کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

ع. رشید  دنهروپوهنتون استاد

    

 
شهید ډاکترنجیب الله،
 دافغاني روڼ اندي اوملي تفکر څاروال او پاسوال واکمن

 

شهید داکتر نجیب الله - Home | Facebook

 

دشهید ډاکترنجیب الله د شهادت د څلورویشتم تلین په درشل کې

 

په دغه لنډه  لیکنه کې زما موخه اوهدف ترهرڅه دمخه لکه چې سرلیک یې دی داده چې دهیواد دغه روڼ اندی واکمن دخپل فکري ، سیاسي اوملي تفکرپه رڼا کې، دخپل وخت په سختوشرایطوکې دهیواد ځوان نسل ته، هغه نسل ته چې له شکه پرته اوس دوی ته ډاکترنجیب الله دخپل هیواد واکمن دیوه اساطیري اتل ځای نیسي په لنډه توګه ددغه واکمن د واکمنۍ دیوه عیني شاهد په توګه دروپیژنم.

څلورویشت کاله تیرشول چې شهید نجیب الله دافغانستان دټولوملي پالوځواکو په وړاندې دسولې اوپخولاینې غږ دملي روغې جوړې  په اعلان سره پورته کړ، ملي روغه جوړه یې په ملي اواسلامي تفسیرسره دهیواد دژغورنې اوخوندي ساتنې یوازنۍ معقوله ملي اواسلامی اړینه داعیه وبلله او په بشپړباورسره یې ترهرچا دمخه د افغانستان پخواني پاچا ته بلنه ورکړه او هغه ته یې ولیکل چې د« بابای ملت » په نامه هیواد ته راشه، داټول پوځي، سیاسی او اداري سستم درته سپارم څو پردغه ملت باندې خدای ورحمیږي اودغه دپردیو په لاس  اولمسه افغان وژنه زموږ په دغه ګډ کورکې پای ته ورسیږي ... خو اعلحضرت دنامتوژورنالیست اوملی شخصیت ارواښاد ولسمل په وینا:«چې لاهم دلویدیز په شیطاني هڅو اوهلو ځلونه پوهیده، د ډاکترنجیب الله له دغه وړاندیزڅخه یې زما په وړاندې انکاروکړ...»  دملت بابا دډاکتروړاندیزونه مانه، دامریکی اولویدیزوالو په امید کړې دریشی او اچولي نکتایی له خپلویوشمیردوطن له حالاتوناخبره تکنوکراتوسلاکارانوسره ترهغو کیناست چې امریکایی پوځونو وطن پرسرواخیست اودی هم یوازې ددې له پاره چې له یوې خوا خپل شته راټول کړی  اوله بلې خوا هم هغه د ډاکترنجیب الله وړاندیزشوی ( بابای ملت ) ویاړ له امریکایانو ترلاسه کړي. موږ ولید چې امریکایانو په سختو توطیوسره له واکه لرې  په ارګ کې پرته له دې چې دوطن د برخلیک په باره کې دی اویایی کورنۍ څه وکړي دمرګ تر وروستیو پورې په ماتوڅانګونواو بایللو روحیاتوسره چې غږ یې نه ملت ته ورسید او نه هم نړۍ ته،په پای کې په مرګ د شورای نظار ځپلي کابل میلمه شو ... اوارواښاد ولسمل چې وروسته یې ځان ترې راټول کړ، دانیم بیتی له ځان سره د دغه فرصت له لاسه وتلو په اړه له دوستانو سره زمزمه کاوه :

چې په امریکا مینیدلې – ځه اوس ګرځه لیونیه ...

