کابل ناتهـ، Kabulnath



 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

Deutsch
هـــنـــدو  گذر
آرشيف صفحات اول
همدلان کابل ناتهـ

دريچهء تماس
دروازهء کابل

 

 

 

 

 

 
 

             یونس نگاه

    

 
نوروز ولې تلپاتې دی؟

 

 

نوروز ته درې ورځې پاتې دي، ځینو هېوادوالو پرته له دې چې له جشن نه نوم واخلي، د غرونو لمنو ته ځي، د چمنونو پر سر قدم وهي، په تازه هوا کې ساه اخلي، د ژمي ستړیاوې له تن نه لیرې کوي او له ملګرو سره چکر وهي. د ګلانو دغه ننداره او چکر په ټول افغانستان کې دود دی او هغه څوک چې فرصت او امکانات لري، په دې ورځو کې د هېواد په لوېدیځ، شمال، مرکز، سوېل او سوېل ختیځ کې له کورونو راوځي او شنو چاپېریالونو، دښتو او د غرونو لمنو ته ځي. له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره موسیقي پیکه شوې او کېدای شي ډېر لږ خلک وکړای شي د طالبانو له سترګو لیرې لکه د پخوا په شان، له دریاګانو، دمبورې، غیچک او تنبور سره د غرونو لمنو ته ولاړ شي، خو د چکر، نوي کال او ښادۍ پروړاندې د زیاتو تبلیغاتو او محدودیتونو سربېره، خلک د نوروز له رارسېدو وړاندې، له څو ورځو راهیسې د تفریح او د ګلونو د نندارې انځورونه په ټولنیزو شبکو کې خپروي.


نوروز سره دښمني له پخوا نه دوام لري. ډېره هڅه شوې چې دا ولسي جشن د مذهب په تېغ سره حرام وګڼل شي او د مومنانو په زړونو کې بې شمېره شکونه پیدا کړي، خو نوی کال همداسې تلپاتې او پایداره دی.
تېره ورځ جمعه، طالبانو پورې اړوند او همفکره ملایانو په جوماتونو کې د نوروز یا نوي کال د نمانځلو او دا چې هغه یو غیر اسلامي او غیر شرعي عمل دی، په اړه یې وغږېدل او د دغه ولسي اختر نمانځل یې ګناه وګڼله. یو شمېر لمونځ کوونکو په ټولنیزو رسنیو کې د ملایانو له دغې کړنې شکایت وکړ او یو شمېر نورو لیکلي وو چې د نوي کال پر ضد د تبلیغاتو له پیل سره، هغوی جوماتونو ته تګ راتګ پرېښودل. په هغو شېبو کې چې متعصبه ملایان په تبلیغ بوخت وو، ډېری د غرونو لمنې او دښتې د جوماتونو په پرتله له خلکو ډکې وې. ډېری مومنانو، په دښتو او د چمنونو پر سر د جمعې لمونځونه وکړل. ملایان کېدای شي د روایتونو او مذهبي تبلیغاتو په بیانولو سره یو شمېر کسان د پسرلي له جشن او د نوي کال له چکر نه ووېروي، خو ډېری خلک چې کله ویني نوی کال لکه د موسیقۍ، ګډا، د نجونو زده کړه، د تګ راتګ ازادي، د کار حق، د بیان ازادي، د عقیدې ازادي، د حجاب ازادي، دموکراسي او دغو ته ورته د حرام ګڼلو د فهرست تر څنګ ځای پر ځای شوی، د پسرلي او نوي کال مېلې ته نور هم لېواله کېږي. په تقویم کې ځانګړې ورځ په نښه شوې او له پېړیو راهیسې د لمریز هجري کال پیل ته نوروز ویل کېږي؛ د کب د میاشتې له نیمايي وروسته چې د ګلانو او چمنونو عطرونه له دښتو او درو د خلکو کورونو ته راځي، لسګونه میلیونه انسانان د چین له ختیځ نه د اروپا تر ختیځ پورې د چمنونو په کرلو، د خوندورو خوړو پخولو، د نویو جامو اغوستلو، ګډا کولو، د کورني او سیمه ییز محفلونو په جوړولو او همداراز له نوروز نه د هرکلي په پار د غرونو لمنو او دښتو ته ځي. د پسرلي د مېلو لویه برخه د نوروز له نوم سره اړیکه لري. چارشنبه سوري، نوروز، مېله ګل سرخ، سیزده به در او نور سیمه ییز مناسبتونه او جشنونه چې د یوې میاشتې په موده کې (د کب له نیمايي نه د وري تر نیمايي) پورې جوړېږي، د نوروز له نوم سره اړیکه لري.


