کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

               اکبر کرگر

    

 
سمندره

 

 

سمندره! سمندره لږ خو تم شه !
ډېر کلونه که له سترگو ځيني تېر شول ،
دڅپو پورته کيده ښکته کيده وو،
چې دلمر وړانگو درياب کي غوټه وکړه ،
بيرته پورته په لويدو له غره ښکاره شوې ،
دترخه ماضي ځولۍ کي په ټالو وم ،
ناڅاپي دا زمانه په تښتيدو شوه ،
بيا له خوبه شوم را پورته غږ مي وکړ
لږ خو تم شه اى نا ځوانه!
چېرې درومي يو خبره درته کړمه ،
هيڅ پروا يې په اواز راته ونه کړه
په مستې اوسرمستې هسې روان و
ما ويلي :
يو ارمان مي را پوره کړه بيا نو درومه
لږ خو تم شه لا سبا دى بيگاه نه دى ،
سمندر مې دخبرو پروا نه کړه ،
وروسته پوه شوم :
دزمان اوسمندر سلا يوه وه
زمان درومي په زاريو نه دريږي ،
سمندر هم په غورځنگ دمه يې نشته .


فبروري ۱۳ کال ۲۰۲۱

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل         ۳۷۸          سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        دلو/حوت ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی       شانزدهم  فبوری  ۲۰۲۱