کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

۱

 

 

۲

 

 

۳

 

 

۴

 

 

۵

 

 

۶

 

 

۷

 

 

۸

 
 

   

څېړنه محمد اکبر کرګر

    

 
ماته يو درياب
 د نور را
(دويم ټوک)

 

 

 

هيومانيزم ،غني او انسان:

خو پر دې نظرونو او باورونو برسيره غني يو ستر هيومانيست هم دى خو د هيومانيزم په کلاسيکه او تيوريکه معنا نه، بلکې بايد يادونه وکړوچې د شاعر نظر په دې برخه کې يوازې په يوه استقامت کې نه دى، بلکې له څو زاويو د هيومانيزم په اړوند څرگندونې لري.

هيومانيزم د مدرنيزم د دوران بشرپالنه ده چې د اروپا د رنسانس محصول ده. ياپه بل عبارت دکليسا اومنځنيو پيړيو دسکولاستيکي تحجر په وړاندې کله چې د بشري تمدن د پرمختگ په بهيرکې انسان د پيښو او کايناتو مرکز او محراق گرځي نو د هيومانيزم فکري او فلسفي ښوونځي يو وار بيا د يوناني اساطيروله بستر نه سر راپورته کوي. په فلسفه، ادبياتو او نورو هنرونو کې انعکاس کوي. وروسته د شعر او ادبياتو په بيلابيلو فکري جريانونو کې هم ځليږي خو د دې په څنگ کې پاتې دي نه وي چې د ختيزې نړۍ په فرهنگونو اوبيلابيلو فکري ښوونځيو په تېره تصوف اوعرفان کې انسان محوري يو څرگند اوځلانده ځاى اومقام لري.

د غني خان شعر او هنر ته په غور کتلو سره دا خبره ښه جوتيږي چې دهغه په افکاروکې دهيومانيزم د دواړو يا دوشويو فکري بهيرونو اویوډول فکري او ارواپوهنيزه تلاقي يا مخامخ کيدنه موجوده ده.هيومانيزم داسې يو فکري ښوونځى دى چې اساسي موخه يې په نړۍ کې د انسان ژغورنه  او د انسان اعتلا ده. انسان شريف موجود بولي او هغه اصول چې طرحه کوي دانسان اصلي اړتياوو ته چې د انسان نوعيت جوړوي ځواب وايي.  

 

په مدرنه نړۍ کې د رنسانس نه وروسته څلور جريانونه دهيومانيزم مدعيان دي.

دلويديځې نړۍ ليبراليزم

دکارل مارکس نظريه

 وجودي اصالت يا اگزستانسياليزم

اوعرفان اوتصوف  دمذهب په بڼه کې

ليبراليزم په تاريخي لحاظ ځان دهيومانيزم د فلسفې او فرهنگ اصلي وارث بولي.ليبراليزم هيومانيزم يو پرله پسې او متداوم جريان بولي چې د لرغوني يونان نه پيل او په معاصره اروپا کې خپل کمال ته ورسيد.

د لويديځې نړۍ يا لويديځ تمدن هيومانيزم د يوناني اساطيرو په بنسټ سر راپورته کړ. په لرغوني يوناني اساطيرو کې خدايان په خاص مېتولوژيک ليد او نظر سره يو تضاد په ډاگه کوي چې دځمکې اوآسمان ترمنځ يا د خدايانو او د انسانانو ترمنځ يو رقابت ښى،  ارباب الانواع په پرله پسې توگه د انسانانو په وړاندې خنډونه ايجادوي.جهالت ناپوهي، نه معرفت، پستي کمزورتيا او انسان په اسارت کې ساتل يې اساسي موخه اوپيام دى، هڅه کوي په ځمکه باندې دانسان د حاکميت اوقدرت مخه ونيسي او له دې نه ډار لري.داسې انگيرل کيږي چې هر انسان چې د سترې گناه مرتکب کيږي او هغو چې دخدايانو امر پرځاى نه کړ، په ډېر ستر عذاب اخته شول. سيزيف، پرومته او نورې اسطورې ددې خبري مثالونه دي.