شهید ډاکترنجیب الله داسې یوافغان واکمن و چې امریکایی جګړه مارو شبکولکه چې شورویانو ارواښاد حفیظ امین ته دمرګ لویه توطیه جوړه کړه ده ته هم دنسکوریدو پراخ پلان ترلاس لاندې ونیو، ځکه دی داسې ځیرک افغان ولسمشرو، چې دافغانستان په شاوخوا کې  له ټولو سیاسي اواستخباراتي بهیرونواوهغو توطیو څخه چې د ژنیو له توافقاتوسره سمې دده اوافغانستان په وړاندې دساړه جنګ دلویو لوبغاړوله خوا رامنځ ته شوې وي په هراړخیزه توګه پوهیده ( دژنیودتوطیو په اړه د هغه مهال خارجه وزیر کتاب کې په تفصیل سره لوستلای شئ ) ښاغلی وکیل په خپل ذغه اثرکې دپاکستان په شیطاني دریځ اوداچې دیورند هلته (دنړیوال سرحد ) په توګه درج شوی و اوبیا دافغانستان دحکومت له خوا په جدي توګه دشدیدعکس العمل په ترڅ کې رد شویادونه کړې ده. دغه نړیوال کړکیچن بهیر په خپل وارداسې یوسیاسي چا پیریال په ګوته کوي چې دهغه په ترڅ کې یوه څرګند افغاني ملي درایت ته اړتیاوه چې دهغه په ترڅ کې باید له افغانستان اوددغه هیواد له ملي اوتاریخي ګټوڅخه یوچا د دوو نړیوالو ځواکونو چې یوه یي له افغانستان څخه د تښتې لاره لټوله او بل یې تیارپرافغانستان باندې داوسني ماتم له پاره تیاری نیوه ننګه کړي وای، چې دا له ډاکترنجیب الله پرته بل څوک ناشونی و، ځکه خوهمدغه اصل ددې لامل شوچې ډاکترنجیب الله یې په داسې یوه کړۍ را ښکیل کړچې یوه ته یې هم په دغه خاص تاریخي پړاو کې دهیلې او امید مخ نه وراوښت، شوروي ووت، امریکاخپلو ستنګرو ته دخپلو افغاني اوپاکستانو اجیرو په واسطه زور ورکړ، چې څرګنده بیلګه یې دجلال آباد تاریخی اوملی جګړه وه چې د یادو اجیرانو په څرګنده او له شرمه ډکه  ماته باندې پای ته ورسیده اوافغان ملت ته یې هغه سرلوړي وروبښله، هغه چې نن هم پردیو اوپاکستانیانوپه مقابل کې په سرلوړي په ویاړلي جلال آباد کې دافغانانودملی مقاومت له ویاړونو څخه یادیږي.

ډاکترنجیب الله  اوملي ځواکونو اوملګرو یې په داسې سختوشرایطوکې د افغانستان د رښتیني مدافع په توګه چې په ټوله نړۍ کې نورنو داسې خواک نه و پاتې چې له ده او دده له حکومت سره دمرستې په ډګر کې پاتې شي ودرید، شوروي  واکمن په خپل ټول رذالت سره په افغانستان کې په خپلو جاسوسیو باندې تړلي پاتې شول، دهیواد په شمال کې را پیل شوې توطیې بل لامل و چې داوږدو جاسوسیوپه پایله کې چې دنجیب الله دحکومت جګپوړی کسان اوجنرالان لکه ( نامتو کودتاچی او دکی جی بي د سترګو تورعبدالحمید محتاط، کاویانی، دمشروطیت دنامتوجاسوس زوی جنرال عظمی،ایله جاری دوستم اونورستم پالي ټول  چې په کورنۍ کچه یې دتوطیو لړۍ دهرې ورځې په اوږدو کې دافغانستان دمرکزپه لوررا نږدې کیده ولاړوو، ستمي کړیوپه ښکاره د شوروي استخباراتو په اشاره  له نظاري ماوستي  یارانو سره دتفاهم په ترڅ کې پرخپلو ټولو ژمنواو تعهدونو باندې  چې دنجیب الله دحکومت، خلکو او ان خپل ګوند ته یې کړې وې سترګې پټې کړې اوعملآ یې شمال دمرکز پرخلاف د اجیرو څیرو په واسطه ودراوه.داهغه لویه توطیه وه چې شوروي د ډاکترنجیب الله دواکمنۍ پرخلاف دمرکزي آسیا له خوا دخپلو اقلیتونوپه مرسته را پیل کړه. چې دغمیزې اغیزلاهم په افغانستان کې پای ته نه دی رسیدلی، دوطن ګوند یوې عزتمنې غړې (نجیبه آرش  ) د ستمی، ماوستي اوشورای نظاري دګډو هلو ځلو اودشوروي دملاتړ په اړه په خپله یوه وینا کې دلومړي ځل له پاره د ډاکترنجیب الله دحکومت په شپو ورځوکې پرده پورته کړه  : « داهیلوکوپترونه چې هره ورځ په شمال کې وسلې ټاکلوکسانو ته ورسپاري، داهغه نا مقدس اتیلاف دی چې دټاکلو استخباراتی چینلونو له خوا په خپل ټول وحشت سره ستاسې (ستمي کړیو) په خاطر دهیواد په شمال کې کي جی بي را پیل کړی دی داڅرګند تیری له حکومت او خلکو څخه پټیدای نه شي ... » اودنجیب الله د داسې حساسو اوملي پالو پلویانو اوهغو سرښندونکو غږ دشوروی استعماراودهغود ګوډاګیانوپه وړاندې د افغانستان اود نجیب الله د واکمنۍ دحقانیت په وړاندې زموږ د تاریخ طلایی څپرکی وبلل شو...