ځینې د نوروز لرغونتیا او مخینه په زردشتي او ځینې بیا له زردشتیانو نه ډېر پخوا دود بولي؛ خو په تېر کې که نوروز له مذهب سره هر ډول اړیکه درلوده، اوس نه مذهبي او نه د مذهب پر ضد دی، بلکې یوه ولسي مېله او د طبیعت له بیا زېږېدو د هرکلي جشن دی. له همدې امله نوروز خپل مشروعیت په کتابونو کې د لیکل شویو دستورونو او د ملایانو له حکایتونو نه اخلي، بلکې د ځمکې او لمر له خوځښت، د فصل او کال له سپارل کېدو، د ګلانو او چمنونو، پاکې هوا او ښادۍ نه اخلي. له همدې امله کله چې په ۲۰۰۱م کال کې د خلکو له سر نه د ملایانو قمچینې لېرې شوې، نوروز او د طبیعي پسرلي میلې د دولت له هر راز ملاتړ پرته د خلکو ژوند ته بېرته راوګرځېدې. هغوی به چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په وېرې مینځل شوې جامې اغوستې او د غرونو لمنو ته تلل، د یادې ډلې د ادارې له سقوط سره په ښادۍ او خوشحالۍ سره راټولېدل، پارکونو او د غرونو لمنو ته تلل، موسیقي یې غږوله او ګډاوې یې کولې. د طالبانو له سقوط څو کلونه وروسته، د ګل سرخ مېله لکه له جګړې نه د مخکې کلونو په څېر، مخ پر ودې شوه او هر پسرلی زمونږ سلګونه زره هېوادوال د افغانستان له ګوټ ګوټ نه د سخي د جنډې پورته کولو مراسمو او د مزار د ګل سرخ مېلې ته تلل. نور مناسبتونه لکه د ارغوان مېله، د بادام د ګل مېله، د مڼې د ګل مېله او د نارنج د ګل مېله هم د خلکو له لوري نمانځل کېدې. دغه مېلې له فرهنګي محفلونو سره یو ځای کېدې او شاعرانو، ادیبانو او هنرمندانو له خپلو مینه والو سره خپل اثار شریکول. طالبانو د مذهب او ژوند نه چې کوم تیاره تفسیر لري، یو شمېر دغه مناسبتونه یې تکفیر او نور یې هم له نمانځلو منع کړي دي. تکفیري حاکمیت پر خلکو ژوند تریخ کړی او دا کار پر هېوادوالو ډېر ګران پرېوتی دی. نوروز ټول شموله او ریښه لرونکی له هغه څه نه دی چې طالبان وکړای شي هغه له منځه یوسي. خو، د هغو ورځو رنځ چې زمونږ خلک یې بی له ښادۍ او په بې نوروزۍ کې تېروي، د جبران وړ نه دی. نوروز او په چکر او ښادۍ د طالبانو له لوري تحمیل شوي محدودیتونه، د ازادۍ لپاره د مبارزې اړتیا نوره هم زیاتوي. له مذهب نه د نوروز واټن، د هغه د بقا په برخه کې مرسته کړې ده.


افغانستان کې نوروز د ټولو جشن دی. سنیان، شیعیان او غیر مذهبي خلک ټول د ګل سرخ په مېلې، په چمنونو کې ځغاسته او د پسرلي په جشنونو کې ګډون کوي. له نوروز سره د مذهب تړلتیا، لکه له ښوونځي او پوهنتون سره د دین مخامخ کولو په څېر به بدې پایلې ولري او د وضعیت په نورمال کېدو سره به لکه څنګه چې خلک د قوم، مذهب او ژبې له په نظر کې نیولو پرته ښوونځي او پوهنتون ته لاړ شي، د ګل سرخ مېلې او د پسرلي جشنونو ته به هم لاړ شي. زمونږ له خاورې ورهاخوا، نوروز بېلابېل قومونه او ملتونه سره نښلوي او لکه هغه وختونه چې اوسني سیاسي پولې نوې رامنځته شوې، له کاشغر تر قونیه او له اربیل تر سمرقند پورې ښځو او نارینه وو له پسرلي نمانځنه کوله او د ژمي په تللو یې خوښي څرګندوله. پر افغانستان حاکم سیاسي ژمي زمونږ نوروز پیکه کړی دی او تر هغه پورې چې د یوه مسوول دولت خاوندان نه شو او هوساینې او اسایش لپاره لازمو ازادیو ته لاسرسی ونه لرو، له بده مرغه همداسې به پیکه وي.

 

 

بالا

دروازهً کابل

الا

شمارهء مسلسل   ۴۲۸    سال نــــــــــــــــــوزدهم           حوت/حمــــــــــل         ۱۴۰۱/۱۴۰۲         هجری  خورشیدی        از هشتم تا سی و یکم مارچ 2023