کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              اکبر کرگر

    

 
چشمه شبنم يا د«پرخو چينه»

 



 

څه موده ترمخه ماته خپل گران دوست ،ملگري اويوه موده په يوه مهمه اداره کې همکار عبدالله شادان خپل با ارزښته اثر چې په فارسي يې نوم «چشمه شبنم» او په پښتو د«پرخو چينه» نوميږي را واستاوه .
زه دقدرمن عبدالله شادان چې د دې اثر ټولوونکي ،ترتيبوونکي اوپه فارسي ژبه په موزون ډول دټپو ژباړن دي قدرداني کوم چې يو مهم او با ارزښته مسالې ته يې پام شوى دى . پاتې دې نه وي چې ښاغلي شادان دذوق ، شعر ،موسيقي ،د،سينما او په ټوله کې دخلاقه هنرونو سره را ښکيل شخصيت و. اوس هم چې کلونه شاته پاتي دي اودافغانستان دملي راديو تلويزيون يوه پخواني سندره يا هنري ادبي پروگرام اويا بل څه چې په هغه مهال ثبت شوي وي بې جوړي او بى مثاله دي . دشادان اغيزه اولارښوونه په دغه ياد فرهنگ باندي لکه په هېنداره کي روښانه تصوير ځليږي .
«چشمه شبنم» يا د«پرخو چينه» هغه با ارزښته اثر دى چې له هيواد نه ليري دلنډيو له ويونکو څخه ډېر لېرې ،له هغو کليو اوبانډو ،دښتو او لارو ،غونډيو اوڅړځايونو څخه ډېر لېرې دشادان په کړاو را ټولې شوي او له پښتو متن سره يو ځاى په ښکلې فارسي ژبه په موزون ډول ژباړل شوي اوچاپ شوي دي .
بده اوبي ځايه به نه وي چې لږ څه دټپو اولنډيو په باب شاته ولاړ شو.
که حافظه ناځواني ونه کړي ، دهجري شمسي پيړۍ په ديرشمو او يا څلويښتمو کلونو کې ستر بينوا صيب چې په رښتيني توگه ستر انسان و دپښتو لنډيو يو غورچاڼ يې ترتيب او په فارسي ژباړل شوي متن سره يو ځاى و ، وروسته بيا همدا لنډۍ په انگريزي ژبه هم وژباړل اوچاپ شوي .


همدارنگه داستاد محمد دين ژواک په زيار دپښتو لنډيو يو پنډ اثر را ټول اودپښتو ټولني له خوا چاپ شو، همدا اثر په وروستيو کلونو يعني شپيتمو او اويا يمو کلونو کې دعلومو اکاديمي له خوا بيا چاپ شو ، خو په وروستي چاپ دهيواد مشهور شاعر ارواښاد سليمان لايق په زړه پوري شنني هم ورسره ضميمه کړي دي . په پيښور کې هم اغلي سلمى شاهين هم پښتو لنډۍ را ټولې او چاپ کړي دي . په پيښور کې د«سپوږميه کړنگ وهه را خيږه» په نامه دلنډيو يو کوچني اثر هم چې انگليسي ترجمه يې هم وه چاپ شوي و ، همداراز په کويټه کې هم په دوه ټوکو کې يو اثر چاپ شوي و.
په پنځوسمو کلونو کې چې په پوهنتون کې دفلسفي څانگي زده کوونکي وم،هغه مهال به دپوهنتون په کتابتون کې ډير سيمينارونه جوړېدل . استاد بهاوالدين مجروح شهيد په يوه سيمينار کي په لنډيو کې دپښتني ميرمني دژوند تصوير په هکله يوه څيړنيزه مقاله واوروله چې د ارواپوهني په بنياد ترتيب اوکښل شوي وه .
استاد په ياده مقاله كې تر هر څه لومړی پښتو لنډۍ كتيگورايز كړې وي، په بېلابېلو صنفونو يې وېشلې وې . د باسواده ويونكو لنډۍ، د نورو وگړو او د ښځو له خوا ويل شوې لنډۍ. اوداسې نورډولونه وو. استاد په منطقي ډول د لنډيو اصلي نوع او ډول چې زيات طبيعي ځانگړنه لري، هغه دى چې د كليوالو او محرومو کسانو اويا له سواده محرومو ښځو له خوا ويل شوي دي. په دې لړ كې استاد د همدغه محروم قشر يعنې پښتنې مېرمنې پټ او ناخبرې (نا اگاهانه) اعتراض او بغاوت د لنډيو له محتواى نه راو ويست .استاد د انتحار او سندري تر سرخط لاندې ليكي:
«د نارينتوب د قانون په اساس خپل ځان وژل بې غيرتي ده. د اسلام دين يې هم جدا منع كوي. دا ځكه چې هېڅكله پښتون مسلمان نارينه ځان نه وژني، مگر پښتنه ښځه انتحار كوي او دا يوازې سنكتيا چې يو ډول زهر دي خوري او يا سيند ته دانگي او په دې ډول د نارينه وو له اصولو سره مخالفت څرگندوي. د دې نه رضايت د ښودلو په زړه پورې بڼه سندره او په تېره بيا لنډۍ ده.»