کهکشان | 2019/7/23 - 2019/8/22

دامریکا اوشوروي واکمنان چې دخپلوموخو په خاطریې

 په وینولړلي افغانستان ډاکترنجیب الله ته ورپریښود !

 داخودهغه وخت د شوروي جنایات وو راځۍ دلته داخوندي ایران یوه تاریخي توطیه هم چې د افغانستان دخاورې دتمامیت او ډاکترنجیب الله په وړاندې یې ترلاس لاندې نیولې وه دیوه عیني شاهد په توګه له تاسودرنو یارانو سره شریکه کړم داسې :  د ۱۳۶۹ کال  وروستۍ ورځې وې، زه د استاد علامه رشاد کورته دهغه د اویایمې کالیزې دنماځنې دبندوبست په موخه ورغلی وم چې له ده سره مشوره پرې وکړم، زه سهار وختی ورغلم، نژدې غرمه وه چې ما اجازه وغوښته خو استاد په جدي لهجه را ته وویل چې تلای نه شې،میلمانه راځي له ماسره به مرسته وکړې، زموږ داخبره لا پای ته نه وه رسیدلی چې دعمومي سړک له خوا د میلمستون د دروازې زنګ وشرنګیده، استاد ما ته وویل چې، ته به ورکته شئ ،هغوی به پورته را ولې ...  زه ورکښته شوم ، خو دروازه ترمادمخه د استاد کوم لمسي ورپرانستې وه چې لیده مې د ډاکترنجیب الله لومړی مرستیال اروا ښاد هاتف صاحب او د لومړي وزیر خالق یار مرستیال ارواښاد عبدالقیوم نورزی دواړه له یوه عادي موټره له کښته شول او مخا مخ د استاد میلمستون ته راوختل، له روغبړ وروسته ارواښاد هاتف صاحب له نورزي څخه هیله وکړه، څوهغه لیک چې دایران دولت په دې وروستیوکې د ښه نیت په نامه له افغان حکومت سره د همکارۍ په موخه را استولی و استاد علامه رشاد ته ووایي، ارواښاد نورزي لیک ولوست چې په کې راغلی وو:« د ایران حکومت له افغان حکومت سره د مرستې او ښې ورورولۍ په موخه هڅه کړې چې پنځه ویشت (۲۵) زره مهاجرې کورنۍ افغانستان ته درستنې کړي ... »  دا لومړی لیک و چې ارواښاد هاتف صاحب او ډاکترنحیب الله هغه ځواب کړی واود ایران له دولته یې مننه کړې وه ، خوپه تعقیب یې بل لیک د افغانستان دولت ته رااستولی وچې هغه هم ارواښاد نورزي ولوست او په کې لیکل شوي وو:« دایران حکومت په دغه برخه کې خپلې ټولې هلې ځلي ترسره کوي ، خو موږ په دغه اړه له افغان دولته هیله من یم چې دغه پنځه ویشت زره کورنۍ به افغان حکومت له ایران سره په پوله ولایتونو لکه هرات، نمیروز، فراه  اونورو کې ځای پرخای کوي ... » 

