کابل ناتهـ، Kabulnath

























Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

ډاکټر محمد صديق اباسين

 
 
خاطره
 
 

درنو لوستونکو د هاغه شواهدو له جملې څخه چې د مرحوم شفيق صيب د ملي  انقلابي سياست په اړه زما د مخکينۍ مقالې متن تاييدوي،  غواړم  د مجاهد ولس په 84 مه ګڼه 1367 كال کې د دغه ملي شخصيت په اړه د ولسمل صيب د مقالې يو لنډيز تاسو ته وړاندې کړم  .

درنو وطنوالو!
د ښايسته ډېر وخت راهيسی په دې فكر وم چې دمرحوم موسی شفيق د صدارت په دوران يوه رساله خپره او هغه څه را ښكاره كړم چې راته معلوم او پخپله خوله يې راته ويلی وو خو د مهاجرت د ستونزو نه ډك ژوند ددې موقع نه راكوله چې په دې هكله خپلو يادداشتونو ته مراجعه او عملی اقدام وكړم. خوكله مې چې په تېر ډسمبر كښې لندن ته سفر وكړ هلته په يوه دوستانه كتنه كښې چې څو تنو مجاهدو شخصيتونو پكښې برخه درلوده د وطن د اّزادۍ او نورو مسايلوپه ضمن كښې د مرحوم موسی شفيق موضوع را منځ ته شوه نو ما هم پخپل نوبت  د هغه ارواښاد په هكله څو خبری وكړې؛ په دغه مجلس كښې محترمه فاطمه  ګيلانی هم ناسته او د انتقاد په ډول يې ماته وويل:
ولې دغه حقايق د وطنوالو دخبرتيا په منظور په مجاهد ولس كښې نه خپروې؟ هغې خپلو خبرو ته داسې دوام وركړ: « د روان جهاد په دوران كښې په هر چا هر څه وليكل شول خو د شفيق صاحب په هكله هيچا هم حقايق را ښكاره نه كړل او دا يو لوی ظلم دی
دغه وخت زما پخواني احساس قوت وموند او د ځان سره مې په زړه كښې ټينګه فيصله وكړه چې د ارواښاد موسی شفيق د صدارت د دوران په هغه برخه رڼا واچوم چې د «افغان ملی جريدې د مسوول چلوونكی په حيث او دغه راز په هغگو نورو شخصی ملاقاتونو كښې چې زما او د هغه تر منځ په مستقيم ډول پری بحث شوی و راښكاره كړم. (البته اوس به يوازې د هغو دوو ملاقاتونو جريان تاسو درنو لوستونكو ته په عرض ورسوم چې يو يې د شفيق د صدارت په دوران او بل يې د نوموړی د صدارت او زندان نه وروسته دورې پورې مربوط دی.) دا هم بايد ووايم چې زه او شفيق د يوې ولسوالۍ ‌اوسيدونكی او هغه وخت چې زه دكابل پوهنتون محصل وم شفيق صاحب مونږ ته د منطق درس راكاوه  او زما استاد و.
‌هغه وخت  چې افغانستان ته  د ايران د صدراعظم د راتګ نه درې ورځې دمخه  د «افغان»  جریده ‌مصادره شوه  نو د مصادری ‌نه يوه مياشت وروسته زه شفيق صاحب د بلخ د ولسوال په حيث مقرر كړم، همدغه وخت زه د كامی‌د ولسوالۍ ‌دخلكو له خوا په يوه قومي جرګه كښې چې  د كامی د برحال وكيل مرحوم فضل الله فياض د ورور ارواښاد ملك دلاور خان په ځای‌ كښې قومی سپين ږيرو او مشرانو وكړه د ولسی جرګی‌څوارلسمی ‌دورې  ته كانديد شوم نو ما هم پخوا له دې چې بلخ ته لاړ  شم د بلخ د ولسوالۍ ‌نه استعفا وكړه كله چې شفيق صاحب زما د كانديدۍ او استعفا دموضوع نه خبر شو نو د كامی د‌سپين ږيرو سره یې د یوې  لیدنې په ترڅ کې  له هغوی څخه وغوښتل  چې  تاسو زما له خوا د ولس مل نه خواهش وكړی چې د كانديدۍ ‌د قانونی وخت پوره كيدو پورې چې تقريباً دوه مياشتی لا  ورته پاتی‌ دي خپلی ‌وظيفی ته لاړ شي، شفيق صاحب د كامی ‌سپين ږيرو ته دا هم ويلی ‌وو كه په ما باور نلرئ نو زه به د انتخاباتو په دوران كښې خپل كارت امضاء او د ولس مل په صندوق كښې به يې واچوم. د كامی‌ سپين ږيری ‌د قرغی‌د ملاقات نه وروسته راساً په كابل كې زما كور ته راغلل او د ټول جريان نه يې خبر كړم او دائی ‌هم راته وويل چې اوس مونږ خواهش كوو چې موقتاً بلخ ته لاړ شې. دهمدغی ‌ورځی‌ په ماښام د پښتنی تجارتی ‌بانك رئيس مرحوم جنت خان غروال چې زما نهايت زيات دوست و راغی‌ ماته يې وويل: تاسو نن شپه صدراعظم صاحب غوښتی ‌ياستۍ ‌زه په همدغه منظور راغلی يم په لسو بجو به صدرات  ته زما سره ځئ ما هم ور سره ومنله. هلته چې لاړو څرنګه چې شفيق صاحب يو پركاره صدراعظم و نو دملاقاتونو لړۍ د صدارت په ګلخانه كښې دشپی له خوا هم روانه وه او ډېر خلك منتظر ناست وو چې اكثر يې د ولسی ‌جرګی ‌وكيلان وو؛ زه يې په يوولسو بجو وغوښتم، ‌زما نه دمخه د فراه د بابلوك وكيل جناب عبدالغفار فراهي نوبت و. خدای بښلي جنت خان غروال زه د ملاقات تر ځايه بدرګه كړم او د شفيق صاحب سره د روغبړ نه وروسته سم دستی ‌بيرته له كوټی ‌نه ووت او زه او شفيق صاحب يوازې پاتی‌ شوو.
                                                
