کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

اکبر کرگر

    

 
څه چې ارزښت نه لري

 

 

 


پرون ډېر ستړى وم، له جسمي او فزيکي ستړيا نه پرته ذهني او فکري فشار لکه يو غر زما په اوږو پروت و؛ خو له دې ټول ستړياوو سره سره راته هر څه بې خونده او پيکه برېښيدل، ان روښنايي، رڼا و تورتم زما په ذهن کې خپل توپير پای ته رسولی و. هر څه را ته بې مانا برېښيدل، له خپلو زياتو تلوسو او اندېښنو سره شپه لا نيمايي ته نه وه ورغلې چې د خوب ځاى ته ورغلم.


ستوني ستاغ د خوب ځاى کې پرېوتم. سترگې مې په چت گنډلې دي. څراغ مې گل نه کړ. يوه شېبه په ټولو ستړیاوو او لالهنديو پسې شا ته ورستون شوم. بيا مې د خپل يار او ملگري په خبرو تم شوم، هغه د بې ارزښتۍ خبره کوله. زه هم نن همدې خبرو پسې واخيستم. چت ته گورم، د برښنا رڼا ته گورم، هر څه سکوت چوپ او خاموش دي؛ خو د يار خبرې، ځان او فکرونو درېيو واړو په مخه کړم، مخ مې کړکۍ ته واړاوه، د کړکۍ د هېندارې شا ته د غڼې جال مالومېده، داسې مالومېده چې ډېره موده شوې وه چې د کړکۍ او د کړکۍ هېنداره چا نه وه پاکه کړې، د غڼې جال ښه پلن شوی او غځېدلي برېښي، هلته په جال کې چې غڼه لا ښه متحرکه ده، کښته او پورته ځغلي، دوه مچان او څو نورې حشرې هم پکې زانگي، د هغو ساه ختلي ده، کالبدونه يې په جال کې بند دي، خو يوه نوې حشره لا ژوندۍ ده، لاس و پښې وهي. تن او ځان يې لا خوځېږي. زه ورته ځير يم، ښه ژور ورته گورم، ورو ورو په خپلو کتلو او خپلو تصوراتو کې ورکېږم، د حشرې د غڼي په جال کې له بندې حشرې سره مې واټن صفر ته نږدې کېږي، ځان نور د خوب په ځای کې نه احساسوم، نور د برېښنا رڼا ته هم نه گورم او نه پرې فکر کوم؛ خو فکر کوم چې دونيا ټوله همداسې د غڼې جال ده، دومره غټه نه ده، کوچنۍ ده د غڼې جال په اندازه او زه هم هغه بنده حشره يم چې لغتې په کي وهم. ښه ورته ځير يم، په واقعيت کې ځان ته ځير يم. ځانته گورم، له خپله ځانه بهر ځان ته گورم، د یوې بې مانا او بې ارزښته تصوير په لور چې خپل تصوير يې بولم ورته گورم. شپه له نيمايي اوړي. امه شمه ورکېږي. چوپتيا او ارامي نوره هم پلنېږي. يو نيم کړپ کړوپ تر غوږو راځي. کيدای شي د غڼې په جال کې زما د لاس او پښو وهلو اواز وي، همداسې يې زه په تصور کې راولم، خو دا مې فکر کې نه راځي چې له کوټې بهر دي لېوان د سړک په سر په تورو پلاستيکي خلتو کې چې د خوراکي توکو په فضله موادو، په بکسونو کې خوله وهي. د يو نيم حيوان يا وحشي ځناور اواز اورم، چې په بل گورېږي، خو زه وايم چې کيدای شي همدا زه وم چې اوس په جال کې بند يم.


