کابل ناتهـ، Kabulnath











































Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 
 
 
 

ليكوال: يوسف هېواددوست

 
 

د افغانستان د سينما
غوره لوبغاړی ښاغلی علی سعيد (ځونډی ) له
( خپلواکۍ ) سره په مرکه کې

هیواد دوست          علی  سعید

 

پوښتنه : ښاغلی سعید ښه راغلاست ،مننه کوو چې د دغې مرکې لپاره مو زموږ بلنه ومنله .
سعید: کور ودان ،له تاسو څخه هم مننه چې ما ته مو د مرکې دغه امکان برابر کړ.
پوښتنه :موږ ستاسو له نوم او کار سره څه نا څه بلتیا لرو خو په دې وروستیو وختو کې زموږ یو زیات شمېر لوستونکو له موږ نه هیله کړې چې له تاسو سره د یوې مرکې له لارې ستاسو په بشپړه پېژندګلو کې برخه واخلو،زموږ لوستونکي مینه لري چې تاسو په بشپړه توګه خپل ځان دوی ته وروپېژنئ ؟
سعید : مننه ،لومړی تر هر څه خپل سلامونه د خپلواکۍ ټولو خوږو او په خپلواکۍ مینولوستونکو ته وړاندې کوم .نوم مې علی سعید دی ،همزولي راته سعید وایی ،او اوس خو لا ځینې دوستان راته ( ځونډی ) هم وایی .د لغمان ولایت د الینګار په ادب او فرهنګ پاله ولسوالۍ کې د ۱۳۵۵ ل ، کال د سلواغۍ د میاشتې په ۲۷ نېټه کې زېږېدلی یم.لا ماشوم ووم چې پلار مې کابل ته کډه شوی و او زه د خپلو خاپوړو له ځایه لرې په کابل کې ښړړنځي ته لاړم او په هماغه ښار کې را لوی شوم.
پوښتنه: د تیاتر او تمثیل سره مو څنګه او کله مینه پيدا شوه او دغه برخه کې چا وهڅولئ ؟
سعید : زه هغه وخت چې لا ډېر کوچنی وومنو ترل به مې په کور کې ویل چې څه وحت به وي چې زه د ټلویزیون په پرده ښکاره شم،دا مې په ژوند کې لوی ارمان و،کله چې د ښوونځي اتم ټولګي ته ورسېدم نو بخت مې بېدار شو او راډیو – تلویزیون ته مې لاره وکړه.د ډاکټر نجیب الله د حکومت تر پرځېدو مې د راډیو – تلویزیون د هنر او ادبیاتو د ادارې د پښتو ډرام او دیالوګ له څانګې سره همکاري وکړه ،او زموږ په ټوله کورنۍ کې زما مشر ورور ښاغلی محمد صدیق په دغه لاره کې زما هڅوونکی او مشوف و.
پوښتنه: د تمثیل په برخه کې مو لومړني کارونه کوم دي ؟
سعید : په رادیو کې مې لومړنی کار په یو راډیو ډرام کې د یو کوچني هلک رول په لوبولو سره بیلیږي .په تلویزیون کې د لومړي ځل لپاره په یو بې ډیالوګه پارچه کې د پردې پر مخ راغلم او بیا وروسته په یوې تمثیلي ټوکه کې د ټلویزیون پر مخ شکاره شوم . په ټلویزیوني فلم کې مې لومړنی کار ( د کونډې ځوی ) په هنری سریال کې د یو کوچني رول لوبول و او په سینمایی فلم کې مې د لومړي ځل لپاره ( د کوڅو سرګردان )
په فلم کې رول ولوباوهچې د فلم اخیستو چارې یې د هلمند په ولایت کې د ښاغلي احد ژوند په ډایرکټری سرته رسېدلې دي .
پوښتنه : راډیو ته مو کله او څنګه مخه وکړه ؟
سعید : ولا داسې چل دی چې وایی خدای یې سړي ته ورکوي نو بیا نه وایی چې د چا زوی یې ، خبره داسې وه چې زموږ د کلی نه یو ځوان د هغه وخت په راډیو کې کار کاوه چې احمد شاه ( نوري ) نومیږي .یوه ورځ یې راته وویل چې د راډیو افغانستان د پښتو ډرام او دیالوګد څانګې لیکوال ښاغلی سنګروال غواړي د د لغمان ولایت د نومیالي او ځوانیمرګ سندر غاړي پاینده محمد د ژوند داستان ولیکي او د نوموړي په آواز کې یو شمېر سندرو ته اړتیا ده ،ما وویل سنګروال صاحب خو زموږ خپل دی ،داسې چل به وکړو چې زه به د پاینده محمد کسټونه درکړم او د کوم مشر له لاس لیک سره یوځای به درکړم چې هغه ته یې ورکړې.،همداسې مو وکړل او زه هم ورسره راډیو ته لاړو او په دې توګه مې د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د آزموینې چانس ترلاسه کړ.او له هماغې ورځې وروسته مې دا دی د ماشومتوب خوبونه رښتیا کیږي .دا د۱۳۶۸ ل کال و.
