« د باد په کنډوالو کې » کتاب د گران اسد
دانش په زيار، په ۱۳۸۱ کال پېښور کښې چاپ او خپور شو. لاندنی آزاد
شعر له همدغې ټولگې څخه غوره شوی دی.
يو آرمان
کلونه وشول چې په زړه کې يو آرمان لرمه
چې ستا ښايست او زما لويه مينه
په يوه شعر کې سره ونغاړمه.
***
ورځ رانه ټوله د گلويو په لټون تېره شي
خو چې ماښام شي او د شپې کجير راوالوزي د ښار په لوري
او په رنگينو کوڅو وغوړوي تور وزرونه
د ښار واټونه له ستومانه لارويو تش شي
او « بنديز » ولگېږي
نري نري کاږه واږه وستني
د شنه آسمان په لوري وغځېږي
زموږه خړه اوخټينه بېړۍ
د بې پايانه سمندر په مرجاني کڅونو ونښلوي
زه بيا راپاڅېږم ډيوه بله کړم
او د گلويو ځولۍ پرانيزمه،
قلم راواخلم، کاغذونه تور کړم
او تر سهاره پورې،
ستا د ښايست او خپلې مينې « قصيده » وليکم.
***
چې د سهر د گزمې غږ واورم،
زه مې ليکلي کاغذونه بېرته بيا له سره ولولمه،
نه پکښې ستا سمسور ښايست و وينم،
او نه رما هغه ښېرازه مينه
« قصيده » څيرې کړمه
او ټولو تورو کاغذونو ته مې اور واچوم
او په تودوخه یې تاوده کړم خپل ساړه لاسونه.
***
بيا چې د شپې کجير له خوبه ويښ شي
وزرونه وټکوي
او بېرته والوزي د خپلې زړې ځالې په لور،
د شنه سهر شهباز تکل د الوتلو وکړي
او له ختيځو غرونو والوزي د شنه آسمان د دښتې په لور،
او طلايي وزرونه،
زموږ د ښار له پاسه وغوړوي
کوڅې راويښې شي، تازه کړي پروني یادونه
او خپل مخونه د رڼا په پيو بيا ووينځي،
بيا په واټونو د رنگونو باران وورېږي
او د پېړيو تکراري لوبه له سره پيل شي
زه بيا ځولۍ غاړې ته واچومه
بيا په گلويو پسې ملا وتړم
او ټوله ورځ وايم له ځانه سره
گوندې که نن شپه مې آرمان پوره شي،
ستا د ښايست او خپلې مينې انځور وکاږمه.
خو لا تر اوسه په دې نه پوهېږم
چې ستا ښايست او زما لويه مينه،
د يوه شعر،
جغرافيه
کې،
ځايېدای
کله شي.
اکتوبر ـ ۲۰۰۰