استاد په دې رساله كې د مينې، ننگ، مرگ او نورو مسايلو په باب يادونې لري. په دې رساله كې د لنډيو په جوړښت كې د ښځو اعتراض، بغاوت او سركشي جوته شوې ده او په زړه پوري مثالونه يې هم راوړي دي.
د دې څيړنې څخه ترمخه د هېواد په خپرونو او ان د پېښور او كويټې په خپرونو كې د لنډيو په باب يوازې د راټولونې او ساده شننو تابيا كېدله. د مثال په توگه، سترگې په لنډيو كې، شونډې په لنډيو كې، ښكلا په لنډيو كې، وطن په لنډيو كې او داسې نورو عناوينو لاندې خپرېدلې؛ خو دې مقالې وښوده، چې لنډۍ يو خاموش اعتراض دى. د يو سرغړاوي سندره هم ده. د محروم انسان د تحت الشعور اواز هم دى، د هغه حرمان او نوستالژيك غږ هم دى او د ناوړه سننو په وړاندې د ژوند په بيه غږ پورته كول هم دي.


څو لنډۍ:
موزي په مینه څه پوهېږي
په ګېډه یې موړ که تر سبا کوي خوبونه
ولې به نه ژاړم عالمه
چې زوړ سړى مې د پالنگ تمه كوينه
زما په برخه دې كمكى كړ
زه چې كمكى يار لويوم زړه به شمه
اويا داچې له ميړه سره ژوند ورته هره شپه عذاب دى
خاونده بيا دې ماخستن كړ
بيا مې په خوا كې موزيگى كوي خوبونه
خاونده بيا دې ماخستن كړ
چې ناراضي كټ ته مې رېږدي اندامونه
اوله موزيگي نه په سندره كې داسې انتقام اخلي:
راځه راځه كټ ته راخېژه
كه بازو مات شو موزيگى به يې جوړوينه
ستا په راتلو موزي قارېږي
زه به خولگۍ په دروازه كې دركومه


ما دلته د استاد يو بل اثر په همدې هكله چې لومړې ځل په فرانسوي ژباړل شوی او له فرانسوي نه په انگليسي ژباړل شوى و، ترلاسه كړ. د دې اثر نوم Songs of Love ,Afghan Women’s Poetry, Love and War)). په ياد اثر كې استاد همدغه موضوع لا پسې څېړلې او د پښتني فرهنگ يوه ځلانده نمونه ټپه او د هغې ژوروالى يې نړيوال كړى دى. له پورتنۍ شننې داسې ويلي شو چې استاد په خپل كاري بهير كې د هېواد د يو بېوزلي او محروم انسان اصلي ستونزه ر اپورته كړې او څرگنده كړي ده. دا كار د يو فيلسوف او حكيم كار دى، نه د يو ساده څېړونكي.


***


اوس بيرته را گرځو دشاعر ،اديب اوهنرمند ملگري شادان صيب دکړاوونو هېندارې يا «چشمه شبنم» ته چې په دوه نيم سوه مخونو کي چاپ شوي او ۴۶۸ لنډي يې را ټولي اوپه موزون ډول چاپ کړي دي .
ددې اثر دلنډيو يو امتياز دادى چي هماغه وزن اواهنگ چې پښتو لنډيوکې دى، ټولوونکي هم هڅه کړي چې په موزون ډول يې په فارسې هم وژباړي . په دې اساس په فارسي متن کي هغه پښتو خوند پاتي اودوام کوي .
د دې لنډيو څو بيلگي را اخلو :
ارمان ارمان تېره گړيه
پېدا به نه شي که ملنگ درپسې شمه
باده ديار حالونه راوړه
ظالمان شته دى ما ويار ته نه پريږدينه
توره لحده نوم دې ورک شه
دگل په رنگ جانان دې تورې خاوري که نا
زړگيه چوې که پاتي کيږي
جانان دتور لحد بندي شو نه را ځينه
گورو چې په ټولو لنډيو کي طبعيت په خبرو راځي اوکله چې دانسان دمغز اوحواسو هينداره گرځي نو ټول انساني ځانگړني په تيره تير يادونه نوستالژيک ، تير دردونه او غمونه ، جلا والي ،په مزدوريو پسې کور کلي پريښودل او په پرديو ملکونو کي مساپر کيدل ټول اوټول دردونه په لنډيو کي انعکاس کوي .
دقدرمن شادان دغه زحمت اوکړاو په ډيره ستاينه ارزي . دلنډيو غوراوي يې يو هنري پوهه او درک جوتوي او دهغو ژباړه په فارسي ژبه يې بل موهبت دى . چي دپښتنو زيارکښو او لسونو کوچيانو ، پوونده وو ،محرومو ميرمنو اوښکه په وينه وچه ميندو، بورو ميندو، کونډو اويتيمانو د دردونو هينداره ده . شادان دي ژوندي وي . دهغه دنورو فرهنگي هڅو په هيله .


الف .کرگر
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۰۲     سال هــــــــــــــــفدهم                    دلــــو/حوت۱۴۰۰                       هجری  خورشیدی         شانزدهم فبوری   ۲۰۲۲