کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              اسحاق ننگیال

    

 
درځنې لاړم كليه!

 

 

څو مره ښايسته دي
زموږ دكلي چم كې
دادشنه سين په شنو اوبو كې
دكبانو بچي.
څومره ښايسته دي دې ويالو كې
دهيليو دغه سپينې لوڼې
ددوې نازكې چغې .
* * *
څومره ښايسته دي
زموږ دكلي
دسپيدارو تر ټيكربو
غرمني خوبونه
او مازيګر په شنو چينوكې
دكرۍ ورځې ستړياوو مينځل.
* * *
څومره ښايسته دي
زموږ دكلي په چيلو كې
دانګورو ښيښې
او دګيلا سو دوړو وړو نيالګيو
ګڼې ، ګڼې شنګلې
چې سرې مرۍ يې دي
زموږه دباغو
دښاپيريو ياقوتي غوږوالۍ.
* * *
څومره ښايسته دي
زموږ دكلي
دغوزانو هسكې ، هسكې ونې
اودښاخونو په هر رګ كې يې
دمست زړګي دوينو لپې
چې ترې غريبې پيغلې اخلي
خپلو شونډو ته
دحسن خدايي رنګونه.
* * *
څومره ښايسته دى
دې ګودر كې
زموږ دپيغلو دشينكيو منګو ټيو
دچاودون
او ماتيدلو اواز.
څومره ښايست ده
دازموږه دلوګرو
داهاړ ديره.
زه درنه ځم
دخداى پا مان
درځنې لاړم كليه !
مادې دحسن په مالت كې
ددې وخت دسوداګرو
وينې څښونكې سترګې چيرته پريږ دي ؟

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۴۷      سال نــــــــــــــــــوزدهم         جدی     ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی               اول جنـــــــــوری  ۲۰۲۴