کابل ناتهـ، Kabulnath



























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 

په "دريمه نړۍ كې" د ليكوال لوب

 
طاهر بن جلون، لوموند، د ۱۹۹۲ كال د دسمبر ۱۸
ژباړه: ايمل هاشور

 

نوميالى امريكايي رمان ليكوال فيليپ روث Philip Roth د لوموند (د ۱۹۹۲ كال د نوامبر دريمه) سره په يوې مركه كې په ځانګړي توګه د امريكا په ټولنه كې د ليكوال له ګوښه والي غږيږي، وايي: "ډيره ستونزمنه ده يو څوك پيدا كړى چې ورسره د يو ساعت لپاره د يو كتاب په اړه هدفمندې خبرې وكړى. زه نه پوهيږم چې دا ستونزه  په ټولې نړۍ كې ده كه نه، خو د امريكا په ټولو ځايونو ـ آن نيويارك كې ـ وضعه دا ډول ده."

 

طاهر بن جلون هغه ته داسې ځواب وركوي : "خو د دريمې نړۍ ليكوال نه اننګيري چې يوازې او ګوښه كې ژوند كوي."

 

ليوال يم چې فيليپ روث ته چې خپل ځان لږ تر لږه په امريكا كې د اوسني عصر وروستى رمان ليكوال ګڼي ووايم چې څومره هڅونكي ده چې يو څوك دې په اصطلاح د دريمې نړۍ يو هيواد پورې تړلې ليكوال وي. هغه نه يوازې چې د درناوى وړ دى، بلكې ليكنې يې لوستل كيږي او غوښتنه ورته هم ډيره ده، كره كتنه يې كيږي، منل كيږي يا رديږي، پر سترګو ايښودل كيږي يا تر پښو لاندې كيږي. د ليكوال سره غالبا په ايده آل او افسانه اي توګه چلند كوي، خو هغه افسانه چې په واقعيت كې جرړې ولري. ليكوال آن كه په خپله و نه غواړي، هغه د يو وياند په توګه ګڼي، يعنې هغه څوك چې د هغو كسانو خبره څرګندوي چې نشي كولاى خپله خبره وكړي. ليكوال، هغه څوك دى چې كيسې نكلوي، ابداع كوي يا هغه د پرګنو د فرهنګ له سترو زيرمو څخه اخلي او په بله بڼه يې اړوي. ليكوال بايد نه يوازې د يو اثر پنځونكى، بلكې يو مدافع وكيل، يو ټولنيز مرستندوى، يو ملاتړ كونكى، يو سرګرم كونكى، يو ښوونكى، يو راز ساتونكى او يو حرفه اي معترض وي.

 

كاتب ياسين، د عربي مغربي هيوادونو لوي ليكوال په هغه سيمنار كې چې د ۱۹۶۷ د فبرورۍ په اتمه په اوپسالا (سويډن) كې جوړ شوى و، ډيره جالبه موضوع راپورته كړه او وى ويل: "تاسو دې هيواد (الجزاير) ته ځئ. يو سړئ په كوڅه كې مو لستوڼى نيسي او وايي:"تا وويل چې ليكوال يې، يعنې څه چې زه وايم ، ته يې بيانوى. ښه، نو غوږ شه.... " دا په ساده او مستقيم ډول د يو ليكوال رول دى. ليكوال بايد د يو آرمان يا يوې ټولنې د خدمت لپاره اوريدونكى غوږ ولري. له ليكوال نه تمه كيږي چې په ژوندانه كې ژمن ووسي او د مسائلو په هكله كه ماورا طبيعي وي او كه ادنى سياسي چارې وي، دريځ ولري. ټول، هغه يو هڅاند، يعنې مسوول انسان ګڼي.

 

په ۱۹۶۰ كلونو كې كاتب ياسين داسې څرګندونې وكړې : "زموږ په هيواد كې لا د روڼ اندو او خلكو اړيكه غوڅه شوى نه ده. خطر دا دى چې د روڼ اندو يوه برخه، د امتياز له صاحبانو او انګلي قلم لرونكو څخه جوړيږي چې ځان له ولس څخه جلا كوي او خپل ځان په بى وسۍ او خوشې توب محكوموي." په اروپا كې هم ليكوال اوريدونكې غوږ لري خود خلكو په پرتله ډير د ځان لپاره. دا طبيعي ده. ښكاره ده چې تقاضا په دواړو ځايونو كې يو ډول نه ده. د شهادت وركونې او همدا ډول د "درملنې" اړتيا هومره چې په دريمې نړۍ كې فوريت لري، په اروپا كې يې نه لري.

