کابل ناتهـ، Kabulnath







































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

د نصاب نويو كتابونو ته يو نظر

 

اسدالله غضنفر

 

 د موقتې ادارې له جوړېدو وروسته د ۱۳۸۰ كال په ژمي كې معارف وزارت د ابتداييه او ثانوي دورې درسي كتابونه تدوين او په دولس ميليونه نسخو كې چاپ كړل. په هغه ژمي د درسي نصاب كميسيون په ډېره بيړه، له موجودو درسي كتابونو چې په تېرو كلونو كې بېلو بېلو ادارو تاليف كړي وو، د موادو انتخاب وكړ او هغه څه يې ترې لرې وغورځول چې په علمي لحاظ كمزوري ورښكاره شول او يا يې  د سولې د كلچر مخالف وبلل.

  د ۱۳۸۱ كال په پسرلي كې د ملالۍ لېسې مديرې د نوي نصاب په اړه د كابل له مطبوعاتو سره په مركه كې د نويو تدريسي كتابونو د ښېگڼو د بيان په وخت وويل چې مثلا د دويم ټولګي په دري كې داسې مطالب ځاى شوي دي چې نۀ يوازې ماشومانو ته دري ژبه او سواد ورزده كولاى شي بلكې هغو ته د ژوند د واقعيتونو او چاپېريال په باره كې هم ډېر څه ورزده كوي. دغه كتاب ماشوم د سولې له اهميته خبروي، د ماين په خطرونو يې پوهوي، د ډوډۍ خوړلو آداب ورزده كوي، د غاښونو د پاك ساتلو اهميت ورښيي، د وزرش اهميت ورښيي او دې ته يې پام اړوي چې د ځنګلونو د ونو په غوڅولو كې ډېر تاوان دى.

د همدې نصاب په باره كې د معارف وزارت د هغه وخت  تدريسي مرستيال ذبيح الله عصمتي په يوه مركه كې وويل چې وروسته تر دې به په ټول هيواد كې يو شان كتابونه تدريسېږي. دۀ زياته كړه چې د ۱۳۸۰ كال په ژمي كې برابر شوي كتابونه يوازې د يوۀ كال لپاره دي چې د تدريسي كتابونو د توحيد عاجل ضرورت ورباندې پوره شي. په روان كال(۱۳۸۱) كې به د پوهنتون د استادانو او د ښوونې او روزنې د ماهرانو په مرسته  يو جامع او تر ډېره حده بې عيبه تدريسي نصاب برابروو.)

 تر موقتې ادارې دمخه په افغانستان كې واحد تدريسي نظام نۀ و. دغه شي ملي وحدت ته تاوان پېښاوۀ او لكه څنګه چې د ملالۍ لېسې د هغه وخت مديرې مېرمن شريفې د كابل مطبوعاتو ته ويلي وو، په څو ډوله نصابونو كې دا تاوان هم شته چې شاګرد په بل ښوونځي كې د بل ډول كتابونو لوستلو ته مجبورېږي.  

  د افغانستان معارف په ښوونځيو كې د تدريسي كتابونو د توحيد مقصد ته ورسېد خو  هغه جامع او تر ډېره حده بې عيبه تدريسي نصاب ته چې ارواښاد عصمتي يې په ۱۳۸۱ كال كې د جوړېدو توقع لرله، تر اوسه پورې نۀ يو رسېدلي. په دې برخه كې ناكامي به مختلف علتونه لري خو يو علت يې دا دى چې مونږ اصلا د معارف تدريسي كتابونو ته هغومره اهميت نۀ وركوو لكه څومره چې يې لري. د معارف كتابونه د ميلونونو كسانو د مستقبل په جوړولو او يا په بل عبارت د هيواد د راتلونكې په جوړولو كې لويه برخه لري او په افغانستان كې خو د معارف د كتابونو اهميت لا زيات دى.

  په افغانستان كې اكثره ميندې او پلرونه ليك لوست نه شي كولاى، مانا دا چې خپلو ماشومانو ته  له درس وركولو عاجز دي. ښوونكي هم چې اكثرو يې د جګړو د كلونو په خورا بدو حالاتو كې زده كړې كړې دي، په كافي اندازه تكړه نۀ دي او كه ځينې پكې تكړه هم وي، د ګرانۍ په علت  له مكتبه بهر هم كارونه كوي، په ټولګي كې په اصطلاح هسې ورځ تېروي. زۀ په كابل كې د يوۀ ښوونځي سرمعلم پېژنم چې د ورځې درې ساعته په مكتب كې تېروي نور ټول وخت ټكسي چلوي. د جمعې په ورځ هم د ټكسي كار كوي. دا خبره مې ورنه څو ځله اورېدلې ده چې هغه د مكتب درې ساعته مې د دمې وختونه دي.

   د زده كوونكو د مور وپلار او د ښوونكي په حالت كې بدلون راوستل، تر راتلونكو ډېرو كلونو پورې اسان كار نه دى. خو كه په دې منځ كې د ښوونځيو لپاره ښۀ كتابونه ولرو نو لږ تر لږه لايق او زيار ايستونكي زده كوونكي به د پلار و مور او معلم له لازمې مرستې پرته هم كافي استفاده ورنه وكړي. ځكه خو ويلى شو چې زموږ په هيواد كې د معارف كتابونه لا زيات اهميت لري. زما په ګومان په اوسني حال كې  د معارف ښۀ كتاب په افغانستان كې ايډيال معارف ته د رسېدو په لار كې تر ګردو ګټوره وسيله ده.

ډېر كسان د معارف وزار ت ملامتوي چې تر اوسه پورې  د مناسبو تعليمي كتابونو په برابرولو كې  پاتې راغلى دى مګر دا هم ويلى شو چې زموږ اهل نظرو د معارف تدريسي كتابونو ته چې له اساسي قانونه وروسته تر ګردو سر نوشت سازې ليكنې دي، خاص اهميت نه دى وركړى او معارف وزرات ته يې نه د مشورو له لارې وړانديزونه كړي او نه يې  د انتقاد له لارې ورباندې فشار اچولى دى.