پوښتنه : ستاسې سره لومړني برخوردونه څنګه و؟
سعید : منفي برخوردونه به پر ځای پرېږدو ،ځکه څه لیونی خو نه یم چې ځانته کار ګورم  ګورمه ،خو د خدای بښلې ذلیخا فخري هغه مینه به مې د ژوند تر پایه هیره نشي کومه چې یې زما د آزموینې په ورځ د پښتو ډرام او داستان په مدیریت کې له ما سره څرګنده کړې وه.د هغې خدای بښلې هغه خبرې مې تر اوسه په غوږو کې انګازې کوي چې ویل یې : (( غږ یې هم ښه دی ،آفرین یې ،لومړۍ ورځ یې ده ،تکړه دی ،آفرین بچیه
پوښتنه : د هغه وخت د راډیو – تلویزیون د ډرام او داستان د څانګې کوم کسان مو په یاد دي ؟ او له تاسو سره د هغوی چلند څنګه و؟
سعید : دهغه وخت د دغې برخې مسٌولین دغه درانه کسان و: استاد ف .فضلي ،خدای بښلی عبدالمنان ملګری ،عنایت شفق ، ،تاسو پخپله ښاغلی هېواددوست ،د مسٌولینو چلند خوږ ،دوستانه او روزنیز و،خو د مرستو په باب باید ووایم چې هلته چا د مکلفیت نه زیات کار نه کاوه ،که چېرې هغه وخت د پښتو ډرام او دیالوګ د خوانو ممثلینو سره ډېر لاسنیوی شوی وای نو بې له شکه به پښتو تیاتر او تمثیل لا غوړېدلای وای .
د منان ملګری او استاد ف .فضلي په باب مونظر څه دی ؟
سعید: ملګری صاحب او استاد ف.فضلی د پښتو تیاتر او تمثیل دوه مخکښ استادان دي ،د پښتو تیاتر ډېر غوره لوبغاړي د همدغو قدرمنو استادانو د زیار او هاند پایله ګڼو،چې زه یې هم د شاګردۍ ویاړ لرم.زه په زغرده ویلی شم چې خدای بښلی عبدالمنان ملګری په پښتو تیاتر او ډرامه لیکنه کې نه تکرارېدونکی شخصیت دی خدای دې هغه ته ښه جنتونه ور په برخه کړي او ښاغلي استاد ف.فضلي ته لا بری ،اوږد ژوند او سرلوړی مقام غواړم .
پوښتنه : د هغه وخت د تمثیل په باب او د خپلې خوښې برخې او رولونو په باب یو څه راته ووایئ .
سعید: هلته د یو ملت په نچه تمثیل خپرېده او د راډیو / تلویزیون تمثیل معیاري و.مشران او استادان تکړه او مجربه و،امکانات او توان ښه په پوره ډول موجود و،او دغه برخه سمه علمي روانه وه.د ځان په باب باید ووایم چې ما په تیاترونو،تمثیلي ټوټو ، ډرامونو ،پرله پسې داستانونو ،تلویزیوني فلم ،او ان یو سینمایي فلم کې هم برخه واخیسته ،زه لا تر اوسه نه پوهیږم چې په کوم ډول رول کې زه ډېر بریالی یم خو تراژیدي رولونه مې ډېر خوښیږي ،کله چې د دوستانو او هېوادوالو نظر پوښتم نو بیا دوي زما کمیډي رولونه ډېر خوښوي .یوه لنډه کیسه به درته وکړم،یو وخت ما ته په یو پرله پسې داستان کې چې د ( درانی بي بي ) په نومو،او ښاغلي فضلی لیکلی و.
