کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              

    

  
په افغانستان کی د کرنی اوسنی انکشاف

 

 

په افغانستان کې کرنه او مالدارې اوږد تاریخ او د راز راز زراعتي محصولاتو د تولید په برخه کې اوږده مخینه لري. د نړیوال بانک د یوه رپوټ پر بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې د غلې دانې تولیدات ۵ میلیون ټنو ته ورسیدل او د یو میلیون نورې غلې دانې په تولیدولو سره افغانستان په خپل ځان تکیه کېدو موخې ته رسیدلی شو. په نظر کې وه چې ټاکلي موخه په ۲۰۲۰ کال کې تر لاسه شي. خو د وچکالیو، جګړو او کورونا وبا شتون ښایي دا موده غزولې وي. د هېواد ۷۰ سلنه خلک په کلیو کې ژوند لري او د ۶۰ څخه زیات کورنی عاید د کرنې له سکټورڅخه په لاس راځې. له دې کبله زراعت د ټولني تولید او کار موندلو په تیره بیا ښځو ته د روزګار برابرولو او کلیو کې د خوراکې توکو د ډیرولو په برخه کې ستر رول لوبوي. ځکه د افغانستان په کلیو کې د بېکارۍ کچه زیاته پورته ده. د بیکارانو لوي ډلې په کلیو کې له ځوانانو جوړي دي. که له یوي خوا په کلیو کې نوي دندې وموندل شي او له بلې خوا دندو کې د مهارت لوړولو ته پاملرنه وشي ټاکلې موخې ته رسیدل اسانه دي.
یوه ډیره مهمه مسأله چې د کرنیزو تولیداتو د ډیرولو، له هغې د مناسبې ګټي تر لاسه کولو او کلیوالو ته د دندو موندلو اړوند زموږ مخې ته پرته ده، هغه د محصولاتو پلورلو له پاره د وړ مارکیت شتون دی چې د تولیداتو د زیاتولو سره هم مهاله یي باید عملې حل پیدا شي.
نړیوال بانک د خپلو کتنو په لړ کې د کرنې ۳ مهمو برخو کې چې هغه د اوبه خور غنمو ، میوي سابو زړو او د څارویو او مرغانو محصولات دي، د هغې د کچې لوړوالې ته د افغانستان د خلکو او چارواکو پاملرنه اړوي. په دې برخو کې وړاندې تګ د تولیداتو او دندو په زیاتولې کې د لیدو وړ بدلون راوستلی شي او د خوارانو شمیر په کلیوالو ساحو کې لږولی شي. د نړیوال بانک د ۲۰۱۸ کال رپوټ له مخې غلې دانې که څه هم د کرنې د سکټور غټه برخه جوړوي خو په وروستیو کلونو کې د بیو د لویدلو له امله له هغې ښه ګټه وټه نه اخستل کیږي. دلته د نورو عواملو د شتون تر څنګ د غلو دانو د اوبه خور سیستم کمزورتیا په تیره بیا د هېواد شمال کې، لویه ستونزه ګڼل شوي. د کرنې نورو برخو هم د اړتیا له مخې وده نه ده موندلې او یوازې د غنمو په کښت زور راوړل شوی. میوو او زړو ته د خلکو غوښتنه په ډیریدو ده خو په بیو کې یي وړ بدلون نه تر سترګو کیږي.

 

 

