کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 
 

   

 

    

 
وفا سمندر دده له نظره

 

 

 

آرزو عظیمي

(یادونه: دغه مرکه مو د کابل پوهنتون له پښتو څانګې فارغې شوې، د «کلمو نقاش» تر سرلیک لاندې د پېغلې آرزو عظیمي له مونوګراف څخه را اخستې.)

که رښتیا خبره شي، نو له دومره لیکلو سره سره، وفا سمندر- ښایي ځنو ته- یوه معما وي. نو ددغې څېړنې په پاېله کې مې ښه وبلله، چې راځه د وفا سمندر، ناولونه، شاعرانه نثرونه، عرفاني او معنوي ویناوې، او پنځونې پرېږده او دی دده له خپلې خولې واوره. نو هغه ددغې مرکې په بڼه شوه. راځئ، ښایي په دې مرکه کې هم زه او هم تاسو، د وفا سمندر د ژورو تازه تصویرونه ووینو او له هغه د روانې چیغې او نعرې ریښې ته یو څه ځانونه ورسو:

آرزو: وفا صاحب، کتابونه، مقالې، داستانونه او هرڅه مې ستا ولوستل، څه فکر کوې، تاسو په خپلو اثارو کې بشپړ شوي یاست؟ ایا تاسو ټول هغه څه چې غوښتل ووېل؟

وفا سمندر: لورکۍ! باور په خدای وکړه؛ پر ما یې مه کړه، له پخوا پخوا راهیسې، کله چې یوه کیسه لیکم، یو ناول پنځوم؛ نو د کلمې د یوه خیالور نقاش په توګه بیا بیا د متن کلمه داره رنګونه ور بدلوم، ور تازه کوم...او داسې ګڼم، چې دادی په دې تصویر سره زه د کلمې له باره خلاص شوم! خو چې میاشت او بیا کال تېر وي، نو ناول، کیسه او بله هره خپله لیکنه راته زړه شي، راته پیکه شي، او زړه مې وایي، ترې تېر شه، اخر د معنا تصویر دغه دی؟ او بیا په پنځ کښینم. بیا یو څه ولیکم...کتاب شي، دفتر شي، ناول او رومان شي؛ خو له چاپ وروسته، کال او مېاشتې تېرې وي، چې بیا زړه را په کې لیونی شي. زړه راته وایي، داځل پوره خبره را باسم. داځل به کلمې داسې جادوګرې کړم، چې ژوند راوړي، چې موسیقي جوړه کړي، چې ښایست تمام کړي، چې ارواوې را ویښې کړي... خو باور وکړه، چې کلمه نه خلاصېږي.

زه هڅه کړم، په کلمو رقص او موسیقي جوړه کړم، خو داسې نشي. زما باور دادی، چې کلمه خدایي ده او خدای شته؛ نو کلمه هم همیشه شته؛ زه څه کولای شم.

ارزو: دا خو رښتیا وایې...نو ستا په نظر پوره خبره نشته...دا ځنې پنځوال د ادب او علم خاوندان چې تبصرې کوي، نقدونه او تقریظونه لیکي او شاهدي ورکوي، چې فلانکي په دې کیسه، دې شعر، دې نقاشۍ کې کمال کړی، نو ستا په نظر دا هسې د خولې خبرې دي؟ غواړم له تاسو واورم، ځکه دا شل دېرش کاله کېږي، لیکې!

وفا سمندر: «کمال بل ګام دی.»

ارزو: وفا صاحب تاسو ځان لا معما کوې، بل ګام...

وفا سمندر: که بل ګام نه وای، نو د ټول کمال او تخلیق لپاره یوه کلمه بس وه: خدای!

ارزو: یعني تاسو وایئ، چې ټول عبث لګیا دي. یو د خدای کلمه ټول ادب دی!

وفا سمندر: هو! «خدای» ټول ادب دی. ټول داستان دی، ټول شعر دی، ټوله نقاشي او ټول پنځ دی...خو انسان فزیکي هستۍ ته راغلی، چې ځان او خدای وپېژني. دا د هر وګړي فردي او شخصي سرنوشت دی.