د ناظر رول راکړل شو د ( درانی بی بی ) رول آغلې ستاره امینی لوبوو، چې د داستان له سره تر پایه زه ورسره ووم.د داستان له مشق نه وروسته مې ټولو همکارانو او د داستان ډایرکټر ښاغلي عنایت شفق صاحب ډېر ونازولم ږدا لومړی ځل و چې ما دومره لوی رول ولوباوو او دومره تشویق شوم چې مه یې کوه

 پوښتنه ،دا دی اوس په پردېسۍ کې مې هم چې یو کمیډي رول د ( هجرت ) په فلم کې ولوباوو دا د ډایرکتر او لیدونکو له خوا په بېساري توګه هرکلی شو او دغه مینه او ویاړ ما ته خدای را په برخه کړه.،که څه هم زما د کورنۍ لخوا کومه ځانګړې هڅوونه په دې برخه کې نه وه خو په کور کې زما نه مشر ورور ښاغلي محمد صدیق تل هڅولم او راته به یې ویل چې د چا په خبرو پسې مه ګرځه خپل کار دې کوه .
پوښتنه : راته کیسه وکړه چې د بېلګې په توګه یو راډیو ډرام به څرنګه د نشر لپاره چمتو کېده؟
سعید ک دا یوه لړۍ وه،ډرام به د لیکوال لخوا ولیکل شو او بیا به ادارې ته وسپارل شو .چارواکو به هغه وکوت چې د د فن سره برابر دی ؟د پالیسي ضد خو نه دی ؟که به د ثبت لباره اجازه ورکړل شوه نو درام په څلور کاپي ټیپ شو،ځکه هره کاپي باید ځو تنو لوبغاړو ته ورکړل شی . له دې کار نه وروسته به (کاست ) جوړېده،یانې رولونه به په لوبغاړو ووېشل شول .کاست چې به ځوړند شو ،نو هر چا ته به خپل خبل رول مالوم شو.په همدې ورځ یا په سبا به بیا د مشق ورځ وه،لوبغاړو خپل رولونه مخکې له مشق نه څوڅو واره د ځان سره لوستل .مشق به د رژیسور ( ډایرکټر ) تر نظر لاندې پیل او ختمېدو او په همدې ورځ به د ډرام پرودیسر د اړتیا وړ افکتونه د راډیو له آرشیف څخه اخیستل .سبا به نو بیا د ثبت ورځ وه.د ثبت په ورځ به د ډایرکټر تر نغر لاندې ډرام ثبتېدو.کله چې به ثبت خلاص شو نو بیا به د نشر (خپرېدو۰ لپاره د نشراتو(خپرونو ) ادارې ته سپارل کېده او په ټاکلي وخت به خبرېده.
پوښتنه :ستاسو له نظره هغه وخت پښتو تمثیل په کومه کچه کې و،او زیاتره کوم کسان موفق وول؟
سعید: ولا زما له نظره خو هغه وخت د پښتو تمثیل د څومره والي له پلوه ډېر څه نه لرل ، او داسې خپلو خلکو ته پړ وو لکه دا اوس چې یو،پښتو تیاتر او تمثیل نه هغه وخت او نه اوس د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی ،د ارواښاد استاد فضلی او ارواښاد منان ملګري حساب له دې ډلې بېل دی هغوی پشتو تیاتر ته ډېر خدمتونه کړي ،دا چې زیاتره څوک موفق و ،باید ووایم چې ماشاله چې د پښتو تیاتر ټول غړي تکړه وو خو رسمي او دولتي زمینې او امکانات ورته لږ و،له بده مرغه چې د پښتو تیاتر او فلم سره د مور او میرې چلند کېده .
پوښتنه : سعید جانه د هغه وخت کومه ښه خاطره دې په یاد ده او کنه؟
سعید : هو ولې نه ؟ په کال ۱۳۷۰ کې د خپلواکۍ د ورځې په ویاړ یو تیاتر چې ( شمله ) نومیده او د ښاغلي سنګروال نیازي لیکنه وه د ښاغلي عزیزالله هدف لخوا ډایرکت کېده ،ماته هم په همدې تاریخي تیاتر کې ښه یو غوښن رول راکړل شوی و.تیاتر زما په راتګ او خبرو پیل کېده..ښایسته لوی رول و،ما ټول رول لکه قاري حفظ کړی و،  یوه اونۍ مو مشق وکړ چې دا د مشق لپاره ډېر لږ
وخت وپه رولونو کې راسره د هېواد تکړه او غوره
لوبغاړي ذبیح الله انیل ،ممنون مقصودي ،قادر
زمری او سویتا وه .دثبت ورځ راورسېده ، دوي
ټول په دې اندېښنه کې و چې کیدای شي له ما نه
رول خراب شي یا یې ضعیفه ولوبوم ،خو ما ته یې
غږ نه کاوه . کله چې تیاتر ثبت شو نو سنګروال
صاحب او هدف صاحب دواړو راته وویل چې
موږ پر تا ډارېدو ،خو دومره ښکلی دې ولوبوو چې
مه کوه پوښتنه .له نشر نه وروسته مې همکارانو او
خپل خپلوانو هغه تیاتر ډېر خوښ کړو .خو که رښتیا ووایم ما ته یې لا هماغه د لوبولو په وخت کې خوند راکړی و.