معارف وزارت سږ كال هم  درې سووه عنوانه تدريسي كتابونه په شپېتو ميلونو ټوكو كې چاپ كړل. د روان كال د سرطان په څلورمه نېټه د معارف د هغه وخت وزير حنيف اتمر په پلچرخي كې د پوهنې وزارت د ګودامونو په ساحه كې خبريالانو ته وويل چې په نويو كتابونو كې د كيفيت بهترۍ ته پام شوى دى، د جنګ جګړو او تشدد تبليغ پكې نشته او د خشونت له ناروغۍ پاك دي. دۀ دا هم وويل چې زده كړې ته د كم عمره زده كوونكو د هڅولو لپاره د ابتداييه دورې ګڼ كتابونه په رنګه بڼه چاپ شوي دي. د دۀ په وينا تر راتلونكو درې مياشتو پورې به د دغو كتابونو څلورڅلوېشت ميلونه ټوكه په ښوونځيو ووېشل شي.)

دغه كتابونه اوس د هيواد اكثرو ښوونځيو ته رسېدلي  او معارف وزارت ويلي دي چې دا هم د موقت وخت لپاره دي، له هره اړخه مناسب كتابونه به له دې وروسته چاپېږي.

  زما په نظر كه د معارف وزارت د نصاب د ادارې په دغه وروستي محصول ډېرې او جدي خبرې وشي او كه ممكنه وي سيمنارونه ورباندې جوړ شي، نو دا به د نصاب د كتابونو له جوړوونكو سره مرسته وكړي چې په بل پړاو كې له جدي ستونزو پرته كتابونه ولري. دلته به د شپږم ټولګي لپاره په دري ژبيو مكاتبو كې د پښتو، دري او دغه راز د ساينس كتابونو ته يو نظر واچوو.

   الف، پښتو:

   دغه كتاب چې شپږ دېرش لوسته لري په دوه اويا مخونو كې چاپ شوى دى. كتاب د پخوا غوندې په منظوم حمد پيل شوى دى خو په دويم لوست كې يې په نعت كې دا ابتكار شته چې په نثر دى. د كلاسيكو استادانو له كلامه را اخيستي حمدونه او نعتونه معمولا په اسانه ژبه نۀ وي او په فكري لحاظ هم داسې مفاهيم پكې راغلي وي چې د كم عمر د زده كوونكو سر ورباندې سم نۀ خلاصېږي، نو د دې مشكل د اواري يا كمولو يوه لاره خو داده چې حمدونه او نعتونه په نثر شي. د حضرت رسول اكرم د سيرت په كتابونو كې خورا خواږه او په اخلاقي لحاظ  له اخلاقي پيغامونو مالامال حكايتونه پيدا كولاى شو چې د كم عمر او بلكې د هر عمر د زده كوونكو لپاره به خورا مناسب وي. كاشكې د نصاب د كتابونو د تاليف په راتلونكي او د معارف د وزرت په قول په اساسي پړاو كې د منظومو حمدونو او نعتونو په ځاى خوږو اود زده كوونكو لپاره قابل درك نثرونو ته لا ډېر پام وشي.

  دريم لوست چې ( پوهنه ) نومېږي، داسې پيل شوې ده:

  ( علم د پوهې، پېژندنې او خبرتيا په معنا دى. پوهنه د يوې رڼا په څېر د انسان زړۀ او دماغ او د هغود برياليتوبونو لارې روښانه كوي، انسان له بې لارۍ او مايوسۍ څخه ژغوري او خپلې موخې ته يې د رسېدو لارې چارې برابروي. له بلې خوا ناپوهې داسې تياره ده چې انسان له ډار، خطراو خواري سره مخامخ كوي.)

    زۀ په دې متن سم نه پوهېږم. ډار او ناپوهې څه رابطه سره لري؟ ايا خطر يوازې د ناپوهو په برخه وي؟ دلته ( زړۀ ) او ( دماغ) ته د ( هغو) ضمير راوړل شوى دى، مانا دا چې دوه سره بېل شيان يې بللي دي. كه يې بېل وبولو نو علم د ( زړۀ) په روښانولو كې څۀ ونډه لري؟ ( د برياليتونود لارو روښانه كول) څۀ ته وايي؟ پوهه ممكن له بنيادم سره مرسته وكړي  چې بې لاري نۀ شي خو داسې څه ثبوت نشته چې پوهه مو له مايوسۍ وژغوري. د معنا ضعف د كتاب په اكثرو ليكنو كې وينو.

   د اتم لوست پيل داسې دى: ( مطالعه داسې كړنه ده چې د انسان له سترګو او مغزو څخه د ناپوهۍ پردې لرې كوي.)

د سترګو پردې خو شته مګر د مغزو پردې څنګه وي؟ او بيا د سترګو له پردو سره پوهه يا ناپوهي څه رابطه لري؟

   د نهم لوست اوله جمله دا ده: هغه څۀ چې په خلكو كې د سړي عزت او اعتبار ساتي هغه رښتيا ويل او له دروغو څخه ځان ساتل دي.) كه يو څوك قاتل وي خو دروغژن نۀ وي ايا عزت او اعتبار به يې ساتل شوى وي؟ نهم لوست چې ( رښتيا ويل ) نومېږي زما په ګومان د كتاب تر ګردو عالي ليكنه ده مګر دغه اوله جمله يې شاعرانه مبالغه ده، د كم عمره زده كوونكو په فكري روزنه كې برخه نۀ اخلي.

 د كتاب د څلورم لوست عنوان د ( كتاب څنګه منځ ته راغى) جمله ده. په كتاب كې د دې جملې مخې ته د سواليې او نداييې دواړه نخښې شته. زۀ پوه نه يم چې دلته نداييه څه معنا لري. په دې كتاب او دغه راز د شپږم ټولګي د دري او ساينس په كتابونو كې چې ما د دې ليكنې لپاره ولوستل د املايي نخښو په استعمال كې ډېرې تېروتنې وې. بهتره ده د كتابونو د چاپ په راتلونكي پړاو كې دا ستونزه ختمه شي.

 د شپږم ټولګي د پښتو يو بل عيب په اكثرو درسونو كې د ژبې په لحاظ د ناسمو جملو موجوديت دى. په څلورم لوست كې لولو: همدا وه چې ځينو خلكو به په لرګيو كې د يوې نښې په توګه نښانې كولې.)

 په شلمه پېړۍ كې چې له انګليسي ژبې څخه ژباړې زياتې شوې، د ې لړۍ په پښتو ليكنو منفي اغېزې هم وكړې. د ( په توګه ) بې ضرورته استعمال د دې ډول اغېزو يو مثال دى. په انګليسي كې لولو:

     Our people regarded him as a great leader.

ټكي په ټكي ژباړه يې داسې ده: زموږ خلك هغه د يو لوى رهبر په توګه ګڼي. حال دا چې د پښتو د خپل جوړښت تقاضا دا ده چې نوموړې جمله داسې وژباړو: زموږ خلك هغه يو لوى رهبر ګڼي.