مهمی ‌خبرې:
غروال چې ووت ارواښاد شفيق خپل مخ   ماته راواړاوه او له څو جملو  وروسته یې  راته  و ويل:
 «
بس دې نور می‌ زړه مه ځوروه، ډېر دې وځورولم، ‌زما ګناه داده چې صدراعظم يم تا پسی منډې وهم او ته رانه تښتی، كه زه صدراعظم نه يم بيا به ته راپسی منډې وهی او ما به نشې پيدا كولی
مرحوم شفيق خپلو خبروته داسی دوام وركړ: افغانستان د يوې ډېرې حساسی ‌مرحلې نه تيريږي په دغه حساسه مرحله كښې زه او ته يو د بل همكارۍ ‌ته د وطن په خاطر ضرورت لرو، ته خبر يې او كه نه وطن د يو خطرناك سيلاب دخطر سره مخامخ دی ‌اوكه ددې وطن پوه ځلميان او بادرده خلك سره لاسونه او فكرونه يو نكړي نو ټول وطن به په دې سېلاب كښې لاهو او د وچو د غمه به لامده هم وسوځي
خدای شاهد دی‌ چې زه د شفيق صاحب په خبره سم پوه نشوم چې د خطرناك سيلاب نه يې مطلب څه دی؟
ما ورته په ځواب كښې په پوره صراحت وويل: شفيق صاحب تاسو ما سره دوه ظلمونه وكړل يو دا چې زما اخبار مو مصادره كړ او په دی‌ وسيله مو هغه ديموكراسی ‌له ستونی ‌ونيوله چې د نوی ‌اساسی قانون له بركته د افغانستان دخلكو په نصيب شوې وه؛ په هر وطن كښې چې د ژبی او قلم اّزادي نه وي هلته ظلم او استبداد حكم فرما وي، او بل دا چې د اخبار دمصادری نه مو وروسته زه د بلخ ولسوال مقرر كړم  نو اوس كه زه  بلخ ته لاړ شم تاسو بيا زما نه د كانديدۍ ‌حق سلبوئ او په دې توګه غواړۍ ‌چې خپل د كاكا ځوی صداقت ته د كامی ‌د وكالت زمينه مساعده كړئ
دغه وخت شفيق صاحب  خپل ښی لاس د چپی سينې په تی باندې كېښود سترګی ‌يې له اوښكو ډكی شوې او په يو تاثرناك حالت كښې يې ماته وويل:‌«بس دی ‌نور می ‌زړه مه ځوروه، زه درته څه وايم اوته په څه اپلتو سر يې؛ زه ديموكراسی له ستونی نه نيسم او په هيڅ صورت په افغانستان كښې د ظلم واستبداد طرفدار نه يم زه پخپله د غريب سړي ځوی يم او ظلم واستبداد ته په كركه ګورم ما تاته دمخه وويل چې وطن د يو سيلاب د خطر سره مخامخ دی‌ په دې وخت كښې زه او ته يو د بل همكارۍ ‌ته ضرورت لرو؛ داسی  ‌فكر وكړه چې ستا اخبار د يو وخت د پاره ويده دی، زه ستا د كانديدۍ او وكالت مخه هم نه نيسم د تاريخی حساسو شرايطو په اساس  تا غوندې يو با احساسه افغان ته په ولسی ‌جرګه كښې ضرورت دی ‌او دا ستا په خاطر نه بلكی ‌د وطن په خاطر ځكه چې په وطن سيلاب را روان دی
ما ترې په تعجب سره داسی ‌پوښتنه وكړه: شفيق صاحب د څه شي سيلاب؟
شفيق صاحب راته وويل: د روسيی ‌له خوا يو سور سيلاب په وطن را روان دی
ما ورته وويل: ‌تاسو داسی‌نوی ‌خبرې كوی چې زما د فكر نه لوړې دي تاسو په دې نظر ياستۍ ‌مګر ستا وطنوال بيا ستا په باره كښې بل ډول قضاوت كوي، خلك د هلمند په اوبو او د ايران سره په دغه ډول معامله تاسو نه ډېر زيات خپه او متاثر دي.
شفيق صاحب راته په ځواب كښې وويل:
