کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

   

ویس حبیب

    

 
د کابل غمیزی شهیدانو سیک ورونو ته

 


نن تا وژنی زه غلی ، سبا ماوژنی ته غلی
افسوس دي ای افغانه په ګناه یی ته هم غلی

پرون یی د یو ورور سر له تنی ځینی جدا کړو
ممبر چپه خوله ناست وه مسلمانه ته هم غلی

هر څه واضح ښکاره دي کله پند به تری اخلو
خور کنډه ،لور یتیمه ،مور پرهار او ته هم غلی

ځان پړ ملامت بولم ولی دومره مونږ بدبخت یو
قاتل می یو انسان دی اشرف انسانه ته هم غلی

لا اوس هم دانش مند ستر لیکوال به ځانته وایی
په سترګو هر څه ویني ، شاعر جانه ته هم غلی

دلته هره ورځ قیامت دی ،ځوانان مو قتل کیږی
حقوق بشره څه شوي ؟ افغانستانه ته هم غلی

راپاڅیږه غنی هم ملنګ جان هم مفتی ریحان صاحب
څیریږی ګریوانونه سهارماښام او ویس'جانه ته هم غلی

 

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل ۳۵۷     سال  شانـــــــــــــــــــزدهم        حمل ۱۳۹۹      هجری  خورشیدی   اول اپریل  ۲۰۲۰