يو سيوري د برېښنا د رڼا باوجود تر سترگو کېږي، رانژدي کېږي، راته وايي اوس د ارزښت په مانا پوه شوې؟
ورته وايم: «ارزښت يعنې چې نه ارزښت. يوازې د غڼې په جال کې لاس او پښې وهل چې کله به ساه ورکړم؟»
راته وايي: «همدا مې ويل، ښه شو چې سر دې پرې خلاص شو، مطلب هېڅ نه شته، هر څه په نشت او عدم او فنا حساب دي.»
ورته وايم: «نو څه چاره؟»
راته وايي: «چاره يې مالومه ده، چې ژر تر ژره دي جسد په همدې جال کې وچ شي، وزانگي، هغه مهال به دې اندېښنې، هيلې او غوښتنې چې هسې هم په نشت حساب دي، بي مانا څه دي، بېخي ختمي شي.»
ځان ته ټکان ورکوم، لږ څه د کوټي دېوالونو ته گورم. په پاس چت سترگې گنډم، دا مهال مې د برېښنا رڼا هم په سترگو او نظر کې توره راځي. هېڅ شې نه برېښي. ټول بې مانا، بې ارزښته او بې مقداره دي، راپورته کېږم، گورم په کوټه کې په لوی غځيدلي تیر يا بش کې يو پړی ځوړند دی، لاس ورته اچوم، غواړم حلقه يې په غړۍ کې بنده کړم. بيا له ځان سره وايم. مانا دا چې بې ارزښتۍ ته په ارزښت قايل يې؟ غواړې يو څه پای ته ورسوې، چې هغه هسې هم ارزښت نه لري؛ نو څه گټه؟
بيرته مخ اړوم، قناعت کوم، له ځانه سره وايم: «رښتيا هم هغه څه چې ارزښت نه لري ولې پرې فکر وکړو؟»
څو قدمه د خپل خوب له ځایه وړاندې ځم، له کړکۍ بهر گورم، دا وار هماغه سيوری بهر ولاړ وي. راته لاس خوځوي، ځناورو ته چې په تورو خلتو کې په فضله موادو په څیرلو بوخت دي، اشاره کوي. وايي دا حال گورې دا هم يو حالت دی. ډېر بد حالت، دا لابل حالت دی او تېښته ترې په کار ده. د غڼې په جال کې له ښکېلېدو بدتر حالت دى، په هېڅ نظر نه ارزي.
راته وايي: «هلته په الماري کې د ارسنيکو زهرو بوتل دى، لږ څه ترې په يوه گيلاس کې واچوه. اوبه ورسره گډې کړه، سترگې پټې کړه او په ستوني کې يې واړوه.» زه هم هماغه خوا گام اخلم. غواړم همدا کار وکړم خو ژر راته وايي: «په دې کار هم ته غواړې ځان ته، خپل وجود ته د غڼې په جال کې یو بند او ښکېل وجود ته او بيا د کوټې بهر د ځناورو شور او پکړ ته ارزښت ورکړې؟ ارزښت مه ورکوه.»


بيا ورته وايم، ايا ژوند هم ارزښت نه لري؟ ستا څه رايه ده.
ــ «عجبه پوښتنه کوي. دا شاعرانه خبرې دي. ته چې دونيا ته راتلې، له تا نه چا پوښتنه کړې وه چې د ژوند په باب پوښتنه کوې. ايا ته چې درومې، تا ته څوک وايي چې په دغه نېټه به له هر څه سترگې پټوې، چې نه! نو دا چې وايي ژوند ښکلی دی، دوى په ژوند استمنا کوي څه يې ښکلي دي، چې پيدا شي او پناه شي سترې ارزوگانې وروزي او بيا تس نس شي. راځه دا خبرې پرېږده، د احساس او هيلو خبرې پرېږده، له عقل نه کار واخله.
زه يې خبرو ته حيرانيږم، گوته په غاښ ږدم، چوپ کيږم.


خو هغه بيا هم وايي: «ايا دا دي نه دي اورېدلي چې وايي، ډيره بدمرغه انسان هماغه دی چې نه شي کولي ومري. هغه چې نه شي کولي په قبر کې ارام وکړي، هماغه بدمرغه دی. ډېر بدمرغه هماغه دی چې په زړښت کې مري، نېکمرغه هغه دی چې په ځوانۍ کې له دونيا درومي او ډېر نېکمرغه هغه دی چې د زېږون په مهال له دونيا درومي او له هغو ټولو بيا ډېر نيکمرغه هغه دی چې اصلا دې دونيا ته سترگي نه غړوي.» زه ورته حيرانيږم، چوپ کېږم، خو هغه راته وايي. ژوند هم په ارزښت ورکولو نه ارزي؛ نو پرې يې ږده چې حشره هماغلته په جال کې ساه ورکړي او بيا د جال په تارونو کې ټالۍ ووهي.


اگست، ۱۵، ۲۰۲۰
م. اکبر کرگر
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۶۶     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        اسد ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی              شانزدهم  اگست  ۲۰۲۰