د کار نړیوال سازمان رپوټونه ښیي چې د انګورو، غنمو، وریجو، رومیانو او الوګانو د عاید برخه کې د شوي کتنې پایله کې د یو جریب ځمکې انګورو او رومیانو څخه د ۸۰۰ ډالرو څخه زیات، د آلوګانو او وریجو څخه د ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالرو او د غنمو څخه د ۱۴۸ ډالرو شاوخوا عاید بزګرانو ته لاسته ورځې. د انګورو او رومیانو ګټه تر لاسه کول زیات بریښې. د آلوګانو او وریجو نه هم عاید اخستل بد نه دي، خو د غنمو څخه ګټه کول کمزوري ښکاري او د افغان کورنیو د عاید شاوخوا ۴۷ سلنه جوړوي. خو د انګورو په تولید ۱٬۳ میلیونه، د غنمو په تولید ۸٬۹ میلیونه، د الوګانو په تولید یو میلیون او د وریجو په تولید نیم میلیون باغوانان او بزګران اخته دي. دلته لیدل کیږي چې د غنمو په تولید د څه کم ۹ میلیون تنو بوختیدل او له هغې د انګورو او رومیانو په پرتله لږ عاید تر لاسه کول، د محصول او ګټي د بیلانس په نظر کې نیولو سره یوي دقیقي څیړنې او یو منطقي حل را ایستلودته اړتیا ده. نړیوال بانک همدارنګه د غنمو کر کیلې، څارویو روزنې او باغدارۍ د تولید د ښه والي په صورت کې تر ۲۰۲۴ پورې، شاوخوا ۲۶۰۰۰۰ نورو باغدارانو بزګرانو ته د کار موندنې وړاندوینه کړي ده. سروي ښیي چې د مارکیټ د کچې ټیټوالی له یوي خوا د تولید د تنوع او مقدار د لږوالې سبب شوی او له بلې خوا د کاروبار منځ ته راتلو امکانات یي محدود کړي.
تر تیرو کلونو پورې نړیوال بانک افغانستان کې د میوو او څارویو تولیداتي پروژو سره مرستې وکړي چې تولیدي چارې اصلاح کړي. هدف دا وو چې د زراعتې خدمتونو تولیدي ظرفیت په سیستمونو کې ښه والی او بدلون راشي او له پانګونې یي ملاتړ وشي. دلته د میوو او څارویو د تولیداتو د ښه والي په موخه د تکنالوژۍ د اصلاح مسأله ملاتړ ته اړتیا لري. په دې پروژو کې له ۶۰۰ زره زیات بزګران چې د ۲۲۰ زره نه یي ډیرې ښځې دي، ګډون لري او بزګرانو ته په کې مستقیم او غیر مستقیم دندي موندل شوي. د میوو او زړو زیاتوالې شاوخوا ۱۰۰۰۰ بزګرانو ته کارونه پیدا کړي چې ۶۰ سلنه یي اوږدمهالې دندي دي. د څارویو د ودي برخه کې د نوي دندو موندلو رپوټونه چندانې نشته. په مارکيټ کې د بوختیدو کچې ټیټوالی، د بزګرو کورنیو ډیرو غړو په تیره د ځوانانو وړیا کار کولو له وجې کرنیز روزګار په تاریخې توګه افغانستان کې لږ عاید، لرونکی دی. رپوټ څرګندوي: په ۱۴ -۲۰۱۳ کلونو کې د ۲٬۵ میلیون کارکوونکو له جملې ۱٬۳ میلیونه کسان په هغو بزګرو کورنیو پورې اړه لرله چې وړیا کارونه یي کړي دي. د څارویو برخه د کرنیزو بوختیاوو ۴۰ سلنه جوړوي چې د هغې زیاتو کارکونکو وړیا کارونه سرته رسولې دي. د وړې کچې تولید کوونکو تولیدي حالت لوړول، سوداګریز تولید تقویه کول، کرنیزو خدمتونو ته پراختیا ورکول، او د مارکیت سره تړاونه پیاوړې کول د نوي دندو د رامنځته کېدو سبب کیږي. د هېواد په ډیرو سیمو کې د څارویو څخه لاسته راتلونکی عاید خورا لږ دی. میوي او زړي د هرې ورځ په تیریدلو د خلکو د غوښتنې په مهم توکې اوړي او په دې برخه کې زیاتې دندي رامنځته کېدلی شي. د خپلې اړتیا له پاره د تولید شوي میوو په څنګ کې د مارکیټ له پاره د یو مقدار میوي برابرول د نوي کارونو موندلو بهیر پیاوړی کوي او ځوانانو ته روزګار پیدا کیږي. د نړیوال بانک پروژو او د ځینو نورو ټولنو هڅو په دې اړوند نتیجې وړکړي. د اوبو اغیزمن کارول، کر کیله او فارمونو کې د کرنې د تولیداتو په زیاتوالې او د نوي لنډمهاله کارونو په رابرسیره کولو کې مرسته کولی شي.
