کابل ناتهـ، Kabulnath




















Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

 

 
 

   قندهار: گشایش محل آتشپساری میت هندوان و سیکهـ های قندهار


 

 
 

   کندهار : په کندهار کي د هندوانو اوسیکهانود مری سوځلتون پرانستل شو تر څلورویشتو (۲۴) کلونو وروسته ، په کندهار کې د میت سوځلتون پرانستل شو . دغه ځای د کندهار په درېیمه امنیتي ناحیه کې ، د هغه ښار د ښاروالۍ له خوا په کندهار کې د میشتو هندوانو او سیکهانو لپاره جوړ شوی دی . ددغه سوځلتون د پرانستلو په مراسمو کې د کندهار د ولایت د والي مرستیال ښاغلی عبدالقیوم پتیال ، ښاروال قاضي عمر عمر او د هغه ښار د هندوانو او سیکهانو استازي (دکتر رګهوناتهـ) ګډون درلود . د کندهار ښاروال ښاغلي قاضي عمر عمر وویل چې په کندهار کي د هندوانو اوسیکهـانو د سوځلتون ودانۍ ، په پنځه جریبه ځمکه کې ودانه شوې ده . هغه یادونه وکړه چې : دا ځمکه لا پخوا ددغو خلکو خپل ملکیت و ، خو د زورورو له خوا لاندې شوې او اوس د کندهار د ښاروالۍ د هلو ځلو په برکت هغه ژغورل شوې ده . د ښاروال د وینا له مخې : د کندهار ښاروالي ددغې ودانۍ د احاطې پر جوړولو درې میلیونه افغانۍ خرڅې کړې دي او ددې ودانۍ پاتې کارونه به هم ددغه مقام له خوا ترسره شي . د کندهار ښاروال زیاته کړه چې دوی ، د نورو سرته رسېدونکو چارو او بېلابېلو په پام کې نیولو شويو پروژو تر څنګ ، د خلکو بېړنیوغوښتنو ته د لومړيتوب حق ورکوي . همدې ټکي ته پام سره ، د کندهار د ولایت د هندوانو او سیکهانو د سوځلتون بیا جوړونه ته ، ځکه تر هر څه د مخه پاملرنه وشوه ، چې ددغو خلکو خورا سخته ګڼل کېده . د کندهار د والي مرستیال ښاغلي پتیال وویل چې هندوان او سیکهان ددغه ښار اوسيدونکي دي ، هغو خورا بدې ورځې لیدلې او تیرې کړي دي اودوی هم باید ددې هېواد د نورو اوسیدونکو په څېر، برابر حقوق ولري . نوموړي خوښي څرګنده کړه ، چې د کندهار ښاروالۍ ، د هندوانو دغه ملیکت چې ۲۴ کاله د زورورو تر ولکې لاندې و ، بیرته د هغو له ولکې لاندې راخلاص او دوي کولای شي میتونو د سوځلتون لپاره ګټه ترې واخلي . د کندهار هندو او سیکهـ اوسېدونکو ، د کندهار د ښاروالۍ له مقامه مننه وکړه او په دې يې خوشالي څرګنده کړه چې بالاخره یې د ژوند د پای د شېبو لپاره د مراسمو ځای په برخه شه .

 

قندهار: برای هندوان و سیکهـ ها محل آتشسپاری میت، گشایش یافت.

 

 بعد از تأخیر ۲۴ سال، محل آتشسپاری میت در قندهار اعمار گردیده است . این محل در ساحه ناحیه سوم امنیتی شهر قندهار، از سوی بلدیه ان شهر برای رفع نیازمندی حیاتی شهروندان هندو و سیکهـ ولایت قندهار اعمار شده است. در مراسم گشایش این محل آقای عبدالقدیم پتیال معاون والی ولایت قندهار، قاضی عمر عمر رییس بلدیه و یک نفر نماینده ی هندوان و سیکهـ های قندهار( دکتر رگهوناتهـ) اشتراک کرده بودند.

 

 رئیس بلدیه قندهار آقای عمر عمر گفت که برای شهروندان هندو و سیکهـ ولایت قندهار محل آتشسپاری میت، در پنج جریب زمین آباد گردیده است . وی افزود که این زمین از گذشته ها ملکیت این مردم بود ولی از سوی زورمندان تصرف گردیده بود، که در نتیجه تلاش های بلدیه قندهار از چنگ آنها رهانیده شد.

 

بر اساس گفته ی رییس بلدیه، بلدیه قندهار در آبادانی دیوار احاطه این محل مبلغ سه میلیون افغانی را به مصرف رسانیده و کار های باقیمانده ی آن نیز از سوی این مقام تمویل خواهند شد.

رئیس بلدیه افزود که مقام بلدیه قندهار در کنار انجام کارها و برنامه ریزی پروژه های گوناگون به خواست مردم اولیت میدهد. از این رو بازسازی محل آتشسپاری میت یکی از نیازمندی های مبرم شهروندان هندوی این ولایت بود که به آن جدیدأ توجه گردید.

 

معاون ولایت قندهار آقای پتیال گفت که هندوان و سیکهـ ها شهروندان این خاک استند و روزهای بدی را اینجا سپری کرده اند وباید مانند دیگر شهروندان این کشور حقوق مساوی داشته باشند. نامبرده اظهار خرسندی کرد که بلدیه قندهار، این زمین ملکیت هندوان که ۲۴سال، در تصرف زورمندان بود، توانست دوباره ازاد گرداند تا برای انجام مراسم آتشسپاری میت استفاده کنند.

 

 شهروندان هندو وسیکهـ ولایت قندهار از مقام بلدیه قندهار سپاسگزاری کرده، اظهار شادمانی کردند که سرانجام ملکیت شان را برای اجرای مراسم پایان زندگانی نصیب شدند.

 













 

 

عکسها از: ګرداب

 
 

بالا

دروازهً کابل

 

شمارهء مسلسل ۲۰۴          سال نهــــــــــم                      عقرب/قوس   ۱۳۹۲                ۱۶ نوامبر   ۲۰۱۳