ارزو: او «کمال بل ګام دی» یې څرنګه ده؟

وفا سمندر: موږ د زمان او مکان، مادې او انرژۍ په حدودو کې را چاپېر یو. حتا ذهن مو مادي دی؛ خو لطیفه ماده، احساسات، عواطف مو داسې مادي- ذهني دي. ځکه نو دلته هر څه اندازه لري. هرڅه په طول او عرض کې بند پاتې دي. خو خدای نه مادي دی، نه زماني، نه مکاني، نه انرژۍ ته اړتیا لري او نه څوک ورته طول او عمر قاېلېدلای شي. خدای فقط «شته». اګاهي داسې ده. سوچه اګاهي داسې ده. سوچه اګاهۍ کې، تازه او ژوندۍ اګاهۍ کې انسان تجربه کوي، چې «کمال بل ګام دی».

ارزو: په دې څرنګه پوه شو؟

وفا سمندر: یوه شاګرد کلونه کلونه د خپل استاد تر نظر لاندې زده کړه او تعلیم وکړ؛ خو بیا هم پر خدای پوه نه شو. بیا هم خدای ورته معما ؤ. بله ورځ یې استاد ته ووېل، په هرڅه دې پوه کړم، خو په خدای پوه نه شوم...دا ولې ستا زحمتونه نتیجه نه ورکوي؟

استاد ورته ووېل: خدای ساده دی، اسانه دی؛ خو ته نغواړې ویې وینې!

شاګرد حیران شو: دا څرنګه زما ټول ژوند او شته دې له خدایه زار شي!

استاد: نو داسې چې ده، ته اول له ځانه هغه خپل ذهني خدای لېرې کړه: هغه خدای چې تا له کتابو او معلمانو او پیرانو زده کړی.

شاګرد زړه نازړه شو. ځکه وېرېده، چې په دې کار سره به بیخي بیدینه شي. استاد یې ورته ووېل: ستا او ستا د خدای ترمنځ دیوال دغه ستا ذهن کې بت شوی خدای دی. ته دغه ذهني بت ونړوه، پرته له خدایه هېڅ نه پاتې کېږي.

شاګرد، زړه غټ کړ. له استاده ګوښه کېناست او د خدای په اړه خپل ټول ذهني معلومات او تصورات یې بند کړل. ځان یې له هر ډول انساني خواهشاتو خلاص کړ...

هغه فقط د الهي نور او غږ لیدلی او اورېدلی ؤ، ځکه نو کمال ورته بل ګام ؤ.

ښه دا پرېږده. دا خبره په پوښتنو نه ځوابېږي. دا باید سړي ځان سره تجربه کړي. بل څه وپوښته!

ارزو: وفا صاحب! خبرې دې سپینې مرغلرې دي، ستا خبرو سره د سړي زړه اشنا ښکاري؛ خو ذهن نه ورباندې پوهېږي. ته دا منې؟

وفا سمندر: ذهن!!! لا تېر کال ما د (بل بدلولو دوزخ) پسې د (ځان موندلو برزخ) ۴۸ ګامونه ولیکل او هلته دا زما دعوه وه، چې د هر وګړي ذهن یو کمپیوټر دی، یوازې په دومره توپیر سره، چې د ځنو کمیپوټرونو حافظه زیاته د ځنو کمه، ځنې یې زیاتې وړتیاوې لري او ځنې بیا لږې وړتیاوې لري. خو ټول ذهنونه، پر انسان سپاره کمپیوټرونه دي.

باور وکړه بچۍ، چې ذهن ډېر کار نشي کولای. ذهن کار او ډوډۍ پیدا کولو ته ښه ده. ذهن موټر او طیارې راته جوړولای شي؛ خو د اسمان په اړه بېسواده دی. او آسمان باندې یوازې د زړه زور رسي. خو زړه په موږ انسانانو کې خوار دی. حتا چې میېن شو. ښه پاکه او سپېڅلې او شرافتمندانه مینه به لرو، خو د مرګ تر شېبې د مینې له ویلو او کولو شرمېږو. زما مشوره داده، چې- کم له کمه- کله کله د زړه کوه. په دې کار کې هېڅ تاوان نشته.

ښه دا ستا خپله خوښه ده.په دې خوشحاله شوم. چې زړه دې د کلمو په جادو پوهېږي...ښه دا خبرې به پرېږدو، مرکه دې کوه، چې زما هسې هم د زیاتو خبرو کولو مرض لا ورک شوی نه دی!

