کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

عارفه بهارت راپور راکوي

 
 

د افغانستان مشرانو جرګې هندوانو او سکهانو ته د یوې کرسئ ورکول ومنل .

خو دغه فیصله به د دواړو مجلسونو په ګډه غونډه کې نهايي کیږي .

له بلې خوا  هندوان او سکهان ګواښ کوي چې که هغوي ته د یوې کرسئ ورکول ونه منل شي نو دوي به له هیواده ووځي .




با کلیک کردن بالای این سطر مصاحبه را بشنوید

 
 

   

 

 

د افغانستان مشرانو جرګې نن په هیواد کې شتو هندوانو او سیکهانو ته د یوې کرسئ ځانګړي کول ومنل .

هندوانو او سیکهانو ته د یوې کرسئ ورکول د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي د تقنینی  فرمان پر اساس باید تر سره شوي واې خو ولسي جرګې د تیری میاشتې په ۲۵ باندې دا فرمان  رد کړی وو .

په مشرانو جرګه کې د هنودوانو او سیکهانو استازی ډآکتره  انارکلي هنر یار وايي خوشحاله ده چي نن دا پریکړه وشوه .

نن د خوشحالي ځای دۍ چې مشرانو جرګې دغه فرمان تایید کړو خو دا پریکړه نهایی نه ده ځکه په دغه فرمان کې د دواړو مجلسینو پریکړه حتمي ده چي پخوا تر دې دواړو مجلسونو په دې باب یو نظر نه درلود  . په دې هکله به نهايي پریکړه د دواړو مجلسینو ګډ کمیسیون کوي .نن د مشرانو جرګي د مجلس له خوا په اکثریت د ارا تصویب شو .

سره له دې چې د ګډ کمیسیون د جوړیدو نیټه  او په دغه باب یې  پریکړه معلومه نده خو انارکلي هنر یار وايی د حالاتو د ارزونې له رویه ډاډه ده چې دا ګډ کمیسیون به هم پریکړه د هندوانو او سیکهانو په ګټه وکړي .

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغانستان مدني ټولنو د هندوانو او سیکهانو د قانوني حق  په ملاتړ  یوه غونډه جوړه کړې وه او له افغان پارلمان نه یې وغوښټل چې هغوي ته دې د یوې کرسۍ د درلودو حق ورکړي .

د مدني ټولنې یو غړی باقی سمندر  هندوانو ته د دغې کرسې او په پارلمان کې د استازي درلودو حق یو قانوني حق ګڼي چې باید د افغانستان د قوانینو پر اساس ورکړ شي .

د هندوانو او سیکهانو حق تر پښو لاندي شوی دئ او د دوی په هکله تبعیض شوئ دئ چې موږ د دغه تبعیض پر ضد یو موږ د دوي د حق دفاع کوو او غواړو د افغانستان د وګړيو په صفت  دا حق ورله ورکړ شي .

په همدې حال کې د هندوانو او سیکهانو د سراسري شورا  غړۍ رویندر سینګه وايی که افغان پارلمان ېې د دغه قانوني حق ورکړې ته غاړه کینه ږدي نو آخرنې کار به ېې د وطن پریښودل وي .

موږ به  په لومړي سر کې د نلسن ماندیلا یا ګاندهي په شان مدني کړنې تر سره کړو  یا به د نه خوراک  په اعتصاب لاس پورې کړو  یا به سوله ییز لاریونونه وکړو او که دغو کړنو نتیجه ورنه کړه نو موږ به دا وطن پریږدو .

د هندوانو او سیکهانو د سراسري شورا مشر اوتار سینګه وايي په افغانستان کې د ۳۰ کلنو تنظیمي جګړو په اثر یی په هیواد کې شته جایدادونه د زورواکو له خوا غصب شول ، شتمنی یی تالان شوه او دوي د بی پته کیدو له ډآره د وطن پریښودو ته مجبوره شول.   خو کله چي په هیواد کې د وضعیت د نسبي ښه کیدو وروسته بیرته راوګرځیدل هم چا ورته جایدادونه ونه سپارل .

د راویل سنګه په وینا  د هندوانو او سیکهانو نږدې ۱۰۰۰  جایدادونه د زورواکانو له خوا غصب شوي دي .

 

له بلې خوا په افغانستان کې د مړو د سوځونې لپآره د ځانګړي ځې د نه شتون نه هم ځوریږي

اوتار سینګه وايي د طالبانو د حکومتولئ پر مهال ورسره انصاف شوئ دئ خو د شته حکومت له بی انصافئ نه سر ټکوي .

 زه درته په جرآت وایم چې د طالبانو په مهال له موږ سره ظلم ندئ شوئ او موږ ستونزه نه ده لیدلې  هومره عدالت چې د طالانو په مهال له موږ سره شوی نن نه کیږي .  د طالبانو په وخت که چا زموږ جایداد غصب کړئ وو او موږ طالبانو ته مراجعه کړې وه نو د نیم سات په اوږدو کې يی زموږ جایداد بیرته راسپآرلئ دي خو د طالبانو د سقوط وروسته بیرته زورواکانو زموږ شتمني راڅخه واخیسته .

تر جګړو د مخه نږدې ۸۰۰۰۰ هندوان او سیکهان پّه ټول افغانستان کې اوسیدل خو د جګړو له امله دا لږکئ د وطن پریښودو ته مجبوره شول او نن یواځې ۷۰۰۰ تنه هندوان او سیکهان  چې ۶۰۰ کورنئ کیږي په ټول افغانستان کي شته دي .د هندوانو  سراسري شورا وايي که چیرته به بهر کې میشت افغان هندوان د خپل امنیت په اړوند ډآډه شي نو  بیرته به  خپل هیواد ته راوګرځي او د لته به  په پانګې اچولو سره افغانستان ته خدمت وکړي .

 

 

 

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۶       سال نهــــــــــم                      قوس/جدی   ۱۳۹۲                ۱۶ دسمبر   ۲۰۱۳