ژوند يو
سفر دی او بل څه ندی
کله په ځمکه کله
اسمان کی
دا يو کاروان دی
چه هسی درومي
کله را تم شي
کله روان شي
ژوند
يو نظر دي د يار
دسترګو
چه پکی وينی
مينی او وينی
کله جامونه سره
د شرابو
کله لا للونه د
يار د شونډو
ژوند يو ګړي ده
هسی تيريږی
کله په غم کله
خوښی کی
دا جګيدل او
ټيټيدل دی
د هوسونو په
دونيا ګی کی
ژوند عبادت دی
خپلی ليلا ته
يا په کعبه
يا په سجده
يا په جامونو د
ميخانه کی
چه
هير ئی نه کړی
ساقي ګلرنګه
ژوند لوی نعمت
دی
چه رب در کړی
((ساپی))
ګوره
چه بد ئی نه
کړی٠
٨-١١-٢٠٠٢ |