 د دې كتاب په دويم مخ كې لولو: ( زده كوونكي دې په دوه كسيزه توګه شعر د املا په توګه يو بل ته ووايي او ودې ليكي.)

 كه څه هم د موقتې ادارې د جوړېدو په لومړيو ورځو كې لا د معارف مقاماتو دې ته پام وكړ چې تدريسي كتابونه د خشونت له مفاهيمو خالي كړي او څو كاله وروسته ښاغلي اتمر هم همدا خبره كوله مګر دا كتابونه لا تر اوسه له سوله ايزو افكارو سره پوره اشنا نۀ دي. د شپږم ټولګي د پښتو شپږدېرشم لوست ( د هيوادنۍ مينې ترانه) نومېږي، دلته يې ټول متن را اخلو:

 ما ټول عمر وطنه ستا په غم ژړلي دي                دردونه مې ملي دي ما لا كم ژړلي دي

په هره لوېشته خاوره دې له سرو ماله تېر يم         دښمن زما له هوډه دم په دم ژړلي دي

برياوې د تاريخ مې د جهان خلكو ته درس دى       د هرې نيمګړتيا سره مې سم ژړلي دي

ارمان زما ملي دى د  ولس له زړۀ خبر يم      هميش مې د بري د خنډ په تم ژړلي دي

چوپړ كې د هيواد د خپلو خلكو نوكري كړم         ملي يو والي لار كې مې هر دم ژړلي دي

كارګر د خپل هيواد يم خپلواكي او سوله غواړم    جهان زما د پريكړو په پرتم ژړلي دي  

  كه څه هم ابۍ ټوله بۍ، مګر دلته يوازې هغه جنګي روحيې ته اشاره كوو چې دغه متن يې القا كوي. موږ ولې په وطني اشعارو كې همېشه د دښمن تصور وكړو؟  زموږ برياوې ولې نورو ته درس شي؟ ولې يوازې له سرو ماله تېر شو؟ جهان له موږ سره څه ميرڅي لري چې زموږ د پريكړو پرتم يې وژړوي؟  په دې كې شك نه شته چې د افغانستان جغرافيايي موقعيت، د خلكو بېوزلي او د ټولنې قبايلي جوړښت د دې سبب ګرځېدلي چې زموږ ملت له لويو او وړو، او تحميل شويو او تحميل كړيو ګڼو جګړو سره مخامخ شي. د خوشحال خټك لمسي كامګار خټك د هندوستان په لار كې د افغانستان ستراتيژيك موقعيت ته څو سووه كاله پخوا لا پام شوي او ويلي يې وو چې:

  ستا د حسن پاچا ملك د كابل واخيست

 اوس به هند و دكن اخلي كشمير ورو ورو

 مګر د د ې واقعيتونو معنا دا نه ده چې موږ خپلو خلكو او په تېره بيا خپلو ماشومانو ته دنيا د خرپ وترپ، او كېنې او ميرڅۍ  ځاله معرفي كړو او هغوى ته له نورو سره د مينې كولو په ځاى دا احساس وركړو چې چاپېريال له غليمانو مالامال دى، بد ګومانه اوسئ.

  د شپږم ټولګې په پښتو او دري كې  ځينې لوستونه د ژبې او ګرامر په اړه دي. د دغو موضوعاتو د را اخيستلو ګټه خو معلومه ده خو په پښتو كتاب كې دغه درسونه په مناسبه طريقه نه دي بيان شوي.

د لته د كتاب اووه لسم لوست ټول لولئ:

                              ساده كلمه

   كلمه: هغه لفظ چې د يوې معنا او موخې له پاره له خولې څخه ووځي، كلمه بلل كېږي. لكه: قلم، كتاب، مېز، څوكۍ، تخته او نور. كلمې له تورو څخه جوړېږي.

  زموږ كور په ښار كې دى. زه هره ورځ خپل درسي مواد لكه: كتاب، قلم او كتابچه په خپل لاسي بكس كې ږدم او ښوونځي ته روانېږم. زموږ ښوونځى په ډېر ښه ځاى كې دى. لوى او ښكلى چمن هم لري. د لوړو ټولګيو زده كوونكي د تفريح په وخت كې د ښوونځي په ميدان كې فوټبال او واليبال كوي. زه په ټولګي كې خپل مېز او څوكۍ پاكه ساتم. د زده كړې په وخت كې د ښوونكي خبرو ته غوږ نيسم. د شپږم ټولګي كتابونه چې د ښوونځي د ادارې له خوا ماته راكړل شوي دي، هغه ښه ساتم او پوښ وركوم چې څيرې نه شي. كله چې درس خلاص شي د ترانې په ويلو سره موږ رخصتېږو او د  كور په لور روانېږو.)

 څه فكر كوئ دغه لوست د كلمې د مفهوم په رسولو كې له زده كوونكي سره لازمه مرسته كولاى شي؟

شپږ ويشتم لوست ( جمله ) نومېږي او جمله پكې داسې تعريف شوې ده: يوه يا څو كلمې چې بشپړه معنا او مفهوم وركړي جمله ګڼل كېږي.) خو په لسم لوست كې د ( كلمې ) تعريف دا دى:

( هغه كوچيني ژبني توكي دي چې ځينې يې په خپله پوره معنا لري او خپلواك مفاهيم لري  او ځينې يې په يوازې توګه معنا نه وركوي.) د دغو تعريفونو په رڼا كې زده كوونكى سم نه پوهېږي چې د بشپړې معنا لرونكې كلمه جمله وبولي كه كلمه؟ 

  په درويشتم لوست كې دغه منظوم حكايت لولو:

   له  يو كلي  نه  ګيدړه  تېرېدله

چرګ يې وليد  سمدستي  ودرېدله

په ډېر مكر يې د چرګ وكړ ادب

وېلې پېژنم ستا پلار اوستا نسب    

ستا د پلار اواز خو ډېر خوږ و په بانګ كې

داسې بانګ د بل چرګ نه و په جهان كې

خوند به وكړي كه ته وكړې اوس يو بانګ

كاشكې وي دا ستا اواز د پلار په شان

چرګ رانېغ شو چې اوس وكړي يو خوږ بانګ

هغې ټوپ كړ چرګ يې ونيو په يو ان

چرګ برباد شولو له خپلې ناپوهۍ

د ګيدړې لاس كې شو په مكارۍ )

 

 په دې متن كې شايد د ځينو لوستونكو پام  له ( بانګ) سره د ( جهان) ، ( شان) او ( ان) د قافيه كېدو مشكل ته واوړي مګر تر دې لويه ستونزه پكې د متن له اخلاقي پيغام سره تعلق لري. د كم عمر زده كوونكى ممكن دا معنا ورنه واخلي چې كه هر څوك ورسره په ادب چلېږي، په چلند كې يې بايد چل ووويني. دا بد بينانه نظر د ماشومانو په اخلاقي وده كې مرسته نه شي كولاى. دغسې نيوكه په ځينو نورو درسونو هم كېداى شي.

