کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

اکبر کرګر

    

 

توره کوډګره پيشو

 

 


دا اوس زموږ د کور توره پيشو ده، نه پوهېږم، له څه وخته راهيسې په دې کور کې شنه شوې ده. زه چې هر سهار له خپلي کوټې لاندې منزل ته راکوز شم، دا له خپلې کوټنۍ دروازې ته په دوه پښو درېږي. میو میو کوي او داسې برېښي چې غوښتنه کوي چې ژر کوه دروازه خلاصه کړه چې زه هم انگړ ته ځم.
اوس هغه لکه يو سم دم بنيادم په هر څه کې ځان ته حق ورکوي. ولوله هم چې ځان د پيشو مالکه بولي، هغې ته په يوه مرتبت او مقام قايله ده. که هر څوک په کور کې پيشو ته غوسه او منت وکړي. د هغې ټنډه تروه کېږي. د کور ټول کسان وايي: «دا پيشو بدشگومه ده، توره ده. توره پيشو تل د بدمرغۍ نښه وي. دا به کور ته «وبا» را ننه باسي. موږ به ټول هلاک کړي، ان دا پخپله وبا ده.» خو ولوله يې نه مني.


ولوله د دې ټولو خبرو خنډ کېږي، لازمه نه بولي چې په پيشو باندې منت وشي او يا هم د هغې د شگوم په باب څه وويل شي ؛ هغه تل په دې ټينگار کوي چې دا پيشو د وبا سبب نه ده، بدشگومه هم نه ده او وايي د وبا عوامل نور څه دي. تاسې وبا ساده انگېرۍ، وبا يوازې د یوې مهلکې ناروغۍ په بڼه کې وينئ، خو له دې ناخبره چې وبا له ډېره وخته زموږ په ښار راگډه ده. هغه څه چې را گډه ده هغې ته د وبا نوم نه اخلئ. د کور هر غړى او هر څوک دا پوښتنه راولاړوي چې ولې ولوله يو داسې ژوي ته چې سمې خبرې هم نه شي کولى او يوه بد شگومه اشا ده، دومره قدر ورکوي؛ خو ولوله يې د يو ماشوم په څېر نازوي او هغې ته په يوه بل نظر گوري؛ په دې باب د خپلو دلايلو اړوند کيسه کوي.
اخير يوه ورځ ولوله اړه شوه چې ورو ورو له رازونو پرده پورته کړي، کيسه کوي:
«يوه شپه تر ډېره ويښه پاتې شوم. شپه تر نيمايي اوښتې وه. له کړکۍ بهر توره تياره وه، د اسمان ستورو د تورتم په زړه کې پړکا کوله. ناڅاپه زما په سترگو يوه خړه څپه راغبرگه شوه. پيشو کوټې ته را ننوته، خو ناڅاپي هغه په يو بل ژوي بدليږي، ورو ورو قد پورته کوي، د يوه بوډا بنيادم څيره خپلوي، چې يوازې سيوري يې تر سترگو کيږي، زما د سترگو په وړاندې يو څوک له خپلې امسا سره دريږي، وايي، څومره ناخبره ياست چې د وبا سببونه نه پېژنۍ. وبا او هلاکت چې د همدې وگړو په تن او وجود کې دي، په چاپيريال يې وزرې غوړولې دي. تاسې په خپله شاوخوا کې وبا نه وينئ.»
د بوډا سيوري خپله کيسه اوږدوي، وايي:


«ما نه غوښتل دونيا ته راشم، ما مې د مور له گېډې او د هغي له خبرو، د هغې له وجوده د بېروني دونيا کيسې اورېدلي وې. ما ترې بدې راغلي و، د انسانانو له ظلمونو او پر يو بل دناکردو ديو بل دوينو تويولو مي اوريدلي و.نو ځکه مې نه غوښتل دونيا ته راشم. خو کله چې راغلم غوښتل مې په بل شان د خپل ځان د نشتون په لور ستون شم، له راتللو وروسته مې سترگې وغړولې، خواوشا مې وکتل. توره تياره وه. سترگې مې په دروازه ولگېدې، بهر د سپوږمۍ رڼا همغه ځاى ته چې زه په کې پروت وم، راننوتې وه. پاس اسمان له ستورو ډک وو، د دوبي سخته گرمي وه. زه په دې هر څه پوهېدم، زه داسې نه وم لکه نوى زېږيدلي ماشوم، په هر څه مې ورو ورو سر خلاصېده، داسې لکه چې د پاخه عمر د بنيادم سر په مسايلو خلاصېږي.»
د بوډا سيورى په خبرو کې مکث کوي، چوپ کېږي، خو بيا خپلې کيسي ته دوام ورکوي. وايي زه درته رښتينې کيسه کوم.
ولوله د بوډا د سيوري په وجود کې د خپل اروايي سفر کيسه غځوي، وايي:
«هماغه شېبه مې ياد ته راغلل چې دلته همدا دونيا ده. همدا ده چې انسانان يې ټول په خيرنو کاليو کې د سرړونو غاړو ته نيشه او بې خوده پراته دي. هر يو د مرگ انتظار باسي.


هلته په يوه کور څو تنه د ټوپکو سره ورننووځي، د کور ټول ماشومان ښځې او نارينه وژني، د کور له مال او متاع سره له کوره بهر کېږي. هغه هېڅ رحم او عاطفه نه لري. دانسان وينه او روح ورته ارزښت نه لري.»
هغه خپله خبره غځوي وايي: «تاسو دوبا انديښنه لرئ. خو وبا نه پيژنئ خو بايد درته ووايم چې وبا دلته اوسنۍ نه ده، وبا دلته له کلونو راهيسې موجوده وه. وبا ستاسو په تن اووجود کې موجوده ده. په هر موسم کې په مناسبو شرايطو کې راپورته شوې کلي او ښارونه يې له ستوني تېر کړي دي. يو وخت همدا وبا د لمرخاته له لوري په ښار راننوته، بيا اسمان وريځو ونيو، د اسمان شين رنگ په پولادي رنگ واوښت، رڼا يې ورکه شوه، د وسپنو او سربو باران وشو، هغه باران هرڅه ورک کړل. بنيادمان وتښتېدل. څه پټ شول. دا ځکه چې وبا نازله شوې وه.»
هغه د خپل اروايي سفر داستان ته دوام ورکوي. نوره توره کوډگره پيشو نه يادوي. خو د عمرونو داستان چې په څو شېبو کې يې ليدلي، کيسه يې کوي:
«عجبه لا دا چې يو مهال ونيم چې په لويه لار يو ستر کاروان چې پيل اوپاي يې نه بريښي روان دی، د گاډو او زغرو لوى قطار په لار دي ۔يو لاروي له بل ولاړ نه پوښتي: دا کاروان دڅه دي؟ چېرته درومي؟ څه يې بار کړي دي. خو بل تن ورته وايي: په دې کاروان کې چې پر سر يې رسمي بيرغونه رپيږي، خپلواکي په کې بار ده. وايي چې نوره خپلواکي له ښاره کړه کوي. نور مجال نه لرو، نوره ساه نه شو ويستلي. نو دلته پاتيدنگ هم ارزښت له لاسه ورکړى دى.» هغه يو تن پوښتنه کوي نو ولي ملې بيرغونه پرې رپيږي؟ بل يې ځواب وايي:
«ازادي په همدې پلمه د بيرغ د سيوري لاندې تېښته کوي. له وبا سره ازادي وخت نه شي تېرولي.نو ښه داده چې پښې سپکي کړي.»
د بوډا سيوری په شېبو شېبو کې خپل رازونه راسپړي، وايي او د نورو کاروانونو کيسه کوي:
«يو بل مهال په لويه لار کې د ټرکونو او لاريو يو بل کاروان وينم چې د کورونو کالي، بسترې او نور دار و ندار يې يې هم بار کړې دي، لوښي يې بار تړلي دي، له ښاره په تېښته دي. په دې قطار کې يوازې د کورونو کالي او دار و ندار دي که بل څه دي؟ يو څوک چي په لار روان دي، د کاروان له يو سرغنه نه پوښتي، ولې او د څه لپاره کډه کوي؟» هغه په ځواب کې وايي:
«دا لوښي او کالي نه دي؛ بلکي په هغو کې دننه احساس او عواطف بار دي. دا داحساس، ترحم او عواطفو کاروان دى، احساس او عاطفه نورې چيغي وهي، له دېوالونو او د شاړو کنډرو نه له دښتو او ديرو نه له غرونو او سيندونو نه او همدارنگه له هديرو او قبرونو نه فريادونه راپورته کېږي. وايي موږ له دې وبا نه نور په تنگ يو اړيو چې ترې وتښتو. نور په دې ښار کې د پاتې کېدو متره نه لري.»
هغوي وايي: «دلته وبا ده، دا وبا ډېره خطرناکه ده. د هېڅ شي او هيڅ چا لحاظ نه کوي، نو بس لومړي بايد عاطفه او احساس خپله کډه بار کړي، ځکه چې وبا گډه ده.»