که پورتنې لنډ رپوټ ته ځیر شو وینو چې د کرنې تولیداتو د پورته یاد شوي برخو برسیره په هېواد کې دغوښو، هګیو د تولید په موخه د ډول ډول مرغانو، کبانو، همدارنګه د شاتو مچیو فارمونه، د زغفرانو کښت او ځینې نور تولیدي فعالیتونه شته چې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو د زیاتولو، وطنوالو ته د دندو موندلو او کورنیو ته د اړتیا وړ راز راز خوړو په برابرولو کې لنډمهاله او اوږدمهاله فرصتونه منځ ته راوړي. خو په لنډمهاله کې د کرنې د هغو سکټورونو په پانګونه، پراختیا ورکوونه او اصلاح بوختیدل اړین دي چې زیات تولید کوي، ډیرو بزګرانو په تیره بیا ځوانانو او ښځو ته د روزګار موندنې او د هغوئ کورنیو ته د وړ خوراک او څښاک زمینې برابروي.
د نړیوال بانک په رپوټ کې جوته شوه چې د میوو، په ځانګړي توګه د انګورو د تولید په برخه کې ډیر بڼوال، هټۍ وال، سوداګر او د هغوئ کورنۍ بوختې دي. له بلې خوا افغانستان راز راز انګور لري چې د کورنې مصرف او سوداګریزو موخو له پاره دمدرحاله ترې ډاډمنه استفاده کېدلی شي. باید دې برخه کې نوي څیړنې وشي، د غوره تولیدلرونکې انګورو بڼونه د تولید د زیاتوالې او کاري فرصتونو په موخه د هېواد نورو سیمو کې جوړ شي. د اړتیا وړ اوبو رسولو ، مارکیټ موندلو، بهر ته یي د لیږلو د وړ معرفۍ چارې وسنجول شي.
د الوګانو او وریجو د کښت د ساحو زیاتول هم ډیر اهمیت لري. له انګورو او رومیانو وروسته الوګانو او وریجو ته په کور دننه او بهرکې د صادراتو له پاره اړتیا ډیره ده. څرنګه چې د افغانستان د غرو لمنې په عمده توګه شګلنه خاوره لري او د اوبو زیاته برخه له غرونو سرچینه نیسې د الوګانو او په یو مقدار کې د وریجو د تولید له پاره مساعد ځایونه ګڼل کیږي. د الوګانو ، وریجو د ښو ډولونو انتخاب او کرل په لنډمهاله کې زیات ضروري ګڼل کیږي.
په ټوله کې غنم، په تیره بیا د اوبه خور غنمو د ساحې زیاتول هم اهمیت لري. په دې برخه کې د اوبو سم مدیریت، د اوبو زیرمه کولو بندونو جوړول، د نوي کانالونو کیندل، د وران شوي بندونو، آبګردانونو، ویالو، کاریزونو او د کاره لویدلو کوهیانو رغول او بیا تازه کول له مهمو پورته کېدونکو ګامونو څخه دي. د غنمو د کروندو زیاتولو له پاره د کوکونارو او نورو هغو بوټو کر چې نشه اې توکې تولیدوي او د اوبولو مصرف یي هم زیات دی، جدي مخنیوی.
د لوبیا، مییو، دال، نخودو او نورو حبوباتو کرلو ته ځانګړي پاملرنه، د هغې ښه او ډیر حاصل ورکوونکې تخمونو موندلو او کرلو له پاره اړینې څیړنې، له یوي خوا د خوراکې توکو رنګارنګۍ زیاتولو له پاره ګټه رسوي له بلې خوا د نباتې پروتینو په زیاتولو کې مهم رول لري. په اوږدمهاله کې چې څومره د نباتې پروتینو زیرمې زیاتیږي په هماغه اندازه د خوړو بنسټ پیاوړتیا مومې او د حیوانې پروتینو له پاره اړتیا لږیږي. په یاد ولری چې د حیوانې محصولاتو زیات لګښت په روغتیا ناوړه اغیزي لرلی شي.