پوښتنه : کله دې شاباسی هم تر لاس کړی او که څنګه ؟
سعید : ولا د شا باسي راوېستل هم د چا له خولې څه آسان کار نه دی ،حو زه شکر ترې یو څه برخمن شوی یم.( د قلم سکروټه ) په نوم تیاتر چې مو د جرمني په ښار کې د میوند د تاریخي جګړې د ۱۲۰ تلین په ویاړ جوړ کړی و ،او د سیمینار په ترڅ کې مو ولوبوو د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې لخوا په یو ستاینلیک او څو کتابونو ونازول شوم .د هجرت فلم په لومړظ ننداره ( د جرمني فرانکفورت )،زموږ ټول کاري ټیم په اروپا کې د افغانستان د کلتوري ټولنو د ګډې جرګه ګۍ لخوا ستاینلیکونه تر لاسه کړل .د هجرت فلم د کار په جریان کې د خپل استاد ( نظري ) صاحب لخوا راته بې شماره شاباس وویل شو،او د فلم د خپرېدو نه وروسته د هېوادوالو او فرهنګیانو لخوا په بې حسابه خوږو الفاظو نازول شوی یم .
پوښتنه : څنګه مساپر شوئ ؟
سعید : هماغه د ځونډي خبره ده (( زموږ په وطن کې جنګ و،وطن وران شو،ډېر خواران د خاورو لاندې شول ،هغه چې ژوندي پاتې شول د وطن نه یې په راوتو پیل وکړ .ما ویل هلکه ځونډیه ته له چا کم یې ؟ ،د قسمت کارونه و،روزې به مې په هالند کې بنده وه ،د خدای کړه وه ،او راغلم .))
پوښتنه : دلته په پردېسۍ کې مو څنګه خپل دغه شوق ته ادامه ورکړه ؟
سعید : له نېکمرغه موږ دلته په هالند کې د پښتو ډرام او دیالوګ څلور تنه همکاران ستوری منګل ،ذبیح الله انیل ،احمدشاه بهاند او زه خدای ( ج ) سره یو ځای کړو او همدا لامل شو چې خپله مینه دلته هم هیره نه کړو او وخت نا وخت په فرهنګي غوندو کې د پښتو تیاتر بېلګې وړاندې کوو.
پوښتنه : ښه اوس به راشو یو څه د ( هجرت ) فلم په باب .لومړی خو تاسو د دغه فلم د جوړونکي ښاغلي واحد نظري د هنري کار په باب څه نظر لرئ ؟
سعید : زما لپاره به ډېره ګرانه وي چې د نظري صاحب د هنر او کار په باب ارزونه وکړم ،خو د هغه د یو شاګرد او همکار په توګه دومره ویلای شم چې نِري صاحب د استادئ درجې ته رسېدلی ،نه یوازې ما چې ډېرو نورو کسانو هم ورڅخه ډېر څه زده کړي دي .نظري صاحب د افغانستان د ګوتو په شمېر د څو ښو او فني ډایرکټرانو په کتار کې ولاړ دی .نِري صاحب د هغهو ډایرکټرانو څخه دی چې له خپل کار سره ټوکې نه کوي او تر هغه په خپل هنرمند کار کوي چې تر څو یې رضایت حاصل شي .او دا هغه ښېګڼه ده چې ډېری ډایرکټران ترې بې برخې دي .
