کابل ناتهـ، Kabulnath



Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

موږ ولاړ په دوراهي یو د گناه او ثوابونو

 

نجـیب احـمـــــــــدزی

 خپله خبره د خیام په څلوریزې پیلوم چې ښاغلي باري جهاني په پښتو ژباړلې :

 

 پر دې توره اوږده لاره چې هرڅوک دې ور وتلي

بیرته نه دي څوک راغلي چې رازونه یې دي ویلي

موږ ولاړ په دوراهي یو د گناه او ثوابونو

چې تش لاسي پاتې نه سي چې راغلي ټوله تللي (۱)

 

 

د کډوالۍ د ژوند، هغه ستونزه ده چې ډیر وخت انسان له خپلو ډیرو نیږدې دوستانو او ملگرو څخه په فزیکي ډول دومره لیرې کړي چې کله کله د واټن څرک یې ډیر په ستونزمن ډول اټکل کیږي. زه هم لکه د ډیرو نورو افغانانو په شان د کډوالۍ د ستونزو ښکار یم. کله دلته، کله هلته. بس د ژوندانه نا کاره دروند پیټی په خپلو اوږو گرځوو ؛ خو د هوسایـنۍ څرکې یې نه لیدل کیږي. د خوږ ژبي تکل شعر را په یاد شو چې وایي :

 

هر وطن چې راخپل کړمه                   او عادت مې پکـې وشـي

له هغې نه هم روان شـــم                   داسې ځمه پسې ځکـــــــه

د ژوند پیټی گرځوومــــه                   دوه لسیزې مې مزل شو

خو منزل مې معلوم نه شو                 بس یارانو دا مې واورﺉ

بدرگې ته مې رانغلـــــــی                 مخه ښې ته مې لږ راشــــی

 

زه به څه ووایم. ته یې منې او که یې نه منی. خو زما پلمه " موږ ولاړ په دوراهي یو د گناه او ثوابونو" د زړه له تل څخه یو څو راوتلې خبرې دي. هو! که زما خبرې په رښتیا هم رښتیا وې، زه یې اوس د ښاغلي ډاکټرصبورالله سیاه سنگ لپاره یوه پلمه بولم. ما هغه وخت د کابل ناتهـ په ښکلې پاڼه کې د ښاغلي ایشورداس په زیار او میړانه، د ښاغلي سیاه سنگ د کلتوري چوپړ په هکله لیکنې او پیغامونه په هغه ځانگړې پاڼه کې چې خپاره شوي ول ولېدل. نور، نو هغه وخت وو چې زه یې د پاللو گډونکوونکی نه بلکه یو لیدونکی وم. له هغه وروسته مې هم ډیر ځله غوښتل، خو بیا هم تر ډیره وخته زړه او نازړه وم چې څه ولیکم او که یې لیکم نو څرنگه یې ولیکم. آیا لومړی یې له پلمو څخه پیل کړم؟ که مخامخ د سیاه سنگ د ادبي او کلتوري چوپړ له کار او زیار څخه. خود سیستاني صاحب ترخو، خو رښتنو خبرو یو څه زړورتوب را په برخه کړ چې خپله راﺋـیه د هغه چا په اړه ولیکم چې د پاللو او ستایلو وړ دﺉ. زه د کره کتنې او د هغه د لیکلو آثارو د پرتله کولو په اړه څه نه لیکم ځکه چې دا کار د هغو لیکوالانو او کره کتونکو د کار برخه جوړوي چې په دې هکله د ډیرو تجربو او آثارو خاوندان دي. او ارزښتناکه خبره خو به لا دا وي چې قلم یې پرته له تعصبه او کرکې څخه چلولای وی. زه به د اوس لپاره یوازې د ښاغلي سیاه سنگ ادبي چوپړ ته چې په هیواد کې دننه او بهر کې یې د کډوالۍ په شپو ورځو کې سرته رسولی دﺉ د هغه  پر لیکنو او ژباړو ځای، ځای تم شم. سیاه سنگ لکه د ډیرو نورو لیکوالانو او شاعرانو په څیر له کلتوري او ادبي کار څخه پرته په خپل شخصي ژوند کې د یوې تشکیلاتي، سیاسي عقیدې څښتن وو. ځکه خو یې د خپلې سیاسي عقیدې لپاره د خپل خوږ ژوند او د ځوانۍ په بیه  لوی تاوان ورکړ. او دا هغه څه ول چې ده د خپل سیاسي او ټولنیز ژوند لپاره همدا لاره غوره کړې وه. او د زندان په تورو کوټو کې یې د سبا ورځې لپاره ژوند تیراوه. د همدغو کلونو په موده کې یې لکه د پخوا په شان یو ځل بیا د قلم چلولو پراخه حوصله او د روښانه لید لوري لپاره د نوي لمر لید چانس ور په برخه شو چې دده د راتلونکي کلتوري او ادبي ژوندانه لپاره د یوه هوډمن انسان زیری یې له ځان سره درلود. هغه پخه خبره را په یاد شوه چې وایي : که زمو کورونه یې را وسوځول، خو دیوالونه یې را پاخه کړل. د همدې سوځوونکي ناتار په موده کې سیاه سنگ هم را پوخ شو. ځکه خو له ډاره پرته ویلای شم چې د سیاه سنگ نوم دده له ذاتي کرکتر او جوړښت سره مناسب اړخ لگوي.  یعنی صبر او مقابل لوري ته درناوی، لکه د یوې سکې دوه مخه. په زړه پورې ټکی خو لا د ا چې د صبورالله سیاه سنگ نوم پښتو ته وژباړل شي. نو توره تیږه او د الله صبور انسان. څومره ښایسته راغلی نوم. په غالب گومان چې ډیر دوستان به  د هغه له ټولنیز، سیاسي،کلتوري او ادبي ژوند سره آشنا وي .