***


دا مهال توره پيشو ورکه وي، د هغي درک هم نه وي. هماغه بوډا او د سپينو کاليو خاوند چې د ډېر پاخه عمر سړى دى کيسه کوي:
«توره پيشو وبا نه ده، ستاسې لپاره وبا لا ډېره پخوا راغلې وه. دا وبا هغه وبا هم نه ده چې يو وخت د پسرلي په شپو کې د ملخانو توفانونه په پټيو او کروندو، په دېرو او شين شوبو، د توتانو په ونو او د چنارونو په پاڼو راتوی شول، پرې راخواره شول او په يو څو شېبو کې يې هر څه لوڅ لپړ کړل.
راته وايي، ولې حیرانه شوې؟ زه تاسې ته د وبا، د رښتيني وبا کيسه کوم. نه د دې وبا چې کله يې په شگوم پورې تړۍ او کله پرې انديښمن ياست.


د بوډا سيوری چې څېره يې نه ليدل کيږي، خپل داستان اوږدوي وايي:
«دا وبا هغه نه ده چې پېړۍ پېړۍ پخوا د ښارونو او کليوله پاسه يو تود او تور باد راوالوت، ډلې ډلې خلک په ځمکه ورغړېدل، له تبو وشټېدل او بيا يې ساه گاني ورکړې، دهغو د ښخولو څوک نه وو، سپي څاربه شول، د غرو ځناور هم وپړسېدل او بيا کلي شاړ شول. د کلي له کورونو او جونگړو نه لوگي نه راپورته کېدل، د ژوند علايم او نښانې ورکې شوې. دا هم يوه وبا وه؛ خو اوسنۍ وبا هغه وبا هم نه ده.»


زه ورته حيرانه وم، چې څه اورم، غونى مې زيږه شول، په لاسونو او د سر وېښتان مې جگ ودرېدل، حيرانه دريان شوم. له يوې خوا دازادئ دتيښتې کاروان اوبله د عاطفې او د احساس قافله او کاروان گورم؛ خو هغه راته وايي:
«سودا مه کوه، دا وبا د وجدان وبا هم ده، چې را غلي ده. ابله ورځ دې نه ليدل، چې يو لوى کاروان روان و، څومره چې دې ورته کتل، همداسې پر مخ تللو او اخير له سترگو پناه کېده. په تشه هوا او فضا کې ورکېده، دا د وجدان کاروان و، چې له ښاره يې کوچ وکړ، دا ځکه چې په ښار کې وبا گډه ده د وبا له وېرې يې په وجدان بار قافله و تښتېده.»
هغه خبرو ته اوږدوي وايي: «بايد درته روښانه کړم چې دا وبا اوس اونن نه ده راغلي،بلکي لسيزې واوښتې چې وبا وزېږېده، لويه شوه او د ملخانو د توپان په څېر په دې دې ښار راپرېوته. په پيل کې خو داسې وه چې انسان به له کوره راووت، سم له واره به په خاورو کې ورغړېده او ساه به يې ورکړه، مړ به شو. نورو به ژر ورته د کور په مخ کې يا انگړ کې قبر وکينده او هلته به يې ښخ کړ؛ خو دا وبا اوس يوازې انسانان نه وژني، بلکي هر څه هواروي، د يو ښار په نامه هر څه ايره کوي، د يو ملک په نامه هر څه ايره کوي. تاريخ هم وژني، هويت هم وژني، د ښار ديوالونه په بيخ کښېنوي، په دېوالونو او تختو د ښار نوم ړنگوي، د دې لپاره چې کله چې بل نسل راشي نو خپله ماضي ونه پېژني او ترې هيڅ خبر نه شي.»
ما يې خبرې په غور واورېدې، ما ته پيشو چې هغې هم خپل هويت ورک او بدل کړي و، حيرانه کړم، له وبا يې وډارولم. وبا اوس نور نيشونه او ښکرونه پيدا کړي دي، وډار شوم.