هو! «د افغان د مصادري يو علت د هلمند اوبه دي، هغه څه چې زه وينم تاسو يې نه وينی ‌او ملت به يووخت په دې خبره پوه شي چې مونږ د ايران سره د هلمند د اوبو زړه لانجه ولی ختم كړه؟» شفيق صاحب نور هم وضاحت وكړ‌ او زياته يې كړه: «روكيه! اسلام او وطن دواړه دخطر سره مخامخ دي، مونږ غواړو چې ورو ورو د روسيی له جنجاله د افغانستان ملت خلاص كړو.» ما ترې بيا پوښتنه وكړه: ايا پادشاه به هم دغه نوی تحول ته حاضر شي؟
شفيق صاحب وويل: «هو! پادشاه هم نور تر پزې رسيدلی ‌او خپل وروستی ‌تصميم يې نيولی دی
هغه خپلو خبرو ته داسی دوام وركړ: مونږ په لومړي قدم كښې د سره سيلاب د مخنيوي د پاره د دو مسلمانو ګاونډيو هيوادو همكارۍ او د هغوی سره دوستانه مناسباتو ته اړ يوو خصوصاً ايران چې په راتلونكی‌ وخت كښې به مونږ سره ډېرې اقتصادي مرستی ‌وكړي
ما ورته وويل:
شفيق صاحب نور مو څه ډول اقدامات كړي دي؟
شفيق صاحب وويل:
«
دا يوه ډېره مشكله مرحله ده، په دې مرحله كښې په پوره هوښيارۍ او احتياط سره بايد د هدف خواته چټك قدمونه واخستل شي تر څو ټول ملت دې خطر  ته متوجه شي؛ څه موده دمخه ما دكابل ښار د جوماتونو ملاامامان او ځينی دينی‌ علماء راوغوښتل او ورته ومې ويل زه تاسو نه دا پوښتنه كوم چې خلقيان او پرچميان څنګه د لينين د ناولي كتاب نه داسی مطالب راوباسی چې په پارك زرنګار كښې درې ساعته پرې خبرې وكړي او خلك ورته غوږ ونيسی ‌او تاسو د خدای ‌«ج» د حق كلام پاك قراّن نه داسی څه نشئ راويستلی ‌چې خپل وطنوال خپل مسووليت ته متوجه كړئ، ما په راډيو كې اّذانونو ته اجازه وركړه، ما د شهرې غُلغُلې په نوم شرابخانه ويجاړه او دغه راز مې يوه كليسا هم ورانه كړه، زه راډيو ستاسو په اختيار كښې دركوم وګورم چې تاسو كښې كوم يوځوان په داوطلب صورت دغه خدمت ته حاضريږي چې دخپلو خلكو اذهان تنوير كړي؟ نو هماغه و چې مولانا كشاف ګوته جګه كړه او وې ويل زه دې كارته داوطلب يم، ما هم موقع وركړه اوراديو ئي پروګرامونه يې هم زما او هم د نورو وطنوالو د قناعت وړ دي چې البته دا كار به په راتلونكی ‌وخت كښې نور هم انكشاف وكړي او موثر پروګرامونه به دتطبيق لاندې ونيسو» كه رښتيا ووايم تر دغه وخته چې لا زما ذهن د سره سيلاب دخطر په هكله دومره ښه روښانه شوې نه و، دغو خبرو ماته داسی مثال درلود لكه سړی چې له درانه خوب نه يو ناڅاپه راويښ شي نو شفيق صاحب ته می‌ وويل:
كه داسی ‌وي نو بيا سمه ده، اوس چې د وطن سوال دی، د اسلام سوال دی ‌او  وطن ته د كمونيزم د خطر سوال دی نود وينی تر وروستۍ ‌قطری درسره په دې لار كښې ولاړ يم» زما په دې خبرو دشفيق صاحب تندی ‌وغوړيد او وې ويل:
«
ما درنه  همدغسی ‌توقع درلوده
دغه ملاقات چې د شفيق صاحب د صدارت په وروستی ‌مياشت زما او د هغه ترمنځ د صدارت په ګلخانه كښې وشو په هماغه شپه دا راته ثابته شوه چې موسی شفيق د يو بيدار وطن دوست، واقعی مسلمان او دمملكت د يو مسوول شخص په صفت وطن ته د  كمونيزم او سره سيلاب خطر د بل هر افغان نه  ښه درك كړی و.