  علامه رشاد چې کله ددغو لیکونو متن واورید ترخه موسکایی وکړه او له هاتف صاحب څخه یې پوښتنه وکړه چې ته او داکترنجیب الله ورسره موافق یاست ؟هاتف صاحب وویل چې نه، ځکه :« ډاکترنجیب الله اوزه وایوچې  که دغه کورنۍ افغانان وي، دوی د افغانستان دیوه کلي ، ولسوالۍ او ولایت اوسیدونکي دي، هغوی که رښتیا هم غواړي وطن ته راشي، موږ تیاریو چې دوی ته د دوی په سیموکې مرستې تیارې اوهلته یې ځای پرځای کړو، اوکه دغه کورنۍ ایرانیان وي او غواړي زموږ په پوله کې خای پرځای شي په دغه اړه معذرت غواړو، هم هلته دې له تاسو سره آرام وي ... موږ ایرانیانو ته همدغه ځواب ور استولی دی ... » دعلامه رشاد مشوره هم دغه وه لکه چې هاتف صاحب او ډاکترنجیب الله اشاره ورته کړې وه. وګورئ دا هغه بله لویه توطیه وه چې ایران په ډیرمهارت سره دهغې ترپرده لاندې په دربدره افغانستان کې د خپلو راتلونکوشیطاني اهدافو په خاطر هڅه اوهلې ځلي کولې، هغه کارچې په رښتیاهم د ډاکترنجیب له حکومته وروسته د ایران له خوا د دوی د لاسپوڅو له خوا په هرات او نورو مرکزي ښارونو کې عملآ تطبیق شو چې بیایې دکابل په جګړو کې ونډه په هراړخیزه  دایران په ګټه موږ ولیده .

همداسې اوس نو په سیمه کې داسې یوهیواد نه و پاتې چې د ډاکترنجیب الله له حکومت سره د دوستي پرژمنو باندې ولاړ پاتې شي ، هندوستان چې تل یې له کابل سره  دتاریخي دوستۍ لاپې وهلې، هغوی هم له ډاکترنجیب الله سره په هغه کچه لکه چې له مجاهدینو په تیره شمالي ټلوالۍ سره خوله په خوله وو،مرسته ونه کړه ، ډاکترنجیب الله دهندوستان دملی امنیت په خوندي ساتنه کې له هند سره لویې او نه هیرودونکي مرستې کړې وې چې جزیات یې زه دلته نه را اخلم، خو کله چې مجاهدینو کابل وران کړ او د اویا زرو په شاوخوا کې کابلیان یې ووژل ، دوی نه یوازې له نجیب الله سره خپله خواخوږي ونه ښوده بلکی برعکس ځان  یې دمجاهدینو له بدنامي شمالی ټلوالې سره وتاړه او هغه څه چې دډاکترنحیب الله حکومت له هند سره درلودل اویایی ګډ مرام و، هندي مقاماتو هغه ټول له یاده وایستل ، نړیوالې ټولنې هم پرهند باندې فشار واچاوه چې ډاکترنجیب الله باید له کابله خوندي هندوستان ته خپلې کورنۍ ته ورولیږدوی، خو دوی بیا هم په دغه برخه کې د رباني او نورو نجیب الله دښمنو ډلو خبره چې نه یې غوښتل نجیب الله له کابله ووځی ومنله، اود هغه د ایستلو پروژه یې همداسې پریښوده ترڅو چې دطالبانود څپاو په ترڅ کې دپاکستاني ای اس آی اودهغو داجیرو له خوا ډاکترنجیب الله شهید شو، د ډاکترنجیب الله دشهادت په مسوولینوکې هندوستان اود هند دهغه وخت  کانګرسي واکمن مقامات، دکابل قصاب دزمردو قاچاقبر اوبې مروته دوستان اوجنرالان هم له شکه پرته راځي ...  

صدیق الله راهی برادر نجیب الله رییس جمهور اسبق افغانستان مجاهدین پاکستان ثریا بها