 

که څوک د سیاه سنگ تیر او یا اوسني ژوند ته لږ ځیر شي، په رښتیا چې په خپل ټول کلتوري، سیاسي، ټولنیز او شخصي ژوند کې هماغومره صبور دﺉ لکه خپل نوم ؛ په تیره بیا په خپل ټولنیز ژوند کې بې کبره، بې ریا  او د لوړ ادب څښتن دﺉ. د همدغه کرکتر جوړښت دﺉ چې هغه یې د ملي گټو، او ارزښتونو په مورچل کې دَرَولی دﺉ. ځکه خو زه هم د ډیرو نور افغانانو په شان ورته په درنه سترگه گورم. ورنه میان من وتو چې وسیاه سنگ غزنه چې درمیان؟ ځکه خوټول انسانان په ټولنیز ژوند کې په یو او بل ډول یو له بل سره تړاو لري. هر څوک ځانته د څه موندلو په تمه او لاس ته راوړلو په نیت ژوند کوي. او کیدای شي ووایو دا په ټولنیز ژوند کې د انسان لپاره حتمي عمل دﺉ چې د کورنۍ او خپلوانو موجودیت په ټولنه د یوه ځنځیر د کړیو په شان رامنځته کیږي چې په حقیقت کې دا د یوې میراثي ډالۍ په توگه څرگندیږي. خو د ملگري او یو دوست پیدا کول د انسان په ذاتي کرکتر او طبیعي جوړښت پورې اړه لري. او یقینأ چې هر څوک به د خپلې آشنایـیۍ او دوستۍ لپاره خپل ځانته خپل معیارونه ولري. ځکه خو ویلای شو چې د خپلوانو شتون میراثي ډالۍ او د دوستانو شتون خپله هڅه او پانگه ده. د همدغو کلونو په شپو ورځو کې زما د او دده آشنایي هغه وخت پیل شوه چې د سپوږمۍ او ستورو ترمنځ د راز او نیاز د خبرو لړۍ ختمه شوه او د لمر ښکلو وړانگو د سباوون په وخت د تورې تیارې لمنه نوره ور ټولوله.

 

