کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

 

             اکبر کرگر 

    

 
دكبابو بوى او د نوبل جايزه
لنډه كيسه

 

 


څو شپې كيدلي چې غفار دې تنگي يوې كسيزي كوټې ته چې دا مهال په كې څلور كسه ويده كيدل ،راغلي و. غفار چې په دغه تنگه كوټه كې به يې نفس تنگ شو نو له ځايه به پورته اوبيرته به كښيناست . بهر ته په وتلو هم پرې بنديز لگيدلي و . اوس يې نږدي دوه مياشتې كيدلي چې دلته كوټه قلف كې و . نږدې دوه مياشتې به كله ويښ او ډير لږ به ويده كيده . خو په ويښه به يې سترگې له چت سره گنډلې وې . په چت كې هم يو برښنا گروپ را ځوړند و ، دكوټې كړكۍ هم د ديوال په بره كې ان چت ته نږدې جوړه وه .مشكله وه چې څوك ورته ودريږي او له هغې بهر وگوري . دبرښنا دگروپ خواوشا ته دوه درې مچان هم تاويدل . خو ددې په خوا كې هلته په يو واټن كې غڼې ځاله كړي وه .دغڼې په جال كې دوه درې ان څلور مچان هم ځنگيدل ،ځكه لومړى يې زبيښلي وو ،او بيا يې په جال كې بند كړي وو ، لكه تورۍ چې په بوټي كې وي ،ځنگيدل .
يوه ورځ چې دغه مچانو ته دغفار پام شوي وو نو دكوټي بل ملگري ته يې ويلي وو :
گوره !صمده دغه څلور مچان لكه موږ دكوټي څلور ملگري داسي يو ، هغه سم دواره ورته وويل :
-هغه چې گرد تاويږي او بنگاري كوي ، دا لكه تاسي چې ياست.
- اودا بل چې لالهانده دى ، لكه تاسې چې دلته په دې كوټه كې نا ارامه ياست؟
- هو !تاسو خو بيخي په قصر كې ياست او پادشاهي دربار كوۍ كه څنگه ؟
دواړو خبره په خندا تېره كړه .
خو نن غفار هم په كوټه كې تنگ شو . لوږي هم را اخيستي و . دا ځكه چې دزندان مړۍ هم ډېره بې مزې وه ، يوه ورځ يې په ښوروا كې دوه درې مچان هم ليدلي وو ، او داوښانو يا ميښو غوښې چې اوږدو چپلكو ته پاتې كيدلي په قروانه ديگ كې به يې لامبو وهله . نو ځكه يې زړه ورته وهلې و. لوږه يې غوره بلله . دشپې به هم تر ډېره خوب نه ورتلو.په هسې كيش كړپ به نيغ په ځاي ناست و ، فكر به يې كاوه چې همدا اوس يې باسي اوبل خوا يې بيايي . دا ځكه هره ورځ به چې كله تشناب ته ولاړ اويا به خواكې كوټې ته ورغي دپوليگون خبرې به كيدلي ويل به يې:
احمد يې له كوټي وويست. سترگې يې ورته وروتړلي اوبيا يې پوليگون ته بووت ،هلته يې يې ورته ټټر غلبيل كړ . اويادا چې بل كس يې دكړولو اوشكنجې لاندې دومره وځورولو چې نور پر ځاې پريووت دبرښنا مزي يې ورته په گوتو پورې وتړل اوبيا يې همالته ساه وركړه .دوه عسكرو يې جسد بهر ته كش كړ اوبيا يې په يوه لارۍ كې واچاوه ،څوك پوه نه شول چې چېرې ىي وړي .
خو نن چې غفار له كوټي را ووت په دهليز كې يې په مخامخ كوټه كې لږې خبري او خندا واوريده ، زړه يې لوي كړ چې بهر خو هسې هم نه شي وتلى، را ځه مخامخ كوټي ته ولاړشه . كيداى شي دلته دې لږ پام واوړي .
همداسې دمخامخ كوټې دروازې ته دريږي . بيرته كوي يې .درې تنه چې په يوه كوټه كي ناست دي يو تن يې دريږي ښه راغلاست ورته وايي . دوه مشران كسان ،سعدي او حفيظ ناست دي لاس ور اوږدوي . سعدي په ټوكه وايي:
خوب به دې پوره شوي وي ؟
غفار وايي: بد نه و، يو څه خوب مې وكړ .
دوه تنه مشران چې دسطرنج تختې ته ناست دي . كشت ومات وايي . د دوى دسطرنج تخته كومه معياري تخته هم نه ده . بلكې د كاغذي كارتن له يوې ټوټې جوړه ده اودانې يې له سيلو ډوډۍ جوړې شوي ، كارترې اخلي . هغوۍ به ټوله ورځ همدا كار كاوه . دامهال دواړه ستړي كيږي . له يو بل سره ټوكه كوي .
يوه مهمه ټوكه يې دا هم وه چې څو ورځي دمخه يو هياءت راغلي وو ، يو زنداني ور دمخه شو ورته وې ويل : صاحبه زه خو هيڅ په خپله گناه نه پوهيږم نو زه به كله ازاد شم ؟