داهم د شهید ډاکترنجیب الله ورور اوکورنۍ یې په پنجشیرکې

 ددغه لنډ بیان په پایله کې، اوس یوه لنډه پوښتنه داسې مطرح کووچې،  داسې یوه واکمن اوداسې یوه نومیالي ته چې له لویدیزه ترختیزه یې ټول جابرطاقتونه دښمنان شوي وو څه ویل په کاروو اولویه تکیه به یې بیا هم پرچا وه ؟ زه چې ددغې دورې عیني شاهد یم او دغه کرښې دلته له تاسو ګرانو دوستانو سره شریکوم ، په پوره باور سره ویلای شم چې ډاکترنجیب الله دیوه افغان واکمن په توګه  ترهرچا زیات پرخپل ملت اودهغه په ویاړلي تاریخ باندې دزړه له کوي باورمن اوډاډمن و، داباید دیوه رښتینی افغان په توګه  ومنو چې له ده سره  دنړیوال تاریخ په دغه مهمه شیبه کې لویه درغلی شوې ده،دی یوفرد نه و، بلکي دهغه ملت دمشروچې دده په خپله وینا سخته جفا دده په شته والي کې ورسره شوې وه دی دهمدغه ملت په ننګه ودرید، ده دخپلې واکمنۍ پرمهال هغه دننګ اوعارویاړ لکه چې دده سلف د شورویانو په وړاندې خپلې غاړې ته اچولی وله خپلې غاړې په بشپړشهامت سره لرې کړ، ده لکه دخپلواسلافو غوندی شورویانوته دغلامۍ سرټیټولو پرځای دا ذمه ووهله چې: « تاسو ځئ موږ دخپل وطن دفاع کولای شو...»  ما مخکې یاده کړه چې نجیب الله به داسې بدو تاریخی شرایطو کې را ښکیل شو چې ټولو هغوځواکونو، اشخاصو او د دده نژدي ملګرو، چې په سر کې یې ستمی ایتلافیان دده دنژدی دوستان اوملګري دسلیمان لایق په ګډون ترې واوښتل، اوکه نه پنځه کاله خپلواکه دفاع چې له وطن او خلکو یې کوله څه ساده خبره نه وه، یوځواک، یوه ډله چې د هیواد ګټو ته وفادارول له ده سره وه، هغوی له ده سره منلې وه چې موږ وینودرکوو ته باید له هیواده دفاع وکړې اونجیب الله دخپلو روڼ اندو ملګرو، خلکو اوپوځیانودغو سرښندونو ته دوفادارۍ سرټیت کړی و، په دغه اړه د شمال دنامتوقوماندان عطامحمد نور دغه اعتراف دیوه حقیقت په توګه دیادونې وړدی لکه چې وایي : « ډاکترنجیب الله وقتی روسها رفت مردانه وارجنگید، اگرما ازداخل رخنه نمی کردیم تا ده سال دیگرهم قدرت خود را ادامه میتوانیست ... »  (مصاحبه عطامحمد نور در یوتیوب ) . شهید نجیب الله په همدغو سختوشرایطوکې د یوې پیاوړې ادارې رامنځ ته کولو اراده وکړه، او په دغه ملي پرتم کې یې  دواک تروروستۍ شیبی پورې خپلوخلکو اوخپلو ملګرو ته دروغ ونه ویل ، هغه ترهرڅه دمخه په خپلو تیرو باندې دزړه له کومي انتقاد وکړ، دځان اوملګروهغه درواغ اوغیرعملی لاپې شاپې چې دملت له پاره د زغم وړ نه وې له منځه یووړې، هغه نه غوښتل چې دخپل ملت، خپلې ملي ژمنې په وړاندې دوه رنګۍ تګلاره ولري، نجیب الله هغه څه چې دغه ملت په شلمه پیړۍ کې اړتیا  ورته درلوده چې هغه سوله وه له خلکو پټه نه کړه اوهغه یې دیوې ملي اړتیا په توګه اړینه وبلله،  هغه دخپل مکارتاریخی دښمن پاکستان په وړاندې چې دافغانستان دبربادۍ ذمه یې امریکا ته وهلې وه سخت بې رحمه و، هغه دلومړي ځل له پاره د اختناق د دورې د پای ته رسیدو پرلامل د مطبوعاتود آزادۍ له پاره لومړنی ګامونه اوچت کړل، ملي ورځپاڼې، دیوشمیرملی اومترقي څیرو لکه  شازما ن وریځ، سخي غیرت، اوهمداسې یوشمیردولتي آزادي خپرونې لکه سباوون ، اخبارهفته او قلم خپرونې اوجریدې وې چې آزادۍ خپرونې یې کولې اوخلکو ته یې پردولت اوحکومت باندې دانتقادی جرآت ورکاوه. په هیواد کې دخبره کسانو، لیکوالو اوشاعرانو خبرو خپل ځای درلود، په ادبي او فرهنګی برخو کې روڼ اندو ته د ځانګړو اوخپلواکو ټولنو او انجمنونو د فعالیتونو لارې اوارې شوې  دخوشحال ، سید جمال الدین ، مولانا، هرات ، سنایی ، ناصرخسرو ټولنې او انجمنونه دډاکترنجیب الله په دوره کې را پورته اوپه فعالیتونو یې دافغانستان په مرکزکایل اونورو ښارونو کې لاس پورې کړ.