 ما او د الله صبور انسان یو او بل سره ولیدل او هماغه نه هیرېدونکې شېبه زما او دده د دوستۍ ترمنځ ښه زیری او پيغام وو. ځکه له تیارو څخه د خلاصون او په سباوون کې یو له بل سر لیدل د تل پاتې رښتوني درنښت زیری له ځان سره درلود چې تر اوسه یې یو او بل ته د درناوي او درنښت په دود خپله دوستي، بې مقصده سره پالو. د همدې آشناییۍ د ناستې پاڅې د دود پر بنسټ د ډیرو نورو افغانانو او دوستانو په شان زما د کور دروازه هم د سیاه سنگ پرمخ خلاصه شوې وه. ځکه خو ویلای شم چې د داسې کرکتر او باطني جوړښت لپاره صبر او د بل درناوی د لوی څښتن ډالۍ ده. جگه ونه او جگې دروازې! د ټیټو لپاره ټیټې دروازې. غریو لیکلي : د ۱۳۵۸ لمریز کال د اوړي په موسم کې ښاري سرویس ته د ختلو په وخت کې یو چا د لغازو په استر کې سیاه سنگ ته وویل : تو باید خوده قات کني تا بتاني داخل موتر شوي. سیاه سنگ په ښکلي انداز کې د ځواب په ژبه ورته وویل : می شکنم، ولې قات نه مې شم. همدې خبرې ماته هم یو څه را په زړه کړل. د الله صبور انسانه ! چې ترڅو ته د خپل هیواد د ملي گټو او ارزښتونو په چوپړ او د هغه په مورچل کې ولاړ اوسي، تا ته به ستا د دنگې ونې په اندازه د ټولو رښتونو افغانانو د کور دروازې ستا پرمخ خلاصې او جگې جوړې شوې وي. خو که همدو کړنو ته دې شا کړه، بیا به خامخا هم " میشکني" او هم به " قات میشي". لوی څښتن دې له هغو ورځو لیرې لره!

 

په غالب گومان چې په ټولنه کې د هر لیکوال ښه او لنډه پیژندنه د هغه خپل په لاس لیکلي آثار او ژباړې دي چې له هغه څخه د لیکوال د اند او باطني لید په اړه انگیرنه ترسترگو کیدای شي. په یوه ټولنه او ادبي چاپیریال کې د یوه لیکوال درنښت، پالنه او ستاینه هغه مهال شوني کیږي چې دده په لیکنو کې د خلکو، ټولنې، ملي گټو او غوښتنو ترمنځ واټن لږ او یا هېڅ موجود نه وي. سیاه سنگ هم د همدې کتار له نویو او ځوانو لارَویانو څخه دﺉ چې غالبأ دا لاره اوږده، اغزنه او له کړاوونو څخه ډکه ده چې خښته یې لوی استاد حبیبي، غبار، رشاد، کهزاد، کاتب هزاره، بینوا، الفت او ډیرو نورو داسې درنو سټو ايښې ده چې د هغوی په لاره به ځوانو لارَویانو ته تلپاتې سرلوړي او نوم ورپه برخه کړي. یقینأ، هیواد ته رښتونی چوپړ،  اجر او ثواب لري خو کله کله داسې کسان هم شته چې دا خبره نه مني خو ته یې د زړه په غوږونو واوره او دا مه پوښته چې څوک یې مني او څوک یې نه مني، د لایق شعر دﺉ :

 

خپله وینه ور نذرانه کړه                     دا حتمي نه ده چې ته به بر شي

قرباني هسې د مینې کار دﺉ              عوض نشته، چې پرې خبرې شي

 

 او په تکرار وایم چې د لیکوال اند او لیکلي اثار دده مینه او چوپړ د هیواد ارزښتونو او د خپلې ټولنې رښتوني جوړښت ته د هغه له لیکنو څخه روښانه کیږي چې د ټولنې د غوښتنو او دده د لیکنو ترمنځ واټن څومره دﺉ او هغه پریکړه د ویونکي او لیدونکي ده چې پرته له کینې څخه به د هغه په اثارو قضاوت وکړي. بختور لیکوال هغه دﺉ چې له خپل کور، کلي، سیمې او ژبې څخه د باندې ورته درناوی موجود وي اودا هغه څه دي چې یادښت او درنښت یې لا ډیره ښکلا او پرتم مومي. ځکه خو سیاه سنگ د کینې او کرکې ترمنځ له انگړ څخه را وتلی او د سبا ورځې د روښانه راتللو په هیلهیو ځل د ځوانۍ بیه بیا ورکوي. او د هغو لپاره چې د بل په غمونو کې خپلې خوښې لټوي ویل غواړم هغه دا چې دوی تل لکه د لړم په شان ژوند کوي یعنی " زهر او نیښ لري خو سترگې نه ! او " آنانیکه خنجرهای زهر آلود کینه و نفرت دردست دارند و از افشای چهره و نام خویش مې ترسند و مانند سایه های شیطان د جزیره بې هویتي با جسم بې هویت زندگي و عمل مې فرمایند – بدانند که سیاه سنگ راه خود را برای صبح صادق و فردای روشن وطن انتخاب نموده است  -- او د خپل هیوا د جوړښت، پایښت او د ملي گټو د ساتلو لپاره په دې تلپاتې مورچل کې د تل لپاره درېدل غواړي او په دې لاره کې هوډمنه څیره گرځېدلې ده. 