 په افغانستان كې اكثره هغه ليكنې چې د كم عمر د كسانو لپاره وي، د كشرانو ارزوګانو، روحيې او شرايطو ته پكې پام نه كېږي بلكې د لويانو خپلې هيلې او تقاضاوې پكې لولو چې ډېر ځله ماشومان او د تنكي عمر زلمكي زمولوي، په ځان او خپل وجدان  يې بې باوره كوي او د لويانو  له هدايتونو څخه د نفرت احساس ورپيدا كوي. د شپږم ټولګي د پښتو نولسم لوست چې دلته يې رانقلوو، له كشرانو څخه د مشرانو د بې ځايه ارزوګانو يو څرګند مثال دى:

                                مونږه افغانان يوو

د خپل هيواد رښتينې خدمتګاران شو.

په ټولنه كې د ټولو غوره او منل شويو اصولو درناوى وكړو.

په ټولنه كې د نېكو خلكو د كړنو پيروي وكړو.

د خپل ټاټوبي د شتمنيو،وياړونو او برياوو ښه ساتونكي او پالونكي شو.

د ټولنې د خير، لوړتيا او ښېګڼې په چارو كې ونډه واخلو.

د خپل كور، كلي سيمې او چاپېريال له پاك ساتلو سره د زړه مينه ولرو.

كوچنيانو ته د ژوند په چارو كې سالمې لارښوونې او ګټورې مشورې وركړو.

په ورځني ژوند كې د ميندو او خويندو خواخوږي او مرستندويان واوسو.

تل پر كوچينيانوشفقت او د مشرانو درناوى په پام كې ونيسو.)

ايا ماشومانو ته سالمې مشورې وركول د مشرانو كار دى كه د شپږم ټولګي د زده كوونكي؟ ايا د وطن له ساتلو رانيولې د مشرانو تر درناوي او  پر ماشومانو باندې تر شفقت او ان د كلي او سيمي تر پاك ساتلو پورې په يوۀ ځل او په څو كرښو كې ډېر لوى مسووليتونه نۀ دي؟ زما په نظر د داسې متنونو په لوستلو سره خو يا زده كوونكي د وجداني عذاب احساس كوي، ځكه په ځان كې د دومره هر اړخيزو ښېګڼو صلاحيت نه ويني او يا دا تصور ورپيدا كېږي چې دا هسې يو ګپ دى، صرف د امتحان لپاره يې زده كړه، نور مه پسې ګرځه. دا دواړه حالته خطرناك نتايج لري.

 ب، دري:

  د شپږم ټولګي دري د پښتو په نسبت تېروتنې كمې لري مګر بيا هم يو مناسب تعليمي كتاب ورته نه شو ويلى. د لته هم د پښتو كتاب په څېر د معنا ضعف وينو. د معنا د ضعف او كمزوري منطق يوه بڼه چې د اخلاقو په باب له خپلو پخوانو كتابونو راته په ميراث پاتې ده ، دا ده چې د يوۀ شي د اهميت د څرګندولو لپاره نور شيان بې اهميته كوو. د شپږم ټولګي د دري په اتۀ څلوېشتم مخ كې لولو: ( علم از مال بهتر است زيرا علم ترا حفظ كند ومال را بايد تو نگهداری نمايی.)

 موږ څه مجبور يو چې مال له علم سره پرتله كړو؟ هر يو خپل ځاى لري او بېلو بېلو اړتياوو ته ځواب وايي. د شپږم ټولګي په ساينس كې چې د كتاب پوره نوم اوس ( ساينس، صحت و محيط زيست ) دى، لولو چې : ( زيان و ضرر مواد مخدر به مراتب از زيان جنگهاى تباه كن، قحطی، فقر، امراض مهلك و كشندۀ وبا، ايدز و غيره بيشتر بوده و سبب تباهی جوامع بشری مى گردد.)

پاسنۍ خبرې چې د كتاب په اتم فصل كې راغلي دي، له ساينسي حقايقو سره چې په تجربو مبني وي، سمون نۀ خوري. داسې جملې چې له زده كوونكي لاره خطا كوي، د منطقي مغالطې پيداوار دي. دغه مغالطه د نامتجانسو شيانو د يو ځاى كولو له پخواني عادته سرچينه نيسي.

د پښتو كتاب په دولسم لوست كې يو خوږ حكايت راغلى چې د يوۀ شي د اهميت د ښودلو لپاره د بل شي د بې اهميته كولو د عيب جالب مثال دى. څرنګه چې دغسې كيسې زموږ په اخلاقي ادبياتو كې عامې دي او د ښوونځيو په كتابونو كې يې هم ډېر ځله لوستلاى شو، نو دلته يې رانقلوو:

                                                           كيسه

  يوۀ زاړۀ تجربه كار سړي زامن راوغوښتل، خپل شتۀ او مالونه يې پرې ووېشل. په پاى كې څه ګاڼه پاتې شوه. پلار وويل: ( هر چا چې ښه كار وكړ دا به د هغه وي.) وروسته تر څو ورځو يې زامن راغلل او پلار ته يې په وار سره داسې بيانونه وكړل.

 مشر زوى وويل: ( يوه سړي ماته څو روپۍ امانتې راكړې وې. هيڅوك هلته نه وو او هيچا ونه ليدو. بل وخت يې چې وغوښتې بېرته مې وركړې. ايا پلاره دا ښه كار نه دى؟)

 پلار يې ځواب وركړ: ( تا خپله غاړه خلاصه كړې ده، نور دې هيڅ نه دي كړي.)

 منځوى زوى وردمخه شو او ويې ويل: ( يوه ورځ د رود غاړې ته تللى وم. يو هلك اوبو اخيستى و، نږدې و چې ډوب شي. ما ځان اوبو ته واچاوۀ، هلك مې راوكيښ او مور ته مې يووړ. ته ووايه پلاره دا كار د انعام وړ نه دى؟)

پلار ورته وويل:( تا ښه كار كړى دى، مګر زما په خيال تا داسې كار نه دى كړى چې د انعام وړ دې وي.)