پوښتنه : دا څنګه شوه چې تاسو د ( هجرت ) په فلم کې د (( ځونډي )) رول ته وټاکل شوئ ؟
سعید : هجرت خو په اصل کې د ( کونډې ځوی ) پاتې دریمه برخه ده ،کله چې د هجرت کاري ټیم هالند ته د کونډې ځوی د سریال د اتل ښاغلي ممنون مقصودي په راغوښتلو و نه توانېدل نو دلته باید داسې یو څوک موندل شوی وای چې دغه تشه ډکه کړي .په دې کې نظري صاحب یو زیات شمېر ځوانان آزموینې ته چمتو کړل او آزموینه تر سره شوه ،یا په بله وینا ډېر ځوانان یې د ځونډي د رول لپاره و آزمویل چې زه هم د هغو له ډلې څخه ووم .ما ګمان نه کاوه چې دځونډي رول دې ما ته وسپارل شي ،ځکه د لومړي رول لوبول څه ټوکې نه دي ،خو په پای کې له ډېرو آزموینو،نظري صاحب ما ته د ځونډي د رول دروند مسٌولیت راپه غاړه کړ .  پوښتنه : ټول لیدونکي په دې اند دیي چې تاسو د ځونډي رول ډېر ښه او عبیعي تمثیل کړی ،دغه قالب تاسو ته اسانه و که نه دا د نظري صاحب خواري هم وه ؟
سعید : څه نا څه خو دواړه ،ما د تمثیل پخوانۍ یو څه تجربه درلوده او مهمه دا وه چې که چېرې د ډایرکټر هڅه او دقت نه وای او په مسایلو سرسری تېر شوی وای نو بې له شکه یې پر ما او فلم ناوړه اغېزه شیندله ،او که چېرې ما خپل ځان او ځواک و هغه اعتبار ته چې نظري صاحب پر ما کړی و ،مسٌول نه وای ګڼلی نو بیا به هم د کار پایله ښه نه وه .نو زه ویلای شم چې د نظري صاحب کاري ځواک او د کار دقت او پاملرنه زما په بریالیتوب کې خورا ډېره ونډه درلودله .
پوښتنه : دغه رول یانې د ( ځونډي ) رول ستاسو په هنري غوړېدنه کې څنګه وه ؟
سعید : د ځونډي رول زه فرهنګي نړۍ او ټولو هېوادوالو ته وروپېژندلم چې زه څوک یم ؟ څه کولای شم ؟ او څنګه یې کولای شم .دا هم باید ووایم چې ما هم ( ځونډی ) په ښه شان معرفي کړ .مانا دا چې ما د افغاني ټولنې د ( ځونډي ) په شان د زرګونو کرکټرونو یوه غوره ټولګه نړۍ ته معرفي کړه چې جګړې څومره ناخوالې پرې راوستي. پوښتنه : د ( هجرت ) فلم په ټولیزه توګه تاسو پخپله څنګه ارزوئ ؟
سعید : دې کې هېڅ شک نشته چې موږ د هجرت په جوړولو کې له ستونځو سره لاس او ګرېوان و ،خو موږ تر ډېره هغه څه کړي چې باید کړي مو وای .موږ په اروپا کې د افغان کډوالو ژوند په اصلي بڼه د پردې پر مخ راوړ.فلم د یوې لوړې سوژې خاوند دی .فلم د بشر د یوې پراخې کتلې ( افغانانو ) ناخوالې بیانوي او دا د نظري صاحب او د آغلې ستوری منګل نوښت و.موږ د هېوادوالو په خولو کې د خندا د څپو خورول غوښتل او له جګړې نه بې زاري ،دا کار مو وکړ او ښه بریالی مو وکړ.زما په اند دغه فلم ډېر بریالی دی ،وګورئ موږ سره دولت نه وو،بودیجه نه وه ،امکانات نه و ،خو له دې سره سره نظري صاحب په دغه شان یو بریالي فلم لاس بری شو . او وړتیا لري چې په نړېوالو فیستیوالونو کې وښودل شي .له نېکمرغه اوس مو دا امکان هم تر لاسه کړی چې دغه فلم د نورو افغاني فلمونو سره په هغه نړېوال فیستیوال کې وښیو چې د جرمني د کولن په ښار کې څه موده وروسته ترسره کیږي .
پوښتنه : د هجرت فلم ستونزې کومې وې ؟
سعید : زموږ لویه ستونزه د یوې مالي منبع نه لرل و، چې د ټولو ستونځو مور یې بللای شو .د کاري او مسلکي پرسونل نشتوالی دا بله ستونزه وه .
پوښتنه : د دغه فلم نیمګړتیاوې کومې دي ؟
سعید: لکه د کره کتونکو په شان پوښتنې کوئ ،لکه چې غواړی د هغو کار آسانه کوئ .؟
پوښتنه : زموږ مرکه هم اصلا د کره کولو لپاره ده .په هر حال آیا دا رښتیا ده چې په هجرت کې د ځونډي کیسه ستاسو د ژوند اصلي کیسه ده ؟
سعید : یاره زه هم لکه ځونډی یو کډوال یم او هغه کډوال چې لکه ځونډی په هالند کې ،د ځونډی حالات په ما نه دي راغلي خو کیسې مو یو څه سره ورته دي .په هجرت کې د ځونډي کیسه زما د ژوند کیسه نه ده .