 

ليكوالانو په كراتو او كراتو د ادبياتو محدوديتونه راسپړلي  او ويلي دي چې د ساري په توګه يو كتاب د هغه ماشوم لپاره چې له ولږې مري، كوم كار نشي تر سره كولاى او يا دا چې يو شعر يا رمان نشي كولاى په يو هيواد كې زورواك رژيم ړنګ كړي يا د هغې اقتصادي وضعيت بدل كړي، سره د دې، لوستونكي په دې خبرو كې د مسئوليت څخه له تيښتيدنې پرته بل څه نه ګوري. رمان ليكوال كله چې دې ځانپوهايي ته رسيږي، ځان ته اجازه نه وركوي چې د خپل زړه په هوا قلم ووهي، بلكې ناچار دى د خلكو غوښتنې او تمې په پام كې ونيسي. هغه پوهيږي چې خلك ورڅخه ټاكلى تمه لري او بايد  بيرته يې حساب وركړي.هر څومره چې خلكو ته ډير ګران وي، هومره د هغې سره سخت چلندي دي. نو د هغه آزادي تر يوې كچې محدوديږي.

 

بيا هم د كاتب ياسين له كتاب څخه ووايم چې له بل هر چا څخه  په ډير ښه ډول خپل شهادت په دې اړه موږ ته څرګندوي. هغه د ۱۹۷۰ كال د نوامبر په شلمه په لوموند كې د خپل: "جلاوطنه او نالوستي" هيوادوالو سره د خپلو اړيكو  په هكله وايي: " كوم ليكونه چې به يې د اونۍ په ترڅ كې ماته راوړل ما به ورته هغه لوستل، او څنګه چې به يې ماته ديكته كوله، هماغسې به مې ورته جوابونه ليكل. دا كار ماته هڅونكى و. زه د هغوى په رازساتونكي ، منفصل عقل او د زندان په سلول كې په منشي بدل شوى وم."

 

فيليپ روث وايي: "تر دې وروسته چې څوك كتاب لولي، هغه په ګوښه كې دى." په جواب كې بايد ووايو: برعكس، په عربي مغرب كې هغه څوك چې كتاب لولي، نشي كولاى  په ګوښه كې ژوند وكړي. يو كتاب آن د جيبي قطعې سره لږ تر لږه لس كسان لولي. كتاب لاس په لاس ګرځي، هغه هم نه په هغو جرګه ګيو كې چې پيسو ته لاسرسى لري. د ليسې ځوانان او محصلين له بل هر چا، ډير كتابونه لولي. هغوى چې هوسا دي ـ لكه كادرونه، د آزادو دندو صاحبان، سياستوال ـ تقريبا د مطالعې كسان نه دي او تل همدا كسان دي چې د كتاب د بيو په لوړوالي اعتراض كوي. هغه رمان چې په فرانسه كې ۱۰۰ فرانكه بيه لري د يو مراكشي لپاره د سيمه ايزه پيسو د برابرۍ نرخ د ټيټيدو او د ليږد راليږد لګښتونو په پام كې نيولو سره، تقريبا دوه برابره تماميږي. د سيمې ځوانان د كتاب د پيرلو لپاره پيسې راماتوي. زه په خپله شاهد يم چې د كتاب په نندارتون كې مې خپل يو كتاب د دو يا دريو محصلينو لپاره د يادګار په توګه لاسليك كړ.

 

په دې ډول هغه مسئله چې مغربي ځوانان ورسره  مخامخ دي، دا ده چې  د لوستلو تنده او فرهنګ ته د لاسرسۍ تنده لري، خو كتاب، ډيسك يا نندارتون ته لاسرسۍ نلري. په ياد مې دي چې د همدې موضوع په هكله مې يو وخت د ژان ژنه سره خبرې اترې كولې. هغه ويل څوك چې د فرهنګ وزير دى، دنده لري چې د دې ځوانانو لپاره مسافرتونه برابر كړي چې وكړاى شي د وان ګوګ، ګويا او ماتيس تابلوګانې يا د جياكومتي مجسمې وګوري. د هغې لپاره دا يوه كوچنى دنده ده، په داسې حال كې چې د ځوانانو څومره لوېې جوپې دې ته چمتو دي چې له پوليس سره غاړه غړى شي څو هغه سالون ته ننوځي چې په كې د شعر شپه جوړه شوى ده. داسې يوه پيښه  څو كاله وړاندې په كازابلانكا (دار البيضاء) كې  كله  چې محمود درويش [فلسطيني شاعر] ته د شعر شپه جوړه شوى وه، رامنځته شوه. پوليس ناچار شوى و چې د هغو سلګونو ځوانانو د خورولو لپاره چې بريالي شوي نه وو د ځان لپاره ځاى رزرو كړي، رامخې ته شي.

فرانسوي ليكوالان چې د مراكش له پوهنتونو  او ښوونځيو ليدنه كړى، كولاى شي شهادت وركړي چې خلك ډير هوښيار دي او غالبا  د دې ليكوالانو كتابونه پيژني. د لوستنې او بحث كونې تنده كوم بريد نه پيژني. حقيقت دا دى كه چيرې د دې سترې ليوالتيا په اړه بي پروايي وكړو، فيليپ ورث ته به حق وركړو: پنځلس زره لوستونكي چې لا په امريكا كې پاتى دي د مغرب كتاب لوستو په وړاندې، له هغه څه چې دې، لا هم ناڅيزه ښكاري.

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٨١           سال چهـــــــــارم                  میــــــــزان    ١٣٨۷                 سپتمبر/ اکتوبر 2008