 كشر زوى لاس په نامه ور وړاندې شو. پلاره! يوه سړي چې ما ورسره هيڅ بد نه و كړي له ما سره يې داسې چلند وكړ چې نږدې  مړ شوى وم. بله ورځ هغه سړي د يوه پاڼ په ژۍ پروت و، كه په اړخ شوى واى لاندې لوېده او مړ كېده. زه ورو ورو ورغلم سمې ته مې كش كړ او له مرګ څخه يې نجات موند.)

پلار نارې كړې: شاباش زويه! د بدو پر ځاى ښه كول د هوښيارانو او ښو خلكو كار دى او هغه مال چې د وېش څخه پاتې و خپل كشر زوى ته يې په انعام كې وركړ.)

 دلته د دې لپاره چې د بدو په مقابل كې ښه كول مهم وبلل شي، د ماشوم له مرګه ژغورل بې اهميته ښودل شوي دي. پلار د امانت د وركړې په اړه مشر زوى ته منطقي خبره كوي او د انعام  مستحق يې نه ګڼي خو منځوي زوى ته دليل نلري او څرنګه چې له بدو خلكو سره ښه كول په خپل ذات كې منطقي كار نه دى نو له كشر زوى سره د بل سړي د بد كولو مثال نه وركول كېږي. كه يې مثال موجود واى بيا به يې منل لا مشكل شوي و.

 په پاسني حكايت كې امانت يو عادي عمل ګڼل كېږي خو د شپږم ټولګي په دري كې شپږ ويشتم لوست د امانت ستاينې ته بېل دى. دغه درس دلته را اخلو:

                                 امانت دارى

امانت داری خصلت خوب و پسنديده است كه هر انسان بايد داشته باشد .خصوصا انسان مسلمان.

انسان امانتدار را هر كس دوست دارد. بالاى او هر شخص اعتماد مې نمايد. در ضمن، اعتماد به نفس انسان امانتدار روز به روز نزد خودش بالا مى رود او احساس خوشى می نمايد.

امانت را قبول كردن يك مسووليت را به دوش گرفتن است. انسانى كه اين مسووليت را قبول می كند بايد آن را در وقت وزمانش مسترد نمايد، به قول و زبان خود صادق باشد.

بايد در حفظ و نگهداری امانت بسيار كوشا باشيم و امانتى كه به ما سپرده شده است، آن را با پايمردی و متانت به صاحبش اعاده كنيم.هيچگاه در امانت خيانت نكنيم، تا شخصى امانت دهنده از ما خوشنود گردد و رضايت خالق جهان را نيز به دست بياوريم.)

د دري ژبيو ښوونځيو زده كوونكى چې په پښتو كې هغه كيسه لولي او په دري كې دا پاسنى متن لولي، د امانت په اړه به څه نتيجې ته رسېږي؟ داسې ښكاري چې د درسي كتابونو د هماهنګي اصل ته لا زياته توجه پكار ده. خو كه راشو بېرته د امانت په اړه په دري كتاب كې راغلي متن ته. امانت زموږ په پخواني اجتماعي او اخلاقي نظام كې له دوو جهتونو ډېر اهميت لري. يو يې ديني- فلسفي اړخ دى. د امانت هغه مفهوم چې حافظ يې يادوي: اسمان بار امانت نتوانست كشيد، او بل اړخ يې له پخواني اجتماعي نظام سره تعلق لري چې ليك ولوست، د اسنادو ثبت او د حقوقي معاملو د څارنې دفترونه پكې د اوس هومره نه وو او په نتيجه كې د امانت اخلاقي ضرورت لا ډېر محسوس و. د شپږم ټولګي زده كوونكى د امانت په ديني- فلسفي مفهوم نه شي پوهيدلاى او په اجتماعي لحاظ يې اوس اهميت هغومره دى لكه د پښتو كتاب په كيسه كې چې يې ذكر وشو، نو په دري كتاب كې چې څه ويل شوي دا د امانت په اړه له پخواني اجتماعي نظام او دهغه نظام د اړتياوو په اساس له منل شويو اخلاقياتو سره تعلق لري، د اوس وخت زده كوونكي ته د ژوند په سفر كې ډېر څه نه ورزده كوي. په دې سربېره د وچو نصيحتونو په بڼه او هغه هم په كليشه يي ژبه باندې د اخلاقو زده كړه په لوستونكي كې له دې موضوعاتو سره د مينې په ځاى ممكن كركه پيدا كړي. د دري كتاب درويشتم لوست نه يوازې  وچ او په سوليدلي سبك نصيحت دى بلكې د كتاب د ځينو نورو درسونو غوندې د بيان او معنا غلطۍ هم پكې شته:

                                  صبر و شكيبايی

صبر و شيكيبايی نيرويی است كه انسان را در مقابل مشكلها ودشواريها مقاومت مى بخشد. طاقت و توانايی فرد را بلند مى برد و شخص را جرات مى دهد كه با همه نابسامامانى ها مجادله و مقابله كند. انسان صبور هيچگاه از سختيها و ناملايماتى كه در زنده گی برايش حادث مى شود هراس نمى نمايد و با آن مقابله می كند.

كسانيكه از صبر و شكيبايى در امور روزانۀ زنده گی كار می گیرند، مایوس نمى شوند. غمها، دشواريها، نادارى، فقر وغيره را تحمل می كنند.

  و هيچگاه زبان شكوه و شكايت را باز نمى نمايند. خيالات و تشويش نمى تواند بر ايشان غلبه حاصل كند. چنين اشخاص در تمام كارها كامياب و موفق مى گردند. حيات و زنده گی را خوب و بهتر سپرى مې نمايند.)

  كه صبر دا شى وي نو انسان په ژوند كې بل هيڅ اخلاقي فضيلت ته اړتيا نلري. ( خيالات) په دري كې څۀ ته وايي؟ د دې متن دريم پاراګراف چې په ( و) پيل شوى د ى، په كتاب كې همداسې دى.

د افغانستان په درسي كتابونو كې له پخوا راهيسې د اشخاصو د معرفي يو كليشه شوى  او تر ډېره حده بې ګټې سبك وينو چې د شپږم په دري كې هم تكرار شوى دى. مثال:

                                     محجوبه هروی

 نامش محجوبه، اسم پدرش منشى ابوالقاسم است. در صبح روز اول ماه جدى سال ۱۲۸۵ هجرى شمسى در بادغيس تولد يافته است.

