کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

انور وفا سمندر

    

 
هر یو خپل سقراط دی څخه:

 

 

 

 «په سبا ورځ یې شاعر لارو او کوڅو کې مستانه مستانه روان ؤ او په بېخالۍ یې دغه شعر له ځان سره وایه:
«وه خلکو!
ما خدای لیدلی دی!
هېڅ شی نشته بې له خدایه!
خدای مین دی په یوه یوه مین باندې.»
 «خدای د هر میېن د خولې شاعر غږ دی. د هرې میېنې په زړه کې، د مینې راویښه شوې وړانګه ده. او خدای په مینه پیدا کېږي.» 
«مینه وکړئ! بیا به د ژوند هرڅه ووینئ. بیا به پوه شئ، چې هره شېبه او هر ځای خدای را سره شته.»
 خلکو شاعر ته حیران حیران کتل، او ځینو ځان سره وېل، دغه ځوان بنیادم لکه چې خپل ځواب موندلی، دې سړي ځان دې پولې ته رسولی، چې ووایي: 
«دا ژوند له دومره تجربو سره د څه لپاره ؤ او څه لپاره دی؟»
یو نیم به له ځان سره په خندا کټ وهل: آه! که خدای رښتیا میېن وي!؟
ډېرو غوښتل څوک یې لکه نانځکه په لاس کې واخلي او د خدای په دې سپین عشق یې ور وولي. 
 یوه یې شاعر غېږ کې ټینګ ونیو. شاعر څه شی ورونښول، هغه چاړه ورباندې راووېسته، شاعر هررررر...ر وهل. 
هغه ووېل: «ژر شه یوازې ماته قصه وکړه! هغه چا غوندې شی دی؟ او زه څومره هغه ته ورته یم؟؟» 
هغه له خدایه غوښتل، چې د شاعر له خولې واوري: 
«هغه کټ مټ تاته شوی؛ خو...لږ نور هم په ایماندارۍ کې کلک شه!»
خو شاعر د چا څرنګه دیندارۍ یا مسلمانۍ ته درجه نه ورکوله. 
 بله ورځ شاعر د چړې له سرو زخمونو سره په الماس را ننوت. او بیا خلک د ناروا غږ له دې لیوني کرار شول.»

 د خدای تعالی اراده وه، نور په بله

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۳   سال  سیـــــــــزدهم               حوت     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                 اول مارچ  ۲۰۱۷