ه نیکه مرغه
زمونږ سوځیدلی او هیرهیواد ا فغانستان، د نړۍ د۱۰۰هیوادونو په ډله کې، د
باکیفیته ښوونې او روزنې د نړیوال کمپاین غړیتوب په روان ۲۰۰۸کال کې تر
لاسه کړ. «په نړۍ کې د ستر لوست» کمپاین، د ښوونې او روزنې د ودې په چاره
کې د اړوندو سازمانونو(سی.ایچ.ای-
دی.ایچ.اس.ای- اس.ام.او او
ای.ام.ام.سی) لخوا د اپریل
له ۲۱مې تر ۲۸مې (دغوایی له دویمې تر نهمې) په لاره اچول کیږي.
دغه
سازمانونه د«په نړۍ کې د سترلوست» په ویاړ، د باکیفیته معارف په نامه، ملی
او سراسري مشاعره، د یوې ازادې او ملي سیالۍ په بڼه جوړوي.
د شعرونو
کتنه او ارزونه د استازانو او فرهنګیانو د یوې ډلې لخوا ترسره کیږي.
ترټولو غوره
موضوعی شعرونو او نظمونوته جایزې ورکول کیږي.
ترټولو غوره
لس شعرونه ددغه کمپاین په لویه غونډه کې د ویناوالو لخوا لوستل کیږي.
ټول شعرونه
په یوه جلا ټولګه کې چاپیږي.
مینه وال او
علاقمندان دې د(باکیفیته معارف او د بیوزلۍ د ورکولو)پرموضوع خپل لیکلي
شعرونه او نظمونه او دغه راز خپل ادرسونه او د تیلیفون شمېرې د غوایی د
میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې پدغو پتو راولیږي:
۱- دریمه
کارته، سورپل، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون سړک، ښي لاس ته لومړۍ کوڅه،
(۴۷)لمبرکور د صبانشراتی مرکز د فرهنګ دیپارتمنت.
۲ـ پست بکس
(۴۷۵)شمیره.
۳- ایمیلونه:
ahilamanghaznawi@yahoo.com
mbil:0799866286
anwarwafa6@yahoo.com
0799403869 -0799576762-0700217012 |