زړي د خوراک او صادراتو مهم توکی دی. اغوز، بادام، پسته، جلغوزي، مندتو زړي، ځمکنې بادام، پرګې او نور زیاتول د افغانانو د روغتیا، خوراک، بهر ته د سوداګریز توکې په توګه لیږدول ورځ تر بلې اړتیا او اهمیت مومې. په دې برخه کې زیات کارونه هېوادوالو ته پیدا کېدلی شي. ځکه د زړو تهییه، پروسس، د خوراک او سوداګرۍ له پاره یي تیارول زیات او ماهر کار غواړي. له دې کبله یي بیي هم ډیري او په اوږدمهال کې د افغانستان غرونه، دري، یو شمیر هواري سیمې د زړو د تولیداتو له پاره مساعد شرایط لري.
څرنګه چې افغانستان زیات سیندونه، چکاونه او چیني لري او تر ۹۰ سلنه ټولې اوبه خوږي دي، د اوبو د ښه مدیریت په برکت، د زیاتو بندونو او ډنډونو په جوړولو سره د کبانو او دریابې مرغانو د روزنې له پاره په اوږده مهال کې ډاډمن شرایط برابریدلی شي. د کاروبار دا برخه له یوي خوا د هېوادوالو د خوړو یوه برخه جوړولی شي، چاپیریال ته زیاته ګټه رسیږي، د خاوري له تخریب مخنیوی کیږي، د تودوخې درجه ټیټوي د اوبو زیاتوالې سره مرسته کوي، د بارانونو واورو د زیاتیدو، د ځنګلي بوټو، ونو، ځناورو د ډیریدو سبب کیږي چې دا ټول د انساني ژوند او چاپیریال سره مرسته کوي. دې برخه کې که په ځیرتیا کار وشي، د هېوادوالو د ژوند د اړتیا وړ او سوداګرۍ زیات څیزونه تولیدیدلی شي.
په ټوله کې په تیره بیا د هېواد معتدلو او سړو سیمو کې د غوښو، هګیو او نورو تولیداتو په موخه د چرګانو، فیل مرغانو، قاز، مرغاویو او سوي فارمونو جوړول په لنډمهاله او اوږدمهاله کې یو عملي او په لږه موده کې تولید ورکوونکی کاروبار دی. د افغانستان نیمه وچه هوا د دغو مرغانو په روزلو کې هومره تدابیرو ته اړتیا نه لري، لکه په ډیرو تودو او یخو سیمو کې. د هېواد د یو شمیر ګاونډیو ملکونو تجربې د تقلبې موادو د کارولو له پلوه د استفادي وړ نه ښکاري. له دې کبله که افغانان د فارمونو جوړولو او مرغانو ته د خوراک په تیارولو کې د دغه کاروبار قواعد او زموږ د وطن تیرې او اوسنۍ مثبتې تجربې په نظر کې ونیسې. د کاروبار دا برخه زیاته ګټه راوړلی شي، که لږ زیار وایستل شي. کورنۍ او د هغوئ ځوانان ښځې په دې برخه کې کارونه پیدا کولی شي او د هېوادوالو د خوراک یوه ستره زیرمه جوړیدلی شي.
د افغانستان یو شمیر غرونه، دري، غونډۍ او هواري د راز راز ونو، بوټو په درلودلو سره زیات خوشبویه غوټۍ او ګلان زرغونوي. په عین حال کې چې دا چاپیریال د سیمو ښکلا زیاتوي، له بلې خوا د یو شمیر درملو جوړولو او د شاتو موچیو او د هغې د تولیداتو په رامنځته کولو کې مهم رول لري. د هېواد نیمه وچه هوا، خوږې اوبه د ونو، بوټو د ګلانو شیري په خوږولو او ښه بوي ورکولو کې ډیر اغیز لري. په دې برخه کې که په زړه سوي او مهارت کار وشي، افغانستان د شاتو په یوه مهم تولیدونکې او صادرونکې هېواداوښتی شي. دا هم یوه لنډمهاله او اوږدمهاله موخه ده چې تر لاسه کول یي د هېوادوالو له پاره د خوراکې مهم توکې په برابرولو کې زیاته مرسته کولی شي.
په پاي کې ویلی شو چې نورې ډیرې کرنیزې برخې شته چې هېوادوالو ته د خوړو او کاروبار موندلو په لړ کې د حساب وړ دي. خو د پاسنیو لنډمهالو او اوږد مهالو کرنیزو فعالیتونو په سم منجمنټ افغانان کولی شي، د خوړو او د هغې د تنوع له لږوالې ځانونه خلاس کړي. د افغانستان د

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۳۸۸       سال هــــــــــــــــفدهم      سرطان ۱۴۰۰      هجری  خورشیدی    شانردهم  جولای   ۲۰۲۱