 

د حضرت مولانا رحمان بابا رحمـﺔ الله علیه مبارک کلام دﺉ چې وایي :

 

وهر چاته په خپل شکل څرگندیږم

آ ﺋـینې غوندې بې رویه بې ریا یم

 

 او بیا هم د هغو لپاره چې زهر لري او سترگې نه، بیا د صوفي او ملنگ شاعر حضرت مولانا رحمان بابا رحمـﺔ الله علیه مبارک کلام دﺉ چې وایي :

 

په ښه خوی له بدخواهانو بې پروا یم

په نرمۍ لکه اوبه د اور سزا یم

 

همدارنگه که د ښاغلي سیاه سنگ لیکنو ته څوک ځیر شي، په ډیر ښکلي ډول به خپلې ځانگړتیاوې د هغه په لیکنو کې وگوري. ځیروالی، پوخوالی او د ټولنو رښتونی انځور تر ډیرې کچې د ده په لیکنو کې څرگندیږي. د هغه په لیکنو کې ځای، نومونه، حالت، کرکترونه یو له بل سره داسې اوبدل شوي او پــیـیـل شوي دي لکه د یوه امیل گلونه.

 

 سیاه سنگ د یوه ښه او نوښتگر لیکوال په توگه ناخوالو ته د خلکو پاملرنه په ډیرې نازکخیالۍ را اړَوي چې اکثرأ ډیرې لیکنې او په ځانگړي ډول ژباړې یې یو تر بل تیري کا. شخصأ زما د سیاه سنگ په لیکنو کې د هغه ژباړې او د میرمنو په هکله لیکنې ډیرې خوښیږي. په ځانگړې ډول هغه لیکنې چې په هغه کې د ښځو ژوند د ناخوالو، غوښتنو او د هغوی په ځورونې او مینې باندې، ظلم او تیري ډیر سپړل شوي وي. او د ټولنو بې ځایه منفي دودونو او کلتورونو ته کتنه پکښې خپل روښانه ځای ولري چې اکثرأ د هغه داسې لیکنې د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوي دي.  البته ځیني کسان به وي چې په دې هکله یې سوړ یا منفي برخورد ښودلی دﺉ خو زه به یې د اوس لپاره مثبتو ټکو او غبرگونونو ته لږ تم شم. در " مرز گور و گنگا" تر لیکنې وروسته یې ډیر افغانان په ځانگړي ډول میرمنې هم و هڅولې چې څه ولیکي، لکه آرزو ملال .

 

ای کاش من دختر سیاه سنگ می بودم ؛  لیکلي :

 

تور میان مرز گور و گنگا ایستاده اي و من هنوز نیمدانم که :

اول باید روی زیبای عبیر را ببوسم

یا دستان مقدس تو را؟

اما این را می دانم که

هندوی هموطنم هم به تو افتخار مې کند ......

 

او دا هغه څه دي چې د یوې افغانې نجلۍ درد او مینه د یوه انساني دود په بنیاد د هغې ښځېنه عاطفه را پارَولې ده اودې خبرې ته په شعوري ډول اړه شوې چې ووایی : ای کاش من دختر سیاه سنگ می بودم او له هغه څخه د پلار د مینې هیله لري او غواړي چې لور یې شي. همدارنگه د سیاه سنگ د لیکنو، ژباړو او کلتوري چوپړ په اړه ډیرو افغانو میرمنو لیکنې کړي دي چې زه به یې د ځینو د نومونو په اخیستلو بسنه وکړم :

 

 فریبا آتس صادق، ماریا دارو، ملیحه احراري، مریم محبوب، نیلاب موج سلام، کامله حبیب، فریده انوري، زینت نور، فرزانه فاراني، مژگان شفا ساغر.

 

 په همدا ډول د سیاه سنگ د بلې لېکنې سرلیک چې " دعا به خداوند نه رسید" ؛ دا لیکنه یې په ډیرې ادبي نازکخیالۍ او له درده ډکه لیکنه ده چې د همدې لېکنې په وړاندې د مژگان شفا ساغر عواطف، درد  او خیال یې را پارَولی دﺉ.  هغه لیکي :

 

میدانید ! زیر سقف خانه ما مردی از تبار شما آنطرف آرام و بی صدا خوابیده است ....

 

او بیا لیکي:

اما امشب دلم میخواهد از او نیز فرار کنم ......