خاطره
 
صـــــدراعـــــظم اسم اعـــــظم غوندې شو
   
ځـــــكه يې څــوك پيـــدا كــــــــولی نــشي
له غږ نه تـــــېزه الـــــوتـــــكه كــښې هـــــم
   
دده حــــــضــــور ته رســېدلـــــی‌ نـــــــــشي
لـــــن تــــراني ښـــــائي له خـــــدايه ســـــره
   
ولې څوك دی چېرته موندلـــــی‌ نــــــشي
غږ تــــيلفون كــــــښې نـه رســېږي ورتـــه
   
خوب كښې يې هم سترګې ليدلی نشي
دا نـــــځر ګل غـــــوندې نـــــظر نـــــه وتی
   
د چـــــا لـــه يـــــاده خـــــو وتـــــلی‌ نـــــشي
هېڅ بـــــه يې نه ويـــــنم چـــــې نشي خپه
   
پـــــه بـــــل شـان دی خوشحالېدلی‌ نشي
     
دغـــــه څو بيـــــته ورتـــــه لـــــېږم ځـــــكه
             
چـــــې جـــــريده كښې خـــــپرېـدلی ‌نشي
    
ښاغلي شفيق صاحب ته
    
په احترام الفت
     17/3/1352
په هغه شپه چې د صدارت د ګل خانې په ماڼۍ كې ما د شفيق صاحب  سره وليدل نو ارواښاد شفيق د نورو خبرو په ضمن كې د الفت صاحب  پورتنی شعر ، چې  صدراعطم  ته یې لیږلی و ، ماته راكړ او راته وې ويل كله چې د انتخاباتو نه وروسته ستا اخبار ازاد شو په لومړۍ ګڼه كې بايد دا شعر نشر ته وسپارې او دا به ستا په غاړه يو پور وي.
ما ورته وويل: د انتخاباتو نه دمخه ولی زما اخبار د مصادرې نه نه راباسۍ؟ هغه راته وويل:
د انتخاباتو نه دمخه امكان نلري او يو ځل بيا يې زياته كړه چې ددې شعر نشرول ستا په غاړه د يو پور حيثيت لري.» ددې نه وروسته په لنډو ورځو كې كودتا وشوه او ازاد مطبوعات د كلونو كلونو لپاره بند شول تر څو له هغی زمانې 34 كاله وروسته ماته دا زمينه مساعده شوه چې پخپل كتاب كې يې د موضوع سره د مناسبت په لحاظ چاپ كړم.
ددې ملاقات نه 28 ورځی ‌وروسته سردار محمد داود كودتا وكړه او د سلطنت تخته په بل مخ واوښته، ددې بدلون سره هر څه بدل او حتی شفيق هم د ډېرو ارزوګانو سره په زندان كښې ولويد.