***


دا ټول ويل شوى حالت لکه چې په کيسه کې نه بلکې په سترگو يې وينم، بيا د کيسي پيل ته ورځم بيا را ته پيشو کيسه کوي، دبنيادم سيوري ورکيږي، پيشو وايي:
«په دې بازار کې د ژوند بيه هم تول او ترازو کوم، راته مالومېږي. هر يو ښاري د وبا په باب خبري کوي؛ خو وبا نه ويني. له وبا ډار او ترهه محسوسوي؛ خو پخپله خواوشاه کې يې نه ويني، هماغه وه چې ومې پتيله چې نوره دا بې مانا سودا ونه کړم، له دې مکار بازاره ستون شم، نور يې ونه وينم، نور يې حس نه کړم، په توره شپه د پيشو په څېره کې له کوره راووځم، سرک ته راځم، اخوا دې خوا گرځم. په يوه تور گاډي مې سترگي نښلي، هوډ کوم چي بس دا به ښه وي چې د گاډي له ټاير لاندې شم، گاډی ولاړ وي، زه د گاډې د دوه ټايرونو په منځ کي ورننووځم، هلته پريووځم، شېبې شمېرم چې که د گاډي خاوند راشي، گاډی چالان کړي، زما ستونزه به هم حل شي. په هماغه شېبه کې يوه کوتن او کوڅه ډب سپی هم د وبا له وېرې په سړک کې په منډه دى، خاوند يې ورپسې ځغلي؛ خو سپی په دې پوهېږي چې دلته وبا ده، په ما غړم لگوي، زه فرياد کوم. ډرايور موټر ته حرکت ورکوي؛ خو زه له ټايرونو نه لاندي کيږم. ژوندۍ پاتي کيږم. د گاډي خاوند مې چنگاری اوري. اوله هغه ځاېه مي را باسي او هڅه کوم چې عبث ژوند پاى ته ورسوم. بهر راووځم، هېڅ شى پاتي نه وي، کاروانونه تللي وي، وبا پلنه وي پر هرڅه پلنه وي، خو زه دلته يوازې د انسان په څېره کې نه؛ بلکې ومې پتېيله چې په يوه بله څېره کې ژوند ته دوام ورکړم؛ خو د وبا راج زه هم اوتره کړې يم.»


***


ولوله کيسه پاى ته رسوي. پرته له دې چې غواړي پوهه شي، چې څه وايي، کيسه کوي. په دې ټينگار کوي چې کاروانونه روان دي. نه پوهېږې چې څه وايي؟ زه يې ټوله کيسه اورم، د وبا په اصلي څېره مې سر خلاصېږي. ځان ته مي فکر کېږي، له ځان سره وايم، دا چې اوس هر څه ورک دي، د وبا له کاروانونو سره تللي دي. وبا هم هغه وبا نه ده.

اگسټ ۲۷، ۲۰ ۲۰

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۷     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        سنبله ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی                                  اول سپتمبر  اگست  ۲۰۲۰