دهياءت مشر افسر ورته وويل : كله چې دپرولتاريا ديكتاتوري راشي او سيوسياليزم ټينگ شي په سبا به يې خلاص شي . نو سعدي چې په زندانيانو كې مشر اوباتجربه سړى و ، زيات وخت يې په پخواني شوروي كې تير كړي، ډير طنز ويونكي او ټوكمار هم و ، وويل : هلكو خبر شواست ؟
ددې اونۍ په منځ كي دسه شنبې په ورځ په ماښام اوه بجو دپرولتاريا ديكتا توري اعلانيږي او سم دواره سوسياليزم قايميږي ، نو بس دچهارشنبي په ورځ به كورونو ته درومۍ . دا دسعدي له مشهورو طنزونو څخه وه چې دټولو زندانيانو دژبي په سر به وه .
خو دا مهال چې غفار ور ننووت اوورسره كښيناست . په لغاتو يې ټوكي پيل كړې . هر يو دلغت دمانا پوښتنه كوي حفيظ پوښتنه كوي ، وايي سعدي صيب دا ترموز چې ستا په مخ كي ايښى دى . دا څه مانا لري ؟
سعدي په ځواب كې وايي :
ترموز له دوه كليمو نه جوړ دې . تر اوموز . تر يعني لوند اوموز ته په پښتوكې كيله وايي . ترموز يعني په پښتو كې لنده كيله .
خو په دې خبره ټول خاندي وايي چې ياره سعدي صيب ته خو سم ژبپوه يې .
سعدي چې دلومړي پوښتني ځواب وو يلو ،له غفار نه پوښتنه كوي .
غفار وايي: مهرباني خداى دې وكې چې جواب مو وايم .
-ډير ساده . دا اخبار واخله . (اخبار وركوي )
هغه اخبار راپورته كوي . وايي : دادى اخبار مې راواخيست .
-ښه په دې اخبار كې يو ډېر مهم شى شته . اوس نو ستا دنده ده چې هغه پيدا كړې . كه پيدا دې كړ نو د نوبل جايزه ستا شوه . ټول خاندې .
غفار وايي : ايا دنوبل جايزه به دلته راوړي او كه ما به وغواړي ؟
-دواړه امكان لري ،كيداى شي چورلكه د كلا په انگړ كي كښيني او غږ وكړي چې غفار ولد ستار جايزه دې مبارك شه را خيژه . ” خاندي “
سمه ده : دا عنوان چې وايي دثور دانقلاب دسباوون قوماندان نن د اگسا د مشر سره وكتل او دبنديانو په باب يې لازم هدايات وركړل . سم دي ؟
-نه هيڅ نه . دا ځواب سم نه دى .
دا بل عنوان : څوك چې دشپې زموږ په وړاندې را پورته كيږي دشپې به له منځه ځي او كه دورځې راپورته شي دورځې به له منځه ولاړ شي .
-نه دا هم نه دى :
په دويم مخ كې دا غټ عنوان گوري : وايي چې موږدوه مليونه كسانو ته اړتيا لرو بس ،نور نفوس مو په كار نه دى .
ښه نو دا بل عنوان دلته شته دثور د پرتمين اوپه شاه نه تلونكي انقلاب قوماندان نن د انقلاب د اوامرو دصدور قوماندې په باب په يو فلم كې يوه صحنه ډكه كړه ” اودليدونكو له تود هركلي سره مخامخ شوه .“
ايا دا عنوان سم دى ؟
مشر وايي : نه دواړه سوالونه دي غلط دي . ښه وگوره . انسان څو حواس لري لكه دباصرې حس ، دشامې حس او دذايقي حس . كه له ټولو حواسو كار واخلي نو وبه كړاى شي چې سم ځواب ووايي .
غفار اخبار پوزي ته نږدي كوي ، وايي : اخبار كې خو خبرونه دي او يوازې دكبابو بوى كوي .
مشر سعدي وايي : سړيه داسې ووايه كنه . خبرونه او فيلمونه په درد نه خوري .داخبار ښه پيغام دكبابو له بوي نه بل څه كيداى شي ؟
ټول خاندي . وايي اوس دې ځواب پيدا كړ ، نو په اخبار كې دكبابو له بوي نه بل هيڅ خبر ښه نه دى .
غفار وايي : جايزه به څنگه شي ؟
مشر وايي : تاسې په ځواب ويلوكې نقل وكړ .نقل هم ما در كړ . نقال ته جايزه نه وركول كيږي . بس پريووځه .
ټول خاندي او غفار هم خاند ي “خو وايي : اى زما بده بخته څومره ښه جايزه مې له لاسه وركړه ؟
پاى
جون ٢٣ كال ٢٣

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۵۶     سال بیستم     ثــــور     ۱۴۰۳         هجری  خورشیدی     شانزدهم مَی  ۲۰۲۴