په واقعيت کې د انسان او د ارباب الانواعو جگړه چې  په اساطيرو کې يې انعکاس کړى دى د طبعيت د قهرجنو قوتونو په وړاندې او د دغه قوتونو د ايل کولو او د انسان دحاکميت او لاسبرى له پاره استعاره ده خو له رنسانس نه وروسته نويو هيومانيستانو لکه ديدرو، ولتر او ان فويرباخ او مارکس داسې و انگيرله چې اسطوروي نړۍ يا مېتولوژيکه شخړه  دمادې اوطبيعي جهان انعکاس دى او له معنوي او قدسي نړۍ او د سترو شرقي اديانو په وجود کې روانه شخړه دهماغه مادي نړۍ سره ورته والى لري. په شرقي مذاهبوکې دانسان اړيکه  د اهورا مزدا، راما، تايو او ژغورونکي پلار مسيح  د انسان او زيوس له اړيکې سره پرتله کيږي خو ځينې فلاسفه د دې دواړو ترمنځ تناقض ويني  او داسې  انگيري چې که په لرغونواساطيرو کې پرومته له خدايانو اور غلا کوي، او انساني نړۍ ته يې راوړي او د دې گناه له امله په لوی کړاو محکوم کيږي نو په شرقي اديانوکې شيطان يا ابليس مقربه ملکه ده چې د خداى له خوا رټل کيږي او د لعنت وړ گرځي، دا ځکه چې د خداى امرنه مني چې د ادم پښو ته ولويږي،  په دې پرتلنه کې داور پرځاى نور اورڼا ده. خدايي نور دخداى امر دى  او د يوناني اساطيرو الهام اخيستني او پر هماغه اساس د زيوس پرعکس چې انسان دطبعيت له مرييتوب نه ژغوري.  

په دې اساس د بورژوازي ليبراليزم اومارکسيزم  دواړه  له  يوناني اساطيرو نه الهام اخلي او هيومانيزم هم په هماغه بنسټ مطرح کوي.خو اگزستيانسيا ليزم د دوه يادو شويو جريانونو نه زيات دهيومانيزم ادعا کوي. سارتر وايي: (( اگزستيانسياليزم په خپله هيومانيزم دى. )

د سارتر په باور انسان دخپل ځان هستوونکى دى او د يوه ليکوال په قول چې وايي:((انسان دانسان راتلونکې ده)) يعنې ترمخه يې دپيدايښت اټکل نه وو شوى. په دې اساس په ټولو فلسفي ښوونځيوکې وجودي اصالت انسان ته په ستر امتياز قايل دى.

لکه په دې مشهور شعر کې چې دمخه مو هم را اخيستې وو چې وايي :

اوما ځان له ساز که پخپله جوړ
دخپل خوب نه دخپل خيال نه
اوما ځان له مرگ که پخپله جوړ
دسپرلي دزيړو گلونو نه
دلالونو نه دځوانۍ نه
 

خو بل جريان مذهبې جريان دى چې له عرفان او تصوف نه الهام اخلي.  دا جريان انسان په اعلى حدکې پرهيزگارۍ او ايثار ته را بولي.ټول مذهبونه د انسان د خلقت د فلسفې او د انسان دپيدايښت نه پيل کوي. مشهور عارف شيخ محى الدين عربي کامل انسان د خداى خليفه بولي.  

په سترو شرقي مکتبونو کې انسان دنړۍ اوکايناتو له خداى سره اړيکي لري.په زردشتيزم کې انسان د اهورا مزدا ملگرى اوملاتړی دى.او ان د خلقت په ستره معرکه کې له انسان سره دنيکۍ په برې کې د انگره مينو(د سپنتامينو ضد يا اهريمن يا ناوړه اوبد خصلت ) په وړاندې  مرسته کوي.

د وحدت وجود په عرفاني جريانونو  کې چې په سرکې يې په ټولو هندي مذهبونو کې دخداى، انسان او عشق درې واړه يوه  پيښه را منځ ته کوي  چې د هستۍ نړۍ له سره جوړه کړي.انسان اوخداى په دې مذهب کې داسې سره شريک دي چې منطقي جلاوالى يې ممکن نه دى،زموږ دسترو صوفيانو اوعارفانو په اثارو کې هم داسې بريښي او مثالونه يې زيات دي.

 

د غني يوشعر:

ټول جهان خاموش وو يو آدم و چې گويانه شو
مينې داسې يوړو بې خبره دخپل ځانه شو
وې، زرلکها سوالونه، ژوند جواب يمه دټولو
زه يو مقصد نه يم، خو باب يمه دټولو
زه کله مراد، کله ارمان کله غرور يمه
زه ټنگ اوټکور يم، زه شراب يمه دټولو
زه کامل کمال، زه سر رباب يمه دټولو
دا چې ته يې اى جانانه، دا چې ستا هستې رڼا ده
دا زما مينه ارمان دى، دا زما ژړا خندا ده
دملا خبرې خوشې  معامله  ستا اوزما ده
دا داستان د لوږې نه دى دا قصه دعشق اوساه ده
د زما ورکى پټ راز ستا دحسن اوکمال دى
دا زما کمزورى سترگې ستا دښايست جاه وجلال دى

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل      ۲۸۳   سال  سیـــــــــزدهم               حوت     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی                 اول مارچ  ۲۰۱۷