                                 دوهم ملاقات:
كله چې تقريباً دوه نيم كاله وروسته شفيق صاحب د مرحوم سردار محمد داود د جمهوري رياست په دوران كښې له زندان نه اّزاد شو نو زه قرغی ‌ته ورغلم او دملاقات غوښتنه می وكړه، هغه راته پخپل قلم داسی‌ وليكل ګران حسن جانه! يوڅه وخت لا نور هم پكار دی ‌تر څو په دې موفق شم چې تاسو سره وګورم، زه يقين لرم  ډېر ژر به احوال دركړم چې سره وګورو كه خدای ‌كول شفيق
تقريباً څلويښت ورځې وروسته شفيق صاحب احوال راكړ او چې ورغلم نو پوره درې نيم ساعته مو په ټولو مسايلو خبری وكړې.
ما د شفيق  صاحب نه د خبرو په ضمن كښې داسی پوښتنه وكړه: اوس به څه كيږي؟
دغه وخت شفيق صاحب لږ غوندې موسكی شو او وې ويل:
«
هماغه څه وشول چې مونږ ‌يې د خطر د مخنيوي بندو بست كاوه خو افسوس چې كافی وخت مو نه درلود
ما ورته ددې خبرې نه وروسته د ګلاب ننګرهاري موضوع ياده كړه چې ولی يې ستاسو د دومره اعتماد باوجود تاسو سره بی ‌وفائی‌ وكړه او وتښتيده ايا دی له تاسو نه ډېر نازولی‌ و چې د زندان  تكليف يې په ځان نشو منلی؟
شفيق صاحب بيا موسكی شو او داسی يې وويل: حسن جانه! انسان پيژندنه اسان كار نه دی ‌بند او زندان يوه  مدرسه ده او يوداسی ‌پوهنتون دی چې ددنيا د نورو پوهنتونونو او زده كړو نه يې سويه ډېره پورته ده؛ باور وكړئ هغه څه چې ما په دې پوهنتون كښې زده كړي د دنيا په نورو پوهنتونونو كښې يې هيڅ اثر نه و. ددې پوهنتون زده  كړه د ايمان قوت او جرئت غواړي او هر څوك ورته زړه نشي ټينګولی
شفيق صاحب زياته كړه: حسن جانه! دا لاڅه كوې چې ننګرهاري د تحقيق په جريان كښې په ما باندې ډېره ناروا بار اندازې كړې وه او هغه پيسی ‌يې چې په غلا د سرحدونو چارو د وزارت د تصدۍ په وخت كښې په غير قانوني ډول لاندې باندې او تری تم كړې وې دتحقيق هيئات  ته يې ليكلی وو چې دا پيسی ما د شفيق په شفايی امر  ويستلی او هغه اخستی دي. د تحقيق هيئات چې مانه پوښتنه وكړه ما ورته وليكل هو! چي ننګرهاري صاحب ويلی ‌دا پيسی‌ما اخستی ‌خو زه بندی يم تاسو وګورئ چې د داخلي  او يا خارجی‌ بانكونو له جملی می په كوم يوه بانك كښې ذخيره كړيدي؟ زما د ليكنی‌نه  څو ورځی ‌وروسته د دولت رئيس صاحب زندان ته يو سړی راوليږه او داسی ‌يې راته وويل:
«
د دولت رئيس صاحب وايی زه پوهيږم چې دا پيسی تا نه دي اخستی‌او ننګرهاری غيبی‌ كړيدي تا ولی دننګرهاري مسووليت پخپله غاړه واخست؟ ما ورته په ځواب كښې وويل دا ځكه چې ننګرهاری هلته ما مقرر كړی و نود ناوړه كار مسووليت يې هم زه په غاړه اخلم؛ په همدغه ورځ د دولت رئيس صاحب د دولتی امورو د سمون په برخه كښې مانه ليكلی مشوره غوښتی وه  د خپل نظر په اخر كښې می‌ ورته وليكل هر شخص ته چې دولتی مهم كارونه سپارې يو څه وخت يې په دغه ځای كښې چې مونږدې ميلمانه كړي يوو ميلمه كوه
