کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

              پروین ملال

    

 
غزل

 

 


ستا په خیالونو کې بیګا بیا تر امکان ولاړ مه
ډکه دستورومې لمن وه ترباران ولاړ مه


دشونډو ټول پتري مې ورژول پاڼې ، پاڼې
سجده د شکر مې کول ترلا مکان ولاړمه


ما د سبا تندی کې کرښې د قسمت لوستلي
ذره ، ذره شومه د مځکې، تراسمان ولاړمه


دیو چا خیال راتلي شیبې ،شیبې سارا راتلله
دچا د خیال په سیوری ژونده ؛ ترکاروان ولاړمه


پرهر مې خپل په بڼووګنډی ، دتړمو اوښکو،
ټکور مې ورکړ، دموسکا تر ګلستان ولاړمه


تنهایې نه وه درد او کیف یې و جوړه راسره
خپلې تڼاکې مې لوستي، ترشبستان ولاړمه

 


ورځو کې ځای نشوم پر پلونو د (پروین) وختم
دیوه ستوری په ارمان کې تر ارمان ولاړمه

۲۰۲۳ / ۳ / ۱۵
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۴        سال نــــــــــــــــــوزدهم         جــــــوزا/ سرطان        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی     شانزدهم جـــــــون 2023