 علوم مروجه در زبانهاى درى و عربى را نزد پدر ومادرش فرا گرفت. اين شاعر داراى طبع روان بو د و در سرودن انواع مختلف شعر دسترسى كامل داشت.

 محجوبه در انشا و حسن خط لياقت و مهارت بسزا داشت. مجموع ابيات سروده شدۀ وى به پنج هزار بيت مى رسد. اين زن فاضل در ماه حوت سال ۱۳۴۵ هجرى شمسى چشم از جهان پوشيد.)

  په دغه متن كې راغلې خبرې د محجوبې په اړه داسې څه نه رازده كوي چې زموږ د لارې مشال شي. كابو ټول لوستي كسان مروجه علوم زده كوي. د روانې طبعې خبره خو د كابو هر شاعر په اړه شوې ده. د بيتوتو د تعداد يادونه يې هم خاص څه نه رازده كوي، ځكه دا يوه متوسطه اندازه ده. كه د خيام د څلوريځو كموالي ته اشاره وكړو نو زده كوونكى ورنه دا مطلب اخيستى شي چې لويه شاعري د شعرونو د شمېر په زياتوالي پورې نه ده غوټه او يا كه وويو چې خوشحال په سياسي او اجتماعي لحاظ ډېر مصروف ژوند درلود مګربيا يې هم تر اكثرو شاعرانو ډېر اشعار ويلي دي، نو د هغه د فعال ژوند په اړه به يو تصور راكړي، مګر د محجوبې د اشعارو دتعداد په اړه معلومات زده كوونكي ته نور الهام نه شي وركولى. د شعر په بېلو بېلو انواعو پوره لاسبري ، يوه مبالغه ده چې په پخوانو تذكرو كې يې مثالونه ډېر مومو خو په اوسنۍ زمانه كې يې ناسم معلومات گڼو. په انشا كې له مهارته منظور څه دى؟ ايا نثرونه يې كښلي او هغه ډېر كامياب وو؟ پاسنو جملو ته ورته جملې له ډېرو كلونو راهيسې د افغانستان د معارف په كتابونو كې وينو چې بهتره ده له يكنواخته حالته راووځي. مثلا دا به بهتره وه چې   د محجوبې معرفي ته  له دې نظره كتل شوي واى  چې پخوا به ډېرو لږو مېرمنو  لوړې زده كړې كولې خو دا چې په يوه منوره كورنۍ كې دنيا ته راغلې وه نو پلار ومور يې ورباندې زده كړې وكړې او داسې تكړه مېرمن ورنه جوړه شوه. پكار خو داده چې د هر چا ژوند ته له  نوې زاويې وګورو او دخپل ژوند لپاره نوي څه ورنه زده كړو.

  د شپږم ټولګي د دري په دوه څلوېښتم لوست كې استاد خليلي معرفي شوى دى، داسې:

( استاد خليل الله خليلی فرزند ميرزا محمد حسين مستوفی الممالك عهد امير حبيب الله خان بوده است. استاد خليلی در ماه شوال ۱۳۲۴ هجرى قمرى در شهر كابل در مجاورت زيارت شاه دوشمشېره  رح  در سراى پدر خود كه به نام باغ شهرآ را ياد مى شد به دنيا آمد.

 استاد خليلی در نظم و نثر آثار استادانه يى از خود باقی گذاشته است. مقالات تحقيقی و اشعارش در مجلات كابل از جمله در مجله آريانا و ساير نشريه ها به چاپ رسيده است.)

د دغه متن لويه برخه هم له غير ضروري معلوماتو ډكه ده. د هغه د زوكړې د ځاى دومره دقيق ادرس د شپږم ټولګي زده كوونكي ته څه گټه لري ؟ د كابل په خپروونو كې د استاد خليلي د اشعارو او ليكنو خپرېدل يا نه خپرېدل د هغه د شخصيت يا علم وهنر په اړه څه راته وايي؟ د كتاب مولفانو كولاى شوى چې د استاد خليلي په ژوند كې الهام بخښونكي اړخونه ومومي او هغه زده كوونكو ته وليكي.

د ښوونځي د كتاب د  يوۀ لوست په څېر هره لنډه ليكنه  كه د موضوع په اړخونو كې په خاص اړخ تاكيد ونكړي او هغه تاكيد د زده كوونكي اړتياوو ته په پام سره غوره شوى نه وي، ممكن ګټه ونلري. د شپږم ټولګي په دري كې كاپيسا ولايت په يوه نسبتا مفصله ليكنه كې معرفي شوى دى، دلته بې د سر څو جملې رانقل كړو:

 ولايت كاپيسا درشمال شرق كابل واقع گردیده است كه در حدود ۳۰۰۰ سال قدامت تاريخى دارد . مركز آن محمود راقي مى باشد.  حصه اول كوهستان، حصه دوم كوهستان، نجراب،تگاب، اله ساى وكوه بند از جمله ولسوالى هاى آن است. آب وهواى آن مانند كابل زمستان سرد وتابستان معتدل دارد. بلندى آن از سطح بحر به ۱۵۰۰ الى ۲۰۰۰مى رسد ومساحت آن ۱۸۷۱ كيلومتر مربع است.

پيداوار مهم زراعتى آن: گندم، جوارى، برنج، لوبيا و پنبه مى باشد. كه پنبۀ كوهستان، انار تگاب، پنير و چهارمغز نجراب وتوت كوه بند در سطح مملكت درجه عالى را حايز هستند. كوهستان با داشتن جاهاى تاريخى و آب وهواى خوش هميشه مورد توجه سياحان بوده است. ازجمله نقاط ديدنى آن مى توان از كوههاى ريگ روان تپه حصارك و منظرۀ زيبا وخوش آب وهواى صياد نام برد...)

زمونږ د ګڼو معلوماتي ليكنو غوندې دلته د خورو ورو معلوماتو باران وينو چې لوستونكى په تكليفوي او زده كوونكى خواركى چې ممكن د هغې په يادولو مجبور شي، لا ډېر كړوي. دلته  ډېر ځايه جملې په يو بل پسې د منطق له مخې نه بلكې د تصادف له مخې راغلې دي چې د زده كوونكي د فكر په روزنه كې برخه نه شي اخيستلاى.