ارزو: که سړی وغواړي ستا ټولې لیکنې په دوه درې کلمو واړوي، نو یوازې «غږ، رڼا او مینه» پاتې کېږي. غږ، رڼا او مینه زړه ته اشنا دي، د زړه خوښېږي، خو بیا هم څوک ښایي ستا په مقصد پوه نشي...تاسو په دې کلمو کې څه لیدلي؟

وفا سمندر: زه د غږ او رڼا د مکتب شاګرد یم. په دغو دوه درې کلمو کې ټوله انرژي را ټوله ده. زما لپاره تر الهي غږ او رڼا بل نېږدې او حاضر حقیقت نشته...وېرېږم زما خبرې بل ډول تعبیر نشي! ښه ته یوه سپېڅلې پېغله یې، کټ مټ لکه خپله پېغله لور مې داسې یې، نو له تا یې نه پټوم، موږ تاسو هر یو، خدای غواړو. د هر ژوندي سرنوشت خدای ته ورتګ دی. نو هغه باید پیدا کړو. هغه باید ولټو. هغه ته باید ځان ورسو. خو خدای په لور نه د سړک لاره ورغلې، نه الوتکه ورتللی شي، نه سپوږمکۍ او نه څوک د پخوا په شان د اوښ یا آس یا فیل په سپرلۍ، د هغه سپېڅلي ټاټوبي ته ځان رسولی شي.

آرزو: دا خو دې خبره ختمه کړه. دا خو دې خدای ته هېڅ لاره پرېنښوده...

وفا سمندر: لږ مې «بېردي» وېلو ته پرېږده...ټولې دینې منابع چې وګورې، او د بشر ټول تېر تحقیق او تاریخ ته چې نظر واچوې، نو الهي ذات یا د «نور او رڼا» په شکل او یا هم «غږ او کلام» په بڼه، د خدایي بختورو نصیب شوي.

آرزو: دا خو ما اورېدلي او لوستي دي؛ خو تاسو څرنګه غږ او رڼا یادوئ؟

وفا سمندر: ما ووېل، چې زه د کلمې یا غږ او رڼا د مکتب شاګرد یم. زه یو لاروی یم. ما ځان خدای ته سپارلی او پرته له خدایه، هېڅ شی راته حقیقي نه برېښي. دا دنیا ماته د خدایي غږ او رڼا څېره- ښه ده ووایم څېرې- ښکاري. که خدایي عاشقانه نعره نه وي، دنیا یوه شېبه هم نشي پاتې کېدای. او دا راته زړه وایي. خدایي غږ را اوري، دغسې یې د الهي نور وړانګې پر هستۍ او نیستۍ را خورې دي؛ نو ماته د غږ او رڼا له تجربې زیاته حقیقي پوهه بله په نظر نه راځي...بیا وایم چې زه د کلام شاګرد یم. د هېڅ شي دعوا نلرم او نه مې په وس ده.

ارزو: دې خبرو دې په چرتونو لاهو کړم...ښه اوس د عشق یو څه ووایئ...زموږ په کلتور او خوی او عادت کې خو عشق د دوه نااشنا ځوانانو شدیده عاطفي رابطه بلل کېږي. تا ته عشق څه ښکاري...دا ځکه وایم، چې ته خو زما د پلار پر ځای یې، خو بیا هم په دې عمر د عشق چیغې وهې...دا ولې؟

وفا سمندر: عشق: اروزجانې! عشق نه ده د وېلو...زما شعرونه یا د چا کلام په یاد نه پاتې کېږي، خو د رحمان بابا دا یو په زړه را شين دی، او دومره مې وېلی اوس یې تاته هم وایم: «دا دنیا ده خدای له عشق پیدا کړې- د جملــــه و مخلوقـــــــاتو پلار دی دا»

تېرو کلونو کې ما ډېر ولیکل او نور ځان سره موافق شوی وم، چې د حقیقت ورکه مرغلره یوازې په ډېرو لیکلو نه موندل کېږي؛ نو باید څه مهال څه ونه لیکم؛ خو چې په خپل چاپېریال، خپلو خلکو، خپلو خویندو وروڼو، مشرانو او کشرانو په ژوند مې نظر وځغلاوه، نو یو مخ راته د مینې لوږه را تر نظره کېدله. ما ومنله، چې خلک مې، مشران او همزولي مې، سخت د مینې تږي دي. نو باید مینه وشي. او تاسو به دا را سره منئ، چې انساني محدودیتونه، دا فرصت نه راکوي، چې یوه یوه ته خور شې، ورور شې، اولاد شې، پلار شې... او د ژوند او سرنوشت ښکاره او پټ زخمونه او دردونه یې ورته ټکور کړې؛ نو بیا مې د لیکنې لاره ونیوه او (مینې کولو جنت) باغ مې د خپل زړه په سپین اور را پوخ او دغې مینې ته تږې نفوسي ټولنې ته وړاندې کړ.