پوښتنه : دا فلم ولې نورې نړۍ ته نه معرفي کیږي ؟ځکه تر اوسه یوازې یو شمېر مهاجرو افغانانو دا فلم لیدلی .ستونزې څه دي او لاره یې څه ده ؟
سعید .دا کار خو لږ منډط غواړي او ځان په عذابول .دلته اجازه راکړئ چې له تاسو ښاغلي یوسف هېواددوست نه مننه وکړم چې د ( هجرت ) فلم انګلیسي سبتایتل مو چې زموږ یو بل همکار لیکلی و ،تاسو هلته په ډنمارک کې د ( فیو ټلویزیون ) له لارې په ډېرو ستونزو سره په وړیا توګه جوړ کړ .دا به نورې نړۍ ته د فلم په معرفۍ کې زښته زیاته مرسته وکړي .په نږدې وختو کې به دغه فلم د کولن په فستیوال کې وښودل شي
پوښتنه : د فلم له تمامېدو نه وروسته خپل کار او له فلم او سینما سره د خلکو چلند څنګه ارزوئ ؟
سعید : زه له خپل کار نه راضي یم ، خو که لږ مو شرایط نور هم ښه وای تر دې به مو ښه اثر ټولنې ته وړاندې کوي وای .زه په خپل ځان ،خپل کار او دوستانو باور لرم .د خلکو د چلند په باب باید ووایم چې دا په دوو برخو وېشلای شم .په دې مانا چې هغه چا چې له پخوا پېژندلم یو ډول چلند یې کاوه او هغه چا چې د فلم له لیدو وروسته راسره آشنا  شول بل ډول چې د دواړو منت راباندې دی .
پوښتنه : د کټو تر څنګ فلم تا ته خپله څه تاوان رسولی .
سعید : ( په خندا ) اصلي خبره دې وکړه .فلم خو ما ته یو تاوان رسولی چې حیران یم څنګه یې کړم ،یا په بله مانا فلم په ما کې دا تغیر راووست چې اوس د فلم له خپرېدو وروسته چا سره په لوړ آواز خبره نشم کولای .که څوک څومره راسره بد هم وکړي د خفه کېدو حق نه لرم ځکه چې بیا وایی ( اوس نو په خپل فلم سره ډېر مغروره شوی دی ...) دغه را ز دا هم باید څرګنده کوم چې دې فلم له ما سره د خپلو خلکو مینه نوره پسې هم زیاته کړه .زه د فلم په درې نندارو کې ( د جرمني فرانکفورت ،د هالند امستردام ،د بلجیم انتویر پین ) کې حاضر ووم په دې درې واړو نندارو کې زه د خلکو له تود هرکلي سره مخامخ شوی یم .د بلم هره برخه د دوی د چکچکو له پړکا سره مل وه چې په بهر کې نور جوړ شوي افغاني فلمونه له دغه برخورد نه بې برخې و.دوي له ماسره ډېره مینه کوله او ما چې دغه شان بدرګه ولیده نو ډېر افسوس راغی چې زما د وطن خلک څومره د خپل اصیل هنر تږي دي او چارواکو د دې هنر سره څومره ناځوانه چلند کړی او لا یې کوي .
پوښتنه : د فلم او سینما سره د افغانانو مینه څنګه ارزوئ ؟
سعید : ولا که افغانانو له فلم او سینما سره مینه نه لرلای نو د هر افغان کور به د هندي فلمونو له بې شماره کسټونو ډک نه و، او پوست کارټونه به یې ورته جېب کې نه ګرځول .خبره دا ده چې دوي ته د دوي د خوښې سینما باید ورکړل شي .
پوښتنه : نړېوالو او په تېره بیا هالنډیانو له دغه فلم سره څه ډول چلند درلود ؟
سعید : ولا زموږ فلم خو تر نړېوالو لا نه دی رسېدلی او هغه لږ شمېر کې هالنډیانو چې دا فلم لیدلی نو ډېر یې خوښ کړی .
پوښتنه : اوس دغه فلم چېرې دی ؟ ولې دننه په افغانستان کې نندارې ته نه وړاندې کیږي ؟
سعید : دا فلم د مارچ په ۱۳ په اطریش کې وښودل شو .انشالله چې ډېر ژر به په کابل او قندهار کې هم نندارې ته وړاندې شي .ما ډېره مینه درلوده چې دا فلم زما استاد فضلی صاحب په کابل کې وګوري خو له بده مرغه چې استاد ف . فضلي تېره اونۍ په حق ورسېد ،لوی خدای دې وبښي .
خبریال : آمین . ښه نو اوس به دتیاتر ،تمثیل او سینما د څرنګوالي په باب راشو څو پوښتنو ته .
سعید : ولې نه ، مهرباني .