 لږ مخكې د محجوبۀ هروي يادونه وشوه. د محجوبې تر لنډ ژوند ليك لاندې د هغې د كلام نمونه لولو. لومړى بيت يې دا دى:

 صيقل زن از آيينۀ دل زنگ برانداز

 بر شاهد مقصود پس آنگه نظر انداز

د عرفاني تجربې او سمبوليزم دغه بيت به د شپږم ټولګي زده كوونكو ته څنګه بيانوو چې دوى ورباندې پوه شي او خوند ورنه واخلي؟ د افغانستان د معارف په كتابونو كې ډېر ځله د زده كوونكو عمر، تجربه، سويه او ذوق په نظر كې نه نيول كېږي.       

   ج، ساينس:

  د شپږم ټولګي د ساينس په كتاب كې يوازې د معلوماتو وركړې ته پام نه دى شوى بلكې تر ډېره حده  دې ته هم كتل شوي دي چې زده كوونكى له دغو معلوماتو په خپل ژوند كې استفاده وكړي. دغه راز په ډېرو مواردو كې هڅه شوې ده چې د افغان زده كوونكي د خپل ژوند په چاپېريال كې مثالونه وموندل شي څو په دې ډول هم له موضوع سره دلچسپي پيدا كړي او هم يې درك ورته اسانه وي. البته دغه كتاب  له ځينو جدي ستونزو خالي نه دى.

  په دې كتاب كې ډېر ځله داسې كلمې راځي چې زده كوونكي ته مبهمې پاتېږي. مثلا په اووم مخ كې لولو: اعضاى سيستم تنفسى به ترتيب عبارت از بينى، حلقوم، حنجره، قصبته الريه، برانشى ها، شش ها وكيسه هاى هوايى مى باشد.

هوا از طريق سوراخ هايى بينى داخل نلهاى تنفس شده به شش ها مى رسد.)

 د نلهاى تنفسى په باره كې نه تر دې مخكې او نه تر دې وروسته څه معلومات شته او كله چې د تنفسي سيستم د غړيو نومونه اخيستل كېدل نو هم د دغو نلونو يادونه پكې نه وه. دغسې مجهول موارد په دې كتاب كې كم نه دي.

 مونږ ته د ساينسي مطالبو د ليكلو لپاره له تېرو لسيزو يو سبك راپاتې دى چې كله كله د لومړنيو ژباړونكو د مبهمې ژباړې په وجه لازمه وضوح نه لري. اوسنو مولفانو ته پكار ده چې د پخوانو مولفانو او ژباړونكو د ليكلو طرز ته په انتقادي نظر وګوري. زمونږ په ساينسي ژبه كې( وينه) له تېرو څو لسيزو راهيسې حياتي ماده بلل كېږي،  د شپږم ټولګي د ساينس په اوسني كتاب كې يې هم حياتي ماده بللې ده. په دې كتاب كې لولو: خون ماده حياتى است كه به شكل مايع سرخ رنگ بوده، آكسيجن و مواد غذايى را به تمام قسمت هاى بدن رسانده ومواد اضافى را از حجرات بدن نقل مى دهد.) زه نه پوهېږم چې وينه  يې دلته ولې حياتي ماده بللې ده؟ كه منظور ورنه دا وي چې ژوندۍ ماده ده، يا مهمه ماده ده نو د بدن نور غړي هم ژوندي دي او خپل اهميت لري، زده كوونكي ته سوال پيدا كېږي چې د ( ماده حياتى ) كلمې  ولې د نورو په تعريف كې نه شته. ايا كه دا تعريف داسې پيل شي چې : خون مايع سرخ رنگ بوده،... څه عيب لري؟

  په يو ويشتم مخ كې لولو: ذرات اساسى يا كوچكترين ذرات عناصر را اتومها تشكيل ميدهد كه در تعاملات كيمياوى و تركيب مركبات كيمياوى متعدد و متنوع به حيث كتلۀ واحد حصه مى گیرند. اتمها به نوبۀ خود از ذرات كوچكترى مانند پروتون، نيوترون، الكترون وغيره متشكل مى باشند.)

په دې تعريف كې اول لولو چې اتومونه د عناصرو تر ګردو وړې ذرې دي او په وروستۍ جمله  كې بيا دا تر ګردو وړه ذره په لا وړكيو ذرو وېشل شوې ده. دغه راز د ( اساسى ) او ( عناصر) تر منځ د ( يا ) له كلمې زده كوونكى يا بل هر لوستونكى دقيق مفهوم نه شي اخيستلاى. دغه پيل به شايد داسې بهتره واى: اتوم ها كوچكترين ذرات اساسى عناصر را تشكيل مى دهد كه...) په دې بڼه كې به زده كوونكى پوهيده چې اتوم په اساسي ذرو كې تر ګردو وړكى دى.

  زما په ګومان دلته  د ( تعاملات كيمياوى او تركيب مركبات كيمياوى ) عبارتونو ته ځكه ضرورت نه شته چې زده كوونكى لا له دغو موضوعاتو سره بلد نه دى. دى دغه تعريف  له ياده زده كولاى شي خو ورباندې پوهيداى نه شي. په دې سربېره دلته د ( متعدد و متنوع) په مفهوم خو د ټول كتاب تر لوستلو وروسته هم پوه نه شوم.

   په دې كتاب كې د مجهول د بيان لپاره له نورو مجهولاتو استفاده نسبتا ډېره وينو. د مخلوط په تعريف كې لولو: مخلوط ماده يى است كه از يكجا شدن فزيكى دو يا چند مادۀ متجانس ( عناصر يا مركبات) تشكيل شده باشند.)

   د شپږم ټولګي ساينس د فزيكي يو ځاى كېدو په باره كې راته څه نه وايي نو په داسې حالت كې به زده كوونكى له دې تعريفه څه مطلب واخلي؟

     په دې كتاب كې په لږو كلمو كې د ډېر مطلب د ځايولو هڅه وينو چې په لوستونكي باندې ډېر فشار راځي. په دوه ويشتم مخ كې د ( د قشر هاى اتمى ) په كوچيني عنوان پسې لولو: الكترونها ذرات كوچك اتومى اند كه به دور هستۀ اتوم به مدارهاى معين و سرعت معين در حركت بوده داراى چارج واحد برقى منفى و كتلۀ آنها يك بر يك هزار وهشت صد و چهل حصۀ پروتونها و يا نيوترونها مى باشد.)

په عنوان كې د اتومي قشرونو ذكر كېږي، خو په متن كې د الكترون تعريف وينو او په تعريف كې داسې څه وينو چې زده كوونكى ورباندې پوهيداى نه شي. كه مونږ ډاډه يو چې زده كوونكى مثلا له واحد برقي چارجه مفهوم نه شي اخيستلاى نو بيا بهتره ده چې يا ورته مبهم مفاهيم واضح كړو او يا په تعريف كې تغيير راولو.