شفيق صاحب خپلو خبرو ته داسی‌دوام وركړ. «بله ورځ هماغه سړي د دولت د رئيس پيغام راوړ اوراته وې ويل: د دولت رئيس صاحب ستا په صادقانه نظر او دا چې د ننګرهاري مسووليت دې هم په غاړه واخست دغه كار ستا شخصيت د دولت د رئيس صاحب په نزد لاپسی‌لوړ‌كړ او امر يې وكړ چې هغه دوسيه دې حفظ شي دلته ما د شفيق صاحب نه بيا پوښتنه وكړه: شفيق صاحب دمخه  می هم درته وويل يو ځل بيا خپله پخوانۍ ‌خبره تكراروم چي اوس به څه كيږي ايا د افغانستان ملت به د سره سيلاب د خطر نه نجات ومومي او كه نه؟
شفيق صاحب يوسوړ اوسلی وويست او وې ويل: «مشكله مرحله ده او داود خان د لوی ‌امتحان سره مخامخ دی، په دغو شرايطو كښې دسره سيلاب د خطر نه خلاصون اسانه خبره نه ده خو ددې باوجود زه په دې عقيده يم چې داودخان جاه طلب انسان دی خو كمونست نه دی. ماورته وويل:‌ همكاران نلري او كمونستانو دولتی دوايرو ته لار پيدا كړی ده، حتی اتيا تنه پرچمی معلمان د پوهنی وزارت نه د داخلی‌ وزات ته معرفي او اوس ټول ولسوالان دي، د هغی ‌جملی نه يو ولسوال په دشت ارچی كښې زما په عوض مقرر شوی و هلته د مولانا ابلاغ ورور  قاضی و خلكو چې دهغه ملحد ولسوال اجراات وليدل نو قاضی ته ورغلل په محكمه كښې يې يوه شرعی ‌وثيقه ترتيب كړه او په وثيقه كښې يې وليكل چې اولسوال كمونست دی ‌او مونږ مسلمانان يوو دغسی‌ كمونست ولسوال نه غواړو، دغه راز په اردوكښې هم خلقيان او پرچميان قوی ‌شوی دي.
شفيق صاحب په حيرانتيا ماته وكتل او وې ويل: «په رښتيا دغسی‌ يوه وثيقه ترتيب شوې وه؟»
ما ورته وويل: هو! شفيق صاحب وويل:
ما دمخه درته وويل چې دا يوه مشكله مرحله ده او داود خان  د لوی ‌امتحان سره مخامخ دی؛ زه وايم چې داودخان هم ملی ‌غرور لري او هم مسلمان دی او كيدای شي چې په يو معقول حركت ځان ددې جنجال نه راوباسي
ما شفيق صاحب ته د حفظ الله امين يوه كيسه وكړه، كيسه داسی ‌وه چې د مرحوم داود خان د جمهوری ‌رياست په دوران كښې يوه ورځ تصادفاً د ښار نه د خپل كور په نيت د ابشارو موټر ته وختلم په سرويس كښې راسره حفيظ الله امين په يوه سيټ كيښناست د ستړي مشی ‌نه وروسته می تری داسی پوښتنه وكړه. امين صاحب مونږ چې  وينو پرچميان په حكومتی ‌دستګاه كښې ورځ په ورځ زياتيږي ددې خبری‌ علت څه دی؟ اتيا تنه يې يوازې ولسوالان شول خو په مقابل كښې يې د خلقيانو شمير ډېر لږ او يا يې هيڅوك نه پيژنی چې دا خلقی دي، ستا ورور عبدالله خان می هغه بله  ورځ دداخله وزير په دفتر كښې وليد چې وزير ته يې ويل ما د قلعه زال ولسوال مقرر كړه خو وزير ورته وويل چې تا په سپين زرشركت كښې كار كړی دولتي رتبه نلرې نوځكه دې د ولسوال په حيث نشم مقرر ولی، مګر ستا  ورور په دې خبره ټينګار كاوه چې زما شركتی رتبه د قلعه زال ولسوالۍ  د دولتی ‌رتبی ‌معادل ده خو بيا هم ورسره وزير ونه منله. . حفيظ الله امين زما د خبری په ځواب كښې داسی وويل: «دامهمه نه ده چې خلقيان په حكومتی ‌دستګاه  كښې نشته او پرچميان ډېر دي مونږ يو مرام درلود او هغه مرام تر سره شو، مونږ غوښتل چې په داود خان د كمونستۍ ‌ټاپه ولګيږي هغه كار وشو اوس چې داود خان خرقه مباركه دكندهار نه راوړي او د سر د وييښتانو نه د پښو تر نوكانو پورې پكښې ځان پټ كړي د كمونستۍ ‌د ټاپی نه به ځان خلاص نكړای شي
