کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 

 

 

 

             ليکوال، جوزف کانون
                           ژباړه: تورپیکۍ آرین  

    

 
آيا د سړې جګړې ادبیات به بیا راژوندي شي

 

 



څه پیښیږي کله چې انسانان په رښتینې مانا بدیږي، او د ځواک نمایش په رښتیني بريد بدلیږي؟
کیدای شي تاریخ بیا تکرار نشي مګر اغیز به یې تر ډېره پاتې وي.
هغه سړه جګړه چې موږ پیژندله که په رښتینې مانا ختمه شوې نه وي نو څه به کیږي؟
کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کې ړنګ شو، جاسوسي ژانر په پراخه کچه اتل ضد کرکټرونه لا لاسه ورکړل.
هیڅ ټولنه د شوروي په اندازه د جاسوسانو په منګولو کې ښکیل نه وه، د دغې جاسوسۍ توره او اوږده تاریخچه د سزارانو پیر ته ورګرځېده - او د جاسوسۍ هیڅ بل سازمان د ک.ج.ب په اندازه ډارونکی او بریالی نه و.
د هغوی په پرځېدو سره داسې انګېرل کېده چې د سړې جګړې رومانونو خپله وجودي فلسفه نوره له لاسه ورکړې وه. همدې لپاره لیکوالان نورو ګواښونو پسې لاړل\د نورو ګواښونو په لټه کې شول.
حتی جان لوکاره چې د سړې جګړې رومان یې اختراع کړ، د خپلو نویو داستانونو د تخلیق په لټه کې نویو ځایونو لکه افریقا، پاناما او قفقاز ته ولاړه.
خو هیڅ ځای د روسیې په اندازه او هیڅ دښمن د ک.ج.ب په اندازه د جاسوسي داستانونو د پنځولو لپاره مناسب نه و. اوس دا هر څه له منځه تللي و.
خو په لږ ځنډ کې روسیه، په هر لحاظ په یوه کمزوري ځواک بدله شوه،
خو دا چې جاسوسي یې په وینه کې نغښتې وه نو ک.ج.ب خپلو دسیسو ته دوام ورکاوه ـــ ډېرې وخت به یې له هالیوودي کړنلارو ( مسموم کولو) څخه کار اخیسته.
لندن او واشنګټن کې د قدرت لوړو بنسټونو ته لاسرسۍ ، د دوه اړخیزې جاسوسۍ او د اتمي رازونو د کشف زرین پېر ښایي پایته رسیدلی و، خو سړې جګړې په نیم ژوانده وجود خپل ژوند ته دوام ورکړ.
جالبه لا دا وه چې ولادیمیر پوتین ، چا چې کلونه کلونه د سړې جګړې د ژوندۍ ساتلو هڅه وکړه ــــ پخپله د سړې جګړې دوسیه وتړله او هغه یې په تودې (رښتینې) جګړې بدله کړه.
اوکراین باندې د روسیې له برید سره، موږ په عملي توګه د شرق او غرب د اړیکو نوي، خطرناک او نه اټکل کېدونکي پړاو ته ننوتي یوو، داسې پړاو چې د لوبې پخوانۍ لارې چارې او نورمونه یې له منځه وړي دي.
څه پېښېږي کله چې انسانان په رښتینې مانا بدیږي او د ځواک نندارې په رښتینو بریدونو اوړي؟
خدای خبر د اوکراین نوې جګړه به د څومره نویو داستانونو د پنځونې سرچینه شي.
خو اوس به د موږک او پیشو هغه پخوانۍ لوبه نه وي.
مرکزي او شرقي اروپا به د شطرنج تخته نه وي او ماموران هم نور پلي مهرې نه دي.مګر د سړې جګړې داستاني جاذبه لا په خپل قوت پاتې، په حقیقت کې، سړه جګړه هغه شیطان دی کوم چې موږ یې پیژنو او زموږ ‌ذهن یې لا هم بوخت ساتلی دی.
خو پوښتنه دا ده چې د دومره ډېرو کلونو په تېرېدو سره، ولې دا ډول داستانونه لا هم موږ ځانته جلبوي؟
سمه ده چې د دې سیمې ډېری لیکوالان په هغه دوران کې د را لوېدو له امله یو ډول پېژندګلوي ورسره لري، ولی اصولا حس نوستالژی دورانی ساده تر و ارام تر نسبت به ان وجود ندارد.
ځکه چې د سړې د جګړې د رومانونو یوه ځانګړنه دا وه چې په خړه فضا کې او په اخلاقي لحاظ د تور او سپین ترمنځ په ګونګ شکل پنځېدل لکه د ستونزو لپاره ساده ځوابونه او حل لارې نشته، د داستان اتل ډېری وخت له کړکیچ سره مخ دی، شخصي ژوند یې ګډ وډ دی، کارونه یې د اخلاقي ارزښتونو پر بنسټ دي، وفاداري یې کاواکه ده.خو دقیقا همدغه فشارونه او تناقضات دي چې دغه مضمون د داستان د ایجاد لپاره بډایه کوي.