   دغه راز يو نيم ځاى د درس له غير ضروري او بلكې ګونګ پاى سره مخ كېږو. مثلا له دا لاندې كانكلوژنه څه نه تر لاسه كېږي:

( ديده مى شود كه عناصر اساس وتهداب تمام مركبات عضوى موجودات زنده ) و غير عضوى ( غير زنده ) را تشكيل مى دهند، بنا بر آن داراى اهميت و ارزش خاص در تشكيل عالم طبيعت مى باشد.)

 دلته اساس وتهداب يعنې څۀ؟ د مركباتو او بيا د هغو د عضوي او غير عضوي وېش يادولو ته څه اړتيا شته؟ ( ارزش خاص) څه ته وايي؟ په دنيا كې به داسې څه وي چې خپل اهميت ونلري؟

  د ساينس د كتاب په نولسم مخ كې د متجانسو موادو په تعريف كې لولو: مواد متجانس موادى اند كه از حيث تركيب و ساختمان کوچکترین ذره آن دارای عین خاصیت وترکیب باشد مثلا آب خالص، نمك، بوره، طلا و نقره. چنانچه كوچكترين ذرۀ مواد مذكور داراى عين خواص مادۀ اصلى مى باشد.)

  خو په يو ويشتم مخ كې د عناصرو په تعريف كې لولو: عناصر عبارت از مواد متجانسى اند كه كوچكترين ذرات آن ( اتومهاى آنها ) داراى عين خواص و ساختمان باشند. مانند: طلا، نقره ، آهن ، كاربن ، سلفر، سرب، آكسېجن، نايتروجن، كلورين، برومين وغيره.)

 دغه دوه تعريفه لوستونكي ته دا امكان نه وركوي چې د دغو دوو سره بېلو شيانو فرق وكړي.

  كه خپلې خبرې را ونغاړم نو د دغو دريو كتابونو له لوستلو وروسته د معارف د كتابونو قدرمنو مولفانوته زما د وړانديزونو خلاصه دا ده چې:

 يو، د معارف د كتابونو په گڼو ليكنو كې د جملو او پاراګرافونو تر منځ قوي تړاو نه شته. داسې ګڼ مثالونه پيدا كولاى شو چې جملې له يو بل سره ژور منطقي تړاو نه لري او هسې د تصادف له مخې د يو بل په څنګ كې ايښودل شوې دي. د دې حالت لوى تاوان دا دى چې د زده كوونكي د تحليل او استدلال د استعداد له روزلو سره مرسته نه كوي او دى مجبوروي چې درسونه په اصطلاح په ميخانيك ډول له ياده زده كړي. له ياده زده كول ځكه بې فايدې دي چې څه موده پس بېرته هيرېږي. هسې وايي چې يوۀ طالب له بلۀ پوښتنه وكړه چې صرف مير دې لوستى دى؟ هغه ورته كړه: ولې نه، ما هير كړى هم دى !

دوه، د مطالبو په ليكلو كې په كافي اندازه وضوح نه شته. د وضوح نشتوالى كله كله د نا تعريف شويو مفاهيمو د راوړلو  په وجه دى  او كله كله د ليكلو د كمزوري طرز په وجه.

درې، په درسونو كې راغلي اخلاقي پيغامونه له خشونت اوله بې ځايه قومي احساساتو په كافي اندازه خالي نه دي. دغه راز د اوسنۍ زمانې اخلاقي اړتياوو او اخلاقي فلسفې ته پكې چې د فردي ژغورنې په ځاى په اجتماعي ژغورنه تاكيد كوي، لازمه توجه نه ده شوې.

څلور، د مطالبو محسوس، تصويري او عيني بيان ته لكه څومره چې پكار ده پام نه دى شوى، ډېر ځله له كلي ګويي سره مخ كېږو. كلي ګويي هم د ابهام سبب كېږي او هم په لوستونكي باندې د مطلب اغېز كموي.

پنځه، د دري او په تېره بيا پښتو له ځينو درسونو داسې ښكاري چې ليكونكو ته يې د خپلې ليكنې مشخص مقصد نه و معلوم. لكه ليكونكو ته يې چې د مكتب د وخت د مقالو په څېر  تش يو عنوان وركړى وي چې مثلا د پسرلي په اړه په دومره كرښو كې يوه مقاله وليكئ او بيا دوى د عنوان په رڼا كې څو كرښې توري كړې وي. زما په خيال ليكونكو او انتخابوونكو ته بايد اول مقصد پوره روښانه شي، بيا مطلب انتخاب او برابر كړي.

 شپږ، معارف وزارت د روان كال ( ۱۳۸۷ ) په پسرلي كې د نصاب د نويو كتابونو د املايي ستونزو د لرې كولو لپاره درې ورځنى سيمنار جوړ كړ چې زما په خيال خورا ضروري او مفيد و. خداى دې وكړي د معارف د كتابونو په راتلونكو چاپونو كې د املا او ليك نخښو ستونزو او د املا وحدت ته لاډېر پام وشي.

اووۀ، د زده كړې عملي او په ورځني ژوند كې قابل استفاده اړخ ته لا ډېره توجه پكار ده. په تېرو زمانو كې چې د چاپ صنعت نه و او له خلكو سره معلومات خورا محدود و، نو لوستونكي ته له هر ډول معلوماتو خبرېدا، په زړۀ پورې وه او مفيده يې بلله خو اوس چې معلومات بې حده ډېر موندلى شو، مجبور يو انتخاب وكړو او هغه څه زده كړو چې استفاده ورنه كولاى شو. د ښوونې او روزنې د تاريخ ماهران وايي چې د پخوانۍ زمانې د تعليم د نظام يو عيب دا و چې تر ډېره حده پورې يې  پوهه  د پوهې لپاره مهمه ګڼله ، نه د استفادې لپاره. د دې شي نتيجه دا راووته چې پخواني علم د بشر په سوكالۍ كې چندان برخه وانه خيسته. هر هغه شى چې پكار رانه را نۀ شي د خلكو له پامه غورځي.

  يوه مشهوره مقوله ده چې د زده كړې مقصد د خالي ذهن ډكول نه بلكې د بند ذهن پرانيستل دي . زما په خيال دا خبره د معارف د هر ښه كتاب د ليكونكو لپاره د لارې مشال ده.

 

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۸٩          سال چهـــــــــارم              دلـــــو    ١٣٨۷  خورشیدی           فبــــــــوری 2009