مکانيزم رياليزم جادويي در مثنوي معنوي حميد رضا فردوسي ١٣٧٨  کال 

٣- اژدهاى خودي سيد بهاوالدين مجروح١٣٥٢

٤-ماته سيپۍ عارفه عمر لور ١٣٨٣

٥- زرگره اوزر لاسى کوډگروفا سمندر ١٣٧٩

٦- خشم هياهو ويليام فاکنر ١٣٥٣

 

*********

بالا

دروازهً کابل

سال دوم          شمارهً ٢٤         مارچ 2006