سړې جګړې جاسوسانو ته داسې پېچلتیا او اهمیت وباښه چې بیا هیڅکله تکرار نشو: هغوی د اسارت یا مرګ په خطر کې ښکیل ماموران یا مزدوران وو، او په دې هم ډاډه نه وول چې جګړه کې یې پخپله خوښه ونډه اخیستې یا نه او آیا بریالي به شي یا نه.
د سړې جګړې ادبیات لا هم د سینما الهام بښوونکي دي لکه (جاسوس سرتېری، ۲۰۱۱) چې د جان لوکاره له اثر نه اقتباس شوی فلم دی.
په همدې توګه د سړې جګړې ټکنالوژي هم ځانګړی جدابیت لري داسې وسایل لکه: د نورو خبرو او غږونو ته په پټه غوږ نیول د غږونو د ضبط ډېرې غټې دستګاوې، نه لیدل کیدونکی جوهر او داسې نور... ته به وایې دا هر څه بل قرن نه راغلي دي.
نن سبا د برلین اشتازي موزیم کې ( د شرقي المان پټ او ډارونکي پولیس) نندارې ته وړاندې شوې ټکنالوژي ښایي زموږ له نظره د ماشومانو د لوبو وسایلو ته ورته څیزونه وي، خو د رومان لیکوونکو له نظره دا هر څه ډېر نور اړخونه هم لري.
نن سبا څو کسان د سایبری برید د کړنلارې په اړه پوهیږي؟ د اغیز په اړه به یې یو څه ولیکلو، خو په جوړښت او څرنګوالي یې پوهیږو؟
سړه جګړه د انساني ځیرکتیا لپاره وروستی ستر پېر و. سړه جګړه هم لکه ځینې تخیلي داستانونه، شخصیت محوره وه، میتودونه او تکنیکونه ښایي لومړني وو خو د کمپیوټر تر شا له ناستې، ډېر په زړه پورې او شخصي وه.
خو د ایډیالوژي نقش تر دا هر څه ډېر اړین او اغيزناک و، د سړې جګړې په داستانونو کې ګواښونه ډېر وي، ځکه د داستان کرکټرونه ډېری وخت د ایډیالوژۍ پر بنسټ مخ ته ځي. جاسوسان خپلو ملګرو او یا خپل هیواد سره خیانت کوي، خو د پیسو لپاره نه، بلکې د خپل ارمان لپاره. د سړې جګړې ځینې رښتیني جاسوسان چې په ۱۹۳۰کال کې په دندو ګمارل شوي وو ( هغه وخت چې کمونیزم ځان د یوازینۍ حل لارې په توګه وړاندې کاوه) په خورا رښتینولۍ ک.ج.ب ته خدمت کاوه، ځکه کمونیزم یې خپل مذهب او ایډیالوژي ګڼله.خو د بل هر مذهب په څیر، دی هم خپلې ستونزې لري لکه: ارتداد، خیانت، زړه نا زړه کیدل او نهیلي.
یو جاسوس هم تر پایه له دې کاره لاس په سر نشو.کیم فیلبي تر وروستۍ سلګۍ ژمن پاتې شو( که څه هم د هغه ژمنتیا تر ډېره یربده له ک.ج.ب سره وه، نه له کمونیست ګوند سره\ که څه هم د هغه ژمنیتا له کمونیست ګوند نه، بلکې تر ډېره بریده له ک.ج.ب سره وه). کلاس فوکوس، په داسې حال کې چې د هغه شرقي المان د کمونیست ګوند لخوا په مطلق پولیسي حکومت بدلېده، خو هغه بیا هم د حزب له تعصباتو ننګه کوله.
موږ به هیڅکله په دې و نه پوهیږو چې د هغوی په ذهن کې څه تېرېدل خو، شک او تردید، ځان د بل چا په ځای ګڼل او د خپلو اخلاقي ارزښتونو لپاره مرزونه ټاکل، هغه څه دي چې د تخیلي داستانونو پنځونې لپاره مواد برابروي.
د حیرانتیا ځای نه دی که ډېری لیکوالان غواړي د هغه ادبي دود یوه برخه و اوسي چې سړې جګړې روزلی او پاللی دی، که تاسې هم د جان لوکاره او ګراهام نړۍ کې ژوند کوئ، نو تاسې هم نوموړي دود پورې تړلي یاست. دغه ادبي ژانر لپاره اړینه ده موږ په دې وپوهیږو چې څه ډول دې ځای ته رسېدلي یوو.
تاریخ ښایي بیا تکرار نشي، خو اغیز به یې تر ډېره پاتې وي هغه سړه جګړه چې موږ یې پیژندله که په رښتینې مانا پای ته رسېدلې وي، نو اروپا به نوره د جاسوسي داستانونو محور نه وي او د دې داستانونو پام به نورو ځایونو ته اوړي. چین نه به بل ښه ځای چېرې وي یوه بډایه ټولنه چې پټو فعالیتونو سره ځانګړې مینه او په نوي عصر کې د نړۍ د رهبرۍ هوډ لري. سلګونه داستانونه به پنځولو ته په تمه وي. ممکن د جاسوس ژانر لپاره دا یو نوی زرین دور وي. خو دا هر څه د روسانو راتلونکي ګام پورې تړلي دي، چې د روسانو نوی ګام به څه وي.

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۵۱   سال بیستم      حوت/حمل     ۱۴۰۲/۱۴۰۳         هجری  خورشیدی       هشتم مارچ  ۲۰۲۴