No photo description available.

دسباوو مجلې یوه ګڼه

دهغه په دوره کې دښځوله پاره د قلابۍ آزادۍ سوال نه و، ښځواونجونوهغه آزادۍ چې په افغانستان کې یې دیوې پیړۍ په اوږدو کې درلودې اوس هم درلودې ، د نجیب الله له پاره  د بشری ترقۍ لامل زده کړه وه ، ده زده کړې او ښوونکي ته په خپل وخت کې زیاته پاملرنه وکړه، هغه ښوونځي ونه تړل ، هغه یومهال اعلان وکړ چې د وطن دښمنانانو تر دوه زره زیات ښوونکي اومعلمان د زده کړې په ګناه شهیدان کړي دي، خوبیایی هم هیواد ته ، خلکو ته اوځوانانو ته شعارداو چې زده کړه دهیواد له بدمرغیو دنجات یوازنۍ لاره ده  چې په هراړخیزه توګه یې دنوي عصر له غوښتنوسره سم د ښوونې او روزنی له پاره علمی هلې ځلې پیل کړې اود ښوونې او روزني وزارت یی دهیواد نامتو ترقي غوښتونکې میرمنې (معصومي عصمتی وردګ ) ته وسپاره...

http://mashal.org/media/mahsoma.jpg

دهیواد اوپوهې دلارې ملی اومترقي مبارزه ، عالمه ، شاعره  اولیکوال میرمن عصمتی وردګ

لنډه داچې ، ددغوټولو کړنوچې د ډاکترنجیب الله په دور کې ترسره شوې ، په هغوکې د خلکواوهیواد په وړاندې له صداقت او رښتینولۍ پرته نورڅه نه لیدل کیدل، دولتی اداره د ایماندارۍ او صداقت سمبول وه، دخلکو دهوسایئ په خاطر دټولنیزو خدمتونولړۍ په هراړخیزه توګه فعاله وه، رشوت اوخیانت اوله ملي شتمنیوڅخه ناوړه ګټه اخیستنه په انفرادي او ډله ییزه توګه دوجدان او ایمان خرڅول ښکاریدل، د ادارې هرغړی د کاراوخدمت په لومړي اود امتیاز په وخت په وروستی کتارکې وو...

دخلکو اوهیوادپه  وړاندې قربانی اوځان تیریدنه هغه ځانګړنه وه چې دډاکترنجیب الله عصرته له تیرو په میراث ورپاتې ، صداقت اوایمانداري ، قرباني اوځان تیریدنه وه چې دهغه عصرد ټولنیزهڅون په استازیتوب یې له ډاکترنجیب الله څخه  ملی اساطیري شخصیت جوړکړ،  ده اویارانویې په خپل وخت کې پرخلکو او ملت ، پرتاریخي افغانستان باندویاړکاوه  همداده چې که موږ وغواړو اوکه نه، زموږدملت له ضمیره همدا یوغږ په اوچتیا سره پورته کیږي چې : « که زما په دعا کیږي، الله ج دې د جنتونوسردارکړه...»  

Bahram Safi on Twitter: "ملی اتل شهید داکتر نجیب الله  http://t.co/e1DjrEaVjs"

 

هو، دا دملت دعاده، دا دهغه انسان دوسته نسل دعاده چې دده په قربانۍ باندې به په تلپاتې توګه د سرلوړي اومسلمان افغان په توګه ویاړي .

چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

داسې مړشه چې ته خاندې خلک ژاړي

 

 

درناوی

پروفیسور رشید

د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر ۲۵

ادمنتون -  کاناډا

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۹     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        میزان ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                            اول اکتوبر  ۲۰۲۰