کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

             پروین ملال 

    

 
دسخاوت شیبې

 

 


زما د پلار په لاس کې ،
سترګه د سبا راخیژې
زما د پلار په لاس کې لمر ډوبیږې
ورځې زما د پلار ورغوو کې ،
دپیل قدمونه ایږدي
ورځې زما دپلار ورغوو کې
دشفتالو،الوبالواودشاه توت د بڼ کیسې لولې
دمازدیګر غمګین رنګین غروب
زما د پلار د قد مونو سره زموږ، وبام ته راځی
او دسهار دسپیدو ، سپین تندی سپین سوربخن رخسار
زما د پلار د تندي ، پر خړه مځکه باندي
دګلابي ، سپینو ګلونو کروندې کرې
زما د پلار سترګو کې ،
سترګه د سبا راخیژي
زما د پلارپه لاس کې ،
د ژوند او میینې کتابونه ،
د عرفان اوپو هي
سپینې ترورځو ، او رڼا ، رڼا
د سمندر سپینې، سندرې وایې
د سمندردڅپو پاڼو کې
دُراو ګوهر لټوي
زما د پلارد پلونو ، لار کې
دسرو یاقوتو ، زمردو کان ته لار تللي ده
زما د پلار خبرې لکه ښایست دستورو
زما د پلار سیوري ، د ونو شونډو باندې
ساه دژوندون ویښوي
زما د پلار سیوري ،
زما دپلا ر سیوري به یووارې بیا،
دشین قدمه پسرلی ښکالو ته ،
بار د نګهت او لطافت راوړي
زماد پلار سیوری به ، یو وارې بیا،
داسمان شنه ټټر ته د سپینو ، سپینو
اوکر کنډو ، وریځو سپيني جامې واوبدي


۲۰۲۳ / ۳ / ۲۷
 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل  ۴۳۳        سال نــــــــــــــــــوزدهم         جــــــوزا        ۱۴۰۲         هجری  خورشیدی   اول جـــــــون 2023