پوښتنه : تاسو ته تمثیل او تیاتر څه مانا لري ؟او په دې باب څه فکر کوئ ؟
سعید : زه خوار ځونډی کلیوال ساده هلک یم زما نه د دغو مانا ګانو پوښتنې ولې کوې .خو خیر زه به هم په دا خپله کلیواله ژبه ووایم چې زما له انده سنما ،تیاتر او تمثیل د ټولنې هنداره ده چې ملت هلته ځان ګوري .ممثل د لارښود مقام لري د ټولنې ناخوالې په خپلو بېښو ( تمثیل ) کې بزرته ټولنې ته څرګندوي او ټولنې ته خبردارئ ورکوي او هغه د سمون خوا ته دعوت کوي. تیاتر اوتمثیل څه وچ حرکتونه یا خبرې نه دي .دا د سمون او اصلاح په تله کې تلل شوې خبرې او ژستونه دی چې ټولنې ته هادي ګرځي .زه خو سینما ،تیاتر او تمثیل د ټولنې تر ټولو ښه لارښود ګڼم .
پوښتنه : ولې پښتو تیاتر ،سینما او تمثیل لازمه وده نده کړې ؟ دلیل څه دی ؟
سعید : که رښتیا راباندې وایې نو تر اوسه هېڅکله هم چارواکو او مسٌولینو هغسې چې لازمه ده د پښتو تیاتر د غوړېدو لپاره هلې – ځلې ندي کړي .هر سړي خپله شوله خوړلې او پرده یې کړې .په یو فضلی او منان ملګري به څه وشي ؟ یوه بله خبره چې د ډېرې خواشینۍ وړ ده هغه دا چې زموږ په هېواد کې نه چا په پښتوتیاتر او نه هم په پښتون ممثل زړه خوږ کړی.په پښتنو کې د ژوند په هېڅ برخه کې هم د ځای ناستي روزل او تیارول ندی دود شوی ،کله چې دا دود په پښتنو کې پیدا نشي او مشران د کشرانو له ځواک او پوهې نه په ډار کې وي چې خدای مکړه په ژوندون ورنه د دوي ځای او مقام و نه نیسي نو ډېر به مشکل وي چې موږ د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګ نښې نښانې ووینو .
پوښتنه : له هېواد نه د باندې پښتو تمثیل څنګه ارزوئ ؟
سعید : له هېواد نه بهر پرته له هالند نه چې د تیاتر یو ګروپ بکې فعاله دی او وخت نا وخت په هالند او نورو هېوادو هېوادو کې تیتري چارې ترسره کوي ،ما خو کوم بل داسې فعاله ټیم و نه لید او نه مې په هکله څه اوریدلی .همدغه د هالند ګروپ د هجرت فلم په خپل زیار او هلو ځلو جوړ کړ.خو هماغه شان چې وایی په یو ګل نه پسرلی کیږي .دا هلې – ځلې هغه اړتیا ده چې په ټولنه کې پښتو تیاتر او سینما نه لیدل کیږي که شته هم نو په نشت کې حسابیږی .زموږ د تیتر ډزر هنرمندان د اروپا ،آسیا ،امریک او نورو وچو په هېوادو کې خواره واره پراته دي لازمه ده چې د هغو یوه ټولنه جوړه شي او د یو منظم پلان له مخې سره په ګډه کار وکړي.دا مشکل کار نه دی خو شرط دا دی چې موږ هم لږ ځان وښوروو. او دولت هم په دې برخه کې لازم ګامونه اخیستی شي خو چې وایې خلي
پوښتنه :یانې دا چې کیدای شی دغه ناوړه وضع بدله شي ؟
سعید : باالکل ،که څوک په پښتو تیاتر زړه وخوږوی .
پوښتنه :ستاسو دغه ټینګار د دې مانا لري چې تاسو تیاتر د ټولنې لپاره ډېر اغېزمن ګڼئ ؟ همداسې نه ده ؟
سعید : بې له شکه ،دا سینما ،تیاتر او تمثیل دی چې د سترګو په رپ کې خلکو ته تېر وختونه ،نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې ور په ګوته کوي .تیاتر او سینما د ښې راتلونکې زېری دی .وګورئ دا غربیان د خپلې ټولنې پرمختګ د سینما او تیتر له برکته ګڼي او هلته افغان چارواکي دغه پدیده اصلا هېره کړې .سینما او تیاتر دی چې په څو شېبو کې انسان د یو بل تمدن او کلتور سره بلدوي سینما او تیاتر د پوهاوۍ هغه ښه وسیله ده چې بل هېڅ شی ورسره سیالي نشي کولای .