د مینې په اړه فقط دوه حقیقتونه یو ځل بیا افشا کوم:

یو: مینه فقط په کولو تر لاسه کېږي.

دوه: مینه تر ټول برتر الهي قانون دی. او د انسان ذات- اروا- شته، ځکه چې خدای تعالی ورسره مینه کوي.

آرزو: دادې څه غټه خبره وکړه! ښه اوس پوښتم چې په انسان کې، یا ځان کې دې څه شی ډېر خوښېږي؟ ستا لوی قوت څه شی دی؟ او ته په څه وسیله دغې پوهې ته سر ور ښکاروې؟

وفا سمندر: خیال!

آرزو: خیال څنګه؟

وفا سمندر: ځکه چې خیال خدایي نښه ده. خیال د تخلیق واک او صلاحیت دی. یو اثر هغه وخت د «تخلیق» نوم خپلولای شي، چې خیال په کې ګډ وي، خیال راوړی وي او ذهني قابلیتونو د خیال ماده په مادي شکل اړولې ويي.

 خدای تعالی خپله دغه نښه انسانې کې ایښې، چې وغوړېږي. خیال انسان ته ډالی شوی الهي تاج دی. خیال سپېڅلی دی او باید خپل تنګ، وچ او خپه زړونه د خیال په وزرو خوشې کړو؛ ګوندې د پوهې، حکمت، آزادۍ او مینې نااشنا الهي قلمرو ته مو ورسوي.

آرزو: له دومره ډېرې لیکوالۍ ستا لوی مقصد او مرام څه دی؟

وفا سمندر: په دې هڅه او تلاش کې یم، چې متن، نثر، کلمې دومره سپېڅلی، خالصې او سوچه شي، چې پرته له الهي عشق او سپېڅلې موسیقۍ بل هېڅ څه په کې پاتې نشي.

آرزو: وفا صاحب دې خبرو سره دې زه- او ښایي هر بل لوستونکی- د سوچونو په دریاب لاهو کړو، لاړ به شو، وبه ګورو، چې له دې خبرو خپل زړه څه را اوروي؟ ستاسو دې کور ودان وي. 

 

وروستی یاددښت:

د وفا سمندر په اړه له دومره مطالعې او دغې لیکنې سره بیا هم نه یم پوهېدلی، چې وفا سمندر څوک دی؟ څه وایي؟ څه غواړي؟

زه له وفا سمندر سره ډېره ناسته یم، هغه زما لپاره معنوي پلار دی، باور وکړئ، چې دومره مې هغه د هغه له خبرو او مجلسه موندلی، هغومره مې د هغه د اثارو په لوستلو مې نه دی موندلی. زه بیا بیا د هغه اثارو مطالعې ته ناسته یم. خو هغه تل له خپلې لیکلې پنځونې یو قد لوړ ودرېږي. ځکه نو ښایي تاسو یوه یوه ته هم غوره وي، چې وفا سمندر، فقط دغه شېبه ومومئ، دغه شېبه یې وغږوئ. او دغه شېبه هغه ومومئ، چې څوک دی؟ ولې دی؟ او څه خزانه له ځان سره راوړي؟

ځکه نو زما لپاره سخت برېښي، چې وفا سمندر تعریف شي. او دغه تعریف په یوه ادبي حقیقت بدل او نورو نسلونو ته پاتې شي. هغه شېبه په شېبه نوی رنګ راوړي. او دا یې «ځان» دی.

ښایي یوه لاره دا وي، چې دې کشف ته موږ هر یو خپلې مټې را ونغاړو.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل       ۲۷۶    سال  دوازدهم       عقرب/قوس     ۱۳۹۵         هجری  خورشیدی   شانزدهم  نومبر   ۲۰۱۶