کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

اکبر کرګر

    

 
ايوب بيا راستون شو؟

 

 

له وختونو او زمانو وروسته ايوب بيا راستون شو؛ خو دا دی له تاسې پټه نه وي، چې دا هغه ايوب نه دى چې يهوه يې ټوله هستي شيطان ته وسپارله. شيطان ته يې وويل چې ورځه او زما مؤمن بنده وگوره!

شيطان يو مهال يهوه ته ورځي، يهوه ترې پوښتنه کوي: «چېرته وې او له کومه راغلې؟»

شيطان وايي: «د ځمکې پر سر مې سير و سفر کاوه، تېرېدم دا دى تا ته راغلم

يهوه وويل: «تاسې زما امين، حليم، صديق او با ايمانه بنده ايوب ليدلی دى؟ هغه چې د ځمکې پر سر د هغه په څېر بل يو نشته. هغه کامل، رښتیني او پرهېزگاره انسان دى، له يهوه ډارېږي او له هرې گناه ځان ژغوري

شيطان وويل: «ايا ايوب په وړيا ډول له گناه ځان ژغوري؟ نه! هغه تاسې ياست چې د هغه له شتو او شتمنيو مو دېوال چاپير کړى دى، د هغه لاس ته مو برکت ورکړي دى که داسې نه ده؟ اوس لاس وغځوه، د هغه ټوله شتمني لمس کړه، نو ستا په مخ کي به تاسې پرېږدي او بيا به مو نوم هم نه يادوي

خو يهوه شيطان ته وايي: «دا دی ویې ازمايه! د هغه ټول مال ستا په لاس کې ږدم. يوازې هغه ته لاس مه اوږدوه، نو بيا شيطان د يهوه له حضوره ولاړ او له سترگو پناه شو.»

***

زمان او وختونه د سترگو په رپ کې پناه کېږي، پېړې لکه شېبې چې د سيند څپې راپورته کېږي او په خپله مخه درومي. لمر او سپوږمۍ لکه چې هېڅ له ځايه نه وي ښورېدلي؛ خو په برندو سترگو د بشريت او انسان د غمونو داستان لکه د سينما پرده گوري؛ خو شيطان په بېلابېلو څېرو راښکاره شوی او خپله څېره ښيي. کله د يو مرشد په جامه کې کله د يو قصاب په څېره کې او کله هم د يوه روحاني او پير په جامه کې رابرسېره کېږي؛ خو دا وار د يو قصاب په څېره کې، د يو چنگېز په لباس کې د يو نرون او هتلر په څيره کې له اسمانه راولېده، را نازل شو. د ځمکې د مخ د رنگولو لپاره، په سره رنګ د سپېرو خاورو د اړولو لپاره او د دې خاورې د انسان د اسحاق ډوله حلالولو لپاره راځي؛ د انسان لوی وجود د يو تن په بڼه کې راڅرگندېږي، د يو مظلوم انسان په وجود کې د يو جمعي روح په وړاندې درېږي او په لوړ اواز ورته وايي: «ته به وژل کېږي، ته به د ځمکې له مخې ورکېږي، ته به نور د وجوديت دعوه نه کوي

د نوح د توفان په څېر، توفان نه يوازې د ځمکې پر سر بلکې د اسمانونو له لارې ځمکې ته راکوز يږي ، بادونو او ږليو د خاورې مخ په بله واړاوه، هماغه انسان چې ايوب نومېده يو وار بيا د صبر او زغم ازموينې ته راکښل کېږي. ايوب وږي کوي له هغه د خوراک او څښاک ټول وسايل اخلي. پر هغه د کاڼو او ډبرو باران وروي؛ خو هغه له خولې آه نه باسي، د زغم تابيا کوي.

شيطان له ايوب سره چمبړ کېږي. ايوب په ځان خبر نه وي. شيطان په خپل دريځ ولاړوي؛ خو زمانې چې يو نوى ايوب زېږولی، ايوب شکنجه کوي؛  زموږ د زمان ايوب هم د خپلې راستۍ، رښتينولۍ، صداقت او ايماندارۍ په هوډ ټينگ ولاړ دى. دا دايوب خصلت دى چې له خپل هغه سره يې  حاضره زمانه کې سر راپورته کوي. ايوب د ځمکې سر ته را ځ  اوځي ، خو شيطان خپل رسالت درلود اولري يې . د شيطان موخه مالومه وه. موخه يې نه بدلېږي ، که پخوا يې له انسانه ايمان اخيسته په نن زمان کې هستي او نسل او ځمکه اخلي چې ايوب قدم کښېنږدي. دقدم  دايښودو ځاى ونه لري .نو شيطان د دې لپاره چې د ايوب د صبر کاسه ډکه کړي، د ايوب د زغم ازموينه اخلي، د ايوب د صبر مانا ورکه کړي، ايوب بې هستۍ او بې شتو کړي او د ايوب «زه» نفي کړي.