پوښتنه : ښه ښاغلی سعید ! زه خوښ یم چې په دا کم عمر د ټولنې د بدلون او اوښتون په باب غوره کلتوري ژور فکر کوئ .له بلې خوا ستاسو دا ډېرو سرټکونو ماته دا پوښتنه رامنځته کړه چې د پښتو تیاتر او سینما د ودې لپاره کومې لارې شته ؟ څه باید وشي چې پښتو تیاتر او سینما دود شي ؟
سعید : زما په اند خو نن سبا په فضل د خدای پښتانه ځوانان تر بل هر وخت د ژوند په بېلا بېلو ډګرونو کې خپلو مسٌولیتونو ته متوجه شوي چې تیاتری او سینمایی هڅې هم پکې د پام وړ دي .زما د دې خبرې څرګندې بېلګې په ننګرهار کې د دوه سینمایی مرکزونو جوړېدل دي او بیا هم په ښکلي ننګرهار او تاریخي کندهار کې د ځوانانو لخوا د تیاتر د ګروبونو جوړېدل او نندارو ته وړاندې کول دي .او دلته په هجرت کې د ( هجرت ) د فلم له برکته د جرمني د کولن په ښار کې د افغان سینما – تیاتر مرکز جوړېدل دي که دغه هڅې دلته او په هېواد کې دننه په همدغه ګړندي ډول روانې وي او هېوادوالو ته د هغو د غوښتنو سره سم آثار وړاندې کړي نو زما په اند پښتو تیاتر او سینما به په لنډ وخت کې په ټولنه کې په پراخه کچه دود شی .
پوښتنه زه په دې ګروهه یم چې دا دافرادو کار نه دی دا د دولتونو کار دی .فکر نه کوئ چې افغان دولت د یو منتخب دولت په توګه په دې اړه یو لړ ځانګړي مکلفیتونه لری ؟
سعید : هوکې ! دا د اوسني دولت دنده ده چې د افغانستان د نوی اساسي قانون سره سم د ټول تیاتر او په ځانګړې توګه د پښتو تیاتر د ودې ،پراختیا او عمومیت لپاره کار وکړی .دولت باید په هېواد کې دننه تیاتري مرکزونه او سینمایی څانګې پراخې کړی .لازمه بودیجه ورته بېله کړي .دا دومره ډېرې پیسې چې د مرستو په نوم له ټولې دنیا نه اخلي دا څه کوي ؟ باید په دغه برخه زړه وخوږول شي .د افغانستان د راډیو – تلویزیون د هنر او ادبیاتو اداره او د پښتو ډرام او دیالوګ برخه باید پراخه او پیاوړې شي او همداسې باید دافغانفلم نه پښتو ضد روحیه لرې کړای شي .دغه راز باید په ټولو ولایاتو کې دغه راز مرکزونه جوړ او ملاتړ شي .ددې تر څنګ دافغانستان په سفارتونو کې باید داسې کسان وګمارل شي چې په بهر کې افغاني مستعده هنرمندان تشخیص او په کار واچوی او په همدې ډول نورې لازمې چارې .
پوښتنه :ډېره مننه .ښه نو اوس دا راته ووایه چې فعلا په کومو چارو اخته یاست ؟
سعید : څه موده مخکې راته د پښتو سینما او تیاتر خواخوږي ،ښه ډرامه لیکونکي او د فلمونو منتقد ښاغلي وکیل شینواري لخوا یو کتاب راورسېد چې (( تکنیک بازیګری )) نومیږي .دهغوي د هیلې سره سم هوډ مې کړی چې دا کتاب په پښتو وژباړم چې دغه تشه زموږ د سینما او تیاتر په برخه کې له منځه لاړه شي .
پوښتنه : آیا دا خبره سمه ده چې د هجرت له فلم نه وروسته تاسو دلسرده شوي یاست؟
سعید : نه داسې نه ده .دا د القایده او تروریستانو تش تبلیغات دي
پوښتنه : آیا دا خبره سمه ده چې ستاسو د فلم له لیدو نه وروسته یوې پېغلې تصمیم نیولی له کابل نه هالند ته راشي ؟صرف ستاسو لیدو ته ؟
سعید : زه او دومره طالع ....( ها ها ها ) زموږ فلم لا کابل کې تر اوه نندارې ته وړاندې شوی نه دی .
پوښتنه : د هېواد د سینما او تیاتر تکړه او څوان لوبغاړی ښاغلی علی سعید(ځونډی)
له تاسو ډېره مننه چې د دغې مرکې لپاره مو زموږ بلنه ومنله .
سعید : له تاسو هم مننه .

 

بالا

دروازهً کابل

شمارهء مسلسل ٦٩                سال چهـــــــــارم                     نوروز    ١٣٨۷                   مارچ/اپریل 2008