کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              صدیق کاوون

    

 
د ژمي شپه ده

 

 

د ژمي شپه ده ، واوره ووري او شمال لگيږي
کوټه سړه ده، له نغري نه د سکروټو ځلا نه را وځي
د دروازې په کيڼه خوا کې په طاقچه کې يو څراغ بَل دی
او رڼايي يې لکه زېړ مازديگری را غوړېدلې پر څلورو دېوالونو باندې.
يوه کوشنۍ زړه هينداره د کوټې پر دېواله نښتې
او ترېنه لاندې ځړېدلی يو کوچنی تصوير،
چې د لرگيو د چوکاټ له دېوالونو نه، بهر ته گوري
د کړکۍ خوا کې ، دېواله ته نږدې
د مېز پر سر يوه خاموشه شمع،
د « اورلگيت» د سرې سپرغۍ د شغلې لاره څاري،
يو شين قلم د کتابچې پر سپينه پاڼه پروت دی.
څو کتابونه د يادونو تر گردونو لاندې خوب وړي دي.
ځوانه حسينه ښځه،
په چورت کې ناسته ده کوټه کې او ځانگو ځنگوې
کوچنی ماشوم د خپلې ځوانې مور ترڅنگه په ځانگو کې اثيري خواږه خوبونه ويني.
تصوير د قاب له کونجه ښځې او ماشوم ته گوري
خو په خوله هېڅ نه وايي
ښځه را پاڅېږي له ځايه، د ويده ماشوم د سر وېښته په گوتو باندې ونازوي
او بيا ور کښته شي تندی يې ښکل کړي
تصوير ته ودرېږي،
او په هينداره کې خپل مخ و ويني
شونډې يې ورپيږي، اوښکې يې له سترگو نه را وڅڅېږي
او د خاطر ځولۍ يې ډکه شي د تېرو خاطرو له رنگارنگه ښايسته يادونو
شونډې په غاښ وچيچي،
او يوځل بيا تصوير ته ځير شي او سر وښوروي
راشي د زوی تر څنگه کښېني او له ځانه سره وغږېږي:
« هغه نور نه راځي، هغه د تورو غرونو په سفر تللی دی
هغه سړو وحشي بادونو کوه قاف ته وړی
هغه نور نه شي را تلی
هغه د تورو تورو غرونو د کلا په دېوالونو کې بندي پاتې دی...»

*****

واوره وورېږي او د باد گزمه کوڅو کې گرځي
کوټې ته څېرمه هديرې باندې چوپتيا را غوړولې خپله توره شړۍ
خو کله کله چېرته سپی وغاپي
او يا کوم سيورى له کوم چا نه « د شپې نوم» وغواړي
چېرته له لرې نشت آباده د کوم چا د پښو غږ راشي
او د کړکۍ ماتې ښيښې نه، د کوټې حريم ته ننه وځي
ښځه راپاڅيږي اوتَره، د سينې قفس کې سا بنده کړي،
او د کړکۍ تر څنگه ودرېږي، غوږ ونيسي
سړه سېلۍ په خپلو لپو کې د نوي زېږېدلي ماشوم غږ راوړي
ښځه را منډه کړي، هينداره کې خپل مخ وويني
او بيا يې سترگې د تصوير په سترگو ونښلي
شونډې يې و لړزېږي،
د تورو زلفو تور ټيکری پر تصوير وغوړوي
او دوه درې څاڅکي يې له سترگو نه را و څڅېږي
او بيا د نوي زېږېدلي د ژړا نغمې ته غوږ ونيسي
د سپېرو شونډو په گلباغ کې يې غوټۍ د موسکا وټوکېږي
او له طاقچې نه د څراغ زېړه رڼا يو ځلي بيا پر ځانگو وغوړيږي

*****

واوره وورېږي او د باد گزمه کوڅو کې گرځي
کوټه سړه ده، له نغري نه د سکروټو د تودوخې ځلا نه جگيږي
ښځه ځانگو ته ناسته
د خپل ماشوم بچي د سر وېښتو کې گوتې وهي
شونډې يې رېږدي او د سترگو له آسمانه يې باران ووري
کومه آشنا خوږه سندره يې د شونډو پر سرونو ناڅي،
او د چا ياد يې د زخمي ذهن هيندارې ته ځلا ورکوي
د ژمي شپه ده، واوره ووري او بادونه په کوڅو کې قدمونه څاري...


*****

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۴۷      سال نــــــــــــــــــوزدهم         جدی     ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی               اول جنـــــــــوری  ۲۰۲۴