اوس کلونه تېر شوي دي، پېړۍ اوښتې دي، زماني بدلېږي، اسمان هماغه شان ولاړ دى، لمر له ختيځه راخېژي او په لوېديځ کې کله چې د بوډۍ تنور لمبه وکړي، له هغې وروسته د تنور د لوگو په منځ کې په هر ځاى کې د غرونو شا ته ډوبېږي، ورکېږي، او بيا شپه راولي خو ايوب رابرسېره کېږي، شيطان څېره بدلوي.

خو نن شيطان د زمانې له ايوب سره لاس و گريوان دى. د زماني ايوب چې هر څه له لاسه ورکړي، ځمکي کروندې، ښارونه، شته مني، رمې او کاروانونه يې ترې اخيستي. ان سيندونه او غرونه يې پردي شوي دي. ايوب نن د پښې اېښودو ځاى نه لري، له يهوه سره د سوال و ځواب لپاره گور او قبر هم نه لري، دا ځکه چې شيطان يې ازمویي او په برزخ کې يې دروي.

شيطان پوره واک تر لاسه کړی دی. شيطان پر هر څه واکمن دى. د ايوب اراده او ويلاړ يې کمزورى او په نشت حساب کړى دى. شيطان د ايوب «زه» له منځه وړى دى.

شيطان پرېکړه کړې وه چې زه به داسې کانې وکړم چې ايوب نور «ځان» ته «ځان» ونه وايي، دی بايد سم درسونه واخلي. زما درسونه بايد هېڅکله د هغه له حافظې ونه وځي.

شيطان چې هماغه ورځ له څو کانسرويو قوطيوسره له اسمانه ځمکې ته راکوز شو، نو ايوب يې وتاړه، په پړو او زنځيرونو يې وتاړه، زړه زنگ وهلې توره چې پېړۍ پېړۍ يې ايوبي نسل پرې حلال کړي، خو ايوب په ټول زمان کې ورته چوپ او او غلی ناست و، همداسې يې ورته کتل، له ايوب نه پوښتنه کېږي چې څه غواړې او څه ارمان لري؟ ايوب په خاموشه او چوپه خوله سر خوځوي، هېڅ نه وايي، وايي هېڅ نه غواړم؛ يوازې صبر او زغم.

ايوب د دې وس نه لري چي وپوښتي چې زما گناه څه ده او ولې قهر پر ما نازل شوی او«پرومته ډوله » زه په زنځيرونو تړل شوى يم خو هغه دا پوښتنه نه کوي چوپ او پټه خوله وی.

کلونه کېږي چې د ايوب په کروندو د ايوب په غرونو او ځنگلونو د پيريانو او د یوانو لښکر خيمې درولې دي. هره ورځ د ايوب په کور نوى غم او نوى ماتم حاکم وي، کوچني ماشومان يې وژنې ايوب ورته گوري ايوب يې چې لاسونه او مټې په زنځيرونو تړلي دي ورته برندې گوري چې بچيان يې حلالېږي، د باروتو په ډېريو کښېنول کېږي، الوزول کېږي، غوښې يې هوا ته الوزي بېرته دانه دانه د وينو له څاڅکو سره په ځمکه رالوېږي، ځمکه سره اوړي، تکه سره.

خو ايوب د دې اوس او متره نه لري چې له يهوه نه وپوښتي، ولې او د څه لپاره او زما گناه څه ده؟

شيطان په رڼا ورځ د هغه د هستۍ او شتمنۍ لوټ کوي. له هر څه نه پنډونه تړي، ټرکونو ته يې خېژوي، خو وايي اولاد يې حق نه لري ،د ايوب اولاد نور په کتاب سترگي بيرته نه کړي . دا ځکه چې کتاب «الحاد» زېږوي. کتاب  د هغه مڼې بېلگه ده چې «آدم» وخوړه او سترگې يې خلاصې شوې.

اوس ايوب قطار جنازو ته درېږي، اوښکې يې پر مخ لاري نه کوي، وايي بايد زغم ولرم، نن يې نور زلمي زامن ووژل شول. شيطان ووژل، په زړه توره يې حلال کړل، د يهوه د نامه په اخيستو يې حلال کړل. شيطان په لوړ اواز وايي:

«نا! ايوب بايد پاى ومومي، خو ايوب پوښتنه نه کوي. نه وايي چې زما گناه څه ده او ولې؟ او د څه لپاره؟»

ايوب له انسانه شکايت نه کوي؛ خو شيطان ته په مانادارو سترگو گوري، ورته تمثيلوي چې زما صبر به ډېر څه نشتونه ته بوځي.»

اکبر کرگر

 

۲۵، اکتوبر، ۲۰۲۰

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل           ۳۷۱    سال  شانـــــــــــــــــــزدهم       عقرب ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                         اول نومبر  ۲۰۲۰