کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

برگردان از طاهر ځلاند

    

 
زما د ژوند ملګری

 

 

زما د ژوند ملګری
چې یې وړوکی نوم دی
د خپل وطن سرباز
او زه هغه مرغۍ
چې بې وزرو یمه
د لمر پر ځای د خپل وطاق په دېوال
ما لګولي دي دده عکسونه
زموږه شونډې غوڅې وینې وینې
زموږ سپرلي
زموږه پاڼې سرې دي
ژوند له سکروټو ځېنې ډک نغری
زه په کې یم دانه دانه سپېلنۍ
زموږ سرتيري دي زموږ ساتونکي
یا د جګړې او د طوفان استازي
مور مې لیدلی و خوب
اوس اندېښمنه ده چې
زما راتلونکی څه دی
زما د ژوند ملګری
چې خپل سنګر ساتي
زه یې په خوب وینمه
په ویښه نه راځي اوس
زه ورخطا له خوبه پاڅېږمه
ګورم ماران مې وي له غاړې نه تاو
زما واړه لاسونه
تر هسک اسمانه پورې نه رسېږي
زما تر پښو نه لاندې
ده تښتېدلې ځمکه
زړه مې موړ شوی دی له ټولې دنیا
اوس په هیچا پورې یې نه تړمه
خلکو له ما ځېنې دي څه جوړ کړي
تندی مې مات دی، مخ مې وینې وينې
خلک مې بولي اوس تورسرې مګر
زه ملالۍ
ز د مېوند اتله
زما لاسو کې دی رپانده بېرغ
ای ته زما د خنداګانو دښمن
کېږي مودې چې ستا له لاسه ځینې
برباده شوې یمه
خو دا خبره واوره
که مې دویم ځل شونډې غوڅې هم کړې
زه به خندا کومه
زه مې د خپل وجدان یو هسک اواز یم
چې ډيرو خلکو اورېدلی یمه
د هریرود د زړه مورکۍ یمه زه
او د هېلمند د سیند په غاړه لویه
یوه هېلمندۍ یمه زه
.....



همسرم نام کوچکش سرباز،
من که سیمرغ بال و پر کنده‌ام
جای خورشید قاب عکسش را
به در و بام خانه می‌بندم
دخترم را که خون‌بها برده،
کس نمی‌فهمدش کجا برده...
شال سبز عروسکم در باد...
پرچمی روی گور فرزندم
سینه‌ی روزگار ما خون و
برگ‌ و بار بهار ما خون و
زنده‌گی کوره‌ی پر از قوغ و
وسطش دانه‌دانه اسپندم
قهرمانان ما خدایانند،
یا رسولان جنگ و توفان‌اند
مادرم خواب دیده بود و دلش
نگران منی که آینده‌ام...
همسرم پهره‌دار در سنگر،
خواب می‌بینمش نمی‌آید
می‌پرم دست‌و‌پاچه از کابوس،
حلقه‌ماری شده گلوبندم
دست‌هایم از آسمان کوتاه
شده و پایم از زمین کنده
از همه دل بریده‌ام دیگر،
از شما، از خود و خداوندم...
مردم از من چه ساختند آخر،
سرشکسته، سیاه‌سر، ... اما
من ملالی درفش‌ها در دست،
فاتح کارزار میوندم
دشمن خنده‌های آزادم،
داده‌ای سال‌هاست بربادم
گر ببرّی دوباره لب‌هایم،
با لبان بریده می‌خندم
من صدای بلند وجدانم،
بشنویدم بلند آدم‌ها
مادری از دل هریرودم،
دختری در تموز هلمندم

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۶     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        اسد ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی              شانزدهم  اگست  ۲۰۲۰