شفيق صاحب ددغی‌ قيصی په اوريدو يوسوړ اوسلې وويست او وې ويل: «زه پوهيږم چې زمونږ مشكلات ډير زيات شوي دي او دا هم يو واقعيت دی‌چې داود خان سخته ټاپه خوړلې ده مګر تر كوم حده چې زه فكر كولی شم داود خان ملی‌غرور لري او ملی غرور ضد كمونستی دی بله دا چه داود خان كمونست نه دی ‌او دكمونستۍ ‌په خطر هم لږ و ډېر پوه شوی دی مونږ به وګورو چې راتلونكی شپی ورځی دځان سره څه راوړي
محترمو لوستونكو داود هغو دوو ملاقاتونو لنډ‌جريان چي د وطن د يو ستر ګور او مدبر صدراعظم سره راته ميسر شوی ‌و او زما په اوږو يې د يوه پور حيثيت درلود او د يو تاريخی واقعيت په توګه  تاسو درنو لوستونكو ته تقديم شو.
ما تر اوسه ډېر سوالونه په دې برخه كښې د ځان نه كړي چې څنګه اوولی موسی شفيق د صدارت د دوران په هغه شپه په پوره شهامت د خپل زړه غوټه ماته وسپړله او د هر څه نه يې خبر كړم. د ډېر سوچ او فكر نه وروسته دې نتيجی ته ورسيدم چې يا شفيق صاحب په ما نهايت زيات اعتماد درلود او يا يې د يو نامتو سياست پوه په توګه ددغسی‌يو عظيم تحول او بدلون په رامنح ته كولوكښې خپل سياسی عمر لنډ‌ليده نوبيا يې هم لازم ګڼلی وه چې د خپل زړه غوټه داسی چاته وسپړي چې يقين يې پرې درلود چې د پروګرام د ناكاميدو په صورت كښې به يې يوه ورځ د تاريخی ‌حقايقو  په څېر د ده وطنوالو ته ورسوی د 1357 كال د ثور په اوومه چې كمونستان په افغانستان مسلت شول نو ما په شپو شپو د دهمزنګ او پلچرخی‌ د زندانونو په سختو شرايطو كښې په دې خبره فكر كاوه چې ايا زه به له دغه زندان نه ژوندی او په روغو پښو ووځم او ايا كه د وتلو په صورت كښې خدای ‌ناخواسته شفيق صاحب زمونږ په منځ كښې نه و نو زه به په دې موفق شم چې د يوې رسالی ‌په ډول په پوره امانت دارۍ  ددې موضوع نه خپل وطنوال خبر كړم؟
خصوصاً كله چې د دهمزنګ له زندان نه پلچرخی ‌ته انتقال شوم اوهلته جګړن خليل بابكرخيل (چې يوپرچمی ‌او بيا وروسته د دفاع د وزارت معاون هم شو د شفيق صاحب د له مينځه تللو په هكله ځينی‌خبری او اعترافات وكړل نو زما انديښنه نوره هم زياته شوه) دا چې نن د خپل فرهنګی جهاد د اووم كال په وروستۍ‌مياشت ددغو كرښو په ليكلو موفق شوم چې د مجاهد ولس په 84 ګڼه كښې دا موضوع د وطنوالو اطلاع ته ورسوم د ډېرې خوښۍ ‌احساس ځكه كوم چې په ژوند باور نشته او امكان يې درلود چې د نورو زرهاو افغانانو په څېر ما هم هر څه دځان سره د سينې په صندوق كښې قبر ته وړي وای.
بايد ووايم نه يوازې دا چې مرحوم موسی شفيق خپلی ‌ارزوته ونه رسيده بلكې د حكومت نه علاوه يې د وطن او اسلام په خاطر سر هم قربان شو. نولوی‌او مهربان خدای‌ دې پرې ورحميږي اّمين.

منبع تول افغان

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ۷٢              سال چهـــــــــارم                      ثور    ١٣٨۷                  می 2008