 

دا هغه څخه ول چې د سیاه سنگ په لیکنې کې د یوې افغانې میرمنې درد او غږ یې را خپل کړی. زه هم په همدې کرښو کې ساغر ته ویل لرم، هغه دا چې : د خپل ټاټوبي د ښکلا انځور ورڅخه پوښتم ساغر!

 

تا کله هم زما د دنگ سپین غر د لوړو او په سپینو واورو پټو څوکو لاندې په پسرلي کې د کوچیانو د کیږدیو او د کوچۍ پیغلې منگی په اوږو له چینې څخه د تگ په وخت کې لېدلی دﺉ؟

کله دﺉ د ښایسته ځوانکي شپونکي د مینې د شپیلۍ غږ له نیږدی اوریدلی دﺉ؟

تا د غرونو په لمنو کې ددوی له رَمو سره د هوسیو د بچیانو گډه نڅا او مکیزونه لیدلي دي؟

تا ته د نښتر تر ونې لاندې د پسرلي د زاڼو کیسې چا کړي؟

تا کله په شپه کې له سپوږمۍ او ښکلو ستورو سره د غره په لمن کې کې خبرې کړي؟

آیا کله دې د خپل ټیکري ځلانده ستوری د سپوږمۍ رڼا ته شمیرلي دي؟

تا ته در یاد شي ؟ کله په آﺋـینه کې د خپلې څیرې په لیدلو مسکۍ شوې یې؟

تا کله د ښکلو مرغانو د ځالې تنکي بچي په لاس کې اخیستې؟

 

پوهیږم چې ته مور یې، ښکلې او تنکي بچیان لرﺉ، پوهیږم چې تا زما له تباره گیله ډیره کړې، مگر څنگه یې وته ووایم ؟ ته یې نه گورﺉ؟ خو زه یې وایم د الله صبور انسان پرې خبر کړه چې څه پرې ولیکي.

 

مگر شفای درد ها! حالا دیدی که از تبار خود گل ناشگفته زیبا را به جرم نداشتن باور، زبان مې بـُرند. بس تقدیر همین است و همین.

 

زړه مې غواړي ډیر څه ورته ولیکم، موږ ولاړ په دوراهي یو د گناه او ثوابونو.

 در دیار غربت گران، گران دوست سیاه سنگ ته دومره وایم چې نړۍ ته به په تش لاس راغلی وي په ډک لاس به ولاړ شي. همدومره بخت دې بس دﺉ په همدې کډوالۍ کې. له هیواد، کور، حضیرې او مور څخه د لیرې کېدلو درد هغه څوک احساسوي او لیدلای شي چې پرې تیر سوی وي. بیا هم د ښایسته تکل هغه شعر را په یاد شو چې وایي:

 

خړو کې دې پریښوومه خړ دې کړم

ساه را کړه بې ساه یمه چې مړدې کړم

لیرې گرځه مرگه چې لا ځوان یمه

بس دﺉ چې کډوال دې کړمه، پړ دې کړم

 

مگر حالا از خود نیز برایت میگویم. در دامنه های همان کوه های سرسبز جهان، همان خانه های گلی را دوست داشم و دارم. باور کن، من عزم سفر نداشتم، ازهمان دامنه کوه و از همان دامن صحرا، آنچه را در ناز بهار با خود داشتم و دارم همان یک گل لاله را داشتم. برای همان گل لاله و ازهمان گل لاله بروی سینه داغ و این داغ بزرگترین ثروت زندگی من است.

 

څه وکړم زما قسمت همداسې دﺉ . د کوچیانو ژوند په اروپا کې هم را په برخه شوی دﺉ. ښایي زما په وینه کې اغیزه شوې وي . له یوه ځای څخه بل ځای ته د کډې کولو په دود.

په پای کې ښاغلي ډاکټر صبورالله سیاسنگ ته دده د ژبې په ژبه یې لیکم.

 

راه تان سبز و زندگی تان دور از خزان

 

په ډیره مینه او درنښت

 

اکتوبر ۱۰. ۲۰۰۸

  

(۱)

از جمله رفتگان این راه دراز

باز آمده کیست تا به ما گوید راز

پس برسر این دوراهه ِ آزونیاز

تاهیچ نماني که نمی آیی باز

خیام 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٩          سال چهـــــــــارم              دلـــــو    ١٣٨۷  خورشیدی           فبــــــــوری 2009